څوک د پنجاب څوک د کابل سره یوو
د تن جګړه کې ګډ یو بل سره یوو
یورپ دې عیش کړې امریکې سره ګډ
موږه لوېدلي منځ کې خپل سره یوو
زموږ ګاونډ هم په ارامه ژوند کړي
یوازې موږ ناست په مورچل سره یوو
سوله کې ژوند زموږ اروا کې نشته
جګړه کې ښکېل دایم او تل سره یوو
د تېر جنګونو له ټپو روغ نه یوو
د نوي جنګ جګړې تکل سره یوو
بخښنه نه کړو، اشتي نه پېژنو
موږه عادت غچ او بدل سره یوو
کرکه پاللې عشق نه، نه یوو خبر
موږ لارویان د عشق قاتل سره یوو
هیڅوک زموږ د بخت ذمه نه لري
موږ لیوني پیدا ازل سره یوو
راځۍ چې ختمه کړو دا ورانه لوبه
په دې لار ستړي نور مزل سره یوو
د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۱ مه
سرلوڅ مرادزی