دوه خبری باید په نظر کی ونیول سی:
دشریعت له لیاری دطالبانو امر دحنفی فقهی خلاف دی. او دلته وهابی نظر ویل سوی دی.
که څه هم دطالبانو امر مبهم دی خو دخلکو اخذ او مطلب اخیستل ښیی چی طالبانو ښه امر ندی کړی.
ایا خبره باید تایید سی او که نه؟ دفقهی له نظره پورته خبره کفایت کوی. صرف دا چه ښه امر ندی. مګر باید عملی سی ترڅو طالبان دنوی صادر سوی امر په هکله تجدید نظر وکړی.
هغه خلک چی دا امر عملا نه منی دوی به دامارت سره دبغاوت اعلان کوی. هغوی دجزا مستحق بلل کیدای سی. خو که یو کس دامر په هکله مخالف فقهی نظر ورکوی هغه دعلم او پوهی خبره وی چه باید هیڅ دتوبیخ عامل ونګرځی. 
هغه دولتونه چی دطالبانو امر غندی او په بدو القابو یی نوموی هغوی مسلمان دولتونه نه دی. هغوی دکفری عقیدی له مخی دا خبری کوی چی مسلمان یی باید تکرار نکړی. دا به دمسلمان ایمان ته ضرر وی. دطالبانو دحجاب امر که څه هم دحنفی فقهی سره موافق ندی خو یو اقلیت صحابه او مذهبونه نقاب ته اجازه ورکوی. دا په دی معنی چی طالبان نقاب عملی کوی چی ځینی مسلمانان یی جایز بولی.
که موله له کافرو سره بحث راسی نو هغه باید دملل متحد په منشور ملامت سی کوم چی دمختلفو ادیانو لپاره احترام لری. هر هغه چه په طالبانو انتقاد لری هغوی خپله عقیده په مسلمانو تحمیلوی او دنورو عقیدو زغم نلری. هر ملت آزاد دی چی خپل قانون دخلکو له عقیدی سره سم جوړ کړی. دا په دی معنی چی کفری دولتونه دملل متحد منشور نه منی او یا دنورو خلکو حقوق او واجباتو ته احترام نلری.
دا خبره باید واضحه وویل سی چی نقاب او یا حجاب دینی فریضه ده. حق ندی. دا چی اوس طالبانو دنقاب نظر تاید کړی نو دفقهی له مخی داختلاف ځای ندی پاته او مسلمانی ښځی نور دنقاب له مراعاتولو سره دمخالفت حق نلری. دا البته باید واضح ووایو چه ښځی او نارینه دحجاب داغوستلو حق وغواړی او یا دنقاب دلغوه کولو غوښتنه وکړی. حجاب فرض دی او نقاب نه څکه هغه په فطعی دلیل ندی ثابت سوی او دسنت سره مخالف نظر دی. داپه دی مانا چی دملت هم فرض دی او هم حق چی دنقاب دلغو کولو غوښتنه وکړی.