سريزه
څرنګه چې د تاريخ په اوږدو کې دغو هيوادو(شوروي اوامريکا) طاغوتي اوشيطاني طاقتونو خپلې د وحشت او دهشت ،د فساد او د فتنې ډکې څيرې نړيوالوته وخت په وخت په يونوم اوبل نوم ښکاره شوې چې دغو انسان ډوله ځناورو او اشغالګرو بشريت باندې د امن او سکون خوب حرام کړي او د هغوئ صلحه او نيکمرغي يې د ګواښ سره مخ کړې ، دغو بشر ضد وحشيانو کله خپل منځ کې يو بل داړلي او کله يې د نړۍ مظلومو،بې ګناه او کمزورو هيوادنو وينې څښلي اوپه خپلو کورنو کې يې د وير په ټغر کېنول لکه افغانستان،عراق او د زبر ځواکونو د مخامختيا څخه وروسته يو له هغو پايلو څخه چې منځ ته راغلې د ښکېلاک کمښت وو،دښکېلاک د کمښت له امله چې د ورستيو دريو پيړيو محصول ده او په هغې کې د ښکېلاګرو ځواکونو رقابت ډير رول دردلودل د خپلواکو هيوادونو په شمير کې زياتوالې راغې ،د همدې پايلې سره يو ځای يو شمير نړيوال لوي سازماونونه هم رامنځ ته شول په دي ډول ورو ورو د پخوانيو زړو ښکېلاګرو ځواکونو ځای نويوو زبرځواکونو ونيو ، دوي چې بين المللې اړيکو کې لوړ حيثت پيدا کړ نو د نويوو ازاد شويو هيوادونو او نړيوالې ټولنې د ارادې پرخلاف چې يو ډول نړيوال عادلانه نظم يې غوښت د دوو زبر ځواکونو رقابت د اکثرو هيوادو په بر خليک اغيزه وکړه ان دا چې بشريت تر پخوا لازيات خطر سره مخامخ شو، د دغه رقابتونو يوه پايله جګړه وه کومه چې دټولو هيوادنو په خارجي سياست يې په مستقيم اوغيرمستقيم ډول اغيزه لرله او د نړيوال سياست ژوند يې مشخص کاوه .
لومړئ برخه
په دي برخه کې هغه لنډو اومهمو مسائيلو باندې لږه رڼا اچوو چې افغانستان يې له امله دجګړې په ډګر بدل شوې دی .
دافغانستان جيوپوليتيک يا ستراتيژيک موقعيت
دا ټولوته معلومه ده چې افغانستان دخپل جغرافيايې موقعيت په اړه دنړۍ بحري اوبوته لاره نه لري مګر راځئ افغانستان له داسې يوملک سره پرتله کړو چې هغه هم له اوبوسره نيغ په نيغه تړاو نه لري ماچې دنړۍ نقشي ته په زغرده وکتل ،نودنړۍ ډيرشمېرهيوادونه دبحراوبوته لاره نه لري،مګرملکونويې داسې کلتوري اوسياسي لوړې ټيټې نه دي تيرې کړي لکه چې افغان ولس په وروستې څوپيړيوکې تيرې کړي دي.
بايد ياده شي چې نن سباپه نړۍ کې تيل اونفت دملکونوپه سياسي ژوند کې غوره رول لوبوي اودغه طبيعي زيرمې په ډيرو سيموکې مخ په کميدو دي اوپه ننۍ تکنالوژې کې ترننه دنفت اوتيلو بديل نه دي موندل شوي اودکاسپين چاپيريال ملکونوکې دفوسيلي سون (ګاز،تيل،نفت ) موادوزيرمې لاشته دي چې دځبرځواکونودسيالي ‌ډګر اودنړيوالوکمپنيولپاره دپيسو ګټلوښه سيمه ګرځيدلې ده .
افغانستان هم په اسياکې دوريښمودلارې په سرکې پروت دی اودسيمي دملکونواوځبرځواکونودسياسي غوښتنوديوې څلورلاري حيثيت لري چې دپخواني شوروي اتحاد له ړنګيدو وروسته يې جيوپوليتيک ارزښت نورهم زيات شوې دی او اوسمهال دکاسپين چاپيريال دشوروي آزاد جمهوريتونواودهند- پاکستان ترمنځ يې له شماله جنوب ته دځمکني ترانزيتي لارې په توګه يوځانګړی موقف خپل کړی .
