درنو لوستونکو! نن د داسې یوې خونې د عظمت او مظلومیت داستان در سره شریکوم چې ډیره لرغونې، بیحده سپیڅلې او زیاته منلې ده. دغه کوټه له نن څخه نژدې څلور زره او درې سوه کاله پخوا، ابراهیم خلیل الله په سپینې ږیړې او د هغه ځلموټي زوی، اسماعیل ذبیح الله په تنکیو لاسونو جوړه کړیده. لکه چې پوهیږو، کفن تک سپین دی، خو زښته زیات ډاروونکې دی؛ په عین حال کې د دې خونې غلاف بیا تک تور دی، مګر ډیر زړه راښکونکی دی. دا خونه او د هغې حرم د امن، توحید او د حنیفو خلکو د زړونو قبله ده. هره ورځ پنځه ځلې پاو باندې یو ملیارد، باورمندې ککرۍ په همدغه استقامت خپل خالق ته په سجده کیږي.
دې کعبې په لومړنیو دوه نیمو زرو کلونو کې نه چت درلود او نه هم دروازه. بیا د تُبَع د قوم یمني پاچا، أسعد الکامل د لومړي ځل لپاره پټه کړه او د لرګي دروازه یې په کې ولګوله. د محمد صلي الله علیه وسلم د پيدایښت په کال چې عام الفیل ورته ویل کیږي، ابرهه د مستو فیلانو سره د یرغل په نیت راغې چې کعبه ړنګه کړي، خو ابابیلو(توتکالو) په داسې رسا رسا کاڼو وویشت چې د تیښتې لار یې ور څخه ورکه کړه.
۳۵ کاله وروسته، په مکې کې ډیر بد بد سیلابونه راغلل او کعبه یې سخته زیانمنه کړه. قریشو بیرته ترمیم کړه، دیوالونه یې نهو ګزو ته اوچت کړل خو حَطِیم ورڅخه د بیوسۍ له وجې د باندې پاتې شو. کله چې حضرت عائشې له پيغمبر صیب سره په شریکه طواف کولو، نو ورته یې وویل: یارسول الله ته خو اوس کولاې شې چې دا حطیم (نیمکې دیوال) له کعبې سره یو ځای پټ کړې. هغه ورته وویل: یا عائشې ستا قوم، یعنې د مکې خلک له اسلام سره نابلده او نوي دي، زه اندیښنه لرم چې له دوئ سره به پوښتنې او اندیښنې پیدا شي.
په ۶۴ هجري قمري کال کې د شام لښکرو په مکې باندې یرغل رواړ ترڅو له عبد الله بن الزبیر څخه یې ونیسي چې د مکې امیر وو. د جنګ او محاصرې په ترڅ کې په حَرَم باندې د مِنجَنِیق (د هغه وخت یو ډول توپ) ګوزارونه وشول، د کعبې څه برخه ویجاړه او وسوځیدله. کله چې محاصره ماته شوه نو په را روان کال کې ابن الزبیر چې د حضرت ابوبکر الصدیق لمسې، د اسماء زوئ او د عائشې خوری دی، له سره نړوله، بیرته یې آباده کړه او د اول ځل لپاره یې په غلاف کې وپوښله. په ۷۳ هجري قمري کال کې اموي خلیفه، عبدالملک بن مَروان د حَجَاج بن یوسف الثَقَفي په مشرۍ بیا یو ځواکمن لښکر مکې ته واستولو؛ دا ځل یې مکه ونیوله او د ابن الزبیر جسد یې د درې ورځو لپاره د اعدام په تختې همداسې ځوړند وساته. د جنګ په پای کې، حَجَاج په هماغو زړو تهدابونو باندې کعبه بیا ورغوله او دیوالونه یې څلورنیم ګزه نور هم لوړ کړل.
قرمطیانو چې د شیعه ګانو یوه افراطي ډله ده، په ۳۱۷ هجري کال کې د مکې په حرم باندې یرغل وکړ؛ په سلګونو حاجیان او عمره کوونکي یې له تیغه تیر کړل. د زمزم په کوهي کې یې متیازې وکړی، بیا یې وژل شوي حاجیان په کې ورغوځول. حجر الاسود یې له کعبې څخه جلا کړ او د القَطِیف او بحرین سیمو ته یې له ځان سره یووړ. دوه ویشت کاله وروسته په بغداد کې ناست عباسي خلیفه، د ۱۲۰ زرو طلايي دینارو په مقابل کې بیرته تر ګوتو کړ او کعبه کې ځای په ځای شو.
کله چې په ۱۰۳۹هجري قمري کال کې د زلزلو او سیلابونو له امله د کعبې چت را وغورځید، نو د ترکانو عثماني سلطان، مراد خان له استانبول څخه یوه ډله ماهر انجنیران او مهندسان مکې ته واستول چې هغه بیا جوړه او ترمیم کړي. د کعبې د دیوال اوسنې اوږدوالی دولس متره، پلنوالې لس متره او لوړوالی یې ۱۵ متره دی او بام یې درې ستنې لري. دا هماغه ډیزاین او تعمیر دی چې عثمانیانو جوړ کړې او بیا په کې کوم لوی بدلون نه دی راغلی.
په ۱۹۷۹م کال کې، د جُهَیمَان العُتَیبِي په نوم یو توندلاري سعودي دعوه وکړه چې زه مهدي آخر زمان یم؛ د سهار له لمانځه پسې یې د مسجد الحرام امام او په زرګونو لمونځ کوونکي یرغمل کړل. شخړې دوه اونۍ دوام وکړ، بیا د سعودي امنیتي ځواکونه بریالي شول چې نوموړی او څه ملګري یې ووژني او پاتې بندیان کړي. د یو حقیقت په توګه، د آل سعود واکمن شاهي نظام له بل هر چا زیات د حرمینو شریفینو په پراختیا او ښه خدمت کې ستره ونډه لري. د شاه خالد بن عبد العزیز په امر د کعبې دروازه د ۲۸۰ کیلو ګرامه خالصو سرو زرو څخه جوړه او په ۱۹۷۸م کال کې ودرول شوه.
نن د الشرق الاوسط ورځپاڼې ولیکل چې د روژې په دې ۲۲ ورځو کې ۹ ملیونه خلک مکي حرم ته د عمرې او لمانځه لپاره داخل شویدي. سعودی ژورنالست، مَشعل السُديري لیکي: د ځمکې پرمخ، د مکې حرم د نړۍ ترټولو لویه ودانۍ ده، مساحت یې یو ملیون متر مربع ته رسي او تر اوسه ورباندې سل ملیارده ډالره لګښت راغلې دی. دلته ۱۸۰۰ تنه کارګر د ۱۳ زره تشنابونو او څلویښت زره قالینو د پاکولو او نظافت په خاطر شپه او ورځ په منډه دي. هره ورځ په متوسط ډول، درې ملیونه ګیلاسه د زمزمو اوبه څښل کیږي، لس ملیونه خرماوې ویشل کیږي او هیڅکله یې د هیڅ چا په مخ دروازې نه بندیږي. رحمان بابا وايي:
د خلیل تر کعبې دا کعبه ده لویه
که آباد کا څوک ویران حرم د زړه
نو راځئ چې نور د خلکو د زړونو له ماتولو او ځورولو څخه لاس واخلو. د افراط په ځای د اعتدال او د کرکې په ځای د مینې او پخلاینې کلچر عام کړو. همدا د خلیل لار، د ژوند دستور او د خوږو راز دی.