په یوه تیره اونۍ کې دافغانستان وضعه کړکیچنه ښکاري. نوي ویرې راپورته سوي دي.
دطالبانو دغیرمترقبه راتګ او هغه ته مخ تر مخه نه تیاري به دټولو افغانانو دناکامې سبب وبولو. دا ناکامي دټولو ده: دخارجي او داخلي قوواو. تیري اداري دسولي او یوه منظم حکومت دجوړولو په مخه کې کارشکنیوې کولي، طالبانو دیوه منظم پلان دمخ ترمخه دتیارولو څخه غفلت کړي، وطنوالو ملي مسؤلیتونو هیر کړي، او خپلو شخصې ګټو ته ترجیح ورکوي.
دخارجي دښمن توطئه
دکابل په هوایي میدان کې دتښتیدلو غربي قوواو توطئه دافغانانو لپاره تاریخي شرم پریښود. دهغوی دشل کالو په دوره کې په افغانانو دبیعقلی دجوړي سوې فضا یوه ننداره وه. دهغو تښتیدلو کسانو دنه افغانیتوب یو مثال هم بللی سو.
تښتیدونکو کسانو دا تمیز نه لاره چه دیوي افغاني لارۍ یا بس او طیاري په مینځ کې توپیر وکړي. ددوې وداسې بیدماغه حالت ته بهرنې خلک هک او حیران پاتې وو. ځانونو ئې دطیاري پر بام واچول او په هغې باندې ئې ځانونه وچسپول او له طیارو سره وځغاستل. نتیجه ددوی مرګ، او زخمي کیدل سول. ځینو کسانو خپلې ښځې او میړونه پریښودل، او نورو خپل اولادونه هیر کړل.
ځینو خپل ماشومان غربیانو ته ورکړل او ویل یې چه دهغوی ژوند به هلته ښه سې. دا کسانو وښودله چه هغوی څومره په مادیاتو باندې عاشق سوي ول. هغوی دخپلې عقیدې هیڅ خیال نه وو ساتلی. هغوی فکر نه کاوو چه ددوی ماشوم به مسلمان پاته نسې . هغه ماشوم به دعمر په اوږدو کې دمورنۍ او پلارنۍ مینې نه محروم وي او ددې ماشومانو روزنکې فامیلونه به هغوی ته په روزانه ژوند کې دوامدار محرومیت وریادوي.
دا ماشومان کیدای سې مریض سې او بیراه سې. هغه کیدای سې معتاد سې . هغه کیدای سې خپل ژوند په خپل لاس پای ته ورسوي او یا دجنایتکارانو په یوه بانډ کې داخل سې او هم خپل ژوند پکې وبایلي.
خارجی قواوو لکه چې دبرلین ددیوال صحنه راژوندۍ کوله غوښتل چه خدای وشرمول. هغوی له خپلو کارکونکو سره دمینې مظاهره کوله چه پکې ناکام سول. خارجیانو دا وښوده چه هغوی ته دتښتیدنکو وطن خرڅونکو کسانو ژوند اهمیت نلري، کوم چه تښتیدلې کسان به ئې هلته احساس کړي چه یا دغربیانو کرکه وویني او یا یې په افریقایې او نور خوارو دولتو کې ځای په ځای کړي. هغوی دصحنې وضعه له کتونکې بروجو لیدله او دطیاری په سر، وزر او پایو باندې تاو سوی خلک یې هم لیدل. هغوی ته ددې کسانو وژنه او صحت مهم نه ښکاریدل؛ نو ځکه یې طیاري ته دپرواز اجازه ورکړه. داسې کسان په یو عادل نظام کې عدالت ته باید راکش سې: خو غربي بشردوستانو خولې باندې پټې ساتلې دي.
خارجی دښمنانو غوښتل چه وښیې له طالبانو څخه څومره خلک کرکه لری. هغوی بیا هم ناکامه سول. هغوی مجبور سول چه ووایې دا کسان له دوې سره دافغانانو په مرګ کې همراه وو او داشغال سره یې کمک کړي وو؛ یا هغه کسان وو چه دافغان دکلتور دښمنان ول. دوی دې ته نسوو متوجه چه د دښمن سره همکاري یو نه بښونکی جرم دي چه ټول نړیوال قانونونه یې دمجازات لپاره مشخص بابونه لري.
