هنر د انساني فعالیتونو هغه مجموعه او آثار دي چې د انسانانو پر عواطفو او احساساتو باندې د اغېزې لرونکي او ځانګړې معنا او مفهوم لیږدوي. هنر د هنرمن شعوري کار او آګاهانه فعالیت دی. ځینې هنرمندان حرفوي دي او د هنر او هنري آثارو د پنځولو له لارې ژوند کوي، ځینی نور بیا د ذوق او هنری احساس له مخې اماتور هنرمندان دي. یعنی هنر او هنری تخلیقات تل لکه د کار په شان یواځې د مادي مقصد او مالي ګټې په موخه نه وي، بلکې تر دې ټولو اوچت؛ معنوي مقاصد لري. هنر ښکلا پنځول، ښکلاخوښول، ښکلا ستایل، ښکلا پالل او ښکلا لاښکلی کول دي. په دې توګه هنر د طبیعت له زېږنده ښکارندو(پدیدو) څخه توپير لري او د بشر د هستوونکی خلاقانه ځواک څخه رامنځته شوی ابداعات په هنر کې شمېرل کیږي. بیلابیل هنرونه شته لکه؛ انځورګري، پږ توږل، ګرافیکي طرحې، ودانۍ جوړول، موسیقي، مناقیب، شعر، تیاتر، تذهیب، خطاطی، سینما، ترانې ویل او نور. هره هستونه هنر نه دی، نه هم هر ایجادی او تخلیقی اثر هنر دی، بلکې هنر او هنری اثر تر ټولو سخت او ستونزمن کار او د ډیرو معیارونو لرونکی دی. پخوا هنر په دوو برخو ویشل شوی و: ښکلي هنرونه او بل یې ګټور هنرونه.
ښکلي هنرونه هرومرو د مادي موخې او مقصد لپاره نه دي، بلکې یو شمیر د ذوق له مخې دي، چې پایله یې ارزښت هم لري لکه انځورګري، خو ګټور یا ګټه لرونکی هنر له هنري ارزښت پرته یوه بله موخه هم لري لکه سینګار شوي لوښي. نن ورځ دغه وېشنه له منځه تللی ده. هنر په عمل باندې د نظري معرفت تطبیق کول دي. هغه هنرونه چې هم ښکلا تجسم کوي او هم ګټه ولري او د هنریت تر څنګ د یو شمېر اړتیاوو د پوره کولو لپاره هم وي، نو د هغو محصول تکرار کېدونکی او په هماغه یوه بڼه وي چې دې ته هنري صنعت یا صنعتي هنر وايي، خو هغه چې موخه یې یواځې او یواځې د انسان د ښکلا خوښونې د تندې ماتول وي، نو دې ته ښکلي هنرونه وايي. ښکلي هنرونه د دې له مخې چې آیا د هغو اغېزه د انسان په ذهن باندې د کوم حس له لارې واردیږي، یا په بله وینا آیا دا چې د انسان د ښکلا خوښونې احساس په کومه طریقه پوره کوي، په بېلابېلو ډولونو وېشل کیږي لکه: د پلاستیک هنر، فونتیک، بصري هنر، تجسمی، سمعي هنر او داسې نور. پلاستیک یا بصري هنرونه هغه هنرونه دي چې د انسان په ذهن باندې د هنر اغېزې د باصره حس یا سترګو له لارې واردیږي، نو ځکه له مادي او ثابتو عناصرو څخه جوړ شوي دي لکه: معماري، حجاري،انځورګري، سمعي یا فونتیک هنرونه لکه موسیقی، ترانې، مناقیب او د شعر دکلمه او د ادبی اثر هنرمندانه لوستل. نن ورځ ټول هیوادونه او ملتونه د خپلو خلکو د متعالی ارزښتونو د پاللو او د دوی د عواطفو دتلطیف او د خپلو کلتوری بډاېینو د ځلا او په ټولنه کی د معنوی او هنری ابداعاتو او تخلیقاتو د ودې لپاره ځانګړي ادارات لري. یوه بیلګه یې د هیوادونو د اطلاعاتو او کلتور وزارتونه، دسینماتوګرافۍ ادارې، ملی ګالریګانې او دې ته ورته نورې ادارې دي. د هنری او فرهنګی ارتقا مسئولیت تر ډیره د دولت په غاړه لري.
موږ به هغه وخت ښه هنر او منلی هنرمند ولرو، چې حرفوي زده کړې ولري او د هنر په فلسفه پوه وي.په همدې موخه کلونه کلونه مخکې په شیرشاه مینه کې د صنایعو ښوونځی جوړ شو، وروسته بیا پوهنتون کې د هنرونو پوهنځی تشکیل شو. تېرو کلونو کې موږ د ډیرو عالی هنری آثارو د تخلیق او ایجاد شاهدان وو. له ډیر پخوا زموږ پتمنو خلکو جوماتونه ښایسته کول، د محراب خواوې به یې په نقشونو سینګارولی، جومات ته به یې ښایسته مناره جوړوله، په ښکلی خط به یې ایتونه لیکل او داسې نور. آڼ داچې کلیوالو میرمنو به دتنور غاړه، برغولی، د اوړو کندو او نور خټین لوښي ښایسته کول. د کمیمسونو غاړې او لستوڼي د ټیکری او خولۍ ښایسته ګنډل او هغو کی مرۍ او ښيښې لګول او ډیر داسې نور مثالونه د هنری کارونو دي.
په دې ډول سره له هنر، تعلیم او مکتب سره افغانان مینه لری او له پخوا وسره روږدی دی. افغانان هنرمندی ګوتې او د هنر خوښونې ذوق لری. زموږ ډیر هنری اثار د نړیوالو د تعجب او جیرت لامل شوی دی او هیواد مو د هنر اوهنرمندانو له امله شهرت لری.