مړغړند احساس مې بیرته راژوندی شي
چې یو څوک راته په سترګو کې مسکی شي
یو خواږه کتل په سترکو کې د مینې
لار د ژوند له دغه ځایه پیلوی شي
یو خندا د محبت سره ملګرې
ماتو زړونو ته د عمر تسلی شي
یو کلام چې په خوږه ژبه بیان شي
د خوږې ژبې ملګری هر سړی شي
کوم نظر چې درناوی پکې وي نغښتی
نور نظرونه دې تر دې نظر لوګی شي
د انسان کلمه مینه محبت دی
نفرت څنګه د انسان سره یوځی شي
د انسان نامه د هغه چا نصیب ده
چې په بده ورځ د نورو لاسنیوی شي
وايي، ټولو کې انسان مقام اوچت دی
دې مقام ته هرڅوک کله رسېدی شي
دا يي وخت دی چې په ژوند مینه اظهار شي
پس له ژونده دا اظهار یو عبث شی، شي
ژوند په ډېره بېړه ټولو نه روان دی
کاشکې ژوند کې یوله بله سپېلنی شي
ما د میني په پار ټول ژوند صدقه کړ
لا مې نور هم صدقې ته تیاری شي
کایناتو له دفتره مې راپور کړ
دا نظر پر ځمکه کله څوک میندی شي
د ۲۰۲۲ کال د مۍ ۷ مه
سرلوڅ مرادزی