سریزه:
د بشریت تاریخ د پیلیدو راهېسې د انسانانو مهاجرتونه شتون لري. د بشر تاریخي خوځښتونو شالید ته په کتو سره کډ‌والي یا مهاجرتونه په منظم ډول یوه تکراري ښکارنده ده. د بشریت په تاریخ کې کډوالۍ هېڅکله د یوې استثنایې پدیده په توګه نه ده راڅرګنده شوي. مېګریشن یا مهاجرتونه د بشري تاریخ د بنسټېزو عنصرونو ګڼل کیږي. په نولسمه پیړۍ کې شاخوا 52 میلیونو اروپایانو له اروپا څخه کډوال شول، یوازې  32میلیونه اروپایان امریکا ته کډوال شول.
په 1850-1890 کالونو کې امریکا ته د جرمنیان تر ټولو ستره ډله کډواله شوه، په دې یو لکو شل زره کسېزه ګروپ کې ډیر وړ ماهر مسلکي کسانو شتون درلود. جرمنیانو د متحده ایالاتو ځوان او مخ پر ودې اقتصاد سیسټم رغولو او جوړولو کې غوښنه برخه او مرسته کړي ده. 
کډوالۍ په بنسټېز ډول د یوه هیواد د اقتصاد او کولتور بډایه کول په مانا دي. که چیرې کډوال د خوندیتوب احساس وکړي او د پرمختګ فرصتونه په لاس کې ولري. مهاجرت د پرمختګ لپاره یو چاڼس دی. دا چاڼس څنګه کارول کیداې شي او د کډ‌والۍ سیاست څنګه په دامدار پرمختګ کې مرسته کولي شي. دا د حکومتونو د کډوالۍ او ادغامولو سیاستونو او پلانونو پورې اړه لري.
جرمني د نړیوالې جګړې ورسته په لسېزه کې د اقتصادي معجزې وده تجربه کړي. جرمني د همدې بېساري اقتصادي معجزې له امله د نړۍ یوه تر ټولو لوی پیاوړي اقتصادي ځواک باندې بدل شوي. د جرمني اقتصادي معجزه جرمني ته د راغلو میلمنو کارګرو پرته نا شونې وه.
په1950  1960- کلونو کې د جګړې ورسته د جرمني اقتصادي پرمختګ کې کډوالو کارګرو ستره ونډه اخیستلي ده.
مېګریشن یا مهاجرت یو ځانګړي ډول د مکاني خوځښت او انعطاف پذیري په مانا دی. د مهاجرت اصلي موخه د خپل مکان څخه د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته د تګ په مانا دی. د اقتصادي پلوه شتمن او بډایه هیوادونو ته د اقتصادي پلوه بې وزلو غریبو هیوادونو څخه د مهاجرت حرکتونه ډیر وخت لیدل شوي دي. 
اوسني نړیوال مهاجرتونه د اوسنیو جګړو، اقلیمي بدلونونو او وچکالیو له امله یوې نوي عروجي کچې ته رسیدلي دي. وسمهال په نړۍ کې اټکل 280میلیونه خلک په کډوالۍ کې ژوند سبا کوي. یوازې اټکل شپږ میلیونه افغانان د افغانستان ګاونډیو هیوادونو کې کډوال شوي دي. د امریکا او مکسیکو په پوله کې په تېر یو کال کې 2,35 میلیونه کډوال نیولي شوي دي. په 2021 کې شاخوا 1,3 میلیون کډوال په جرمني کې ثبت شوي دي، مخکې له دې چې د اوکرايين جګړې له امله تر میلیونونو اوکرایینیان د کډوالي ریښتېنې سفر پیل کړي. 
په 2022  کال کې د ټولو ریکارډونو شمېر ماتې شوي‌. جرمني ته یودم دوه میلیونه کډوال راغلل. د اروپايې ټولنې 27 دولتونه د کډوالو سره د شطرنج دانو په څیر چلند کوي. له یوې سېمې څخه بلې سېمې ته لیږدول کیږي. پرته له دې چې د کډوالو د برخلیک په اړه، د منلو یا نه منلو لپاره په ګډو مقرراتو باندې یوې هوکړې ته سره ورسیږي‌. خو بیا دوی هم د نورو کډوالو په پرتله د اوکرایینې کډوالو سره یو‌ ډول امتېازي چلند کوي.