افغانستان په خپله هم ګڼ شميرکانونه، منرالونه،زيرمې ،ګاز اوتيل لري له بل پلوه دافغانستان جغرافياوي موقعيت دروسيې ،چېن اوهند دځبرځواکونودڅارلولپاره لوړپوځي مورچل ګڼل کېدلی شي اوپه دي سيمه کې دموجودو طبيعي زيرموپه اړه په نړيواله کچه لويې پيسي ګتل کېدلي شي ،چې افغانستان ته يې ستراتيژيک ارزښت هم ورکړی اوهم دنړيوال ځبرځواکونه لکه امريکا،روسيه اوچېن هريوله نړيوال مارکېټ سره ددغو زيرمودلوټلواودخپلی ګټې اخيستلولپاره بيلي بيلي طرحې لري چې ډيرپه تيلوماړه ملکونه يې قرباني دي اوخلک يې له ستونزو سره لاس اوګريوان دي.
دافغانستان موقعيت له ايران سره دامريکااو اسرايېلوپه سياسي لوبوکې هم يوځانګړي حالت ته رسيدلی دی . ايران غواړي خپل اتومي بم جوړکړي اواسرائيل له امريکا سره ويره لري،چې ګواکې دايران دولت ثابت نه دی اوله خپل اتمي بم سره نړۍ ته دامنيت مخاطره رامنځ ته کوي. اوددې ګواښ هم شته چې په ايران نظامي عمليات هم ترسره شي خودايران داقتصادي تجريدولولپاره دکاسپين دنفتو،ګازو او تيلودترانزيتي لارې په اړوند سره دايران دګوښه کولولپاره هم کولی شي دافغانستان له موقعيته ګټه پورته کړي ځکه نوامريکاته افغانستان لکه يوستراتيژيک دوست هيواد ډيرمهم دی چې په دي توګه کولی شي ايران هم دمنځنۍ آسيا له ترانزيتي لارې ګوښه کړي اوهم دسيمي دانرژې ترانسپورت له ګاونډيوملکونوڅخه ترسره کړي.
له همدي امله امريکايانولادطالبانودواکمنۍ پرمهال غوښتل چې دترکمنستان-افغانستان –پاکستان-هندوستان نل ليکې وغزوي خوهغه مهال په سيمه کې دامريکايې اوارجنتيني کمپنيودرقابتونواو په افغانستان کې دناامنيو له کبله دغه پروژه پلي نه شوه او وروسته دامريکا له تيري په 2001 م کال دغه پروژه په ټپه ودريده، مګرپه 2010 م کال کې دګازود نل ليکې دپروژي په اړه دامريکې په ملاتړ په ترکمنستان کې دافغانستان ،پاکستان،هندوستان اوترکمنستان ددولتونوترمنځ يوتړون لاسليک شو اود2011م کال په اپريل کې دافغانستان پارلمان هم نوموړي پروژه تائيد کړه خودافغانستان جنګي حالت دغه پروژه کارپه ټپه درولی دی. داټولوته څرګنده ده چې افغانستان دخپلې رسمي تاريخ پيل دلوي احمدشاه بابا له وکمني يعني 1747 م کاله راشروع کوي خوځيني بيا دتاريخ پړاو دپښتنو دآزادي لومړنې مقاومت ته وراړوي چې دميرويس نيکه دسياسي نظام اوټولنيز خوځښت سره تړاو ورکوي مګرنوربيا دافغانستان رسميت ته دټولو واک عبدالرحمن خان موده ځانګړې کړې ده په دغو دريو مقولوکې دري نظره چې ټبريز او ايتنيکې کرکتر موجود دي.
