څو ورځې دمخه د هالنډ پلازمېنې امستردام کې د یوه کنفرانس او دوو ورکشاپونو برخه وال وم.
د کنفرانس موضوع په مرکز یا پلازمینه کې دیمنشیا نومېده.
هلته په یوه زړه پوری معلوماتي او علمي پريزینتیشن کې د دیمنشیا Dementia د ناروغۍ او ناروغانو په هکله ډیر ګټور معلومات وړاندې شول، په ورکشاپونو کې مو د دې ناروغۍ په هکله ځنې لنډ مستند فلونه هم ولیدل.
کیدای شي تاسی ډیرو د دیمینشي د ناروغۍ نوم اورېدلی وي او یا مو له دا ډول نارغانو سره کتلي وي. په حقیقت کې دیمینشیا له پنځوسو څخه د زیاتو ناروغیو ټولیز نوم دی. دا داسی ناروغي ده چې د ناروغ مغز یا دماغ نه شي کولای معلومات سم پروسس یا تحلیل کړي. د دې نارغۍ ډیر مشهور ډول آلزایمر Alzhiemer's دی. د دیمینشیا د ناروغانو په سلو کې اویا د آلزایمر د ناروغۍ لرونکی دي.
د دی ناروغۍ ترکیبي علایم او نښې د حافظې له لاسه ورکول او د ناروغ د سلوک یا چلند بدلون دی. د عمر په پوښوالي سره ډیر یا لږ د هرچا حافظه کمزوری کیږي، خو ناروغي ورته هغه وخت ویلای شو چې یو څوک ځان نا امن احساس کړي. که له کوره وځي بیرته کور ته د راتګ لاره نه پېژني، اشخاص او د کار وسایل پېژندلای او تشخیصولای نه شي.
د کنفرانس په بهیر کې روغتیا ته د پام په هکله ګټور بحثونه وشول د دې ترڅنګ پرګډونوالو د Spider web positive health "د مثبتې روغتیا د غڼې جال" په نوم یوه معلوماتي پاڼه هم وویشل شوه.
چې له مخې یې هر څوک کولای شي په دې پاڼه کې لکه هېنداره د خپل ژوند مخ او حالت وویني او وارزوي.
ماته غوره ښکاره شوه چې د مثبتې روغتیا د ارزونې لپاره دلته د هغو ټکو یادونه وکړم چې په نوموړې معلوماتې پاڼه کې د خپل ژوند د حالت د ارزونې لپاره کارول شوی دي.
باید یادونه وکړم چې د ا ټکي دلته په لویدیځ کې د ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري شرایطو بیانوونکې دي، عمومي دي او کیدای شي په ډیرو برخو کې زموږ د ژوند او چاپېریال له حالاتو سره توپیر ولري. نو که غواړۍ چې خپل صحي حالت او د ژوند ډول د دې ټکو پر بنسټ وارازوۍ، اړینه ده چې د خپل هیواد او ټولنې شرایط لکه طبیعي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري معیار وګڼئ او د خپل ماحول یو تطبیقي تصویر د مثبتې روغتیا په هېنداره کې څرګند کړۍ.
دا هم د خپل ځان د مثبتې روغتیا د ارزولو شپږ عمومي اړخونه:
۱- ورځنۍ چارې:
- د خپل ځان پالنه یا ساتنه
- خپل سرحدونه یا پولي پېژندل
- د روعتیا په هکله معلومات
- له وخته سره سم تګ
- له پیسو سره چلند
- کار کولای شی
- مرسته غوښتلای شی.
۲- کډون کول یا برخه اخیستل:
- ټولنیزی اړیکې یا دوستان لرل
- جدي کڼل کېږۍ یا در باندی حساب کیږي
- له نورو سره په ګډه په زړه پورې فعالیتونه ترسره کول
- له نورو سره مرسته کول
- ورسره یاست
- معنا لرونکې کړنې ترسره کول
- له ټولنې سره مینه والي
۳- د بدن دندې:
- ځان روغ احساسول
- د اندامونو تناسب
- شکایت او دردونه
- خوب کول
- خوراک کول
- حالت مو
- حرکت کول
۴- رواني هوساینه:
- حفظ کولای یا یادولای شئ
- فکري تمرکز لرۍ
- مفاهمه کولای شئ
- خوشحاله یاست
- خپل ځان منلای یا قبلولای شئ
- له بدلون سره ځان عیارولای شئ
- د کنترول احساس لرئ
۵- معنا
- با معنا ژوند کول
- د ژوند کولو شوق یا ارمان
- ارمانونه ترسره کول
- باورنه لرل
- قبلول یا منل
- منندوی
- تل یا با دوامه زده کول
۶- د ژوند څرنګوالې یا کیفیت
- له چارو خوند اخلئ
- نېکمرغه یاست
- په خپل حالت کې راحت یاست
- موازنه ساتۍ
- ځان په امن کې احساسوۍ
- څرنګه ژوند کوۍ
- په پیسو یا شتمنۍ مو چاره کیږي
کیدای شي پورته ټکو ته په پام یو څه د خپل ځان او ژوند تصویر ترسیم کړای شئ. که څه هم پورتني ټکي کټ مټ ژباړل شوی او کیدای شي په ځنو حالاتو کې یې پر معنا پوهېدل ګران وي، خو بیا هم هیله ده یو څه یې ستاسی د ژوند او روغتیا اړخونه په نښه کړي، روښانه کړي او تاسی ته د پام وړ کرځولي وي.
روغ او سلامت اوسئ

پوهنمل دکتور اندوس رحمت ځواکمن
۹-۶-۲۰۲۳/ هالنډ