 
جرمني کې د کډوالو تاریخ او د کډوالۍ سیاست
مهاجرت د بشریت د بنسټېزو عنصرونو په توګه د نننۍ جرمني په دولتي حاکمیت کې ورته ځانګړی حېثیت او د مېشت کیدلو ځای په پام کې نیولي شوي دی. په دې توګه د کډوالۍ تاریخ د جرمني تاریخ په پرتله ډیر اوږد دی. د جرمني تاریخ تل د کډوالۍ تاریخ و. جرمني یو داسي هیواد دی، چې د مهاجرینو د وتلو او ننوتلو ډېرې تجربې لري او د مهاجرینو لپاره په یوه مقناطیسي هیواد بدل شوي دی. مېګریشن یا مهاجرت د جرمني تاریخ یوه اړینه برخه ده. له همدې امله د جرمني اساسي قانون په شپاړسم ارټېکل کې د کډوال یا پناه غوښتونکی حق د یو بنسټېز حق په توګه منل شوي دی. اساسي قانون د کډوالو د انساني کرامت ساتنه کوي، همدارنګه د کډوال د ژوند، جسمې فزیکي بشپړتیا، ازادۍ او نورو بنسټېزو بشري حقونو ساتنه کوي. په اساسي قانون کې دا یوازینې بنسټېز حق یا ارټېکل دی، چې بهرنیان ترې برخمن دي. جرمني شاوخوا 84,3 میلیون وګړي لري. شاوخوا 22,3 میلیون وګړي یې د کډوالي شالید لري. د دې شمېرو په بنسټ هر څلورم کس چې د جرمني تابعت لري او په خپله د کډوالۍ تاریخ لري. تر ټولو ستره ډله خلک د ترکیې څخه ورته راغلي. دوی په جرمني کې د جرمني نفوس 3,4 جوړوي. په دویم قطار کې پولنیډیان 2,2 میلیون نفوس کې راځي. جرمني کې د مهاجرت شالید لرونکو خلکو دریمه برخه د اروپایې ټولنې په یوه غړي هیواد کې خپلي ریښې لري. اټکل نور 30 سلنه خلک له یوه اروپایې هیواد څخه راغلي دي، کوم چې د اروپایې ټولنې غړیتوب نه لري. په جرمني کې د نړۍ له هر هیواد څخه خلک اوسیږي. 
د جرمني فدرالي حکومت ولې په دوامداره توګه کډوالو ته اړتیا لري. ځکه د جرمني نفوس مخ په زاړښت یا زاړیدو دی. د هر جرمن په کورنۍ کې د ماشومانو شمېر مخ په کمیدو دی. دا د دې لامل ګرځي، چې د جرمنیانو ډیموګرافیک پرمختګ د دوی د ځوان نسل په زیان پرېځوي. د نسلونو ترمنځ تړون ته په کتو او په دې توګه د تقاعدي وګړو معاشاتو په کمیدو سره د یوه سوکاله ژوند معیارونو ساتنه ورځ تربلې بې ثباته کیږي. 
د جرمني نفوس په اړه یوه څېړنه ښيې: په 2025 کال کې یو پر څلورمه برخه یعني 59 میلیونو ته د جرمني نفوس راټیټ شي، عمرونه به زیات شي او ډیر به زاړه شي. 
د 1951 کال د کډوالو د کنوانسیون او د نړیوال قوانینو له مخې پناه غوښتونکي کډوال هغه خلک دي، چې د خپل توکم، مذهب، ملیت، سیاسي نظر، یا د یوې ځانګړي تولنېزې ډلې د غړیتوب له امله د ځورونې له سختې ویرې له کبله خپل هیواد پرېږدي، تر څو له خپل هیواد څخه لیري‌ د خوندیتوب ځای په لټه کې شي. 
له 2007 کال راهیسې جرمني کې د یو کال په دننه کې د کډوالو شمیر دومره زیات شوي نه وه، لکه په2022  کال کې له کله نه چې د اوکرایین جګړه پیل شوي ده. یوازې 1,01 میلیون اوکرایینیانو په جرمني کې د خونیتوب غوښتنلیکونه ورکړي. وسمهال جرمني ته د کډوالو عمده بهیر په سوریه کې د وحشیانه جګړې له امله رامنځته شوي دی. همدارنګه د سوریې په ګاونډیو هیوادونو لکه ترکیه او عراق کې د ناڅرګند سیاسي وضعیت له امله پیدا شوي دی. د دې سیاسي کړکیچ کډوال یوازې جرمني ته نه، بلکې ټولې اروپایې ټولنې جریان لري.