دلوي مشرميرويس نيکه خوځښت تاريخي ارزښت دي خودهوتکو دټبرحکمروايې ،داحمدشاه بابا واکمني بيا دافغاني امپراطوري جوړيدل چې شمزۍ يې دورانيو جوړه کړی وه اودريم تاريخ نظر بيا دهغوايتنيکې ډلودزړه خبره ده چې دنني افغانستان تاريخ هرڅومره چې کېږي عمريې ورلنډکړي نوپايله داده چې دافغانستان په خاوره کې داسې ټبريزامکانات شته چې دغه ټولنه په خپل لاس په اورکې ډاډه کړي نوصرف يو اورلګيدته اړتيا لري.
افغانستان دتزاري روسيې اوانګريزانو امپراطوري ترمنځ دبوفريا (ناپيلي )سيمي موقعيت ترلاسه کړپه دي کې دوخت ددغه دووځبرځواکونورول ډيرغوره وو ځکه چې که روسيه رامخ ته شوه نودافغاني مقاومت ترشاه انګريزان دريدل اوکه به انګريزرامخ ته شو نوروسيې به دانګريزي امپراطوري دخپريدو مخنيوې کولو،نوافغانان ددغه جګړي دسوخت مواد ول اوترننه هم دي خوبايدياده شي چې موږبه په خپله خاوره کې دومره انګريزان اويا روسان هغه وخت نه وي وژلي څومره مو چې خپل افغانان ووژل.
په شلمه پيړۍ کې افغانستان دشوروي اتحاد او لويديزوالوپه اخ او ډب کې ښکېل وو مګربياهم په يوه ټاکلې دوره کې په افغانستان کې داسي واکمني وه چې افغانستان يې لږترلږه د(۵۰) کلونوپه بهيرکې په نسبي توګه کراروساته اودافغاني اداري بنسټيزاساسات يې کېښودل اوپه دويمه نړيواله جګړه کې يې افغانستان دهټلري جرمني له تيريو ،دروسيې له بدمرغيو اودنړيوال امپرياليزم له خوړلووساته خوڅه وشول چې دغه ټول يوځل له منځه ولاړل اودادي موږلږترلږه (35) کاله کېږي چې دجنګ په حالت کې ژوند کوو اوددريو لسيزو په بهيرکې دووځبرځواکونوسره موپنجې نرمې کړي اودسيمه اييزو ګاونډيوهيوادونودسياسي لوبوقرباني شوو.

دافغانستان اقتصادي اهميت
دنړيوالوڅيړنوپربنسټ دافغانستان کلنې ملي توليدات له 21 تر30 ميلياردو ډالرو اټکل کېږي، چې دافغانستان اساسي توليدات زراعتي لکه حبوبات،(غنم،وربشي، زغر،کونجد،وريجې)، سبزيجات، ميوه جات ،پنبه ،آپين اوڅاروي دي ،پرته له دي دافغانستان طبيعي زيرمي لکه لاجورد،زمرود،مالګه، سکاره،مس، اوسپنه،سره زر،نفت ،ګاز،يورانيم اوهمداډول ډيرمنرالي اويا فوسيلي دسون دتوکېوزيرمې هم دافغانستان په ستراتيژيکو شتمنيوکې شميرل کېږي اوددي ترڅنګ دافغانستان وړۍ ،غالۍ اودقره قل پوست دافغانستان په توليداتوکې خپله پانګه لري. له افغانستانه دغه ټول مواد ياصادريږي اوياهم په يوه وړه کچه په افغانستان کې کارول کېږي.
دافغانستان 22% صادرات له هندوستان سره دي، 21% له پاکستان سره له امريکاسره دافغانستان صادرات 14,6% له انګلستان سره 6,3% له ډنمارک سره 5,5% له فينليندسره 4,3% اوپاتي له نوروملکونوسره دي. بايد يادونه وکړو چې دافغانستان واردات زياتره خوراکې مواد،تخنيکې توکې ،بريښنايي توکې، ټوکر، ساختماني مواد اوداسي نور داستفادې وړشيان دي . له پاکستان سره دافغانستان واردات 5،37٪ له امريکاسره 9،11٪ له آلمان سره 1،7٪ له هندوستان سره 1،5٪ اوپاتي له نوروملکونوسره دي بايد ياده شي چې دافغانستان واردات په 2005م کال کې 5،3 ميليارده ډالره اوپه 2011 کې 3،5 مليارده ډالره ول خوبياهم دافغانستان 20 ميليونه خلک دلوږې له ګواښ سره مخامخ دي ،شپيته زره ميرمني دکابل په ښارکې درويزه کوي اويونيم لکه ماشومان دکابل په کوڅوکې ګدايي کوي.
