د قتلونو ، وژنو او وينو د تويولو لړۍ چې ، د فساد خورا ستر ډولونه دي ، د لومړي ځل لپاره د ځمكې پر مخ د انسانانو په تاريخ كې ، د ادم عليه السلام د دوه زامنو ( قابيل او هابيل ) تر منځ شروع شوه ، تر دغه وخته پورې لا انسانانو يو د بل وژل نه پېژندل .
تر دغه وخته پورې د ځمكې په سر فسادونه او شرونه نه وو ، د لومړي ځل لپاره د ادم عليه السلام د دوه زامنو هابيل او قابيل تر منځ جنجال پېدا شو چې ، بالاخره د هابيل قتل ته منجر شو او د قابيل په لاس په قتل ورسېد .
د قتل د دی عظیم جنایت په اړه چې قابیل تر سره کړ ، تفسير ابن كثير د عبدالله ابن وهب نه په روایت سره فرمايې :
قابيل خپل ورور له سر نه ونيوه چې ويې وژني ، بيا يې په ډډه واچوه ، او د هغه د سر په خوځولو او د هډوكو په ټګولو يې شروع وكړه ، او په دې نه پوهېده چې څرنګ يې په قتل ورسوي ، ابليس عليه اللعنة ورته را ورسېد ورته و يې ويل :
ايا ته د دی د وژلو اراده لری ؟
- قابيل وويل : بلې !
- ابليس عليه اللعنة وويل :
دغه ډبره واخله او د ده په سر يې را وغورځوه !
قابيل ډبره د هابيل په سر وغورځوله او سر يې ورمات كړ، ابليس په چټكې سره حواء بي بي ته راغي و يې ويل :
اي حواء قابيل پورته شو او هابيل يې قتل كړ !
- حواء وويل :
خداي دې هلاك كړه قتل څه شئ دی ؟
- شيطان وويل :
خوراك به نه كوي ، څښاك به نه كوي او حركت به نه كوي .
- حوا ء بي بي وويل : دغه مرګ دې ؟
- ابليس عليه اللعنة وويل : بلي !
همدغه مرګ او قتل دي ، حواء په ژړا شروع وكړه كله چې ادم عليه السلام راغې هغې ژړل پوښتنه يې ترې وكړه ولې ژاړې ؟
حواء ورسره خبرې و نه كړې ، دوهم وار بیا راغې ، خبرې يې ورسره و نه كړې ، نو ورته و يې ويل :
ته او ستا لورګانې دي ژاړي ، او زه او زما زامن له ژړا نه بري او خلاص يو.
رواه ابن ابي حاتم
د عبدالله ابن عمر نه په روایت سره وایي :
د دوزخيانو او اهل نار څخه تر ټولو بد ترين يو سړی دی ، ځوی د ادم ، چې خپل ورور يې په قتل و رساوه ، د هغه وخت څخه چې خپل ورور يې و واژه د قيامت تر ورځې پورې به هيڅ وينه په ځمكه نه توېږي ، مګر د دغې ويني نه به په ده پورې شر ور زياتېږي ، او دا له دې كبله چې دا تر ټولو لومړې كس وو چې د وژلو لاره يې جوړه كړه .
كله چې شقي او بد بخته قابيل په هابيل ظلم وكړ او هغه يې په قتل ورساوه نو د هغه د جسـد د خښولو په چل هم نه پوهېده ، نو الله جل جلاله ورته دوه قارغان را ولېږل ، دواړو خپل منځ كې په شخړه شروع وكړه ، يو يې وواژه ، ژوندي پاتی شوي ځمكه وكيندله د مړ قارغه جسد يې په كې كېښود او خاوره يې پرې و اړوله .
ابن كثېر د ليث ابن ابي سليم نه د مجاهد په روایت سره ليكلي دي چې :
قابيل دا مړ جسد پوره يو كال په خپلو اوږو بار ګرځاوه ، او تر هغه يې ګرځاوه چې تر څو يې دغه قارغه وليد چې بل قارغه په خاورو كې دفن كوي نو قابيل دا وويل چې :
( افسوس دی په ما باندی ، زه له دغه قارغه نه هم زيات عاجز شوم او نه شم کولای چې د ده په شان د خپل ورور جوثه په خاورو کې دفن كړم او خورا زيات پښيمان شو) .
تفسير في ظلال القران ليكلي دي چې :
ښكاره او څرګنده ده چې دغه قاتل د دی نه مخكې چېرته هم كوم مړې نه وو ليدلی چې خښ شوی وي ، او كه چېرته يې ليدلی وای نو حتما به ده هم دا كار كړی وای ، نو دا په دی دلالت لري چې دا په بني ادمانو كې د ځمكې پر سر تر ټولو لومړی مړی وو ، او دی قاتل د مړي خښېدل نه وو ليدلي .

یادونه :

دا چې الله جل جلاله ولی قارغان د دی كار لپاره انتخاب كړه ، ولی يې نور مرغان د قارغانو په ځای را ونه لېږل ، نو مفسرين په دی كې يوې نقطې او يو حكمت ته اشاره كوي چې :
انسان چې كله جنايت ته لاس واچوي او فساد شروع كړي نو هغه دومره خوار او ذليل شي چې د قارغه په شان بد رنګه او بې مخه مرغه يې هم استاد جوړ شي او له هغه نه زده كړه وكړي .
اوس نو په بشري ټولونو کې د قتلونو لړۍ په خورا شدت سره روانه ده ، همدغسې بی ګناه او نا حقه وژنې روانې دي ، داسی ډله ایزې وژنې روانې دي چې بوډاګان ، ښځې او ماشومان پکې وژل کیږي ، نړۍ په حقیقت کې په یو داسې ځنګل بدل شوې ده چې ، هر زورور حیوان پورته کیږي او کمزوری وژني او وینې څښي .