ځنې وخت کوښښ کوم چې خوله پټه ونيسم او هېڅ نظر ور نه کړم .
مګر د مجبوريت او ديني -ملي مسؤليت په اساس بايد بعضې خبرو ته عکس العمل وښودل شي .

نن د نوي هجري شمسي کال اوله ورځ ده او دا ورځ زموږ خلک د پسرلي د موسم شروع، يخنيو دختم او نويو هيلو ، پلانونو او اقداماتو په کولو سره د ډېر پخوانه تجليل کوي .
يو دبل کره ورځي ، د راتلونکي ژوند د پاره په دوعاوو،ختمونو، خيراتونو ، پېرزوينو او خوشحاليانو يې نمانځي.

زموږ په ټولنه‌کې يو شمير خلک چې ځانونه پوه او هوښيار هم بولي ډېر بد او تاواني عادت لري او هغه دا چې په سياسي پهلوانۍ کې د مخالف لوري د څملولو د پاره افراطي -بې مانا او بې ګټې بانې او پلمې لټوي او جوړوي ، چې يوه د بانو نه همدا د نوي کال اوله ورځ ده .
يو لوری يې حرامه او د جاهليت د زمانې عنعنه معرفي کوي او بل لوري بيا دومره اصرار او هوا ورکوي، چې که دا ورځ ونه نماځل شي ، نو افغانستان د خپل غني کلتور او ثقافت سره غرق او محو به شي .

واقعيت دا دئ ، چې ددې ورځې نه هم، لکه د نورو ديني -ملي مفاهيمو او ارزښتونو په شان د خپلو داخلي تضادي ذهنونو د تسکين او د سياست په ډګر کې د کرېدیت اخستلو د پاره سؤاستفاده کيږي او مسلمان ملت بيا په فکري او ذهني لحاظ ددې دوو متضادو افراطي دريځونو په تقابل کې لکه د ژرندې د پلونو په منځ کې دانې ميده او اوړه کيږي .

اصلي خبره داده چې د نوي کال نمانځل ، تجليل او جشن نيول په کوم هدف دي ؟
که د نمانځلو نه هدف پرستش او عبادت وي ، بيا بې له الله پاک نه د هرشي ، واقعې او رواج پرستش قطعاا شرک ، ناروا او کفر دئ. ځکه د اسلامي عقيدې په اساس فقط (اياک نعبدو و اياک نستعين ) د مسلمان د کامل ايمان او عقيدې اساس دئ او يوازې الله پاک دئ، چې بايد پرستش او عبادت يې وشي .
لاکن که يو اولسي -عنعنوي او کلتوري دود وي او هېڅ نوع پرستش او عبادت په کې مطرح نه وي ، بيا مشکل څه شی دئ،چې لويه غوغا ، اوږدې ليکنې ، بحثونه او يوه عادی مساله دومره توده او ګرمه شي؟

مسلمانان په ديني او عبادي مسايلو کې يو شان (قرآني ارشادات او نبوي احاديث) عقيده ، احکام معروفات او نواهي لري،چې په منلو او اجراکولو کې يې هر مسلمان مکلف دئ.
مګر هره مسلمانه ټولنه بيا ځنې دودونه او رواجونه لري ، چې د بلې سره توپير لري . دا کلتوري توپيرونه د ټول اسلامي امت په ژونددود ( کلتور) کې وو ، شته او وي به ، چې مسلمانان د هغوی په تجليل او عملي کولو کې ځانونه راحت او ارامه احساسوي . دا رواجونه چې د دين دصريحو احکامو سره په ټکر کې نه وي او مسلمانه‌ټولنه ورسره عادت وي ، خوند ترې اخلي او د خوشحالۍ سبب يې ګرزي، د ترک ،بد يادولو او مردوديت د پاره يې هېڅ توجيه نشته .
الحمدلله په ننی زمانه کې د مسلمانانو شمير د يونيم ميليارد نه زيات او د جغرافيې په لحاظ د اسيا ، افريقا ، اروپا په قارو کې اباد دي ، چې د توحيد د کلمې لاندې ټول په يوه عقيده دي ،خو د جغرافيې ،اقليمي حالت ، چاپېريال او معاشرتي لحاظه ځانکړي لباسونه ، خوراکونه ، دودونه او رواجونه لري ، کوم چې ظاهراا کټ مټ د صدر اسلام او صحابه وو د عصر په شان نه دي ، مګر په لباسونو، خوراکونو،ټولنيزو تعاملاتو او رواجونو کې ټول د حلالو-حرامو او حجاب د اصل منلو او عملي کولو ته معتقد ، مؤمن او متعهد دي او په کلتورونو کې يې د اسلامي ارشاداتو انعکاس ښکاريږي. مطلب که په شکل او شمائلو کې بل رنګ،ترکيب، ډيزاين اوشکل لري ، خو په محتوا کې د اسلام د دين د اصولو او احکامو سره برابر دي.

