ځنې خلک د افغانستان بانک ، برېښنا رياست او په نورو اداري څوکيو او منصبونو د مولوي صاحبانو په تقرر اعتراض کوي او دليل دا وايي چې د افغانستان بانک ريس خو د اقتصاد متخصص او د بريښنا ريس د برق انجنير نه دئ ‌، نو دا خو کار اهل د کار ته ونه سپارل شو.
دا نيوکه ډېره غلطه او بې بنياده او غير مؤجه ده .

مديريت او منجمنټ هم د نورو فنونو ،حرفو او مسلکونو په شان يو تخصص او مسلک دئ.
مديريت د يوې ادارې ، اورګان ، انستيتوت ، کارخانې او يا بلې توليدي -خدماتي مجموعی په مؤثره ، معقوله او ګټوره توګه اداره کول ، رهبري ، تنظيم کول او انسجام دئ چې د طرح شوي پلان مطابق ټاکل شويو اهدافو ته خپله مجموعه ورسوي .
د مديريت د پاره مديريتي تخصص ، تجربه ، وړتيا او تر ټولو مهمه سياسي تقوا او صداقت مهم فکتورونه دي ، نه د نورو حرفو حرفه اي زده کړه او تجربه .

هر مسلکي کدر ښايي په خپل مسلک کې ډېر وارد او پوه وي ، مګر په مديريت او منجمنټ کې هېڅ تجربه او لياقت ونه لري ، نو حتمي نه ده چې مديريتي پوستونه بايد هغه مسلکي خلکو ته ورکړل شي چې د مديريت او منجمنټ په برخه کې نه معلومات لري او نه تجربه . همدا شان هر مينېجر او مدير په يوه بله حرفه او مهارت کې ښايي بې سواده وي ، کافي معلومات او د يوه عادي فني کارګر لياقت او مهارت ونه لري ، نو ضرور نه ده چې د هغوی په فني کارونو کې مداخله وکړي .

طالبان د مديريت او منجمنټ په برخه کې ماهرين او متخصص دي ، ځکه همدغه يې تحصيلي او تحقيقي رشته او کاري ساحه ده . دوی د مسلمانې ټولنې د ارشاد ، د اقتصادي معاملاتو ، د شر -فساد د ريښو ايستلو ، مادي او معنوي لارښودنو ، ديني او کلتوري ارزښتونو د ساتلو او ټولنه د اخلاقي -سياسي_اقتصاډي-ثقافتي فساد نه د ژغورلو او په سمه لاره سوق کولو په برخه کې تحصيل کړئ دئ او د اسلام د دين اوامر ، احکام ، هدايات او مشورې يې زده کړې دي او د عملي کولو په فن او هنر يې ډېر ښه پوهيږي .

