نجیب عامر

دګل نه شونډې غواړې خو شبنم نه یې جانانه
هو ګرځه عاشق یې خو ډېر  اهم نه یې جانانه
تاووی او ماواورېده خو اوس ځان سره وایم
غمجن دې کړمه ولې  ته خوغم نه یې جانانه
ولور او شنو خالونو مساپر کړې له وطنه
وتلی له جنته په غنم نه یې جانانه
داستا په زړه کې څه دي ستا دمخ نه معلومیږي
نو دومره خو پیچلی او مبهم نه یې جانانه
هم نیت دې صفا نه دی هم په زړه کې خیره ساتې
دخدای او د رسول په لاره سم نه یې جانانه
زما که په نصیب د خپلې خاورې ملنګی ده
ته هم ددې وطن وزیر اعظم نه یې جانانه
 دازه یم چې هر ناز ته دې سینه اوسپر ولاړ یم
که ما باندې غصه یې نو هیڅ ګرم نه یې جانانه
مجنون که ځي بيديا ته او فرهاد روان دی غره ته
عامره ته خو هم دچا نه کم نه یې جانانه


 2009  جون  26
        پېښور