د(Michael O’Hanlon of the Brookings Institution) داسې څرګندونې کوي چې افغانستان خپل عايدات په اوسنيوشرايطوکې تر10 ملياردو ډالره دمنرالي موادو له صادراتو ترلاسه کوي اوکه په مملکت کې امنيت وي نودغه صادرات کېداي شي تر20 مليارده ډالره ورسيږي دامريکا دجيولوجيکې سروی انستيتيوت ښودلې ده چې دافغانستان په شمالي سيموکې 6،1 بيلونه بيلره تيل ،440 بيليونه کوبيک متره طبيعي ګاز او566 ميليونه (بيليونه بيلره) طبيعي مايع ګازشته دي ، په بله څېړنه کې ښودل شوې ده چې افغانستان دليتيوم، مس، سروزرو (طلا) ،اوسپنه اونور منرالونه مخذن دی، چې دامريکا دپنټاګون په يادښتونوکې ليکل شوي دي چې افغانستان ته کېداي شي (دليتيوم سعودي عربستان) وويل شي اودافغانستان دمنرالونوارزښت له يوتريليونه تر3 تريليونه ډالره اټکل شوي دي دلته به ياده کړم چې دامريکا پورنن سبا 15 تريليونه ډالره دی اما دافغانستان يوازي منرالونه 3 تريليونه ارزښت لري خودامريکا نفوس دافغانستان په پرتله لس ځله ډيردي اوامريکاځان نړيوال ځبرځواک اونړيوال پوليس بولي مګر افغانان ديواوبل ويني څښي.
دافغانستان په بانکې سيستم کې تر16 خصوصي او دولتي بانکونه لکه دافغانستان بانک،پښتني تجارتي بانک، کابل بانک، عزيزي بانک،اوداسي نور فعال دي .افغانستان کې دآرياناترڅنګ کام آير، پاميرآير،اوصافي ايرخپلې هوايې ليکې فعاله کړي دي. چې په افغانستان کې 53 واړه اولوي ډګرونه دالوتکودترانسپورت اوترافيک لپاره کارول کېږي. دافغانستان ديوشميرسيموسړکونه چې دمملکت په اقتصادکې غوره اغيزلري پاخه شوي دي خودافغانستان اداره په فسادکې اوس هم لاهو ده.
همدارنګه افغانستان چې يووروسته پاتې،جنګ ځپلې هيواد دی چې له بيلابيلوټولنيزو،سياسي ،تخنيکې اوامنيتي ستونزو سره مخامخ مملکت دی اوپوهنيزپوتنشيل يي هم ډيرټيټ دی نوپه دي ډول ستونزمن حالت کې دافغان ولس څه وکړي، چې هم ځان دغلواو چپاولګرو خلاص کړي اوهم خپل مملکت خپلواک اوپرمختللی کړي ددې لپاره افغانستان يوسياسي ګوند ته چې دافغانستان ملي ارزښتونه لکه دافغانستان تماميت ارضي ،داسلام مقدس دين،دافغانستان داکثريت ملت پښتنوژبه لکه دافغانستان ملي ژبه ومني .په دغه ګوندکې صرف افغانستان ته صادق اودافغانستان ملت ته ژمن خلک چې څانګپوه وي پکې غړيتوب ترلاسه کړي اودافغانستان په چاروکې صرف قانونيت ته غاړه کېږدي نه مصلحت ته ! په فعلي شرايطوکې دافغانستان مقاومت يواړين خوځښت دی چې دافغانستان دخپلواکې تضمين کړي اودافغانستان په ګټه دافغانستان جيوپوليتيک موقعيت اوترانزيتي لاره دګاونډيانواو ځبرځواکونوترمنځ تثبيت کړي کله چې داډول يوګوند رامنځ ته شو اودملي امنيت سيستم په افغاني ذهنيت جوړشو نوبيا افغانان کولای شي له پرمختللوملکونوسره دافغانستان داقتصادي سيستم دجوړولوپه اړه قراردادونه وکړي. دافغانستان طبيعي زيرمی دی دملت اوهيواد دسمسورتيا لپاره وکارول شي اودافغانستان دملي ګټوپه نظرکې نيولوسره دی له پرمختللوهيوادونوسره داسې تړونونه لاسليک شي چې ددواړو اړخونوپه ګټه وي اوپه افغانستان کې تلپاتې سره له تضمين کړي پرته له بهرنيوکمپنيوافغانستان نشي کولای په تش لاس په نشت پوهنيز پوتنشل اوهيڅ تخنيکې امکاناتودافغانستان ټولنه جوړه کړي ،نوافغانان بهرنيوته اړدي، خو مري يې نه دي نودتفاهم اوتوافق له لارې کولای شي هيواد خپلواک ، خلک نيکمرغه اوملت هوساکړي.
