شپږ کاله مخکې چي ځوان وم، اوږده ويښتان مي درلودل، و مي غوښتل چي له نړۍ څخه دباندې لاړشم .کله چي روان شوم د نړۍ دروازي ته ورسېدم ؛دا داسي دروازه وه چي په پټو سترګو دلیدلکیدو وړ وه ،خوچي کله مي سترګي پټي کړي دروازه مي ولیده او د دروازي په پاسنۍ برخه لیکل شوي و، ننه وتل منعه دي. ما د دروازي له څارونکي و پښتل چي ولي دروازي مخي ته ولاړ یي خو دروازه قلف کړه لاړشه خپل کار وکړه هسي ننه وتل منعه دې د دروازي څارونکې ځواب راکړ ننه وتل دهغه چامنعه دي ،چي زموږ د پاچا غلامې نه کوي. ما ژر ځواب ورکړ زه زه يي غلامي کوم ما دننه پریږده ،په دي هم ښي پوهیدم چي ژر پریکړه کوونکی ژر پښیمانیږې .خو غوښتل مي چي هسي د ننه لاړشم چي د ننه څه دي.څارونکې ځواب راکړ مهرباني د دغي کلمي له اوریدو سره سم د ننه لاړم. دوهمه دروازه وه په هغه باندې لیکلي و هغه څوک دننه تلی شي چي د زړه هیڅکله نه منې ما هم په لوړ اواز وویل د زړه هیڅکله نه منم دروازي ته نیږدي شوم څارونکي راته وویل بیرته وګرځه ماځواب ورکړ ولي وګرځم خوتا په دروازه لیکلي چي هغه څوک دننه تلی شي چي د زړه نه مني نو ماخودرته وویل چې زه د زړه هیڅکله نه منم ،څارونکي ځواب، راکړ چي تا نوموړي جمله ویله سر دي ډیر زیات خوځاوه د سر د زیات خو ځولو مطلب دا وي چي تا څه وویل هغه هیڅکله نه مني یوازي ویل کوي. ما هم له ځانه سره ومنله چي ریښتیا وایي خوما څارونکي ته ځواب ورکړ وروره ته دروغ ویایي. د دي جملي له ویلو سره سم ما خپل سرته خوځښت نه ور کاو ځکه ما له ځان سره فکر وکړ هسي نه چي څارونکي بیادر باندي پوه شي ،څارونکي په خندا وویل دننه شه زه هم سمدستي دننه لاړم چي و مي کتل دریمه دروازه موجوده وه په هغه دروازه باندي لیکلي و د لیونو ښار ته په خیر راغلي دغي دروازي څارونکی نه درلود سم دستي دننه شوم .چي شاوخوا مي وکتل سپینه رڼا وه خو هیڅوک نه و دروازي خواته مي چي وکتل د دروازي پر شالیکل شوي وو وتل منعه دي. زه د دي جملي په
اوریدو ډیر حیریان شوم ځکه چي وتل منعه دي، او دلته لوی بیابان دي او هیڅوک نشته ،چي مخامخ مي وکتل دوه کسان زما خواته راروان دي چي کله راورسیدل راته ویي وویل په خیر را غلي زموږ ښارته. ما ورڅخه وپښتل تاسي څوک یاست ؟یوه جواب راکړ او راته ویي ویل ماهري پوښتني ته ځواب ور کړی خو تر اوسه مي یوي پوښتني ته ځواب ندي ورکړی چا چي رانه پوښتلي چي ته څوک یي.مابیا پوښتنه وکړه ستا نوم څه شی ده ؟ځواب یي راکړ زما نوم پاچا او زما د ملګري نوم بي رحمه استاد دي مابیا پوښتنه وکړه ستا نوم پاچا دي که په ریښتیا پاچا یي ؟ځواب یي راکړ زه په ریښتیا پاچا یم زما په اړه یي په لومړۍ دروازه کي نه درته ویل ؟ما ځواب ورکړ راته ویي ویل چي زموږ د پاچا غلامي به کوي نو اوس ستا غلامي څنګه وکړم؟ پاچا ځواب راکړ زه چي هر امر کوم هغه
منه، ما ورته وویل سمه ده پاچا صاحب له بي رحمه استاد څخه مي پوښتنه وکړه ولي دي په ځان ده بي رحمه استا د نوم ایښی؟ نوموړي ځواب راکړ ځکه چي زه له شاګردانو لومړی امتحان اخلم وروسته درس ور زده کوم.