 
د جرمنیانو نفوس د ډیموګرافیک بدلون له اړخه
د زاړو نفوس تناسب په ټول جرمني کې مخ په ډیریدو دی. همداوس د ماشومانو او ځوانانو په تناسب لوړ دی. په 2022  کال کې د 18 کلونو او 65کلونو ترمنځ عمر ګروپ خلک د جرمني 61,5 په سلو کې د نفوس اکثریت جوړوي. په 1960 لسېزه کې د احصائیو له مخې د جرمني په فدرالي جمهوریت کې هرې جرمني ښځې لږ تر لږه دوه ماشومان زیږول. په 1990 کلونو کې دا رقم 1,3 ماشومانو ته راټېټ شوي دی. په 2021 کال کې په اوسط ډول د هري ښځې 1,58 ماشومان ول، چې له هغمهاله لږ لوړ شوي دی. له دې سره جرمني د اروپایې ټولنې هیوادونو په پرتله د جدول په منځ کې قرار لري. په 2020 کال کې ډیرو سویلي او مرکزي اروپایې هیوادونو د زېزون کچه ټیټه شوي ده. په فرانسه کې (1,83)، رومانیا کۍ (1,80) ډ‌نمارک او سویډن هر یوه کې (1,67) د زېزون کچې دي. له بلې خوا د اروپایې هیوادونو په پرتله د نړۍ هرې ښځې ډیر ماشومان زېزولي دي. 
په 2021 کال کې جرمني کې د ټول نفوس یوازې (13,8) سلنه د 15 کلونو څخه لږ عمر درلود. دا د ايټالیا، مالټا، او پرټګال ورسته په ټوله اروپایې ټولنه کې تر ټولو ټیټه کچه ښیې. په ورته وخت کې د 64 کالو څخه د پورته خلکو تناسب (22,0) سلنه وه، یوازې په پرټګال، فنلینډ، یونان او ایټالیا کې د (22,4) څخه تر (23,5) سلنې پورې یو څه لوړ و. د جرمني فدرالي احصائیې ادارې د وړاندوینو له مخې، په 2025 کال د زېږون په کچه کې، د ژوند کولو اټکلونو ته په کتو سره او همدارنګه د راروان کډوالۍ بهیر ته په کتو سره د اعتدالي پرمختګ سره په جرمني کې ټول نفوس ته په کتو سره د زاړو وګړو شمېر په تناسبي ډول به نږدۍ30  سلنه نورهم لوړ شي. د کارګرو خلکو عمرونه 25 څخه تر 64 کلونو د ټول نفوس په تناسب شاخوا50  سلنې ته راټېټ شي. په بله وینا د جرمني ټول نفوس نیمایې وګړي په 2050 کال کې د ټولنېزه امنیت بیمه یا ونډې نه شي پرې کولي. خو د بهر څخه د کډوالو راتګ کولي شي، دا ډیموګرافیک بدلون لږ را کم کړي او د جرمن ټولنې په بیا رغونه او د ټولنې ځوانولو کې مرسته وکړي. لنډه دا چې کډوالۍ د جرمني ټولنیز سیسټم ارامولو او باثباته کولو سره مهمه مرسته کوي. 
 
جرمني ته د اروپایې ټولنې او غېر اروپایې وګړو راتګ 
د کډوالو په برخه کې باید دوو ډلو ترمنځ توپیر وشي، د اروپایې ټولنې هیوادونو اتباع او د نړۍ نورو دولتونو وګړي یا د دریم هیواد اتباعو ترمنځ توپیر وشي. د اروپایې ټولنې د ازاد خوځښت قانون له مخې د اروپایې ټولنې 27 غړو هیوادونو د اروپا هر وګړی دا حق لري، چې په اروپايې ټولنه کې هر چېرې حرکت وکړي او دایمي استوګنه غوره کړي او مېشت شي. د اروپایې ټولنې د هیوادونو ترمنځ سرحدونه د یو څو هیوادونو په استثنا نور عموماً د سرحدي پولیسو کنټرول په کې شتون نه لري. دا تړون شېنګن په نامه یادېږي. جرمني ته د اروپایې ټولنې اتباع د ننوتلو لپاره وېزې او پاسپورټ ته اړتیا نه لري. که په جرمني کې دوی د دریو میاشتو اوسیدو څخه زیات پاتې شي، دوی باید دا ثابته کړي، چې په یوه دنده ګمارل شوي دي یا د کار په لټه کې دي او یا خپله د ژوند کولو لپاره کافي وسایل او پیسې لري. د بېلګې په ډول د اروپایې ټولنې څخه په منظم ډول د تقاعد معاش ترلاسه کوي. په 2021 د اروپایې ټولنې اتباعو په جرمني کې د ټولو نوی بهرني مهاجرینو نیمایي برخه جوړوي. د اروپایې ټولنې وګړو پرته له څو هیوادونو، چې د جرمني سره تړون لري، نور ټول وګړي د ننوتلو لپاره معتبرې وېزې ته اړتیا لري.