خارجی دښمنانو دافغانانو په زړه کې دویرې احساسات قوي کړي ول. ټول هغه کسانو، چه دڅو رپیو په عوض کې یې دپردیو چوپړ کړي وو، دشل کالو په تبلیغاتي حربو باندې ویرول سوې ول؛ دطالبانو په وجود کې یې دبیا ژوند کولو احتمال منفی بللی وو. کله چه دفیسبوکو او نورو میډیا په زریعه کابلیانو ته خبر ورکړسو چه خارجیان ټول خلک بی سنده له ځان سره وړي عادي خلک هم دامریکایي یا امریکا طلبه داخلیانو دتوطئې قربانیان سول. په دی کې ځیني داسې کسان هم وو چې نهایې افغان ضده خلک ول. دکابل هوایې میدان یې تخریب کړی او واقعا دهغه دخرابې تصویرونه دیو صادق افغان زړه ماتوي.
امریکایانو غوښتل چې دخپلو شل کالو ناکامي پټه کړي مګر خدای وشرمول. اوس نړۍ ولیدل چه هغوې دیوې کمکۍ ټوټې اداره نسې کولای نو بیا به یې څنګه دلوې افغانستان اداره کړي وای.
که غنی نوای تښتیدلای ښایې دکابل دهوایې میدان فاجعه نوای رامينځ ته سوی.
طالبان باید دتوطیې دمخنوې په خاطر ډیر ملامت نسې . هغه ددوی له راتګ نه مخ ته پیل سوې وه. په هغه چه باید ملامت وبلل سې هغه ددوی له خوا وروستنې ترتیبات دي. هغوی بیا لښته په لاس کې نیولې ده، چه هغه ددوی تیري خاطري خلکو ته ورپه یادوي. هغوی دلښتي په ځای باید نور موثر ترتیب نیولی وای. هغوې باید په انګریزې پوه خلک دخلکو داسنادو دلیدلو لپاره لیږلې وای او تنها هغه کسان چه په صفونو کې روان وای او ویزې یې لرلی وای د اوږد واټن څخه په پښو روان کړي وای. دهر افغان په زیان دوې هم مسؤل دي.
طالبانو باید په امریکایانو فشار راوړی وای تر څو دافغانانو دامنیت پوره مسؤلیت یې منلی وای. دهر افغان وینه يې باید محترمه باندې ګڼلې وای او دهغې لپاره یې باید په امریکایانو قانوني مسؤلیت منلی وای. طالبانو کولای سوای چه دمرګ ژوبلې نه وروسته دمیدان لیاره بیخی بنده کړي وای.
طالبان کولای سې په آینده کې هم دا ټکی په نظر کې ولری. له خارجیانو وغواړي زیات کسان داسنادو دلیدلو لپاره مامور کړي او داسې لیاره ولټوي چه بې اسناده خلک په بله لیاره روان کړي ترڅو هغه دطالبانو لخوا بیرته خپلو کورو ته واستول سې .
طالبان باید امریکایانو ته وخت وټاکې چه له هغه وروسته میدان تخلیه کړي ترڅو دملکې پروازو امکان راسې. امریکایان او یا نور که بیا خلک قبلوی باید دخپلو سفارتو نه دی هغه کارونه وکړي او طالبان به دداسې کسانو مخه نه نیسې .
طالبان باید پوه وای چه هغه کسان چه افغانستان نه خوښوې هغوې ایله کړي او دهغوی د تابعیت کارتونه ځینی واخلی. ددی کسانو دتابعیت پاڼې باید له امریکایانو غوښتل سوی وای او دهغوی په مقابل کی تښتیدونکې کسانو ته دبهر اجازه ورکړ سوی وای.
داسې مالومیږی چه طالبان دافغانستان دعزت وساتلو ته متوجه ندی. هغوې باید له غربیانو سره دملي هویت په اساس متقابل مساوي چال چلند وغواړي او دهرې غربي غوښتني په مقابل کې غربیان دهغه دقیمت په ادا کولو مجبور کړي.
تښتیدلې مشران او دادارې چارواکان
په تیرو کلونو کې نیزدې دیوې میاشتي په وخت کې دنوی حکومت ترټاکلو پوري دمالیزیا نظام ملکی مامورینو اداره کړ. خو په افغانستان کې داسي ښکاری چه په تیرو شل کلونو کې یو نظام نه وو جوړسوی بلکه هر دولتي سازمان دسیاسي خلکو له خوا تښتول سوی وو. هرچیرته جګ او ټیټ پوړي دولتي مامورین په شخصي ګټو باندې بنا او په سیاسي پړو تړل سوي ول. دهمدې لامله دغنی له تیښتې سره ټول دولتي کارکونکي هم وتښتیدل. داسې ښکاري همدې دولتي مامورینو دغنی په امر دآینده افغانستان دورانولو قومانده منلې وي.
