ماته یوچا له هېوادلیکلي دي، چي دپښتو ژبي (ي)ګاني په ښکلي ویبپاڼي کي دټول افغان ولیکم. نوما هم د ده له غوښتني سره سم دلته دغه (ي)ګاني ولیکلې.
په پښتو ژبه کي (ي)ګاني څه ناڅه پنڅه دي.
لومړی ـ لنډه، معرفه«څرګنده»، لویه (ي). دغه (ي)څرنګه چي لیدلکیږي دوه ټکي لاندي خپل بغل پربغل لري اودجمع نارینه نومانو، ښځینه مفرد نومانو، ستاینو اوکړنوپه پای کي راځي. دمخ دتوري ږغ ئې کسري اودروند ویل کیږي. تل د وییکو په منځ اوپه پای کي راځي.
لومړی په نارینه جمع نومانوکي. لکه: سړي، وري، غوایي، سوټي، منګي، کالي، لرګي، سپي اونور. په ښځینه مفرد نومانوکي. لکه: مامي، بي بي، خوري اونور. په مسلکي نومانو کي. لکه: موچي، ډاګي، دوبي، سپاهي، چړي، خرادي، ترکاڼي، مرزایي اونور. په کړه نو کي. لکه: ځي اوراځي، دي، وي، ګوري، ښوري، ځغلي، خوري او نور. دکړه ني جمع مفردغایب «دي». په ستاینه کي. لکه: ښادي، دوستي، نري، خپلوي، بدي، توري، ګردي اونور. په ضمیري حالت کي. لکه: مي، چي، کي ـــ
(دا په سهیل لوېدیز ګړدود کي.)
په منځ کي دګړي. لکه: پیر، فقیر، ځیر، خیرن، نیم، سیم، لیک، مـِیل ، وزیر، تیر، زهیر، ټیک اونور. دغه لنډه (ي) د فونیتیک له مخه په منځ کي د وییکي د ملیني نرم (ی) ږغ ورکوي خو د(مورفیم) له مخه خپل بڼي ته بدلون نه ورکوي. لکه: سیل(ننداره)، مَیّـل(تقاضا)، لیلا، میلان(کږتیا)، ویران اونور. لیدل کیږي چي د(ي) بڼه په ګړه کي بدلون نه دی موندلی خو ږغ ئې په منځ کي دګړي تغیر لري. یاني ږغ ئې داسي دی لکه دملیني نرمي (ی).
دوېم ـ اوږده، مجهوله(ناڅرګنده)، وړه (ې). د دغي (ې) دمخ توری په خفیفه کسره،اوږد اونرم ویل کیږي. دغه (ې) دوه ټکي لاندي خپل لاندي باندي لري چي په ښځینه نومونو کي، ستاینواو(کړه نو) کي راځي. ښځینه نومونه. لکه: خولې، چوکې، نړې، کورتې، ګلالې، لِندې، شيدې او نور. په ښځینه جمع ستاینو کي. لکه: خوږې، اوږدې، ورستې، پستې، ترخې اونور. د مخاطب مفرد د کړونو لپاره. لکه: ځې، خورې، کوې، راځې، لیکې، خاندې اونور. په ختیز ګړدود یاني لهجوکي. لکه: (کې، مې، چې )
داوه اوږده (ې) دګړو په پای کي. اوس ئې په منځ کي دګړو ګورو. په منځ کي دنرینه ګړو. لکه: مېز، مېږی، لېوه، لېور، دېوال، تېل، مېلمه، ــ ښځینه نومان. لکه: مېنه، ګېډه، مېله اونور. په منځ کي د ستاینو. لکه: مېړه، پېړ، تېره، زېړ، ډېر، هېر، سپېره اونور. په منځ کي دکړه نو(افعال). لکه: وېشل، معلومېدل، کښېنول، کېدل او نور.
درېمه ـ لکۍ لرونکې، ثقیله، ښځینه (ۍ). چي یوازي دګړو شاته راځي. کله چي د دغي (ۍ) دمخ توری په (زورک) سره وویل سي اوګړه په بم ږغ اداسي نو وییکه په دغه (ۍ) سره لیکل کیږي. دښځینه نومونو په جمع کي. لکه: خولۍ، چوکۍ، نړۍ، اوسۍ، کابلۍ، نمسۍ، شړۍ، هېلۍ بدۍ، خوارۍ، دوستۍ، ودانۍ، اونور. دمفرد ښځینه نومانو په پای کي راځي. لکه: چرسۍ، دوبۍ، موچۍ، لېونۍ، ګونګۍ، ډولۍ اونور.