 
د جرمني کډوالۍ هیواد ته د ننوتونکو او بیرته وتونکو کډوالو شمېر 
د جرمني فدرالي جمهوریت د خپل بنسټ راهېسې په نړۍ کې یو له خورا مهم د مهاجرتونو هیواد دی. جرمني یو متنوع هر اړخېزه کولتوري د کډوالۍ هیواد دی. دلته باید تر تولو ښه د ادغامولو سیاست پلي او پلان شي. 
خلک د بېلا بېلو لاملونو له امله جرمني ته راځي. د اروپایې ټولنې هیوادونو څخه خلک د کارکولو او د کار موندلو لپاره جرمني ته راځي. 
د جرمني فدرالي احصائیې دفتر د احصائې له مخې یوازې په 2021  کال کې جرمني ته 1,32 میلیونه خلک ننوتلي دي. د تېر کال په پرتله د مهاجرت شمېر یو څه ډېر شوي دی. د کورونا وبا څخه مخې کچې په 2019 کال کې  1,56 میلیونه او په 2020 کال کې 1,19 میلیونو کډوالو ته نه دي رسیدلي. په همدې موده کې نږدې یو میلیون کسان له جرمني څخه بیرته وتلي دي. که سړی د ننوتونکو او بیرته وتونکو خلکو شمیر وګڼي او پرتله کړي، په جرمني کې شاوخوا 330,000 کسان اضافي پاتې شوي دي. دا په دې مانا د جرمني څخه د وتونکو خلکو په پرتلیزه لږ ډیر خلک پاتې کیږي. 
په 2021 کال د اروپایې ټولنې څخه بهر د کډوالو یوه لویه ډله جرمني ته د پنا غوښتنو لپاره راغله. په لومړۍ ځل یو دم 122,000 کډوال د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه سره پرته له ماشومانو، کوم چې په جرمني کې نه وو زیږیدلي. په دې کال کې په ټولیزه توګه ټوټال 148,233 غوښتنلیکونه ورکړل شول. په دې شمیر کې په ځانګړي توګه د سورېې، عراق او افغان وګړي شامل ول. شاوخوا څلویښت سلنه غوښتنلیکونو ته مثبت ځواب ورکړل شو. په دې مانا چې دوی کولي شي د یوې محدودې مودې لپاره په جرمني کې د پاتې کیدو اجازه لري. دویمه ستره ډله د غیر اروپایې ټولنې څخه جرمني ته راځي، د کورنیو بیا یو ځای کیدلو پروګرام له مخې کوم چې خپلوان یې په جرمني کې ژوند کوي. یوازې نږدې خپلوان، مېړه او ماشومان راځي، په2021  کال کې شاخوا 82,000 کسان راغلي دي.
دریمه ستره ډله د تحصیلي بورسونو یا د نورو بېلا بېلو زده کړو لپاره خلک جرمني ته راځي. 
دا کومه نوی خبره نه ده، د 1957 کال راهیسې د ځینو استثنایې کلونو پرته په احصائیو کې څرګندیږي. نوی کډوال د کومو هیوادونو څخه جرمني ته راځي د مهاجرت د احصائیو له مخې په 2021 کال کې د رومانیا څخه تر ټول ډیړ 200,000  رومانیایان راغلي دي. په دویمه درجه 48,411 سورېایان دي، په دریمه درجه کې 33,622 افغانان دي، همداسي 23,120 هندیان،20,327 بلغاریان، 17,164 کوسوان،16,523  تورکان، 14,353عراقیان،10,763  البانیایان او10,717  کسانو د شمالي مرڅودونیا هیواد څخه راغلي کډوال دي. 
