ژباړه . محمدعلي عمري
....

یوبادشاه بيماره شو خلګوته یې وويل.

خپله نيمه بادشاهي وهغه چاته ورکوم چي زما علاج وکړي .

ټول هوښيار خلګ یودبله سره راجمع سوو

ترڅو دبادشاه پرعلاج کولو وتوانيږي .

ليکن یوڅوک هم پردې باندې نه شو قادره

چي دبادشاه علاج وکړي.

خو له هوښیارانو ځخه یوه هوښیار سړي وويل .

فکر کوم چي دبادشاه علاج به وکړاي شم.

که یو خوشبخته سړئ پیداکړئ

او لمن یې راپرې کړئ او دبادشاه له بدن سره یې وصل کړئ

دبادشاه علاج کيږي.

بادشاه دخوشبخته سړي په لټون پسې قاصدان وليږل هغوي سرترپایه

په ټوله وطن کې وګرځېدل خو هیڅ خوشبخت سړئ یې نکړو پیدا.

آن یو سړئ یې هم داسي نکړو پیدا چي کاملا راضي وي.

چي شتمن به وو نو بیماري به یې درلودله.

که به څوک صحتمند وو نو هغه به بيا له فقر او لوږې سرټکاوو.

که به څوک شتمن او صحتمند وو هغه به بیا له خپلې ښځې په

تکليف وو.

که به چا ډيرزامن درلودلو هغه به بیا دخپلو زامنو له بدو عملونو

څخه ډير تنګ وو.

لنډه دا چي هرسړي یو څه درلودلو چي له هغه څخه ګيله او شکایت

کاوو. په اخیرو شپوکې یوه شپه دبادشاه زوي دیوخوار او فقير سړي

له جونګړې سره تيريدو وايې ورېدو چي یو څوک له ځان سره

ږغيږي.

«شکر خدایه چي کارمې تمام کړو په نس موړ شوم او ددې وس

لرم چي اوږد په ډيره آرامۍ سره ويده شوم نورڅه درنه وغواړم ؟»

دبادشاه زوي خوشحاله شو او امر یې وکړو چي دسړي لمن ونیسي

او دبادشاه ومخ ته یې راوړي او سړي ته څومره چي په کاروي هغه

څه ورکړي. قاصدان دلمن دراوړلو دپاره دسړي وجونګړې ته

ولاړو. خو خوشبخته سړئ تردې اندازې پورې فقير وو چي لمن یې

نه درلوده !!!

عمري
مسلم باغ