دمازديګر بانګونه کېدل چې ستار د کوټه سنګي دموټرو په اډه کې دهرات له موټر نه کوزشو . مخامخ دسماوارچي په زوړ دکانګي یې سترګې ولګيدې چې درګرده پکې تورې اوشنې چای دمېدلې .هغه د خپل واسکټ جيب ته لاس کړ اودجيب ټولې پيسې يې راووېستې او هغه يې دوه واورې ، ښه په ځير سره وشمېرلې .هغه وليدل چې دچايو پيسې ورسره نه پوره کيږي ،دومره پیسې ورسره دي چې ايله يې ترکوره ورسوي . پيسې یې بيرته جيب ته کړې ،ځان سره يې وويل ځه که خداى کول نوچاى به له ادې سره په توده تاوخانه کې وڅکمه .
دوردګو دموټرو داډې په لوري روان شو . لږه شېبه وروسته دوردګو موټرته وروخوت . نورنوموټر دتګ په حال کې و، يوازې د يوه سپين ږيري ، چې عمر یې تر شپيتو بره ښکاريده، او دسودا غټه غوټه يې پر زنګانه ايښې وه،تر څنګ يوه چوکۍ خالي وه ،ستار هم دکلينرپه اشاره دسپين ږيري سړي خواکې کيناست .
دستار په راختو سره دموټر ټولو سپرليو په کلينر باندې غږ وکړ چې بس نورنو روانيږه ،چې ماښام رانږدې دی اومزل هم مخې ته ډېر دی .دموټروان دخیر ددعا په غوښتلو سره دموټر ټولو ناستو سپرلیو لاسونه پورته کړل او دخير دعايې سره وکړه .موټر لا لږه شېبه مزل نه و کړى چې ستار دواسکټ له جيب نه يوزيړرنګى دسمال راوويست چې پکې يوسوررنګی ګلاب په لاسو جوړ شوی و. داسې معلوميده چې دده ددسمال رنګ سپين و،خودډېر استعمال له امله یې خپل سپين رنګ له لاسه ورکړى و . که څه هم دژمي موسم و،خو دستار په تندي خولې راغلې وې . په دسمال يې خپلې خولې پاکې کړې ، ترڅنګ ناست سړي ورته پام شو پرې غږ يې وکړ :
- ځوانه کوم کلي ته ځې ؟
ستار ورته وويل :
- اکا ! توپ ته روان يم ،له ايران نه راغلى يم .
سړي ښه ورته کښته اوپورته وکتل ، او بیا یې ورته وويل :
- له ايرانه راغلی یې ؟ حتما په ګټې پسې تللى وې ؟
- هو اکا ! خوګټه رانه ټوله اوبو ويوړه، اودادى تش لاس کورته روان يمه .
ستار په ډېرو لنډوټکو دسړي پوښتنې ځواب کړې ،ولې چې نورنودزړه زور ورسره نه وپاتې .سپین ږیري سړي سر وخوزولو،لکه د ستار په خبرو یې چې باور نه وي راغلی .
ستار یو وار بيا دسمال له جيب نه راوويست او په لاس کې یې ونیوه . په سوچ کې لاړ......... ورپه زړه شو چې (پستو) ورته دا دسمال ایران ته په مزدورۍ پسې د روانېدو نه دوه شپې وړاندې له خپله ګرېوانه راویستی او ده ته یې ورکړی و . هغه شپه یې ترسهاره له پستو سره داورپه کوټه کې سبا کړې وه ، او ټوله شپه يې پستو ته همداويلي وو چې له خيره سره ، ایران نه به په ډکو جیبونو بیرته راګرځي ،اودهغې واده به په ډنګو ډول سره کوي . پستو ګۍ هم ورته سم له واره دسرو زرو دګوتې او غوږواليو فرمايشونه ورکړي وو، چې له ايران به يې ورته راوړي .
دپستو دلاس دسمال تر ډيره وخته پورې دلونګو وږمه له ځانه سره درلوده ، خودسمال ورورو دستار دتندي دخولو
بوی له ځانه سره واخيست . اوس نو دا دسمال دپستو دمخ په شان پوست اوسپين نه وپاتې ، بلکه دستاردمخ په څير زيړ او دهغه دلاسونو پشان شخ پخ اوختی و .
دستار په زړه لاهماغسې پستو وريده ،چې دموټر ديوې جټکې سره يې چرتونه له سره والوتل . ترځنګ ناست سړي ورته وويل :
- ته توپ ته روان يې ،پاڅه نرۍ لاره درنه پاتې شوه .
ستار وارخطا په کلينر غږ وکړ چې موټر ودروي .دماښام بانوګونه شوي وچې ستار له موټر نه په پاخه سرک کوزشو. کلينر ورته وويل :
- داسې مخامخ دسرک غاړه نيسه، يو سل قدمه واخله ،بيا خامې ته کوزشه ،لږ چې مخامخ لاړې ، چپ لاس ته تاوشه ، دشهيدانو غونډۍ دې مخې ته راځي ،له هغې ورتېر شه، په نرۍ لارې برابريږي ، چې مخامخ دتوپ کلي ته تللې ده .