 
جرمني کې د ماهرو مسلکي کارګرو له کمښت 
جرمني د ماهرو مسلکي کارګرو له کمښت سره مخامخ دی. جرمني سمدستي د کار مارکيټ کې کولي شي روزل شوي ماهر متخصصین کارګر په کار وګماري. په داسي حال کې چې په 2023 کال د بیکارۍ اوسط کچه 5,7 سلنه ده. د مسلکې ماهرو کارګرو کمښت د جرمني سوسیال ټولنیر شتمن سوکاله ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي، له همدې امله جرمن سیاستوال د یوه نوی کډوالۍ سیاست رامنځته کولو په لټه کې دي، څو جرمني د کډوالو منلو یو عصري هیواد وګرځي، جرمني د خپل ټولنېز امنیتي سیستمونو د ساتلو لپاره کډوال نه راغواړي، بلکې جرمني د خپل کاري مارکیټ او د خپل پیاوړي اقتصاد ساتلو لپاره کډوال راغواړي. جرمني کې د ماهرو کارګرانو بیساري کمښت رامنځته شوي دی. د دې ستونزې د حل لپاره د جرمني فدرالي حکومت د کډوالۍ په قوانیونو د بدلون خبرې کوي. موخه یې یوازې دا نه ده، چې له بهره ماهر کارګران راجذب کړي، بلکې په دې هیواد کې کارکولو ته د هغوي هڅول هم شامل دي.
جرمني په اصل کې د کډوالو لپاره یو ډیر په زړه پورې هیواد دی. جرمني په نړۍ کې د کډوالو لپاره دویم محبوب او مشهور هیواد دی. تر دې دمه د کډوالو تر ټولو ستره ډله د اروپا سویلي او ختېځو هیوادونو څخه ورته راغلي ده، لکه پولينډ، رومانیا، ایټاليا، بلغاریا، هنګري، هسپانیا او پروټګال هیوادونو. لامل یې په دغو هیوادونو کې اقتصادي وضعیت ډیر خراب دی او تر پنځوسو سلنې پورې بې روزګاري په کې شتون لري. د اروپایې ټولنې وګړو راتګ موقتې دایمې نه دی. جرمني ته د دایمې استوګنې لپاره مسلکې ماهر خلک د اروپایې ټولنې څخه بهر د نورو جګړه ځپلو هیوادونو څخه د کډوالو په توګه ورته راځي. 
جرمني کې یوازینې ګوند د زرغون ګوڼد دی، چې دوی د بشري حقونو پر بنسټ د کډوالو د ادغامولو یو ډیر ښه نوی سیاست پلوي کوي. دوی په لومړې ګام کې د جرمني اقتصاد لپاره د ماهرو کارګرو راوستلو او د کډوالو پلوي نه کوي، بلکې دوی د خپل بشري مسوولیت له مخې د کډوالو د حقونو دفاع کوي. دغه ګونډ په ولسي جرګه یا بونډیسټګ کې د کډوالۍ او د ادغام ټګلارې پالیسي څخه دفاع کوي، چې په هغه کې یو فرد هم ورته ارزښت لري او شمېرل کیږي. د دې ګوند د پالیسي مرکزي موخه د اروپا پر کچ یووالۍ او د اروپایې ټولنې هیوادونو پیوستون دې او دې مهمې مسئلې ته پام راړول دي.
 
د کډوالو پوهنېزه وړتیاوې او کار کې استخدامول
د کارموندلو مارکیټ او د حرفوي څېړنو انیسټیټوټ د څېړنې له مخې په 2018 کال کې د 25 څخه تر 64 کلونو عمرونو نوی کډوال شاخوا 34 سلنه د لوړو زده کړو او اکادمېکو موسسو د فراغت لاسوندونو سره جرمني ته راغلي. په جرمني کې په اوسط ډول 23 سلنه جرمنیان د لوړو زده کړو د فراعت سندونه لري، کوم چۍ هیڅ ډول د مهاجرتونو شالید نه لري، یعنی اصیل جرمنیان دي. جرمني د خپل کاري وړتیاو او مسلکي خلکو ظرفیت ختمولو سربیره د جرمني ډیموګرافیک بدلون له امله ډیر کارګرو ته اړتیا لري. ترڅو د خپلو ماهرو کارګرو اړتیا ور پوره کړي. همداوس ځینې کاري سکتورونه او شخصي شرکتونه د پاموړ خنډونو سره مخ دي او د مارهرو کارګرو ړ کمښت راپورونه ورکوي، ان دغه راغلي بهرني ماهرو کارګرو استخدامول هم نه شي کولي دغه کمښت یا تشه ډکه کړي. د تیر کال راهیسې د کار مارکیټ ته د کډوالو نافذو قوانین کې د پاموړ اسانتاوې رامنځ ته شوې او تقریبآ ماهر کارګر د کارموندلو ازاد مارکیت ته ازاد پریښودل شول. 

