نجیب عامر

 خیر یې نه رسي خو غواړي خیراتونه د ولس نه
پټوي ملا دمینې ایتونه د ولس نه
داسلام په نامه راغلل خو رڼا ورسره نه وه
حجابونو کې یې پټ کړل خپل مخونه د ولس نه
 واکداران دې خاطر جم وي د واک بله موقعه نشته
چې شلولي یې دي داسې تماسونه د ولس نه
دځان مرګو برکت دی دمذهب نه خلک تښتي
تخلیه شول په دې ښار کې جوماتونه د ولس نه
محبت به ترېنه تښتي دوی به ځان پورې حیران وي
 چې لمن لمن یې ټول کړل نفرتونه د ولس نه
چې ژوندي غزلې لیکي چې د ژوند سندرې وايي
عامرجان دي راټول کړي دا رنګونه د ولس نه

2009 جولايي 1
   پېښور

 یوه یادونه :

زه دټولو هغو دوستانو دمینې پوروړی یم چې زماپه شعرونو یې تبصرې لیکلي او خپله مینه یې بې له څه ځنډه ترمارارسولې ده .ژمن ګګیاڼی صیب ،تاواني صیب ،لرغونی لاروی صیب ،غنچه ګل حیران صیب او بازمحمد عابد صیب زه مو دمینې او لورینې پوروړی یم .عابد صیب ! په باز ویب لاګ کې مې په خپل  غزل ستاسې نظر ولوستلواو دخوشالۍ نه ستا دویب لاګ په مونوګرام دانځور شوي سپین باز په څېر په هواشوم .نه پوهېږم زما په شعر کې به دومره څه وو کنه ؟ خو ستاپه لیکنه کې بلا بلا مینه پرته وه .بس رب پاچا دې دلر او بر دپښتنو فرهنګیانو په زړونو کې همداسې خوږ لره .

    نجیب عامر