ویل کیږی چې د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی ټامس ویسټ د دریو هېوادونو په نوي سفر بیا روان شوی چې هدف یې د ملګرو ملتونو په نوم د دایمی نغارې، ډهل او سورنی ،په دفترونو کې چې د افغانو ښځو پر کار د اسلامی امارت بندیز یوه کورنۍ لانجه ده غږ پورته کړی . ولې پوښتنه دا ده دا ښاغلی په کوم نصاب علایقو خواخوږیو دڅه ډول پرېکړوخبره کوی ، کومې تګلارې، سیاسی تعامل له امله پیدا شویوګونګوسیواوبن بست ، هیاهو او په لوی لاس دلاسوهنو دسیسو ته دحل لارې لټوی!دا په حقیقت کې د کړکېچونو لاره پیدا کول دي چې دا په نړیواله کچه ستر شرم دی .
ټامس ویسټ په داسې وخت بیا د سیمې هېوادونو ته سفر کوي چې اسلامی امارت په افغا نستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی اوداهغوی تل کورنی مسئولیت ګڼی خو یوشمیر افغانان بیا له دې بن بست څخه شخصی ګټې پورته کوی په ځانګړی توګه هغه افغانان چې په هرحالت کې له اوسنی حکومت سره ستونزې لری .که تاریخ ته وګورو ملګرو ملتونو په کوم وخت اوزمانه کې دافغانستان کورنیو او بهرنیو جنجالونو ته پاملرنه کړی چې نن یې وکړی دا ملګری نه دی بلکې له پردیو هم بدتر دی! د نړۍ هېوادونه دا پنځه لسیزی چېرته ول او د بشري حقونو داعیانو چېرې کومه توره کړې اوس دا کار غندل او ناغندل هیڅ سود او ګته نه لری له ورخه تېرې اوبه بیرته نه راګرخی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ پر خپله ویب پاڼه کې داسې ویلي دی، چې ښاغلی تامس ویسټ به داپرېل له یولسمې تر اتلسمې پورې قطر، امارات اوترکیې ته لاړشی.دغه خبروېست هم دتویترله لاري رسما خپور کړی.
چې پکې راغلي هغه به په دوحه کې له قطری چارواکو، د افغان مدني نامعلومې ټولنې لګه او بوګه پوچو کارتوسو له تش په نوم بی ملته مشرانو او شریکودروغجنو خود ستایه استازو سره وویني دا لیدنې ښیې چې دامریکا تامس ویست هر بوټی اوداوبو پر سرهرخلی او خس ته لاس اچوی کوم چې داشل کاله یی همدا لوبه وکړه خولا ستړی شوی نه دی!دیوه بیوزلی ستړی ستومانه ولس تباهی ته لارې هواروی. خپله رسنیو کې وایی چې زیات شمېر انسانان دلته دلوږې او فقرله ناوړین سره سرمخ دی نو بیا یو لوی استعما ری قوت ته ښایی چې له یوداسې ملت سره سیالی وکړی؟ابدا نه! دلته بشری حقوق او ملګر ی یو ناما،ماما ، کاکا او او باما څه ډول فتواورکوی؟"
له قطر او عربي اماراتو وروسته به ټامس ویسټ ترکيې ته لاړشی او هلته به د استا نبول ښار کې د افغانستان له ناکامو تښتېدلو مړزانو هغه سیاسي مشران نه غارتګر چې ولس استفرغ کړی ، کومو خبریالانو، د بشري چارو له کومو کارپوهانو، د بشري حقونو له کومو جلادو فعالانو سره به وویني ؟داهم له شرمه اوړی.تام داسې خلکو پسې ګرخی چې هغوی څوک په کلی کې نه پرېږدی.تام زموږفرهنګ نه پېژنی ماشوم دی.
د امریکې د بهرنیو چارو وزارت وایي د ټامس ویسټ د سفر هدف دا دی چې په سیمه کې له اړوندو اړخونویعنی جاسوسانو مزدورو، کاسه اولګن ، ماتو لوښو اوکپړیو سره د خبرو په نتیجه کې بیا د ۱۹ کې بند پاتې شی چې شل به نشی او څوک چې د ۱۹شمېره شل نه کړی پزه یې دپرېکېدو ده! دڅه معلومات به را غونډ کړي ځکه چې وایي نړیواله ټولنه په افغانستان کې پېچلیو پړاونوسره مخ او بیا دبلې لو بې په لټه کې دی.
ددغه وزارت په خبر کې ویلي چې دغه ګواښونه د طالبانو له وروستۍ پرېکړې را وروسته پیدا شوي دي چې په بشري مرستو کې یې ښځې له ګډونه را ګرځولې دي او د ملګرو ملتونو په دفترونو کې یې د هغوی پر کار بندیز لګولی دی.ملګری دافغانستان دښځو په هکله څه کاره دی؟هو! اسلامی امارت مجبوراو مکلف دی چې داستونزې حل کړی یو متعادل اوبی طرف حکومت او ادارې ته غاړه کیدی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر د سه شنبې په ورځ يو ځل بیا د طالبانو د چارواکو هغه پرېکړې په کلکه غندلې ده چې له ملګرو ملتونو سره د افغانو ښځو پر کار کولو یې بندیز لګولی دی.دا بندیزون یوشمیر افغانان هم لابی کوی داډله افغانان شخصی عقدې اوګټې لری.رښتیا ویل هر لوری ته سودمن دی.
د ملګرو ملتونو دفتر یوناما په خپل بیان کې ویلي وو چې "دا بندیز د ملګرو ملتونو د منشور په ګډون د نړیوالو قوانینو له مخې غیرقانوني دی، نو په دې توګه يې ملګري ملتونه نه شي منلی."
وایي د دغه بندیز له لارې واکمن طالب چارواکي هڅه کوي ملګري ملتونه دې ته اړ کړي چې د افغانانو د ملاتړ لپاره د پاتې کېدو، د خدماتو د وړاندې کولو او د هغو لارو او اصولو تر منځ "ډاروونکی " ساتنې دنده یې لري. حکومت هره لوبه چې کوی ملت باید هیر نه کړی.په ګرم تناره زغالې ورویشتل اسانه کار دی.