جرمني کې د کډوالو ادغامولو سیاست موخې 
 د جرمني مهاجرینو او ادغامولو کمیشنري د کډوالو ادغامولو پالیسې د لا پرختیا، د بهرنیانو او د جرمنیانو ترمنځ هماهنګي او همغږۍ د ودې په موخه د جرمني فدرالي حکومت ملاتړ کوي. د مهاجرینو ادعامولو ته وده ورکوي. د مناسبو شراېطو د رامنځته کولو لپاره، چې بهرنیان او جرمنیان وکولي شي په ګډه ژوند سره وکړي. په جرمني کې د ادغامولو پالیسي یوه کلیدي موضوع ده او په ټولېزه توګه د ټولنې لپاره د یوې دندې په توګه لیدل کیږي. د ادغامولو موخه دا ده، چې ټول هغه خلک چې په دایمې او قانوني توګه په جرمني کې ژوند کوي، په ټولنه کې مدغم کړي. مدغمول په تولو باندې ښه اغېز کوي. د کډوالو لپاره د زده کړې او کار ته د لاسرسي اسانتیا برابرول. د جرمني فدرالي حکومت پر ملي، اروپایې او نړیوال کچ په ډیرو اقداماتو لاس پورې کړي دی، د پناه غوښتنې بنسټېز حق تر پوښتنې لاندې راوستلو پرته د خپلې ټولنې مخافظت په لټه کې د نورو خلکو د مهاجرتونو مخه یې هم نیولي ده. 
 
جرمني کې د کډوالو جنایې جرمونه 
د مجرمو کډوالو په حالت کې باید د دوی د ژوند ټولنیز شراېط هم په پام کې ونیول شي. ښوونه او روزنه، ټولنیر ادغاموال او د دوی په کورنیو هیوادونو کې د تعلیم سطحه او د جګړو دردناکې تجربې مهم رول لوبوي. د جرمونو مرتکبین ټولنیز وضعیت پرېکړه کونکی رول لوبوي، چې څومره ټولنیز وضعیت یې ډېر ناسم او ناارامه وي، هغومره د جرمي عمل په ترسره کولو کې لوړ ځای لري. د جرمني جرمونو په احصائیه کې د کلونو راهیسې د جنايي جرمونو ګراف مخ پر ښکته روان و. په 2022 کال کې د جرمونو شمېر په تېرو پنځوسو کلونو کې د لومړي ځل لپاره بیا لوړ شوي. د پولیسو د جرمونو د شمېرو له مخې تېرل کال په ټول هیواد کې 5,6 میلیونو ډېر جنايي جرمونه ثبت شوي دي. د تېر کال په پرتله 11,5 سلنه لوړ شوي. د پولیسو د جرمي احصائیو له مخې د غلا جرمونو، د پلورنځیو سرقت، اقتصادي جرمونو، فیزیکي شخړې، جنګونه، د بدن ټپونه او جنسي تیريو کې په ځانګړي ډول زیاتوالي راغلي دی. خو په دې ورستیو پېنځو کلونو کې د لومړی ځل لپاره د جرمونو ګراف بیا لوړیږي. د دغو جنايي جرمونو څخه شاوخوا یوه په دریمه برخه د بهرنیانو لخوا ترسره شوي دي. دلته باید د بهرنیانو، سیلانیانو او کډوالو ترمنځ توپیر وشي. د کډوالو په منځ کې ډیرې ځوانان شتون لري، ځوانان په هره ټولنه او هر وخت د جنایي جرمونو لوړه کچه لري. دا شمېرې احصائېې تحریفوي. د خلکو په دې ګروپ کې د ځوانانو تناسب د جرمني ټول نفوس په پرتله څلور چنده لوړ دی. دغه ګروپ کډوال د ټولنیزو ستونزو سره لاس او ګریوان دی. پنا غوښتونکو ته په پیل کې د کار اجازه نه ورکول کیږي، دوی د پېسو له کمښت سره مخامخ وي. د ژبو کورسونو ته لاسرسی نه لري. بې مضموني، ستړیا، رواني ناروغي، په مخدره توکو روږدیتوب ستونزې رامنځته کوي، د تېښتې لامونه او د تېښتې د لارې عواملو نه ملنه او په مسلسل ډول له پامه غورځول کیدل، د کمترۍ احساس پیچلي کمپلکس، کولتوري شوک، د نورو رواني نارغیو لامل ګرځي او په ټولنه کې تشدد او خونړې جرمونو ته لاره هواروي.