طالبانو په دا شل کاله مبارزه کې په نظامي ، سياسي ، ثقافتي او امنيتي برخو کې د خپل مديريت او منجمنټ وړتيا او ظرفيت وښود او په دومره تخصصي ، زيرکانه او مدبرانه شکل يې دا مبارزه وچلوله چې د دنيا لوی ابرقدرت او څو څلوېښت ملګري اشغالګر يې په نظامي او سياسي ډګر کې په ګونډو کړل او په يوويشتمه پېړۍ کې يې د ملتونو د ازادۍ او استقلال غوښتنې نهال په خپلو وينو اوبه کړ ، خو وچېدو ته يې پرې نه ښودودلو او په يوه هېښوونکی او اعجاز امیزه توګه ئې د اشغال سره د مقابلې او دازادۍ -استقلال حاصلولو هدف مديريت کړ او کاميابۍ ته ئې ورسولو .
ايا ‌ دومره لوی برۍ د يوه سالم ، خارق العاده او عالي مديريت او منجمنټ ژوندی مثال نه دئ ؟
د طالبانو د اسلامي امارت په پخواني دور کې د وحشي اشرارو د وحشت نه وطن خلاصول ، د جاسوسانو او وطنفروشانو د ملک د تجزيې دسيسې شڼډول او د دوی ناولي ارمانو په خوا کې ور اچول ، په ټول هېواد کې د کامل امنيت راو ستل او هر افغان ته د اطميناني ژوند کولو محيط برابرول ، د غلا ، غصب ، قاچاق ، رشوت او اخلاقي فساد له منځه وړل ،د مخدره موادو د کر ، توليد ، ترافيک ، ذخیره کولو او تجارت ضد انساني کاروبار صفر ته رسول د يوه پروفيشنال او تخصصي مديريت ثبوت نه و ؟
بناا په طالبانو د مديريت او د اداري تشکيلاتو په راس کې د ملاصاحبانو تقرر د امورو د چټکو ، مؤثرو ، مفيدو او د فساد نه خالي اجرااتو د پاره په دې وخت کې ډېر ضروري او حياتي کار دئ چې بايد صورت ونيسي ، تر څو د تپل شوې ادارې او نورو پخوانيو استبدادي واکداريو په شان يو تعداد فرصت طلبه ، فاسد ، نفسپرسته ، خودخواه ، جاسوس ، وطنفروشه ، غلامذهنه او دين -اولس-وطن ته خايين عناصر د متخصص ، کارپوه ، مسلکي او ماهړ په نامه د چور ، غلا ، فساد ، اختلاس او قاچاق د ترويج ، تقويې او پراختيا د پاره مديريت او منجمنټ په لاس کې وا نخلي اود خپلو شخصي منافعو د پاره ټولنه لکه د پخوا په شان د تراژيديو او مصيبتونو ډګر ونه ګرزوي .

د اسلامي امارت د مديريت او منجمنټ او يا د امورو د اجرا پاليسي تر کومه ځايه چې زه اورم ، لونم ،وينم او معلومات لرم ، د اداري او مديرتي ماموریتونو انحصار او د نورو محرومول نه دي ، بلکې په کراتو يې ټول صادق ، ديندوسته ، وطندوسته ، اولسدوسته او انساندوسته متخصصين ، علمي -فني کدرونه ، کارپوهان او ماهرين د وطن د خدمت ،ابادۍ ، ترقۍ ، رفاه او په ځان بسياتوب د پاره دعوت کړي او کوي ئې ، خو مهم شرط په کې دا دئ ، چې د مديريتي منصبونو د حاصلولو د پاره د مينيجرۍ د تخصص تر څنګ تقوا ، صداقت ، خدمت ،او تعهد بايد ولري او د شخصي مفاداتو -تمايلاتو او خواهشاتو په ځای ديني -ملي ګټو ته اولويت ور کول به په کې بارز او فيصله کوونکي رول لري .
په اسلامي امارت کې مديريت ، څوکۍ او منصب امتياز نه دئ ، بلکې د حساب ورکولو په بنياد ماموريت دئ ، چې هدف ترې د اولس او وطن خدمت کول دي ، نه باداري ، عياشي ، فساد ( سياسي ، اقتصادي ،اخلاقي او فرهنګي ) .

نو اې دين ، اولس ،وطن ، استقلال او ټولنيز عدالت ته تږيو او غوښتونکو افغانانو !
د بې مورده اعتراضونو، بانو او پلمو په ځای زموږ غمځپلي هېواد او مظلوم اولس ته د اسلامي امارت د ديني -ملي قيادت د الهي لورينې د طلايي چانس نه ګټه پورته کړئ او د خپلو فزيکي ، علمي ، تخصصي ،فني ، تخنيکي ، تکنالوژيکي وړتياوو او ظرفيتونو په کار اچولو د وطن او اولس سره د مينې ادعا په عمل کې پياده او د خپل اولس د هوسايي او د افغانستان د ترقۍ او ابادۍ ارمان او خيال په واقعيت بدل کړئ . ان شاء الله دا وطن به اباديږي او د تاريخي استبداد ، بېعدالتۍ او ظلمونو ټغر به ستاسو په اخلاصي فعاليتونو د ابد د پاره ټوليږي .

والسلام