موږ تړلي په سبا ول امیدونه
شپه اوږده شوه لیرې ښکاري سهرونه
د لمر څرک د غره په څنډه لیدی نه شي
لا پر غرو خپاره د شپې تور وزرونه
د شپې دروند وهم پر ټول ولس غوړېدلی
له دې وهمه د ولس تللي دي خوبونه
شپې خپسې هم له ستوني ولس نېولی
پاڅېدی نشي که څو وهي زورونه
موږ سپوږمۍ په هیله شپه کې سفر پیل کړ
پر موږ ګل شول هم د ستورو څراغونه
شپه تیاره ده، لار اوږده له خطر ډکه
شا ته پاڼ، مخ ته کږلیچ او ګړنګونه
لار کې هم د ځناورو ډلې ګرځي
د لېوانو هره خوا ګوري بریدونه
تصور کې دې شیشکې مخ ته راشي
برنډې سترګي، تریو تندي، ببر سرونه
د اسمان بلاوي ځمکې ته کوز شوي
پاس اسمان کې يي شکولې ځنځیرونه
د دېوانو قصې بیا په خولو جاري دي
مخ کې ګورې د پیریانو قطارونه
وطن جوړه د ژوندیو هدیره شوه
په ژوندوني له ولس وتي دي روحونه
خوني باد هره دره، کوڅه کې لګي
بیا غوڅ شوي دي د ولس مخکښ سرونه
حیرانتیا ده چې موږ شا ته چیري لاړو
بیا له سر شول، منځنۍ پېړۍ وختونه
داسې شپه په حافظه د هیچا نه وه
که څپرکی په څپرکی واړی تاریخونه
د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ ۱۰ مه