ولیعلم الذین اوتو العلم انه الحق من ربک فیومنوا به فتخبت له قلو بهم
سورة حج ۵۴ ایه
زما هدف دلته دروغجن او له پلموډک سیاست او انډوخر څخه نه دی بلکې دعلم او عمل چې لازم او ملزوم دی او یو دبل سره نه جلاکېدونکی اړیکی لری: چوشمع از پی علم باید ګداخت، که بیعلم نتوان خدا راشناخت! دافغانستان رښتینی مسلمان مجاهد ملت دې د اسلامی جهان بینی پر بنسټ له ځان څخه دا پوښتنه وکړی چې قرآن کریم دمسلمانو ستر او سپېڅلی کتاب دی. قرآن کریم دانسانی اخلاقو بشبړ معیار او لارښود دی دغه کتاب په لوړ غږ اعلانوی :قدافلح من زکها(پاکی او سوتره ګی تزکیه نفس)، وقد خاب من دسها(خیرن اوکرغېړن جهل او تیاره) دبریالی او ناکام معادله. نوبیا په کوم حکم دعلم دروازې دنا معلوم اکس ملعون په امر تړل کیږی ډیره ساده پوښتنه: که علم نه وی دالله ج پېژندګلوی څنګه کېدای شی ؟ کما حقه بندګی یی ممکنه نه ده ان تر دې پورې چې قرآن کریم مننه نه یوازې داچې علم ته اړه لری بلکې په هغه باندې له ایمان راوړلو او دالله ج دعظمت په مقابل کې د زړه له فرو تنی څخه هم مخکې علم ضروری ګڼل شوی لکه څرنګه چې په پورتنی سوره کې دکا ئناتو خالق فرمایلی دی .یعنی ترڅو دعلم خاوندان په دې ښه پوه شی چې دغه قرآنی وحی ستا درب له لوری څخه حقه ده او بیا ایمان ور باندې راوړی او ترڅو یې زړونه یی دالله عظمت او بزرګی ته ښه ټيټ او اطاعت کوونکی شی.
ددې قرآنی ارشاد له مخې هغه علم الله ج ته مقصود او مطلوب دی چې حق پېژنی،ایمان او دالله ج عظمت په مقابل کې خضوع او فروتنی ته منتهی کیږی .داسې علم الله ج ته ډیر ارزښت لری او دداسي علم خاوندان الله ج په خپل وحدانیت او احدتوب شاهدان نیسی لکه څنګه چې سوره آل عمران کې په ۱۸ ایه کې فرمایی:
شهد الله اله لا اله الا هو والملئکة واولوا العلم قائما بالقسط.
یعنی شاهد دی الله ج په دې خبره چې نشته بل څوک د بندګی لایق مګر هغه او ملائکې او دعلم خاوندان(هم په همدې خبره شاهدان دی) الله ج په عدل ،انصاف اولایتناهی دقیقه او ثابته محاسبه دکائناتو درونکی اوساتونکی دی ۱۴۰۰ کاله وروسته دانسان سوچ ګوګل ، یوتیوب، تویتر او د سیانس اوتکنالوژی برخې ته راووت خو بیاهم ددې ملاک او کنترول کوونکی الله ج دی . الله اکبر!
څومره لوړ مقام دی دعلم او عالم چې دکائناتو خالق او مالک ،ساتونکی او پرده کوونکی یی په ډېره ستره او مهمه معامله کې دشاهد په توګه ڼړیوالو ته وړاندې کوی دومره ستره مسئله چې الله ج په خپله پکې لومړنی شاهد دی او بیا ملا ئکې په کې هم هغه ستره معامله «توحید فی الا لو هیت» دی نه« توحید فی الربوبیت»
لنډه داچې باعمله علماءدزمکې پرمخ دټول انسانیت زده کوونکی، لیدونکی ،پلټونکی،اوریدونکی او مسئو ل استازی دی.رښتینی علماء د زمکې پرسر د«حق او باطل» توپیر کوونکی او دانسانیت دښکلا جوړونکی دی. همدا رښتینی عالمان دی چې داسلامی جهان بینی دعرف او عرفان په رڼا کې د سمې لارې او اصولو څخه باید په کلکه مبارزه وکړی.لوي الله ج دفضیلیت ،شرافت ، انسانی ظرافت او لید لوری کې دغه ویاړ هر مسلمان ته بې له هرډول کرکې او امتیاز ،حیله او مکر،جاه وجلال، زور اوزر، عباء او قباء،هابیلی او قابیلی سیالی څخه په وړیا توګه په برخه کړی نو ای مظلوم ولسه الله ج مو دې له جهل او تورتم څخه وساتی خکه جهل او تیاره مو دهلاکت لوری ته بیایی او بې عمله علم هم په یوداسې شیطانانو باندې بدلیږی چې موږ اوتاسې یې ښه په سترګو وینو. دغه شیطانان ډول ډول رنګونه اوڅېرې لری اودخپل وسه پورې خپل نیرنګ کاروی او غلی نه پاتی کیږی .