یم د توروغرونو خو تک سپین یمه
لاس نه دې خوئیږمه واورین یمه
ته د خوشالیو خزانې غواړې
زه خو د غمونو یو خورجین یمه
پروت یمه په لاره کې ستا پل څارم
تیږه یم په خپل ځای کې سنګین یمه
ستا شونډو ته نه رسم بې وسه یم
څه وشو که خوږ یم انګبین یمه
واړه پري ذات مې په اوده کې دي
نقش د سلیمان یمه نګین یمه
خور دپېښور په ښایسته زمکه یم
بویه چې زه هم د کابل سین یمه
ژوند مې د زاغانو شاګردۍ کې دی
حال دا چې پخپله زه شاهین یمه
مرګه یو پنځه ورځې مهلت راکړه
ژونده د خوبانو تماشبین یمه
ما دمینې لمونځ ته نیت تړلی دی
وايي تبلیغي جانان بي دین یمه

۲۰۰۹ / مارچ / ۲۴
پېښور