د ضعيف شويو يورانيمو څخه د جوړېدونکو وسلو د استعمال خبره نن سبا له دې امله په نړيوالو خبرونو کې ډېره توده ده چې برتانيا غواړي د روسيې – اوکراين په جګړه کې له اوکرايني سرتېرو څخه د ملاتړ په پار اوکراین ته داسې مرمۍ ورکړي چې له ضعيفو شويو يورانيو څخه به جوړې شوې وي تر څو یې اوکرايني ځواکونه د روسانو پر وړاندې په جګړه کې وکاروي. د برتانيا دې پلان په نړۍ کې بېلابېل غبرګونونه او عکس العملونه راپورته کړي دي. موږ په دې ليکنه کې د ضعيف شويو يورانيمو په اړه معلومات ليکو چې څه ډول ماده ده او کارول یې څومره خطرناک او وژونکي دي ؟
ضعيف شوي يورانيم چې د Depleted Uranium= DU په نامه هم يادېږي يو کيمياوي، زهري او راديو اکتيف ماده ده چې د دريو ځانګړنو په درلودلو سره د وسلو او په ځانګړي ډول د مرميو په جوړولو کې استفاده ترې کېږي، لومړی دا چې ډېره زياته متراکمه ماده ده چې ان له سرپو (سرب يا Lead ) څخه هم دوه چنده متراکمه ده، دا چې په ضعيف شويو يورانيمو باندې جوړېدونکې مرمۍ په وزن کې د سرپو د مرميو سره برابرې وي خو اندازه او غټ والی یې د سرپو نيمايي وي، د مخالف طرف د وسيلو د تخريبولو په وخت کې يې د انرژي تمرکز په يوه نقطه کې ډېر قوي وي او دې همدې يورانيمو په مرسته مرمۍ په هر ډول زرهي پوش موټرو کې ننوتلی شي. دويمه ځانګړنه یې د سوځېدلو وړتيا ده ، په ضعيفو يورانيمو جوړې شوې مرمۍ ژر لمبه کېږي او ان د ۶۰۰۰ سانټي ګرېډ څخه په لوړه درجه تودوخه توليدوي، او درېيمه ځانګړنه یې داده چې دا ضعيف شوي يورانيم د يورانيمو د غني کولو په وخت کې پاتې شوني يا نه کارېدونکي يورانيم دي چې بې له هغه هم د بل کار نه دي او په دې کې کارول یې اقتصادي ګټه هم ده.
ضعيف شوي يورانيم ۹۹/۸ په سلو کې ۲۳۸ ، ۲۳۵ يورانيم ۰/۰۲ يورانيم . او ۲۳۴ ايزوتوپ ۰/۰۱ يورانيم لري ، دا ټول ايزوتوپونه راديو اکتيف خاصيت لري اما ۲۳۴ ايزوتوپ سره له دې چې د يورانيمو اندازه یې ډېره کمه ده خو يورانيمو دا ايزوتوپ بيا تر نورو ډېرې مضرې وړانګې خپروي.
له ضعيف شويو يورانيمو څخه استفاده کول د National Library of Medicine مشهورې څېړنيزې رسنۍ د خبر له مخې د انسانانو او په ټوله کې د ژونديو موجوداتو روغتيا ته خطر پېښوي. ځکه کومې مرمۍ چې له دې ضعيفو يورانيمو څخه ترې استفاده شوې وي کله چې په يوه زرهي وسيله لګېږي ،اور اخلي او تبخير کېږي او د يورانيم اوکسايډ په نامه تبخير جوړوي چې کېدلای شي په کیلومترو ساحه ونیسي او د باد په وسيله په هوا کې خپور شي نو په داسې وخت کې نه يوازې دا چې په جنګ کې د موجودو سرتېرو له خوا تنفس کېږي د نورو غيرنظاميانو او عامو وګړو لخوا هم تنفس کېږي او د بدن په داخل کې د الفا وړانګې کېدلای شي د انسان سلامتي په جدي ډول له خطر سره مخ کړي، خو دا خطر چې د ضعيفو يورانيمو څخه د جوړ شويو مرميو څخه په ګودامونو کې ولې ستونزه نه رامنځته کېږي علت یې دادی چې د الفا وړانګې د مرمۍ له منځ څخه بهر ته نه راوځياو په اصطلاح په ګودامونو کې د استراحت په حال کې وي.