جګړه په افغانستان کې
پر افغانستان د شورويانو د يرغل پر مهال، ا فغان ولس او امريکا د ګډ دښمن له کبله يو بل ته نژدې شول او امريکا د شورويانو پرضد پاڅېدلو جهادي خوځښتونو سره مرستې کولې. د شورويانو له وتلو سره د امريکايانو پاملرنه له دې سيمې څخه د ختيزي اروپاپه لور شوه، چېرې چې د شوروي اتحاد د ړنګېدو له کبله نه يوازې دا چې د برلېن دېوال ونړېد، بلکې ډېر نور هېوادونه هم خپلواک شول. خو په بل اړخ کې د شورويانو له وتلو سره په افغانستان کې د کورنې جګړې لمبې اوچتې شوې، چې له دريو کلونو وروسته يې په طبيعي توګه په يوه توند غبرګون کې يې له کندهاره د طالبانو تحريک راپورته چې د ملا عمر مشر وو راپورته کړ. کله چې د طالبانو اسلامي امارت جوړ شو، نو ځينې عربان د اسامه بن لادن او د ده د ملګرو په شمول په افغانستان کې مېشت وو، چې له طالبانو څخه وړاندې د استاد رباني حکومت پناه ورکړې وه. په ۱۹۹۸ کال کې د طالبانو او د امريکا ترمنځ او بيا د طالبانو او سعودي ترمنځ د اسامه پر سر شخړې پيدا شوې، چې له کبله يې څو ځله د امريکايانو له خوا پر افغانستان توغنديز بريدونه هم وشول؛ خو وروسته، چې په امريکا کې د ۱۱ سپتمبر بريد وشو، يو ځل بيا د اسامه پر سر شخړې زور واخېست او امريکايانو په همدې پلمه پر افغانستان يرغل وکړ.
کله چې پر امريکا د سپتمبر د يولسمې نېټې بريد وشو، نو د امريکا د هغه مهال ولسمشر “جورج بوش” طالبانو ته د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر په ۲۰مه لاندې وړانديزونه وکړل کوم چي په لاندي شکل وو: )۱( طالبان دې امريکا ته د القاعدې ټول غړي وسپاري. )۲( له طالبانو سره چې څومره بهرنيان بنديان دي، خوشې دي کړي. )۳( طالبان دې ژر تر ژره د وسله والو جنګياليو د روزنې مرکزونه وتړي، ټول “ترهګر” او د دوي ملاتړي بايد مناسبو چارواکو ته وسپاري امريکا ته بايد د “ترهګرو” د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوي هلته خپل تحقيقات وکړي. خو طالبانو بيا سملاسي د سپتمبر پر ۲۱مې دا وړانديزونه رد کړل او د دليل په دود يې امريکا ته وويل، چې د سپتمبر د يولسمې په پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نشته دی؛ ځکه نو دوي نه شي کولې، چې اسامه امريکا ته وسپاري. وروسته بيا د اکتوبر پر څلورمه طالبانو امريکا ته وړانديز وکړ، چې دوي چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته د اسلامي شريعت تر چتر لاندې په يوه نړيواله محکمه کې پرېکړه وشي؛ خو دا وړانديز د مشرف له خوا رد کړای شو. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه طالبانو يو ځل بيا وړانديز وکړ، چې دوي چمتو دي په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي، خو په همدې ورځ امريکايانو بيا د طالبانو دا وړانديز د افغانستان پر خاوره په هوايي بريدونو بدرګه کړ. د اکتوبر پر ۱۴مه طالبانو يو ځل بيا بل وړانديز وکړ، چې که امريکا دوي ته ثبوتونه وړاندې کړي، دوي حتی دې ته هم چمتو دي، چې اسامه کوم بل دريم هېواد ته وسپاري. خو د امريکا ولسمشر دا ټول وړانديزونه رد کړل او ويې ويل، چې که طالبان اسامه