ګوره نن ملا ته چې نفرت پاشي قران په نوم
شرم دی اسلام کې اوس ملا د مسلمان په نوم
ویني د ملا غضب چې کاڼي له اسمان ورۍ
هسې موږ تېرباسي د رحیم او د رحمان په نوم
حورې دې غلمان دی او جنت کې د چړچو وعدې
جوړه يي دا دنیا کړه په عمل کې د زندان په نوم
بیرته په شا لاړو بیا دوران د دینوسارو ته
ګورو دینوسار پخپلو سترګو د انسان په نوم
ما چې لوټ په لوټ د نن ملا ته په ځیر وکتل
نشته کوم بڅری په ملا کې د وجدان پنوم
سر مې چې ښکاره کړ، د جومات محراب کې پټ غلی
بوخت دی پر هلک، ملا په خیال کې د غلمان په نوم
لاړمه کعبې ته ګوندې یو مسلم وي مېشت چیری
هلته راټول شوي د نړۍ ول تجاران په نوم
جوړه کربالا وه د ډبرو پر کعبه باندې
یو بل يي ویشتل خپلو منځو کې د شیطان په نوم
جړه ده قصه له اووم اسمانه، انصاف مه غواړه
عمر عبث تېر شو، انتظار کې د اسمان په نوم
ولږه، تنده بس دی نه چې ټول عمر روژه وي څوک
دا پیک جیګومه په اخر کې د جانان په نوم
د ۲۰۲۲ کال د اپریل ۲۵ مه
سرلوڅ مرادزی