اسمان ولی د شپی له خوا تیاره وی؟
ولی د تیاره اسمان په باره کی معلومات متناقض دی؟ تاسی به داسی فکر کوی چی په دی موضوع کی سه داسی خاص دی. اسمان ځکه تیاره وی چی لمر نه وی، نو د ستورو په باره څه فکر کوی؟
یوازی زمونږ د میلکی ویی(Milky Way) کهکشان د ۱۰۰ څخه تر ۴۰۰ بیلیونو پوری ستوری لری. او په دی کایناتو کی د ۱۰۰ څخه تر ۲۰۰بليونو پوری کهکشانونه موجود دی او دا هاغه کهکشانونه دی چی مونږ ته په نظر راځی. نو کیداشی چی زمونږ کاینات لایتناهی وی که چیری تاسی یوه وړه برخه د اسمان د کتلو لپاره غوره کړی نو په هغه کی به لایتناهی ستوری موجود وی، نو د شپی اسمان به ډیر روښانه وی.
په حقیقت کی موضوع داسی نه ده. دغی مبهمی خبری ته د (Olbers’ Paradox) وایی او په څو دقیقو کی به یی حل کړو.
د اولبرس پارډوکس په لنډه اصطلاح کی؟
د تور اسمان باراډوکس جوړښت د جرمن نجومى او هم نورو نجوميانو ( په شمول چى( Johannas kepler او Edger Alan Poe) دی د دی موضوع په حلولو کی یی ونډه اخستی تړاو لری. او په لاندی اصطلاح ده.
که چیری دا کاینات لایتناهی وی نو ستوری به هم په لایتناهی ډول پکی موجود وی، نو بیا به تول اسمان په ستورو پوښل شوی وی. مونږ په دی توانیدلی شو چی هر اړخ د اسمان ته په کتلو سره باید ستوری ووینو، او اسمان باید روښانه وی، نو ولی تیاره وی او تیاره ښکاری؟
د اولبر په متناقضی باندی پوهیدلو لپاره داسی فکر وکړی چی تاسی په یوه ګڼ ځنګل کی یاستی، او هری خواته چی ګوری نو د ونو د یوالونو نه غیر نور څه نه ښکاری. او دا يواځی یو ځنګل دی چی غټ دی خو په هیڅ معنا لایتناهی ندی. نو اوس دغه فرضیه د داسی اسمان سره چی لایتناهی وی او د ستورو ډک وی مقایسه کړی.
د اولبر متناقضی ته حل شونی ( مګر غلط) وی!
په صدیو دغی پدیدی د حلولو لپاره کوشش شوى چی ولی د شپی اسمان تیاره وی. راځی چی د دی لپاره یو څه توضیحات ورکړو.
ستوری په اسمان کی په غیر منظمه توګه ویشل شوی دی، نه په منظمه توګه
نو دا ولی غلطه ده: نوموړی فرضیه کولایشی چی نوموړی متناقضه واضح او روښانه کړی، مګر نوی نجومی معلومات یی پشتوانه نه کوی. کیدایشی کاینات له هر اړخه په پوره توګه (isotropic) په یوه اندازه دی.
کاینات معلوم مقدار ستوری لری.
دا ولی غلطه ده: که چیری کاینات غیر لایتناهی وی خو بیا هم د اسمان حجم دومره غټ دی چی ټول اسمان روښانه کړی
بعضی ستوری زمونږ په نظر ځکه نه رازی چی هم ډیری لری او یا ډیر تت وی
دا ولی غلطه ده: رازی چی دا لایتناهی کاینات په کروی طبقو باندی وویشو چی ځمکه یی په منځ کى وی. که چیری اوله طبقه معلوم مقدار ستوری ولری نو ددی څخه وړاندی ۲ طبقه به د لومړی طبقی دوه چنده ستوری ولری د کایناتو د یو شان والی په اساس. په داسی حال کی چی د، مترقی مربع د قانون په اساس (Inverse-square law) هاغه ستوری چی په لری طبقه کی وجود لری د نورو ستورو پر تله به ځمکی څخه د لید په نظر ۴ چنده لږ ځلیږی. ددی څخه دا مطلب چی د هری طبقی مجموعی روښنایی به یو اندازه وی. نو د هری طبقی ستوری به معلومه اندازه روښنایی تولیدوی که هر څومره واټن کی وی. نو په نتیجه کی اسمان به په منظه توګه روښانه وی.
دا فضا به د ستورو ګرد (Interstellar Dust) نیولی وی نو ځکه لری واټن ستوری مونږ ته په نظر نه ښکاری
دا ولی غلطه ده: د ستورو روښنایی به هرومرو نوموړی ګرد ګرم کړی. د انرژی د ساتلو قانون په اساس به نوموړی ګرد ژر هماغی جذب شوی روښنایی په سبب بیرته وځلیږی او د نورو ستورو په شان به روښانه وی.
د اولبرس متناقضی صحیح حل څه ده؟
دوه اساسی فکتورونه وجود لری چی نوموړی متناقضه تشریح کړی، او د دواړو په اساس مونږ ته تیاره اسمان په نظر راځی.
کاینات ډیر پخوانی نه دی
زمونږ کاینات نږدی د ۱۳،۸ بلیونه کاله پخوانی دی او رڼا انتقال وخت نیسی، نو مونږ یوازی هاغه ستوری مشاهده کولایشو چی زمونږ څخه ۱۳،۸ بلیونه کاله لری واقع دی او ددی څخه واړاندی نه. دا چی کاینات په حجم کی لایتناهی دی، نو ځینی ستوری او کهکشانونه مونږ ته په دی اساس په نظر نه راځی چی د هغوی روښنایی تر مونږه تر اوسه نده را رسیدلی.
کاینات د خوریدو( پراخیدو) په حال کی دی.
دا د هر څه تر د مخه په قران کی ذکر شوی چی کاینات د خوریدو په حال کی دی او د یو نامعلومه جهت یا سمت په لور راون دی. او بیا دا نظریه د ایډوین هابل (Edwin Hubble) په واسطه په ۱۹۲۹ کی وړاندی شوه، هغه ولیدل چی د لری واټن ستورو او کهکشانونو روښنایی سره پراخیږی او هم زمونږ څخه لری کیږی. چی دی پدیدی ته د ریډ شیفټ (red shift) سره اوختل وایی. دا په هاغه حال کی کیږی چی کله یو رڼا خپل اهتزازاتو ته وده ورکړی، او سور طرف د مقناطسی بریښنا طیف(Spectrum) ته واړری. د رڼا څپی په دومره اندازه پراخیږی چی په انفراریډ باندی واوړی. د انسان سترګی د انفراریډ د لیدلو توان نه لری، نو د لری واټن ستوری او کهکشانونه زمونو په سترګو په نظر نه راځی او نه یی لیدلای شو.