اېلم
                   نجیب عامر


د ګل غېږ کې د وږمې سره دې ژوند دی
ننګیالیه ! پښتنې سره دې ژونددی
کیمیاګره ده وطن پرې ټول نازیږي
ته پوهېږې ؟ د هغې سره دې ژونددی
د نښتر شمله په سر لرې ( اېلم ) یې
د ( با با ) د استانې سره دې ژونددی
دا (  بڼکه ) دې پټکي د پاسه کېږده
د ( زر پاڼې ) د سینې سره دې ژونددی
پخوانی تاریخ دې غاړه کې تعویذ کړه
که د نوې  زمانې سره دې ژونددی
لرې نه یې پېښور هم خپل وطن دی
د جنت ددروازې سره دې ژونددی
په تیارو کې مشالونه درسره دي
د عامر د فلسفې سره دې ژونددی
.........................................................................................................
دا شعر ما ( اېلم ) ته لیکلی ،  زما زوی چې اوس
د څلورو میاشتو دی، اېلم په بونیر کې د پیر بابا
د زیارت سره په خوا کې د یو غر نوم دی ،چې د
پښتونخوا شاعرانو په شعرونو کې یاد کړی دی .
بڼکه او پاڼه دایلم خوایندې دي .
۲۰۰۹ / ۵ /  ۱
پېښور
........................................................................................................