د دوحې له ښار څخه:
د قطر کوچنې هیواد چې ځمکنې مساحت او نفوس یې زموږ د ارزګان له ولایت څخه یو پوټې کم دی، په نړیوال اقتصادي او سیاسي سټیج کې د سترو شهکارونو ټاټوبې او د سیالانو سیال دی. د قطر د ټول مساحت (۱۱۵۰۰ کیلومتر مربع) یواځې ۷ سلنه خاوره د کرهڼې وړ او پاتې یې شګلنې غونډۍ او تیت پرک سمندري ټاپو ګان دي. خپل نفوس یې ۳ لکه او ۳۲ زره تنه دی؛ خو دلته د ۹۴ هیوادونو مسلکي او کارګره طبقه اوسیږي چې ۲ ملیونو او ۳ لکو ته رسي. د قطر بنسټګر، شيخ محمد بن ثاني نومیده په ۱۸۶۸م کې یې مختلفې قبیلې د خپل مشرتابه او یوې جنډې لاندې راټولې کړې؛ نوموړی د اوسني ۴۳ کلن امیر، شیخ تمیم بن حمد آل ثاني شپږم نیکه دی. قطر په ۱۹۷۱م کال کې له پیرنګیانو څخه خپلواکي ترلاسه کړه او له ۱۹۸۱م راهیسې د عربي خلیج د شپږو هیوادونو د همکارۍ د شوری مؤسس غړې دی. البته په ۲۰۱۷م کال کې د ځینو عربي هیوادونو د سختې محاصرې/ پریکون سره مخ شو، خو ترکیه یې ترڅنګ ودریدله او د عسکري او تجارتي مرستو هوايي پل یې ورسره جوړ کړ.
د IMF د وروستي راپور له مخې، په داسې حال کې چې د افغانستان د یو کس کلنې دخل / ګټه مازې ۴۲۶ ډالره ده، د یو امریکايي وګړي ۸۰ زره او د هر قطري دخل ۸۴ زره ډالره دی. تیره اونۍ د قطر د مالېې وزیر، علي بن أحمد الكواري وویل چې د دې کال په څلورو لومړنیو میاشتو کې یې پنځه ملیارده ډالره اضافي/ مازاد ګټه ترلاسه کړیده. د Sputnik خبري آژانس وايي؛ په ۲۰۲۲م کې له روسیې او امریکا وروسته، په نړۍ کې د طبیعي غاز دریم ستر صادروونکې هیواد، قطر دی. ۹۷ سلنه خپل خلک یې لیک لوست کولاې شي؛ د هر قطري وګړي دارو درملنه د دولت په غاړه ده، اوبه او بریښنا هم وړیا ده.
قطر په ۱۹۹۳م کال کې په دوو کرایه شوو الوتکو باندې د Qatar Airways په نوم د هوايي لیکې شرکت پرانیست. نن د مسافرو لپاره ۲۵۵ موډرنې او د کارګو ۲۷ الوتکې لري؛ عمله یې ۴۵ زرو تنو ته رسي؛ د ۸۰ هیوادونو ۱۷۰ نړیوالو میدانونو ته الوتنې کوي. دا پنځم کال دې چې د خوندیتوب او ښو خدمتونو له امله د نړۍ د لومړي کتار په شرکتونو کې غوره جائزه ګټي. له سنګاپور وروسته، په دوحې کې د حَمَد نړیوال هوايي ډګر د نړۍ په کچه دوهم ښکلی او مجهز هوايي ډګر دی، تیر کال ۴۰ ملیونه مسافرو د دې میدان له لارې تګ راتګ کړیدی.
د رسنیو په ډګر کې، د الجزیرې نړیوال ټلویزیوني چینل د عربي نړۍ په سر کې راځي؛ د بي بي سي او سي ان ان سره هم پله ګڼل کیږي. الجزیرې د ۱۹۹۶م کال د نومبر په لومړۍ نیټې خپل رسنیز فعالیت پیل کړ؛ په عربي‌ او انګلیسي ژبو ۲۴ ساعته خپرونې کوي؛ ۴ زره تنه مسلکي او روزل شوې پرسونل لري. د دې مهمې خبري سرچینې یو مشر، أحمد سالم اليافعي وايي: په ۲۰۲۲م کال کې ۴۶۹ ملیونه خلکو زموږ خبري او څیړنیز پروګرامونه لیدلي او دا شمیره مخ په بره روانه ده. تیر کال د دوحې ښار د فټبال د نړیوال سیالیو کوربه وو چې له بابته یې یو ملیون او دوه لکه خلکو له دې هیواد څخه لیدنه وکړه او د سیاحت او توریزم په لمن پورې یې نوي پتري او ځونډي غوټه کړل. دغه لوبې چې هر څلور کاله په یو ډاډمن او ځواکمن هیواد کې کیږي، په اسلامي او عربي نړۍ کې هیڅکله هم نه وې ترسره شوې او دا ویاړ د همدې کمکي وطن په برخه شو.
په منځني ختیځ کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه په قطر کې ده؛ العُدَید نومیږي په ۱۹۹۶م کې جوړه شوې او په تیرو دوو کالو کې یې لویدیځې نړۍ ته د لسګونو زرو افغانانو د سفر آسانتیاوې برابرې کړېدي. د ۲۰۱۳م کال د جون په اتلسمې نیټې، د قطر او امریکا د دوه اړخیزې موافقې له مخې طالبانو په دوحې کې خپله لومړنۍ سیاسي نمایندګي پرانیستله. اووه کاله وروسته یې له امریکا سره د سولې تړون لاسیلک کړ؛ ناټو لاړه، د ع او غ جمهوریت د تاریخ ارشیف ته وسپارل شو او طالبانو په لسو ورځو کې ټول وطن د خپل زمبر لاندې راوست. ولې ځینې ناکراره پوښتنې د هر هیواد وال په ذهن کې تیندکونه وهي او لاهم بې ځوابه پاتې دي.
د طالبانو د سیاسي قیادت ځینې مهم غړي چې په دې نهو کلونو کې دوحه کې اوسیږي؛ دلته یې څه ولیدل؟ د دې هیواد د آبادۍ او ښیرازۍ راز په څه که ویني؟ د نجونو تعلیم، ولسي مشروعیت او د ولس قناعت ورته څومره مهم دی؟ له بهرنۍ نړۍ سره اړیکې ساتل او پالل د دوئ په اجنډا کې څومره ارزښت لري؟ او ترټولو ژوره خبره دا چې طالبان په خپلې سر تاسري واکمنۍ کې د همدغو مثبتو تجربو پلي کولو ته څومره چمتو والی لري؟ دا سمه ده چې تاریخ تل فاتحینو لیکلی، خو باید دا هم په یاد ولرو چې وروستی فاتح پخپله وخت دی او له وخت هیڅ چا هم نه ده ګټلې!
—--------------------------------------------
په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د قطر د الرایة او الشرق له ورځپاڼو، الجزیرې د ټلویزیون، Sputnik خبري آژانس او دائرة المعارف څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.
ادرس یې دا دی: Wali Malakzay