بن لادن امريکا ته ونه سپاري، نو له طالبانو وخت تېرېدونکې دی. په دې توګه د طالبانو او امريکا ترمنځ د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې او امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ. په نړيوالو قوانينو کې د امريکا د يرغل حيثيت: د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له خوا د سپتمبر د ۱۱مې پر پېښه دوه غبرګونونه د ۱۳۶۸ او د ۱۳۷۳ قراردادونو په بڼه کې راڅرګند شول. په دغو دواړو قراردادونو کې يوه قرارداد هم پر افغانستان د يرغل اجازه نه ورکوله او نه هم دغو قراردادونو کومه تعرضي ژبه درلوده؛ بلکې په عمومي توګه يې يوازې په اصطلاح “ترهګريزې پېښې” او “ترهګر” غندلي وو. وروسته بيا په يوه بل ۱۳۸۶ قرارداد کې د ايساف ځواکونو رامنځته کېدل هم شامل وو، چې دا به په کابل او شاوخوا سيمو کې د امنيت او سولې لپاره ميشت وي، خو دا قرارداد بيا د ۲۰۰۱ کال دسمبر پر ۲۰مه شوې وو او پر افغانستان د امريکايي يرغل څو اوونۍ تېرې شوې وې. په نړيوالو قوانينو کې هم دا يو منل شوی اصل دی، چې هر فرد د خپلې کړنې مسؤول دی، چې د اسلام مقدس دين هم همدا راښيي. د ملګرو ملتونو د نړيوال قانون د ۱۴مې مادې له مخې که يو خوځښت يا ارګان چې په کوم هېواد کې دننه وي او يا د يوه هېواد تر ولکې لاندې سيمو کې کومه کړنه ترسره کوي، دا به د دولت د کړنو مترادف نه وي. دا چې د سپتمبر په پېښه کې نه کوم افغان شامل و؛ نه امريکايانو د هغو کسانو په اړه کوم جامع ثبوتونه وړاندې کړای شول، چې د دوي پر اند د سپتمبر په پيښو کې ښکېل وو، ان تر ننه پورې هغه ثبوتونه چې کولن پاول يې ژمنه کړې وه، خپاره نه شول؛ نو امريکا څرنګه پر يوه داسې هېواد بريد وکړ، چې دې ته چمتو و، چې پر اسامه د شواهدو د وړاندې کولو په صورت کې، نه يوازې دا چې په خپل هېواد کې بلکې په کوم بل درېيم هېواد کې هم د هغه د محاکمې لپاره تيار و؟ د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د قانون په ۳۳مه ماده کې راغلي، چې د قضيو لوري بايد تر ټولو لومړي د قضيې حل د خبرو اترو، پلټنو، د درېيم لوري په مرسته، په محکمه کې… او د نورو لارو پر مټ ولټوي، نه د زور له لارې. خو امريکا په بل اړخ کې د ۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتامبره رانيولې تر ۱۵ اکتوبر پورې د خبرو اترو لارې له بندو دروازو سره مخ کړې او يوازې يې د زور خبره کوله. همدا راز امريکايانو د ملګرو ملتونو د ۵۱ مادې له مخې، چې يوه هېواد ته د دفاع حق ورکوي، پر افغانستان يرغل وکړ. دا چې په دې بريدونو کې نه کوم افغان ښکېل و او نه د طالبانو اسلامي امارت، بلکې د اسامه د سپارلو په اړه طالبانو يوازې د شواهدو په اړه ټينګار کاوه، دا په هېڅ ډول هم د دې خبرې معنا نه لري، چې امريکا د هغه مهال د افغان دولت له خوا تر ګواښ لاندې وه. که څه هم امريکا مستقيماً د طالبانو تر ګواښ لاندې نه وه او نه هم طالبانو پر امريکا کوم بريد ترسره کړي و؛ خو له دغو ټولو سره سره امريکا د غچ اخېستلو په دود، د ملګرو ملتونو د قانون له ماتولو سره د بې ګناه افغانانو د وينو پر بهولو پيل وکړ.