هر هغه کډوال چې د کار ارزښت ته، د ژبې زده کړې ته، د ټولنې ارزښتونو او نورمونو ته درنښت کړی وي. د قانون د رعایت له لارې په پېنځو کلونو کې د جرمني ټولنې برخه ګرځیدلي شي، هغه د پیژندنې او ملاتړ مستحق دی. خو که څوک په جرمنی کې د پېنځه کلونو ورسته په اقتصادي او ټولنېز برخه کې ګډون له لاسه ورکړي وي، ممکن هغه په ناسمه لار روان وي. دا یوه منلي خبره ده، چې کډوال جرمني ته په راتګ سره نه یوازې د کار مارکیټ ته چانسونه له ځانه سره راوړي، بلکې خپلې ناخوالې او ټولنیزې ستونزې هم راوړي. 
 
د کډوالو بهیر او مذهبې تړاو د جرمني عیسوي مذهبې باندې اغېز 
جرمني ته د کډوالو بهیر د جرمنیانو د مذهبې ټولنې بڼې او انفرادي عقیدې باندې اغېز کړي دی. په 1987 کال کې اتیا سلنه د جرمني فدرالي جمهوریت وګړي د دوو لویو عیسوي کلیساګانو پورې تړاو درلود. په 2021 کال کې یوازې نیمایې 21,6 میلیونه کاتولیکان او 19,7 میلیونه پروټیسټانتان وو. په 2021 کال کې له دریمې برخې لږ ډیر جرمنیان د هیڅ کوم مذهب سره تړاو نه لري. د اټکلونو له مخۍ جرمني کې6,5  میلیونه نفوس مسلمانان دي او شاوخوا څلور سلنه یې د نورو مذهبونو سره تړاو لري، لکه یهودیان، هندوان، یزیدیان او د نورې عقیدې خلک شامل دي. په جرمني کې د کاتولیکانو او پروټسټنټانو ورسته مسلمانان ستره مذهبې ټولنه لري. د مهاجرتونو یا کډوالو فدرالي دفتر د یوې څېړنې له مخې په 2019 کال کې د 5,3 – 5,6 میلیونه مسلمان کډوال په جرمني کې اوسیدل، کوم چې د جرمني6,4-6,7  سلنې پورې نفوس سره برابر دي اوس ورو ورو ورځ تر بلې جرمنیان د اسلام دین ته رااوړي.
 
ټولېزه پایله:
ادغامول یوه اوږه پیچلي پروسه ده، چې یوازې ګام په ګام او پړاو په پړاو بشپړیدلې شي. ادغام دوه اړخیزو هڅو ته اړتیا لري او په قانوني، اقتصادي، تولنیز کولتوري او مدنې پالیسیو اړخونو کې د مهاجرینو او کوربه هیواد یا کوربه ټولنې تطابق ته اړتیا لري. هر هغه څوک چې جرمني ته د هیلې بښونکي هیواد او د غوندیتوب ځمکې په توګه ورته ګوري، هغه معمولاً غواړي په ټولنه کې زر تر زره ادغام یا یو ځای شي. 