ستار هم دکلينر په مشورې عمل وکړ اوخپله لاره يې ونيوله . وړاندې لار له پاخه سرک نه خامې ته شوه ، چې چپ لاس ته تاو شو، نودژ ۍ په خواکې يې دڅراغونوپه رڼا باندې سترګې ولګېدې ، لاړې يې ترحلقه تېرې شوې، درڼا په لورې ورتيز شو او له ځانه سره يې وويل :
- ترکلي خو هم هسې ډيره لاره پاتې ده، ښه به داوي چې شپه ددې کلي په جومات کې تېره کړمه ،اوسبا وختي به دکورپه لوري رهي شم ، که نه نو ليوان به مې په لاره وخوري .
ستار دڅراغ رڼايي ته په څوقدمۍ کې ودرېده او په لوړ غږ یې وويل :
- څوک شته ؟ دلارې مساپر يم ،چې دجومات لاره راوښيي ؟
دستار غږ په هواکې تاو راتاو شو، له ازانګي سره يې خپل غږ بيرته واوريده . دبدن ويښته يې پرې ودرېدل . دوېرې احساس يې وکړ .تر څويې بيا غږ کاوه ،څراغ دده په لوري را روان شو . ديوه سپين ږيري اواز يې واوريده :
- ځوانه ! څوک يې په خير راغلې راځه ، راځه ...........
سپين ږيری مخکې اوستار ورپسې ، ديوه کورپه دروازه چې لږه لوړه اوپخوانۍ غوندې ښکاريده ورننوتل . دکلا دننه دبلې کوټې نه د داريا اواز هم ورو، ورو راته ،چې په ستار باندې ډېر خوږ لګېده .
سپين ږيري ستار يوې ګرمې تاوخانې ته ورپورته کړ. په تاو خانه کې دري سړي نورهم ناست وو . يويې د اتياوو کالو په شاو خوا کې سپین ږیری و چې زيړه نخودې رنګه پګړۍ يې تړلې وه ،او بل تور ږيرى و،چې عمر يې د څلويښتوکالو ښکاريده، اودريم يې دستار په عمر خام هلک و. دکوټې ناستو کسانو هر يوه ستار ته غاړه ورکړه .سپين ږيري ستار دتاوخانې د تودې تيږې دپاسه چې ايرانۍ سپنجي توشکه پرې غوړول شوې وه کيناوه، او لږڅه وړاندې خپله کيناست .
په تاوخانه کې له وړيو جوړکورني ليمڅي غوړول شوي وو. درې نورې ايرانۍ توشکې هم په تاوخانه کې غوړول شوې وې . دستار څنګ ته دحمام وړکۍ دروازه وه، او دتاوخانې په اوږد رپکي باندې شپږ مسي مجمعې ايښې وې او تر څنګ یې دچايو ګيلاسونه کتار ايښودل شوي وو. دهغو څنګ ته د دوو ځوانانو چوکاټي عکسونه هم ايښودل شوي وو .
سپين ږيري دکوټې ناستو کسانوته وويل :
- داځلمی دلارې مساپر دی، دجومات پوښتنه يې کوله ،نومادلته راوست ،ماويل ميلمه خودخداى دوست وي .
دپاخه عمر سړي له ستارنه وپوښتل :
- له کومې راغلى يې ؟
ستار ورغبرګه کړه :
- اکا! له ايران نه . بې رحمو ايرانيانو تش لاس ، دکارله ځايه ونيولم، په موټر کې يې واچولم اوله سرحد نه يې راتېر کړمه ، ګټه وټه ټوله مې په کوټه کې پاتې شوه . دهرات نه مې داکازامنوته ټيليفون وکړخو هغوي راته په یو مخ منکر شول چې زماپه کوټه کې ديوې روپۍ څرک هم نه لګيږي . بيامې پلارغريب راپسې هرات ته ټيلیفون وکړ چې نوريې پريږده،او بس کورته را ځه . سپين ږيري سروښوراوه او ورته یې وويل :
- زويه ! مه خفه کيږه ،لاتنکی يې ،الله به درته ډيرې درکړي .
دسپين ږيري خبره لاخلاصه نه وه چې شپږ نور سړي هم تاوخانې ته راننوتل او ستړي مشی یې وکړه .سپين ږيري سړي ستار ته وويل چې نن يې دزوى دنکريزوشپه ده، سبا ته دواده ورځ ده ، دده زامن هم شل شپې کيږي چې له ايران نه راغلي او ښې پيسې يې له ځانه سره راوړي دي .
