شهر رمضان الذی انزل فیه القرآن هدی للناس وبینات من الهدی والفرقان
بقره/۱۸۵

رښتیا ویل او دامانت اداء دایمان او شخصیت دوه سترې نښې دی. حتی دې دواړو دلالت په ایمان باندې له لمانځه هم اوچت مقام لری . انسانانو ته سجده کول سم فرهنګ نه دی دمقام او دالرو دنوم او شهرت دسفاکی او بې عزتی له نصابه راووځی بلکې دسمو او با انصافه ، مخلصو او متعهدو انسانانو رښتیا او امانت ته پاملرنه وکړی حتما یې وجه او عظمت تر لاسه کولی شی. رښتیا او امانت دوه ګډې ریښې لری امانت راستی په عمل کې دی. . دروغ د ټولو ګناهونو سر چشمه ده زشتی ده او بدی ده هیڅ ګټه نه لری او په ټوله کې دعقل مانع ګرځی. وایی یو سړی د حضرت رسول اکرم ص حضور ته ورغی او عرض یی وکړًچې لمونځ نه کوم دعفت منافی عمل انجاموم او دروغ هم وایم کوم یو لومړی پریږدم؟
رسول اکرم ص وفرمایل :
دروغ!
تاسې باور ولری زه یې نوم نه اخلم اما یو سړی چې دملت په زعامت کې یې اهمیت نسبتا زیات دی خوًزه باور لرمًچې عمدا دروغ به نه وایی والله اعلم اما دهمدې وږی او تږی ولس په وړاندې دروغ وایی هغه هم په شهر رمضان الذی انزل فیه القران .......په هرحال سړی درسول اکرم ص په حضور ژمنه وکړه چې هیڅکله به دروغ نه وایی.
کله یې چې ددولت دشیطان وسوسې یې د عفت منافی یی په زړه کې را پیدا شوې اما ژر په دې سوچ کې شو چې سبا ته به له ده څخه رسول اکرم ص پو ښتنه کوی دی باید څه ووایی؟
داټول عمل یی نه دی ددې لپاره چې دروغ دی او که رښتیا ووایی په ده باندې حج جاری کیږی .
دروغ دنفاق مور ده.
له رسول اکرم ص څخه روایت دی چې:
سئل رسول الله ص یکون المومن جبانا؟ ډارن
قال نعم. هو
ویکون بخیلا. بخیل
قال نعم. هړو
ویکون کذابا. دروغجن
قال لاء نه
دتږی او ږی ولس په یاد څه وخت شو او څه ډول زمانه