د نوي کال د اولې ورځې سره بله ډله بيا د افغاني کلتور د دفاع په نامه هغسې رسوايۍ او بې شرمۍ کوي چې اصلاا ئې کړنې د افغاني کلتور ضد دي . په ستيجونو،صحنو، تلويزيونو او تصويري رسنيو کې د لغړو ښځو ګډولو،فاحشه موسيقي او کنسرتونه اجرا کولو ، بې حيايي، فحاشي، لهو لعب نندارې ته اېښودلو او اخلاقي فساد ته د خپرېدود پاره زمينه مساعدولو سره نوی کال نمانځي. حال داچې داشان سپک او شډل عملونه په افغاني کلتور کې نشته . د دوی هدف د افغاني کلتور دفاع ،وده اورونق نه دئ، بلکې د مقابل لوري تحريک کول او ځانونه مطرح کول دي . که نه نوی کال او نماځنه يې د لغړتوب او رقاصۍ سره څه تړاو لري .که د دوی(پردي پالو ) سابقې او بيوګرافي وکتل شي ، ټول د پرديو د ثقافت کرايه شوي اردليان او ترويج کوونکي دي . د دوی ماموريت د افغاني سوچه ،اصيلو، درنو او قېمتي دودونو له منځه وړل او د پرديو فاحش کلتور ته بستر جوړول دي . دوی دومره د پرديو په نوکرۍ کې منحل شوي دي ، چې افغاني کلتور خو څه کوي ، د ديني عقايدو او ارشاداتو سره د څو پيسو ،شهرت اوشهوت د لاسته راوستلو د پاره په خيانت او خباثت لګيا دي . د‌دوی هدف فقط په افغاني ټولنه کې درز اچول او نفاق دي . د دوی سره د افغاني -ملي رسوماتو د بقا او حفاظت غم شته ، بلکې ددې لارې نه د سياسي کاپيټال د کمايي کولو شيطاني تلاش کوي . موږ(افغان اولس) د‌ دوی د جفاکارانه او خايينانه اعمالو شاهدان وو او يو، چې ددې ملت د ديني -ملي مقدساتو او ارزښتونو سره يې سرته رسولې دي . مګر د نوي کال د نمانځلو په بانه بيا ترټولو زيات همدا د افغاني کلتور دوښمنان زيات نیغ نېغ کيږي او د خولو نه يې ناهنجاره غږونو د اولس غوږونه نا ارامه کړي او ازاروي .

اسلامي امت عموماا او خصوصاا افغان اولس نور ډير مشکلات ، پرابلمونه او ستونزې( فقر ، بېکاري ، محتاجي ، بې علمي، وروسته پاته والی، د اجتماعي خدماتو فقدان ، د ټولنيز عدالت نشتوالی ،بېوسي او بېوزلي) لري ، چې په هغه باندې بايد غور وشي ، د حل لارې ورته پيداشي ، اصلاحي ، ابتکاري ، ابداعي ، تخليقي ، معقول او علمي وړانديزونه ، بحثونه ، پلانونه او عملي اقدامات بايد د دولت او ملت اساسي ، اولويتي او ضروري اجندا او تګلاره وګرزي . نه بې مانا،بې ګټې او مصنوعي ناندرۍ او بحثونه .

دا وطن او اوسيدونکي ئې په افراطي او خرافي نظريو ، بحثونو او مصنوعي جنجالونو نه اباديږي او نه يې په مخه کې په پرتو عظيمو مشکلاتو فايق کيږي، بلکې په سياسي-اقتصادي-ثقافتي -امنيتي-اجتماعي برخو کې هغه وخت برياليتوب حاصلولئ شي چې د افراط -تفريط - دوکه بازی، سرزورۍ او تشو جذباتو د خيالونو او نظرياتو د ځېل نه را ووزي او د تعادل ، عقل ،منطق او علميت په بنياد د اسلامي ارشاداتو تر چتر لاندې په صداقت او همت سره کار اوخدمت ته ملا وتړل شي.

والسلام