د افغانستان د جګړې موخې
ظاهراً پر افغانستان د امريکايي يرغل تر شا د اسامه بن لادن قضيه وه او همدا راز په دې جګړه کې د امريکايانو نورې موخې، د طالبانو د اسلامي امارت ړنګول، بلکې خپله د طالبانو ختمول، د افغان اردو جوړونه او دغه راز د طالبانو د اسلامي امارت پرځاي د يوه دېموکراتيک نظام رامنځته کول وو، چې هېواد ته سوله او ثبات راوړي. که چېرې امريکا ته د اسامه ورسپارل له طالبانو څخه د امريکا يوازېنۍ تقاضا وه؛ نو په کار وه، چې د هغه له وژل کېدو سره امريکا نور له دې سيمې وتلې واي؛ خو خبره هومره هم ساده نه ده، بلکې امريکايان دلته نورې ډېرې پټې او ښکاره ګټې لري، البته په يوه توپير سره، چې دوي لا پر دې نه دي توانېدلي چې په کافي توګه خپلې څرګندې موخې خوندي يا ترلاسه کړي. په دغو څرګندو موخو کې د طالبانو او القاعدې ختمول وو، چې له يوې خوا طالبانورځ تر بلې پياوړي کېږي او امريکايان ورسره ان له ۲۰۱۰ کال راهيسې په خبرو اترو مصروف دي او له بلې خوا القاعده شبکه هم د پخوا په څېر خپل فعاليت لري، بلکې د دوي انشعابي ډلې “داعش” په [[[عراق]] او سوريهکې تر پخوانيو ډلو زياته خونړۍ جګړه پيل کړې ده. د ځينې شنونکو په اند د دوي نورې موخې د چين، ايران او روسيې حصارول و، چې په دې موخو کې هم تر ډېره نه دي بريالي شوي او دوي دلته د منځنۍ اسيا بډايه منابعو راوستلي وو؛ خو د مغرورانه پاليسۍ له امله يې دا منابع يې هم نه دي ترلاسه کړي. اوس چې د امريکا پر جګړې ۱۳ کلونه تېرېږي، د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، يوازې ۲۳۸۶ امريکايي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او د امريکا لخوا پرې تقريباً يو تريليون ډالره مصارف هم راغلي دي؛ خو نه د دوي په اصطلاح “تروريزم” ختم شو، نه طالبان! نه يې هم افغانستان ته سوله راوړه او نه يې هم د يوه باثباته نظام بنسټکېښودلاي شوي؛ بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلي، په مخدره موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي، او ورځ تر بلې پکښي امنيت او ثبات خپل ځاي ناامنيو او بې ثباتۍ ته پرېږدي. په دې جګړه کې لسګونه زره افغانان شهيدان شول. که څه هم د نړيوالو ځواکونو په بريدونو او بمباريو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېرل سخت برېښي؛ خو ترڅنګ يې دا چې د دغو ملکي تلفاتو کچه معلومول ولې سخت دي؟ خپله د يوه امريکايي جنرال له دې مشهورې جملې، چې: “تاسو پوهيږئ موږ مړي نه شمېرو“ څخه هم جوتيږي. که دوي د مړو شمېرو ته پاملرنه نه کوي، نو د ملکي کسانو تلفات هم ورته د اندېښنې وړ نه دي. ستونزمنه ده، چې د امريکايانو د بريدونو له کبله د ملکي تلفاتو په اړه دقيق ارقام جوت شي، البته په دې اړه ډېرو مرکزونو او ادارو څېړنې کړې دي لکه: يوناما، هيومن رايټس واچ، د افغانستان د بشري حقونو کميسون، د يو شمېر پوهنتونو او نړيوالو ورځپاڼو ارقام او … خو دا څېړنې هم کاملاً يو طرفه او په يوه څېړنيزه ليکنه کې يې راوړل له انصافه لرې برېښي.
