فکر نه کوم دڼړۍ په هېڅ هېواد کې دومره دمقام او قدرت او القابو غوښتنه،هاها او هیاهو وی لکه څومره چې په افغانستان کې مطرح کیږی . ډیروکسانو په بشپړه نا اګاهانی کې دهمدې مقام اوقدرت لپاره خپل ژوند له لاسه ورکړی حتی دشخصی شهرت په هڅوکې یې ملی او اسلامی ارزښتونه هم ترپښو لاندې کړی. دې برخه کې زه غواړم په لنډه توګه دغه لاندې مطلب تا سئ سره شریک کړم.وایی دنیمې شپې څخه وروسته دیوه سرای دروازه وټکول شوه .دکور مالک پوښتنه وکړه او غږ یی کړ چې څوک يي؟
څوک په پښتو ژبه کې په ډیر و برخو کې دیوې منسجمې الې په توګه کاریږی او عامه پوښتنه ده.په هرحال سړی وویل:
عزت مآب دبن دککړ‌ې معاهدی پخوانی ولس مشر،پخوانی او ننی غله او رهزن چې په انقره کې سره راټول شوی دی. دغه فاسد خاین چاشخصیت کړی؟
فضیلت مآب
عالم پناه
فلک دستګاه
آقای اقایان
سرکار بندګان کلینر چې خلک یی جهنم ته لېږل
امیر خراسان
حاجی میرزا چې دشخصیت مخالف لوری کې موقعیت لری
حسن علی خان او نور بلا او بدتر
مدظله ودام اقباله،تشریف فرما کیدونکی دی. مالک وویل معافی وکړی زما سرای کې د دومره کسانو لپاره هیڅ ځای نشته داهسې ګونګسی دی.
پا یله: له بده مرغه دافغان« شخصیتونو او سیاستوال» تعریف ، معیار و امتیاز لا معلوم نه دی داخبره د اشرف مټکور په زمانه کې هم د جهادی شخصیتو نو په نوم لاندې باندې کېدله خو اصلا دشخصیت تعریف معلو نه شو اوس هم تر همدې نامه لاندې رسنیو کې کمپاین روان دی.افغان شخصیتونه باید ځا نګړی تعریف ولری. دګونګې پردې ترشا نا معلوم او پاسیف پاتې نشی. شخصیت په هیاهو،احساساتی، اماتور او نورو منفی برخو پورې محدود کېدلی نشی بلکی شخصیت له خبل نفس سره عملا مبارزه ،حلم او تواضع ده دهېواد په وړاندې تاریخی مسولیت،ایمان ،اخلاق، خدمت کونه،پوهه او رسالت دی.شخصیت یوه معنوی شتمنی ده چې په مقام او قدرت،زور او پیسو نشی اخیستلی کیدلی . لاړشی په نورو هېوادونو کې د وزیرصاحب او چپراسی صاحب غږ او اواز واوری. بی غیرته حمدالله خودمیرویس نیکه شمله وهله نو بیا ولې له خپل سوری و ډار شو د کوڅې په کوڅې دجګړې ګیلې اوس په بی بی سی کې ته کوی.دغه نعلتی اماتور وژونکی په ډېره رندۍ دخلکو په سترګو کی دهارون پاچا په خبره خاورې ور شیندی.