نجیب عامر

 که نجیب په ونه ټیټ نه دی ښه دنګ دی
 خو مجبوردی نن په خوله کې د نهنګ دی
دمزار کوترې ولې وارخطا یې
نجیب نه درومي ولاړ داستا تر څنګ دی
لوی ښارونه دلویانو په نصیب وي
نجیب ګرځي پېښورکې یو ملنګ دی
لکه څوک لاچي میده کاندي قهوې ته
نجیب داسې ټکېدلی په اونګ دی
که معیار دحسن دغه وي چې دود دی
نجیب ستا د ښار ترټولو لوی بدرنګ دی
تور کافر به وي چې ګوته ورته نیسي
د نجیب خو سپین بیرغ په شانې رنګ دی
نه یې چا نه ده ګټلې نه بایللې
دنجیب خو بس دخپل ځان سره جنګ دی
مازیګردی الهامونه راوریږي
نجیب وايي دادچاد بنګړو شړنګ دی
دیارانو که کمی نشته ښه ډېر دي
د نجیب سره نو څوک ولاړ په ننګ دی
 

2009  جون  22
       پېښور