ستار دسپين ږيري خبروته غوږ و، چې يوه وړوکي ماشوم کوزه اوچلمچي کوټې ته رادننه کړل،ورپسې يو ځلمی هلک د ډوډۍ دستر خوان په لاس تاوخانې ته رادننه شواو سلام يې وکړ . دځوان په راتګ سره سپين ږيري وويل :
- دامې زوى دى ، نواب خان نوميږي ، دده واده دی .
ځلمي ستار ته غاړه ورکړه ، ستار دناستو کسانو سره سم خپل لاسونه پريولل ، دستر خوان اوار شو، دهلک پلار ښايسته تاوده پاستي دهر چامخې ته کېښودل ، دشوروا کاسې هم نواب خان رادننه کړې ، وړوکي ماشوم په وړوکاسو کې تازه مستې هم ددستر خوان په سر کېښودې .
ستار چې ډير وږی و، نوخپلې کاسې نه يې غوښه وويسته ،په يوه پاستي باندې يې کېښوده ، او دوه پاستي يې په کاسه کې مات کړل . سپين ږيري ورته وويل :
- ځوانه ! خپل کور دې دی ،ست مه غواړه ، په ډاډه زړه دې مړۍ وخوره .
ستار له حيا نه چاته نه شول کتلى،سر يې کښته اچولى واو خپله ډوډۍ يې خوړله او ځان يې ښه موړ کړ .له ډوډۍ نه وروسته په چاى جوشونوکې تورې چاى له سرو او سپينو پتاسو سره تاوخانې ته راغلې . دهرچا مخې ته دچايو يوه يوه
پياله کېښودل شوه . ستا ر دسپين ږيري نه پوښتنه وکړه :
- اکا! وايي وضع ښه نه ده خارجيان هر چيرې بم بارۍ کوي ؟
- والله زويه ! وطن سرو کاپرو نيولى، الله دې خير راپېښ کړي ،ماهم دهمدې خبرې لپاره نواب خان او ګلاب خان له ايران نه راوغوښتل چې دا خپل عزت راخوندي کمه ، که نه نو خپله وريره مې په خپله کلا کې ورته غوښتې ده ، ټول خلک په ډار او ، وام کې دي . هرچيرې چې درڼا څرک دا کاپران د شپې ناوخته وويني ، نو بمونه ورغورځوي .
ستار سره دپستو ګۍ غم و چې اوس به يې په څه باندې ود وي . هغه په همدې چرت کې وچې دکوټې په منځ کې څوځوانانو دتوشکوتخت وواهه ،شين زرين شال يې پرې وغوړاوه او دوو نورو ځوانانو نواب خان د لاسه نيولى تاوخانې ته رادننه کړ . دتاوخانې د دروازې له شا نه د داريا اواز راته ، ښځو سندره ویله :
- دهلک توره ده لونګۍ نرۍ يې ونه
لږ یې راولئ دننه ...........
نواب خان چې توره لونګۍ یې په سر تړلې وه ، په تخت کينول شو . په سر يې څوځوانانو ميوه وشيندله .یو ځوان د نکرېزو مجمعه په لاس کې نیولې وه او د نواب خان مخې ته ګډېدو .
دخندا اوچکچکو بازار ګرم و، ستار نواب خان ته کتل او په سوچ کې تللی و چې دى به هم یو ورځ په همداسې تخت باندې کيني . په همدې وخت کې یو غرځ شو او ورپسې تپه تیاره شوه .هر لوري ته چغ چوغ شو،په هم دې وخت کې بل غرځ شو. نور نو په ستار سترګې درنې وې ،په ځان پوه نشو .
ستار دميږ و او وزو په اوازنو سترګې وغړولې . ويې ليدل چې رڼا ورځ ده ،يوتنکی ددولسو کالو شپونکی يې سرته ولاړ دى ، نرۍ لښته يې په لاس کې ده او په تور دسمال يې ملا کلکه تړلې ده . ستار شاوخوا، په ځير ځير سره وکتل خو ویې ليدل چې دغونډى په لمنه کې پروت دى . هلته نه کورونه شته اونه هم دسپين ږيري تاوخانه، او زامن ........ دشپونکي هلک نه یې وپوښتل :
- دلته کورونه ول ،بيګا واده و، اووروسته بم باري شوه ،هغه خلک څه شول ؟
شپونکى ورته موسکى شو ا ویې وويل :
- داته څه ګډې وډې وايې ، له کله نه چې زه دلته خپله رمه پيايمه، دلته خو نه کورشته اونه کلى ،ادې مې وايي دلته پخوا یو کلی وچې د شورویانوجازونوپرې بمونه غورزولي وو ، دادشهيدانو غونډۍ ده، نورنو نه پوهيږ مه ،تاخوبه څه پوډرنه وي څکلي چې داسې بې غمه په وچ ډاګ تر غرمې پورې ویده یې .
شپونکي په ستار پورې خندل خودستار په مغزوکې بيګانۍ دنکریزو شپه لا هماغسې ژوندۍ وه ،هغه اوس نه پوهيده چې دکلي لارکومه ده .
2009 جون 22
پېښور