اې بد بختانو!راځۍ سوله یزژوند ته
دنېکمرغتوب یووالی په لاره بېړه وکړی
یو بل ومنی دلته په پوهه اوعزت باندې
نه د کاږه واږه اوسم ښاخ په منت باندې
نه د لافو باټو خالی او پوچ کیفیت باندې
اې کرکجنو په نړۍ کې مغروروانسانانو افغانانو
بدل شوی بی فرهنګه اماتورو راغلیو مهما نانو!
ښاغلو آغلو دکمزورې ادارې ابزاری تما شاګرانو
پخوانیمشر اوسنی کشریاغلام د نورو بېګا نګانو
پېښه ده چې روغه جوړه به کوو په بیسوادو
یوویشتمه پېړې ده لږ تمیز مو وکړی په اعمالو
دا ملت نوره زما اوستا دومره تباهی منلی نه شی
دا ناکامه سندره په هرغږ اه آواز کې اورېدلی نشی
اې ناچلو! شرم دی خو نور یې دومره مه اوږدوۍ
واخلی او یو څه ورکړی یو قطبی نړۍ ته سوله کې
دسولې محور دبل شیطان په مشوره مه تخریبوۍ
ڼړۍ ده یوتیوبی اوفسبوکی هېڅوک خپله پړه نه منی
ملک شو تباه په همدې نغاره داغله خپله داړه نه منی
ملګری ملتونو ته و ګورۍ دهغو باجه یی هم نه منی
دې ملت کې نور هېڅ توان پاتې نه دی ویی منه
سوله په ټپه ده ولاړه نورڅه دی راپاتې مې منه
ترڅوپورې به دا بېوزلې ولس په پرد يو خیراتونو ساتو
روغه جوړه دلته اسانه ده خو لافې او باټې په چڼو وهو
ګورۍ! هېڅ زعامت په زور زیاتی پیام بقا او دوام نه لری
په دې ډول دریځ دهر ې باجې ساز او اواز هیڅ غنا نه لری
پاڅۍ ای ولسه! نوردخیر اوفلاح په لاره اقدام وکړی
دملت کار په زهیر بې ایمانه او ستر سفاک نه کیږی
زماپه خبرو دتا په خبرو یوازې دا ستر کار نه کیږی
په خاین وزیر خوار مزدو ر اوپه جنګ سالار نه کیږی