څلرمه ـ نرمه، ملینه، بې ټکو (ی). د دغې (ی) دمخ توری په زور سره راځي او نرم ویل کیږي. او دګړو په پای او په منځ کي د نرینه نومانو، کړه نواو ستاینو سره راځي. نرینه نومان لکه: روژاتی، ملګری، ځلمی، لرګی، منګی، سړی، کندهاری، خټکی، سوټی، دی(مفرد نرینه غایب ضمیر) اونور. دنرینه ستاینو سره. لکه: ګلالی، ښکلی، غښتلی، زمریالی، بریالی، نری، ګردی، لېونی اونور. دنرینه کړه نو سره. لکه: تللی، راغی، وهلی، دی(کړه نه دنرینه غایب سړي)، ولاړی، ځغلېدلی اونور په منځ کي دګړو. لکه: آريزه لیکنه لکه: سی ـل اودودیزه لیکنه لکه: سیل (ننداره)، آریزه لیکنه لکه: می ـل اودودیزه لیکنه لکه: ميل (غوښتنه)، آریزه لیکنه لکه: لی ـلا اودودیزه لیکنه لکه لیلا، میلان (کږتیا)، مینا(شارو)، بیت(دغزل یوه وړوکې برخه)، پیله(شروع)، پیمان(ژمنه)، جیلاني(نوم دی) اونور. څرنګه چي پورته دلنډي (ي) په تشریح کي هم وښول سوه، په منځ کي د«وییکو» نرمه (ی) داسي راځي لکه لنډه (ي).
دغه نرمه بې ټکو(ی) د فونېتک له مخه درې ږغه لري، یو ږغې لکه «ای» پورته وښوول سو او بل ږغې لکه دانګلسي ژبي (I) دی، چي د ګړو په منځ کي ئې اوږد
(الپ ـ ا) چي په دوه زوره ویل کيږي، راځي. لکه: ځای، لای پرلای، خدای، بډای، وای وای، چای، کالخوای، پای، سرای اونور. او درېم حالت د نرمي (ی) دفونېتک له مخه ږغې داسي دی لکه «اُوّی» او په منځ کي ئې دګړي «لنډ ـ و» راځي. لکه: دوی، خوی، زوی، بوی، لوی، ژړندوی، وًی، تُوی، پوهندوی، سوی او نور.
پنځمه ـ همزه والا (ئ): دغه (ئ) تقریبا ږغ ئې د نرمي (ی) اود درنې (ۍ) ترمنځ ودغو(یا)ګانو ته نږدې دی. ځیني لیکوالانې هم کله ناکله د لکۍ لرونکي (ۍ) پر ځای پکار وړي.
همزه والا (ئ) د مخاطب سړي د جمع کړه نو سره د وییکي په پای کي راځي. لکه: وې خورئ، راځئ، وې چیښئ، وایه ورئ، وبخښئ اونور. زې د نسبتي «ئې» په سرکي لیکم لکه دغه اوس چي مي لیکلې ده. استاد محمدمعصوم«هوتک» (دئ) کړنه دمفرد غایب نرینه حالت هم په دغه(ئ) لیکي، چي توپیر په منځ کي د مفردغایب نرینه ضمیر(دی) سره سوی وي.
دغه پنځه سره (ي)ګاني لکه: (ي ¬¬ــ ې ــ ۍ ــ ی ــ ئ)
( لنډه، اوږده، لکۍ داره یا درنه، نرمه، همزه والا) چي دي د پښتو ژبي دږغ لرونکو تورو څخه دي. چي د نرینه نومانو دجمع اومفرد او دښځینه نومانو دجمع اومفرد او دستاینو لپاره د ګړو په منځ او پای کي راځي او په دغه (ي)ګانو ئې توپرکیږي، چي دپښتو ژبي لیکنه ئې تر ډېره بريده اسانه کړې ده.

اخځونه:
دپښتوگرامر جزء اول پوهاند صدیق الله «رښتین»
دپښتوژبښود محمدسرور وکیلي پښتوـالماني قاموس احمدولي اڅکزی