«چي» یوه وییکه، ګړه یاکلمه ده، چي دپښتو پښوئې له مخي څو حالتونه لري.
لومړی: «چي» تړتوری (حرف ربط) یا (Konjunktion) دئ، چي تړښتي وییني (مرکبي جملې) سره تړي او په کږکۍ«کامه» دواړي وییني«جملې»، چي اصلي اوفرعي جملې دي سره تړي.
بولګه: دسالنګ لاره بنده وي، چي واروري اوري. دا یوه تړښتي ویینه ده، چي له دوو ویینو څخه جوړه سوې ده. «دسالنګ لاره بنده وي» اصلي جمله ده او«چي» تړتوری او «واوري اوري.» فرعي ویینه ده. بله بولګه: پرمورمي سلامونه وایه، چي کورته ورسې.داسي هم وایو: چي کورته ورسې، پرمورمي سلامونه وایه. فرعي اواصلي وییني دي.
دلته «چي» په دغه پورته جمله کي تړتوری یاني «حرف ربط» دئ.چي بازارته تلې، دوه لیمودرسره راوړه. یا په بل څېر: دوه لیمو درسره راوړه، چي بازارته تلې.
لنډې: [ستادي قسم وي خوبه راسه چي دجانان بشرپه تا کي ووینمه] «چي» دلته په دواړو جملوکي ربطي توری دئ، «چي» په لنډۍ کي دوې اصلي وییني سره تړي. مثال:
چي دی له کوره راووتی، غرمه وه. چي کارکوي، تفریح هم باید وکي. یا: تفریح هم باید وکي، چي کار کوي. دغسي مثالونه د تړښتي ویینو ډېري دي. دلته په جملو کي لیدل کیږي. «چي» تړتوری کله د وییني په سرکي راسي او کله وروسته تر کږکۍ «کامه» د دوو ویینو په منځ کي راځي.
«چي» د تړتوري په صفت تل دوې جملې چي یوه اصلي ویینه وي اوبله فرعي ویینه وي سره تړي او یا دوي اصلي جملې سره تړي. څوبولګي: ۱: ماپروند ولیدي، چي ته کورته تلې. دوې اصلي وییني. ۲: نن زه اوزماوروربازارته تلو، چي ایمل مخي له راغی. دوې اصلي جملې.
۳: زه اوس ویدېږم، چي ستړی یم. اصلي اوفرعي وییني.
۴: چي دی له کوره راووت، غرمه وه. اصلي اوفرعي جملې. متلونه: ځمکه هغه سوځي، چي اوپربل وي. اصلي جمله اوفرعي جمله.
چي په خندائې خورې، تل ئې خوره. اصلي ویینه اوفرعي ویینه.
دوېم «چي» یوتړونکی یا قید « Adverb» دئ، چي یومفهوم لکه مهال، ځای اویاڅرنګواله د بلي خبري سره مقیده وي.
دخوشحال بابا دغه شعر:
چي مي کړی هراثام دی که په خوله که په اندام دی «چي» دلته قید ده مانا څنګه، څه ډول یا په کوم څېر چي مي کړی...رحمان بابا وایي:
چي ترسنګ وترآهنه ئې زړه سخت دی زړه هغه لره ورکړی ماکم بخت دی «چي» تړونکی یاني قید دی. (څنګه، څه ډول، څرنګه) په نامه دهغه خدای مي دابیا دی چي یونوم ئې په نومونوکي سبحان دی «چي» قید دی یاني تړونکی. (ځکه، دغه رنګه، ولي چي) احمدشاه بابا وایي: چي توسن دیاردخیال راغی ویارته اوس آرام به دعاشق په زړه حرام که
«چي» دلته هم قید ده. (څنګه، کله، هغه مهال) خوشحال بابا وايي
چي خوشحال خټک ئې وایي په پښتوژبه خبري
په پاړسي ژبه به نه وي که پوهېږې سخن هسي
بولګه: تردې چې دې دوّرې ته دپښتوادب زرین دوّرویل کېږي. داحمدشاه بابادکتاب سریزلیکونکی
حبیب الله رفیع. «تردې چې» قید دی.
درېم: «چي» دنومځي، ضمیر(pronoun) په صورت کي. نومځي دنامه پرځای راځي.خوشحال بابا وایي: چي دخپل عقل ویل کاهغه کله خردمند دی
چي پوښتنه مصلحت کاهغه هم دعقل بنددی «چي» دلته نومځی یاني ضمیردی. مانا(څوک)، (هغه څوک) رحمان بابا وایي:
چي له خپله کوره ووځي مسافرشي
څوک ئې پېژني ساهودی که مريی دی
«چي» دلته ناښکاره نومځی دی. یاني (سړی، څوک) غني خان وايي: اوچي کلک شي داسي کلک دی
لکه کاڼی دفولادو «چي» دلته نومځی ده.