ډېری متخصصين او د انساني حقونو کمېټې ضعيف يورانيم غيرمجاز ګڼي او له هغو څخه استفاده جنګي جنايت بولي، په عراق او سربيا کې په سرطانونو د اخته کېدلو او د سوء شکل ماشومانو ډېرښت په عراق کې د امريکايانو او د هغو د متحدينو لخوا د همدا ډول مرمۍ کارول یې لامل بلل شوي دي او دا چې په افغانستان کې لا تر اوسه په دې اړه کره او ساينسي څېړنې نه دي ترسره شوې کېدای شي ورته سناريو په افغانستان کې هم روانه وي خوبيا هم په افغانستان کې دا محسوسېږي چې سرطانونه له پخوا ډېر شوي او هم د سوء شکل پېښې په بې ساري ډول زياتې شوې دي.
تر اوسه پورې په نړۍ کې له ضعيفو يورانيمو څخه د جګړې په ميدان کې يوازې برتانيا او امريکا استفاده کړې ده چې عمده د کارولو ميدانونه یې د فارس خليج جګړه (۱۹۹۱)، د عراق جګړه (۲۰۰۳) د بوسنيا هرزګوينا جګړه (۱۹۹۰)، د ناټو جګړه د سربيانو پر وړاندې (۱۹۹۹) یې مهم مثالونه دي. په سربيا هېواد کې د سرطان د پېښو ريکارډ شمېره څرګندوي چې يو علت یې همدا د ضعيفو يورانيمو څخه استفاده ښودل شوې ده چې تراوسه پورې د کلونو کلونو په تېرېدلو خلک ترې متضرر کېږي.
نن سبا بيا دا خبره په رسنيو کې له دې امله ګرمه ده چې د اوکراین – روسيې په کړکېچ کې برتانیا غواړي د چيلنيجر ۲ پرمختللو ټانکونو لپاره جوړې شوې مرمۍ چې له ضعيفو شويو يورانيمو جوړې شوې دي اوکراين ته ورکړي چې د روسيې پرضد یې وکاروي. د اتومي چارو کارپوهان اندېښنه څرګندوي چې د برتانيا دا کار به خورا بدې پايلې ولري ځکه هوا، توکي او اوبه به زهرجنې کړي او د خلکو لخوا په تنفس کولو سره به ستر روغتيايي مشکلات په هغو کې راپيدا کړي ،چې تر نسلونو نسلونو به ورک نشي ، ځکه چې د جاپان په دوو ښارونو يوريشيما او ناګاساکي باندې د امريکا د اتومي بمونو د غورځولو څخه لسګونه کاله وروسته لا هم ددې بمونو اغېزې او نښې په جاپان کې څرګندېږي، که څه هم د جاپان دولت په سلګونو ميليونه ډالر او بې ساري کوششونو وکړل خو لا هم شاوخوا ۸۰ کاله وروسته د هغو ځای ځای نښې لېدل کېږي .
په بوسنيا هرزګوينا کې د ملګرو ملتونو د The UN Environment Programme (UNEP) ادارې د ۱۹۹۰ کال له جګړې ۷ کاله وروسته هم د ضعيفو يورانيمو ماده په هوا کې تشخيص کړه چې دا د ضعيفو يورانيمو په هوا کې پاتې کېدلو ډېر اوږد مهال دی خو لا هم له هوا څخه دا ماده نه وه پاکه شوې. د يورانيمو نيم عمر ۴ نيم ميليارده کاله دی يانې په هوا او يا ځمکه کې که ۴ نيم ميليارده کاله ووځي نو کم ازکم به د يورانيمو نيم اتومونه د راډيو اکټيف فعاليتونو له امله په بدله ماده بدل شوي وي.
د ضعيفو يورانيمو د کارولو پر وړاندې د مبارزې سازمان ( Campaign Against Depleted Uranium= CADU) د مسوولو هېوادونو او هغو هېوادونو سره چې دا ډول ککړې وسلې جوړوي، ډېرې غونډې کړې او کوي یې چې د دا ډول وسلو له جوړولو یې لاس په سر کړي خو تر اوسه یې کومه نتيجه نه ده ورکړې.