د روسي او اوکراین د جګړې دوه کال پوره کیدونکې دي په دغه جګړه کې دواړه خواوې د تاوان سره مخ دي ځکه چې جګړه ګټوونکی نلري .
ګڼ شمیر خلک متضرر ویجاړۍ وشوې او بنسټ ییز تاسیسات له منځه ولاړ زرګونه انسانان ووژل شول او لا هم جګړه روانه ده .
داجګړه که هر څومره اوږده شي بیا به هم خبرې کیږي او دواړه لوري به د تفاهم لاره غوره کوي نو اوس هم سري وخت دی پکاره چې مسکو او اوکراین د خبرو له لارې خپلې ستونزې حل کړي .
سوله ییز حل د دواړو لوریو په خیر دی دوی باید له هوش او درایت نه کار واخلي .
په دغه روانه جګړه کې ځینې کړۍ هڅه کوي جې مسلمانان هم پکې ورګډ کړي څه موده مخکې اوکراینې ځواکونو یوه ویډیو خپره کړه چې په هغې کې قرانکریم ته اور اچوي داکار د مسلمانانو لپاره خورا بد او دردونکی دی او پکاره ده چې په جکړه کې مذهبي ځایونو او مقدساتو ته توهین ونه شي که څه هم د اوکراینې ځواکونو دا کار د مسلمانانو دپاره دردونکی دی خو پکاره ده جې مسلمانان په دې جګړه کې له ورکډیدو ډډه وکړي او دواړه غاړي سولې او تفاهم ته راوبولي، مسلمان باید دیوه مصلح او خیرخوا رول ولوبوي او له طرفدارۍ ځان وساتي .
‏دویولو ده، چې روسان په هیڅ قیمت نه غواړي چې په اوکراین جګړه کې ماتې وخوري، که روسان په دې جګړه کې مات شول دا به د دوی لپاره یو تاریخي شکست وي او د تسلیمپدو په معنا به وي؛ که بريالي شول نو د تیر په څیر به خپل تاریخ یو ځل بیا په اوروپا کې ژوندې کړي.
‏همدا راز ناټو او امریکا نهایي هڅه کوي چې روسان په اوکراین جګړه کې له تاریخي شکست سره مخ کړي.
خو د جګړې غځول له وژنو او ویجاړیو پرته بل څه نلري .
د اوکراین او مسکو روان وضعیت د لا ترینګلتیا په حال کې دی،اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه داسلامي همکاریو سازمان کولای شي چې په ړې برخه کې موثر نقش ادا کړي او ښکيلې خواوې خبرو اترو ته وهڅوي او کوشش وکړي چې روانه جګړه ژر ختمه شي کنه ددې احتمال شته چې داجګړه پراخه او نورو هیوادونو ته هم غځول شي .