د 2015 کال راهیسې ځښت ډیر کډوال جرمني ته راغلي دي. جرمنیان د کډوالو په اړه په ډیره لیوالتیا سره بحثونه کوي. دوی په دې اړه ډیر تاوده او تر ډیره بریده احساساتي غبرګونونه ښېې. د جرمن ټولنه د دومره ډیرو کډوالو د ادغامولو په اړه څه ډول غبرګون ښېې. اصیلي پوښتنه دا ده، چې جرمنیان په ریښتیا سره د کډوالو په اړه څه فکر لري. ایا دوی په ریښتیا سره په دوو قطبونو کې سره ویشلي شوي دي. په دې اړه یوه تازه څېړنه په روښانه توګه ښېې، چې د جرمن ټولنه په هیڅ صورت کې د کډوالو په اړه په دوو نه پخلا کیدونکی قطبونو یا په سر سختو ملاتړو او یا هم په مخالفانو کې سره ویشلي شوي نه ده. جرمنیان اساسآ د کډوالي په اړه مثبت نظر لري. له نیمایې څخه ډیر جرمنیان حتی کډوالۍ ته د یو ښه فرصت په توګه ګوري. یوازې یو اقلیت په کلکه او ښکاره توګه کډوال ردوي. په ځانګړي توګه د ماهرو کډوالو کارګرانو په اړه 63 سلنه جرمنیان مثبت نظر لري. دوی دا هم وایي، چې موخه یې د ماهرو متخصصو کارګرانو د کمبود په وړاندې مبارزه ده. 
په هر صورت له نیمایي ډېر جرمنیان په دې باور دي، چې کډوالي یا مهاجرتونه نه یوازې زموږ هیواد ته له اقتصادي پلوه، بلکې په ټولنېز او کولتوري برخه کې شتمنوي. له دې ټولو ټکو څخه دا پایله ترلاسه کولي شو، چې جرمني د مهاجرت هیواد دی او دا د یو واقعیت په توګه ومنل شوي دی. هغه څوک چې د جرمني په ټولنه کې ښه مدغم شوي وي، باید هغه ته د پاتې کیدو اجازه ورکړل شي.
د جرمني لوی اکثریت فکر کوي، چې دا سمه او ښه کار دی، هغه کډوال چې د جګړو او ځورونو او تعقیبولو څخه راتښتیدلي دي. دلته دې پاتې شي. په سلو کې اوویا په دې نظر دي، چې په راتلونکی کې جرمني باید د وسمهال په څیر ډیر کډوال ومني. له بلې خوا، اکثریت جرمنیان د هغو خلکو لپاره لږ زغم ښیې، کوم چې د اقتصادي دلایلو او بې وزلې له امله تښتیدلي وي. جرمنیان تقریبآ ټول په یوه خبره متفق دي، هر هغه څوک چې جرمني ته کډوال او راتښتیدلي وي، دلته مدغم شوي وي او کار کوي، باید د پاتې کیدو اجازه ورکړل شي. حتی که هغه د جرمني څخه د اقامت اجازې نه درلودلو له امله د جرمني پریښودلو ته اړ هم وي.
په اصل کې جرمنیان کډوالۍ ته د یو فرصت یا چاڼس په سترګه ګوري. خو ځېنې په دې اړه قوي شکونه لري، چې ایا د دوی سیاستوال د دې سترو ننګونو جوګه دي که نه دي. هغه څه چې موږ ورته اړتیا لرو د مدني ټولنې او د کډوالو سره د توپیري چلند یا د پردې څخه د ویرې په وړاندې ګډه همکاری او مبارزه ده. رسنۍ باید هم خپل مهم رول سم ولوبوي، رسنې باید پام وکړي، چې د یوه انفرادي کډوالو لخوا ترسره شوي جنایې جرم کې مبالغه ونه کړي، بلکې په ټولنه کې د کډوالو په ونډې اخیستلو باندې ټینګار وکړي. د دې لپاره چې د مهاجرینو ترمنځ د جرم په څیر افسانې او ګونګوسې په خلکو کې رد او غلطې ثابتي شي. جرمني ته تر ټول ستر ګواښ د ښې اړخ افراطیت یا نوي نازیانو له لوري دی، چې د جرمن ټولنه سره وشي. 
بلکول د کډوالو او مهاجرینو د راتګ په تړاو د جرمنیانو اندېښنې شتون لري. دا هغه کسان نه دي، چې د رسنیو او ټلوېزیونو په لومړي قطار کې ناست او پر سیاست بحثونه کوي. د سروې شویو کسانو لویه ویره د ادغامولو لګښتونه او د کار موندلو په سر د سیالې څخه ویره درلودله. همدارنګه جنایي جرمونه، ترهګري او د اسلام دین له نفوس ویره په دریم او څلورم ځای کې قرار لري. تر ټول ستره وېره د ښې اړخې افراطیت او توکمپالنې د زیاتیدو وېره ښودلي شوي ده. په دوم ځاې کې په ټولنه کې د زیاتیدونکې ویش په اړه وېره او اندېښنه شتون لري. 
پای