مالګه زمونږ د خوړو اړین توکي دي، خو د غذا اوتغذیي پوهان وایي چې مالګه په مناسبه کچه استعمالول اړین دي، (عامه مالګه چې مونږ یې استعمالوو، د سوډیم او کلورین عناصرو مرکب دی، چې سوډیم او کلورین دواړه د جسم د حجراتو په فعالیت کې اساسي رول لری )
خو څرنګه چې مالګه په خوړو کې استعمالول اړین دي داسې زیات استعمال یې بیا ډیر زیات زیانونه لري.
د طبي پوهانو د لارښوونې مطابق د ورځې ۲۳۰۰ملي ګرامه ( د چایو کاشوغه) مالګه استعمالول پکار دي، د مالګې مناسبه کچه د جسم داوبو او کاني توکو ترمنځ توازن ساتي. او عضلات په نورمال ډول فعالیت کوي،خو ځینې خلک بیا هم له دې زیاته مالګه استعمالوي،چې د ډیرو ستونزو او ناروغیو سبب کیږي.
که تاسو په ورځني توګه ډیره مالګه استعمالوئ نو تاسې د لاندې ستونزو مخ کیدی شئ!
!. د ګېډې پړسیدل: د ګېډې پړسوب او ګیس د مالګې د استعمال لنډمهاله اغیزه ده، مالګه په ګیډه کې د مایعاتو د تجمع سبب ګرځي،د ډیرې مالګې استعمالول سره یا د مالګینو غذاګانو د استعمالولو سره د مایعاتو د تجمع سبب ګرځي.
!!. د وینې د فشار لوړیدل: هسې خو د فشار د لوړیدو ډېر لاملونه دي،په دې کې یو مهم لامل دمالګې زیات استعمال دی،د مالګې زیات استعمال د مایعاتو د د تجمع سبب ګرځي، د وینې حجم زیاتیږي او د وینې د لوړ فشار لامل ګرځي. چې دا په پښتورګو او نورو مهم حیاتي غړو منفي اغیزې کوې.
!!!. پړسوب: د جسم د مختلفو برخو پړسوب لکه مخ، لاسونو،پښو، ښنګرو پړسوب د زیاتې مالګې د استعمالیدو له کبله رامنځته کیدی شي، که چرته تاسې د جسم پړسوب سره مخ اوسئ فکر وکړئ! چې مالګه خو ډیره نه استعمالوئ!
البته د پړسوب نور هم ډیر لاملونه دي.)
!!!!. د تندې زیاتوالی: که تاسې د زیاتې تندې سره مخ یئ نو دا هم د زیاتې مالګې د استعمال یوه نښه ده،د زیاتې مالګې استعمال د ډیهایډریشن سبب کیږي ځکه مالګه د جسم د حجراتو څخه د اوبه کشوي، او تندې سبب کیږی نوځکه اوبو ته اړتیا زیاتیږي، د اوبو د څښلو سره مالګه حل کیږي او تنده له منځه ځي.
!!!!!. د وزن زیاتیدل: د مالګې زیات استعمال په جسم کې د مایعاتو د زیات استعمال اړتیا زیاتوي او د مایعاتو د تجمع لامل ګرځي. په څو ورځو یا اونۍ کې د وزن د زیاتیدو سبب ګرځي.
!!!!!!. بې سکونه خوب: د خوب نه مخکې د ډیرې مالګې استعمال د خوب د ګډوډۍ او بې سکونۍ لامل کیدی شي، داسې شخص د شپې د ویخ پاتې کیدو او سهار مهال د ستړیا سره مخ وي.
!!!!!!!. د ضعف احساسول: کله چې په وینه کې د مالګې کچه زیاته وي نو حجراتو نه اوبه خارجیږي، په پایله کې جسم د ضعف او کمزورۍ سره مخ کیږي، او انسان ځان ضعیفه احساسوي.
ژباړه: حافظ ډاکټر عبدالرشید مومند
نوټ: د مالګې مناسب استعمال اړین دی، خو زیاتی پکې مه کوئ چې د پورته ستونزو سره مخ کیدی شئ!