متلونه: چي خان ئې، په یاران ئې. «چي» نومځې ده
«ته چي»یا «څوک»
چي نه لري سړي، نه دي کورت خوري نه غوړي. ناښکاره نومځی. (څوک چي»
څلرم: «چي» د نسبي، موصولي (Relativ) په صورت کي. دنومځی سره، دنامه او دقید سره راځي موصولي یاني نسبي شکل جوړه وي. لکه: [څوک چي، داچي، ښوونکی چي، کله چي اونور]
«چي» ته په پاړسي کي «که» او په انګلیسي کي ورته (who) مانا کوي.
دمثال په توګه: څوک چي راځي، له ځانه سره دي یوکتاب هم راوړي.داجمل خټک دغه بیت چي وایي:
ځئ هغه خواروله جنت وګټو څوک چي له موره دوزخیان پیدا دي
په پاړسي کي ورته داسي وایي. [کسی که ازمادر...] «څوک چي» یوموصولي ضمیر دئ. خوشحال بابا وایي: لاتراوسه ئي ماغزه په قرارنه دي
چاچي ماسره وهلی سرپه سنګ دی
په دغه نسبي، موصولي نومځيو (Relativ Pronouns) سره هم موصولي وییني جوړيږي. بولګه:
څنګه چي ته اینجیرئې، نو په هرڅه پوه ئې!
څوک چي غښتلی وي، ډېرکارکوي. کله چي یا هغه وخت چي زه له کابله راغلم ته په هرات کي وي. داچي ته خبري ورسره کوي، داڅوک دئ؟ هغه زده کونکی چي دلته وو، زما ورور دئ.
د«چي» وییکه یاګړه په ویینو او په جملو کي ډېر مهم رول لري. څرنګه چي موپه پورته تشریحاتو کي ولیده. پنځم: «چي» ټوټکی، ادات یاني (Partikel)ده. ټوټکی هغه خپلواک فونېم(Phonem) دی، چي نسبت په منځ کي د دوو وییکو راولي او دواړي له یوبل سره تړي. خوپه جلاصورت سره کومه مانا نه لري. لکه: چي ته راسې نوخبري سره کوو. شاعر وایي: لمرچي ګټه رسوي مدام وبل ته
ځکه ځای ئې پراسمان دی که پوهېږې داخبره باید هېره نه کو، چي لیکل، خبري کول اوشعرویل د وییکویاني ګړو په استعمال کي څه توپير سره لري. شاعردقافیي لپاره وییکه څه بدله وي اویا دشعر دنظم لپاره کلمه لنډه وي اودغسي نور. د دغسي کار اجازه شاعرلري، څرنګه چي موږ ئې په اشعاروکي وینو.
خو په لیکنه کي دا کارمحدود دی.
په خبروکي ترډېره بریده ګړدود یاني لهجه آغېزمنه وي، چي وییکه په تغیراو ږغیزډول سره ادا کي.
بېله دې هم دپښتوژبه ترډېره پوري صوتي بنسټ لري یاني ږغیزیون لري. نوپه دغه لامل هم لیکل ئې یوڅه سنونزمن وي. په خبروکي ږغ آسانه جوړیږي، خوپه لیکلوکي ډېر مشکل وي. یوڅوبولګي ګورو: سره یوارئې مانا دځمکي انبارده.، بیا د سره مانا، ورسره یوځای، ملګرۍ ته وايي،[دوی دواړه سره تله.] سره رنګ دی دمذکر جمع؛ سره کالي، سره سوررنګ دی دښځینه. لکه: سره هندوانه، سره مانا ښه. سره مال دي واخست.
بله بولګه: کوټه مانا ډېر. کوټه خلک راغلي وه. ــ کوټه مانا بېکاره ناچله. دغه لوټ کوټه دئ.یا غويې چي یوې نه کوي کوټه غويې ئې بولي ــ کوټه مانا غونډې.هغه کوټه ترهغه بلي جګه ده. ــ کوټه مانا برخه. هغه کوټه ستا ده. ــ کوټه مانا خونه. دی پخپل کوټه کي اوسيږي. ــ کوټه دځای نوم دئ. ــ کوټه هغه چرګه کوټه ده. چرګه چي هګۍ نه اچه وي کوټه ئې بولي. متل دئ، چي وایي: ګوټ ګوټ دلته کوې هګۍ بل چیري اچوې.
دلته ګورو یوه وییکه پخپل لیکل سوې بڼه کي یوډول او ږغ ئې توپیرلري او دغسي له ږغه سره ئې مانا هم بدلون مومي. نوپه لیکنه کي ستونزمن کار دی چي لیکوال ئې د ږغ په ډول وښه یي.
اخځونه: ۱: د رحمان بابا، د خوشهال بابا، داحمدشاه بابا کتابونه
۲: داحمد ولي اڅکزي پښتوــ الماني قاموس
۳: د خدای بخښلي پوهاندصدیق الله (رښتین) پښتوګرامر جزءاول
۴: تست وګرامرانگلیسی نگارش جوادعسکری
۵: دمحمدسرور وکیلي ژبښود
۶: د ښاغلي اسدالله غضنفر مقاله د«چې»په باره کي افغان ږغ