وجعل لی وزیرا من اهلی هرون اخی اشدد به ازری واشرکه
فی امری کی نسبحک کثیرا ونذکرک کثیرا
الله عزوجل د موسی علیه اسلام د غوښتنې په اړه پورتنی یادونه کړې ده.
راځی په دقت دغه لنډ مطلب وڅېړو.په نیو یارک کې د« ملګرو ملتو» دلوړې او دنګې ودانۍ د یوې لویې دروازې پر سر یوه لوحه نصب کړې چې دې لوحه کې اصلا د نامتو سعدی شیرازی وینا ده چې وروری او اتحاد ته پکې بلنه شوې ده اوپه انګریزی ژبې کې دغه مطلب ژباړه شوې. له دې علاوه دالله جل جلاله ارشاد دی چې فرمایی: واعتصمو بحبل الله جمیعا ولا تفرقوا. دغه ارشاد دشیرازی له وینا ډیرپخوانی دینی ارزښت او اهمیت لری ،ملګری ملتونه هم بشپړ معلومات لری او یو ناما دلته څو لسیزې تجارت کړی او هرډول معاملې!
زه چې کله دملګری دروازې ته ورسېدم نوماته یی وویل چې څوک يې؟ما ورته وویل چې« زه» یم.
هغه بیا وویل دمحبت ،سودا ګری پر مانا نه یې پوهېدلی چې تا زما او دځان ترمنځ توپير ونکړ ما وویل یوکال وروسته راغلم اوستادروازه مې په عاجزی، ضرورت، مشورې، او حال سره وټکوله اوته وایی چې څوک ېې ما ویل ګوره د ننه هم ته یې اود باندې هم ته یې،چېرته چې ګورم نو هلته ته یې هغه وویل اوس د محبت، خرید او فروخت په قدر اوقیمت وپوهېدم. دننه راځه...........دیوه بنده لپاره حتمی ده چې باید یو داسې دوست ولری چې د کړکیچونو ،کشالو، اوجنجالی مسائلو، معاملو او دادوګرفت کې او همدارنګه لوړو اژورو کې سره شریک ،همکاراواړیکی ولری خو موږ دیوه نظام په کچه دې کار او مهمو معاملو کې ناکام یودا باید ومنو چې موږ نړیواله چل بازه ټولنه بې له سمې اګاهی نه شو بدلولی بناء هر دلیل چې ده نړیوال موهم بن بست ته په خپله برابر کړی اودغه زمینه مو په لاس ورکړې ده. دوه کاله دطلوع چینل بوجۍ بوجۍ تودې خبرې او تاوده بحثونه لری ، څار او دچار، تحول او متحول،فراخبر اوبې خبر افغانستان انتر نشنال خو مطلق مخالف دی، ع او غ، ف اوقاف نور پټ اوپنهان سلیقوی اوبې سلیقې داټول خالی ګونګوسی حتی چټیات لهو اولعب وایی دا څه ګته او دڅه لپاره خبرې اوتبصرې لری؟ حتی ډمه اریانا سعید او نغمه هم لګیا دی په کومه تیوری او منطقی استدلال. دما او تا څخه باید دهابیل او قابیل معادله جوړه نشی دملی او اسلامی اهدافو درناوی یو اصل دی.
خا مخا باید نړۍ سره تعامل ولرو ځکه موږ نه شو کولای چې بې له ملګری واوسو دایو ضرورت دی او دتاریخ جبرهم دی. دنیا نن سبا د یو وړوکی کلی حیثیت لری زموږولس دی ته اړه لری الله سبحان وتعالی فرمایی:بعضهم اولیآء بعض . ژباړه: دوی خپلو منځو کې ملګری دی. ولې موږ دملګرتیا ابزارو ته اهمیت قائل نه یو! بیا فرمایی
کانهم بنیان مرصوص.چې ګواکې هغوی یو محکم کړی شوی دیوال دی او همدارنګه والف بین قلوبهم. اود مومنانو زړونه یو دبل سره ولګوی انما المومنون اخوة مومنان خو یو دبل سره ورونه دی مګر څنګه؟ داکار او ابتکا پوهه او دانش غواړی دا یوازې د یوتیوب او انستګرام، سبسکرایب او برګ اتڼنونه نه دی!
دنېکمرغی له اسبابو څخه دامهم اصل دی چی یوداسې ملګری پیداکړی چې تاته خپله ملګرتیا کې دنیکمرغی او اړیکو مناسبې زمینې پرانیزی په قدسی حدیث کی الله سبحان وتعالی فرمایی:
چیرته دی زما به اړه دوه تنه دوستان چی نن یی دخپل رحمت به سیوری کی را ونغاړم.