دچا یوې وعدې ته زړه نا زړه وتلی یم
باران کې مجبورۍ نه له کاله وتلی یم
اوس ګورم تنهایۍ کې ژوند کولی شم که نه ؟
زه شوخ وری رمې نه د شپانه وتلی یم
یارانو خفه نه شئ نور بنډار دی رانه پاتې
دا اوس هم له هغې نه په بانه وتلی یم
په نیمه شپه په ( سره لیکه ) اسمان سره غږېږ.م
آخر مسلمانۍ نه زه په څه وتلی یم ؟
چې لاس د مینې راکړي نو ما لاس ته شي راوړی
د ګل له غېږې زه لکه وږمه وتلی یم
ازاد یم خو ښکاریان په هر قدم دي راپسې
قفس نه د حالاتو یو مارغه وتلی یم
اسمانه دادې خوښه وه هم داسې دې غوښتل
جنت نه دغنم په یوه دانه وتلی یم
یو فن راسره شته چې پردي زړونه خپلوي
اوبو غوندې هر کور ته په ویاله وتلی یم
2009 مارچ 14
پېښور
............................................................................................................................ .................
سره لیکه : ( Hotline ) دټیلی فون ځانګړې اړیکه چې یوازې
د دوو کسانو تر منځ پکې خبرې کیږي .
06.03.2009
- zarpana
نجیب عامر
د رحمان په هدیره یې ډزې وکړېدپښتون په هر کاله یې ډزې وکړېشیطاني لښکرې څومره شوې پیاوړېد حرم په مناره یې ډزې وکړېپښتنې جونې په زلفو خاورې نوليپه ګودر او تناره یې ډزې وکړېچې د ګردې پښتونخوا لپاره بس وهپه هغه لویه هجره یې ډزې وکړېدا وجدان نه قلاریږي راته وایيهوش کې وو که په نشه یې ډزې وکړې ؟ټول یې پیژني ، خو شونډې یې ګنډلياو تپوس کوي په څه یې ډزې وکړې ؟اوس نو وچې شونډې ګرځئ افغانانودساقي په پیمانه یې ډزې وکړ...
24.03.2009
- zarpana
یم د توروغرونو خو تک سپین یمهلاس نه دې خوئیږمه واورین یمهته د خوشالیو خزانې غواړېزه خو د غمونو یو خورجین یمهپروت یمه په لاره کې ستا پل څارمتیږه یم په خپل ځای کې سنګین یمهستا شونډو ته نه رسم بې وسه یمڅه وشو که خوږ یم انګبین یمهواړه پري ذات مې په اوده کې دينقش د سلیمان یمه نګین یمهخور دپېښور په ښایسته زمکه یمبویه چې زه هم د کابل سین یمه ژوند مې د زاغانو شاګردۍ کې دیحال دا چې پخپله زه شاهین یمهمرګه یو پنځه ورځې مهلت راکړهژو...