یحسبون کل صیحته علیهم هم لعدو
دوی هرزورورغږ دځان پر ضد ګڼی
تیر له یاده وباسه ځکه تېر پسې زړه تړل بی عقلی او کمزووری ده
تا ویلی ما ویلی پرېږده !
په راتلونکی پسې زړه مه تړه ځکه لا نه دی راغلی وخت لا شته
له نقد او نیوکو مه وېرېږه ځکه نقد ستا ارزښت خوندی ساتی او دولس په خیر دی
دملی ګټو پخلی وکړی ملت مه هېروه
باور ولره ستا رب دپرا خه مغفرت خاوند دی اومغفرت مفهوم لری
له یتیمو ،کونډو ، بیوزلو، تږو او وږو له لیدنی پند واخله !
دولس په هکله په اټکل پرېکړه مه کوه
دچاد مننې انتظار هم مه کوه
له غوسې او ناوړه عادت ډډه وکړه غوسه لکه اوسپنه چې زنګ و وهی
نړۍ سره ژبه پیداکول دا ستا لومړیتوب اوتاریخی مسئولیت دی
دخپل بام واورې د ګاونډی په بام مه وراچوه
دخیر لاره اوتګ غوره کړه انحصار په هېڅ توګه مه پرېږده!
دباطل سره دجګړې مهارت، ستراتېژی، تحکیم اوپوهه تر لاسه کړه
د ولسواکی سیستم قاعدې ولوله ددوحې په ترازو یې مه تله
ګډ وډ ، ګډوله او نا مشروع کاسه او کپړی ټول په یوه تګلاره مه ارزوه
دروانی،عاطفی، سیمه ایزه او دکړکېچ دناروغیو علاج وکړه د پاکو کسانو مشوره له یاده مه باسه !
دحرص ، حسد او غرور/تکبر سره کلکه او منسجمه مبارزه کول ستا عظیم رسالت دی
نړۍ ته څه کوې ته خپل سړیتوب سم کړه
تل خلکو ته خیر رسوه او خیرخواه مدبر اوسه
دروغ مه وایه چې دایمان زوال دی او اسلامی جهان بینی باندې دې کار وکړه

ومنه چې دتعلیم بندول جنایت اوکبر دی
دولس غوښتنې ګروګان مه نیسه
دښځو حقوق او اهمی توب مراعات کړه
دکارغه لوبې پرېږده له ګور بت سره والوزه!

دا ظاهری کمزوری ګونګوسی چې نه اسلامی پېژنی او نه امارت اوتل وایی: دحل لاره څه ده؟ همدې کې پاتې کیږو، تاته راخم داد دپوښتنو په دیالوګ، ډاکتر صاحب او خټګر صاحب ساختار او مودل نه پوهیږی . تودې خبرې دملت او ولس په کچه ځانګړی معیار لری اوپوهاوی.
بدلون باندې باور ولره او له بدلون سره اشنا شه چې ډیر مهم دی
منځلاری توب (اعتدال) غوره کړه
په هرچا باور مه کوه یوعالم له زرو جاهلو بهتری لری
وخت شېبه او ګړۍ ژرتیریږی چاته ګورې؟