یوه هفته وسوه او مامورین دطالبانو له زاریو سره سره بیا هم دولتي ادارو ته نه حاضریږي. ملکي خلک شکایات کوي خو هیڅوک دهغوي په شکایاتو پسي سر نګرځوي. ځینې خپل معاشونه غواړي او نور بیا دامریکایانو وبیشرمه دروازو ته په منډه ورروان دي. ځینې پټ دي او نور بیا هم دغربي حکومتو نه دطالبانو سره ددښمنې د درازولو په خاطر ژاړي او هیله کوي چه په طالبانو باندې یا فشار راوړي او یا ترټولو بد په هغوی بندیزونه ولګوي چه بینهایته دافغانانو له ګټو سره ټکر خوری.
دتیري ادارې غیرمسؤلانه تیښته ترټولو نه بښونکي ګناه ده. دارګ له میشتوالو نه هومره ګیله نسته څومره چه دتیري دورې د سازمانونو او دنظام دکارکنانو نه باید وسې . دې کسانو دوه مشکله پیدا کړل.
دارګ میشته کسانو دحکومت خلا راوستله او دمختلفو وزارتو کارکنانو بیا په هغه کې دارګ خبره ومنله. نتیجه داسوه چه دافغانستان دولتي نظام یې په دواړو سره ړنګ کړ. طالبانو ته بې حکومته او بې نظامه کابل ورپاته سو. طالبان او نور کسان اوس یوازي دحکومت دجوړولو خبره کوي خو دنظام دړنګیدو او بیرته ودانولو خبري نکوي.
دا به ښه وي چه ټول پخوانې مامورینو ته معلوم وخت ورکړل سې او که هغه بیاهم حاضر نسې هغه تښتیدلی، مخالف، او ددولت دښمنان وبلل سې . هغوي باید له خپلو وظیفو څخه منفک سې او دهغوی په ځای نوې بیکاره دکار اهل تعلیميافته کسان استخدام سې .
طالبان باید ټول دفتری اسناد وګوري ترڅو دهرې ادارې کاري ساحه ورته مالومه سې، او مالي وضعیت یې وارزوي. ټول هغه نقدی او نور اموال چه موجود نوي دهغو لیست تیار کړي او هغه کسان چه دهغو اموالو په ساتنه، کنترول، او استفاده کې ول هغه احضار او دغیاب په حالت کې ددوی دوسیه قانونی مراجعو ته واستوي ترڅو له هغوی نه دولتي اموال ټول سې او یا یې معاوضه ادا کړي. په دې ډول به دتیرو تریخو تجربو مخه ونیول سې.
ملت او ملی مسؤلتونه ادا کول
دتیرو دولتو یو میراث دادی چه افغانان له نورو خلکو نه تقاضاوي کوي او یا دهغوی په دروازو کې ګدایې کوي. هغوی مفت شیان غواړي. دهر مادي نعمت غوښتنه دځان حق بولې. دوی هیڅکله دا فکر نکوي چه دوی کومې قرباني ته حاضر دي. دا مشکل دتعلیمیافته او بډایه طبقی په مینځ کې ډیر دي. خوار او بیتعلیمه افغانان خو کباب سوي دي. دهغوی له ایثار او فداکاري نه باید تقدیر وسې ځکه دافغانستان آزادي دهغوی په افتخار کټلی سوي ده.
دتیری یوې هفتي په وخت کې ټول کسان دطالبانو نه غوښتني کوي. هغوي ګواکي غواړي چه طالبان باید دهر مشکل لپاره کلیاني ولري. دوی داسی مالومیږی چه افغانستان د دښمنانو په څیر دطالبانو نه ډول ډول حقوق غواړی.
افغانان باید فکر وکړي چه له یوه لاسه ټک نه خیزي. چیرې چه حقوق وي هلته مسؤلیتونه او واجبات هم وي. هغوی ندي متوجه سوي چه دافغانستان دبیرته رغولو په لیار کې دملت او ددوی په شمول له طالبانو سره همکاري لازمه ده. ملت باید دطالبانو سره په همکارۍ، نه دښمني او تقاضاوو، په ګده، دافغانستان مشکلات حل کړي.
طالبان هم انسانان دي او دانسان حوصله محدوده وي. پدی حساس وخت کې طالبان باید دخلکو دلا یتناهی معقول او نامعقول خواهشات بیرته انحصاری حکومت ته اړ نکړي. که دخواهشاتو دپوره کولو توان ولاړ سې ویره ده بیا دیو استبدادي دولت جوړول راسې او دا به دخلکو په مټه او ددوی دبی اعتنایې له کبله راغلی وي . هلته به بیا دافغانستان هره بدبختي دملت په غاړه وي.
اوس د یوبل سره دمیني، زاریو، او ملی تعاون وخت راغلی. زور، باټو، او دښمني افغانستان ددوو اشغالګرانو لپاره لیار برابره کړه. خدای دي نکړي چه بیا دریم اشغال راسې.