نوربيا...

دويېمه برخه
دافغانستان دجګړې خارجي اړخ
لکه څرنګه چې جګړه عموماً په اوسني وخت کې د خوږو اوبو ، زيرمو اوخامو مواد په خاطر په نوروهېوادونو کې دوام لري اوهغه هېوادونه چې خامو موادو ته ضرورت لري نه غواړي چې جګړه دی په نوموړي هېواد کې ودرېږي نوپه همدې اساس يودهغه هېوادونو څخه هم افغانستان دی چې داڅولسيزې کېږي چې جګړه په کې روانه ده همدارنګه کيدای شي چې دافغانستان دجګړې خارجي عوامل ډير اوسي او اوږ بحث غواړي خو مونږ دلته دځينو څخه يې يادونه کوو.
دغرب ملګري په واک کې ساتل
امريکا داسې خلک، سياسي جهتونه، احزاب او ټولنې واک ته رسوي چې امريکا ته به د اوسني حاکم وضعيت د نه بدلولو ضمانت ورکوي، سيکولرزم به د فکر او )عقيدې( او ډيموکراسي به د نظام په حيث مني، او واک ته د رسېدلو يوازينۍ لار به د امريکا په خوښه انتخابات او سياسي جوړ جاړي ګڼي. دغه خلک به د )ډيموکرات اسلام( يا)امريکايي اسلام( پلويان وي، د جهاد، ولاء او براء او د امت د عملي وحدت پر مفاهيمو او نظرياتو به باور نه لري. په سياسي پلوراليزم، وطنيت او د نړۍ له کفارو سره د يوه مشترک نړيوال نظام په چوکاټ کې ګوزاره کوي. د اسلام د اقتصادي نظام پر ځاي به د کاپيټاليزم پر اقتصادي نظام چلېږي، او د )ګلوبلايزيشن( په نامه د امريکا د نړيوال برلاسي په مقابل کې به د اسلام پر فکر او عقيده ولاړ موقف نه لري. دغه خلک به غرب ته دا ضمانت ورکوي چې اسلامي شريعت به نه تطبيقوي، بلکې يوازې په يو څو ظاهري شکلياتو به د خلکو د تېر اېستلو هڅې کوي. له امريکا، ملګرو ملتو، ناټو، نړيوال بانک او په مجموع کې د دوئ په اصطلاح له نړيوالې ټولنې سره به خپلو التزاماتو ته وفادار وي، ترڅو يې هغوئ په رسميت وپېژني او ملاتړ او مرسته يې وکړي. امريکا به هڅه وکړي دغو خلکو ته د چارو واګي د دې لپاره وروسپاري چې دلته د امريکا د خوښې مطابق حکمرانې وکړي، له امريکا سره امنيتي تړون امضاء کړي، د مجاهدينو په خلاف جګړې ته ژمن پاتې شي، د امريکا د اشغال د تېرو ديارلسو کلونو سياسي او فکري لاسته راوړنې لکه ډيموکراسي، سيکولريزم، د ښځو لپاره غربي ډوله آزادي، غربي بشري حقوق، د شريعت پر ځاي د وضعي قوانينو تنفيذ او د غرب لپاره د افغانستان تابعيت وساتي. دغه خلک بايد ديته هم ذهني او عملي تياري ولري چې که د افغانستان غرب، جنوب او شرق په اوله مرحله کې د مجاهدينو په لاس سقوط وکړي نو دوئ بايد دافغانستان په شمال کې د غرب تر حمايې لاندې بله داسې يوه اداره جوړه کړي چې تر ډېره حده به د نشنلزم او سيکولريزم پر بنسټ ولاړه وي، او په منځنۍ اسيا کې به حکومتونه پدې وېروي چې که د دوئ حمايت ونه کړي نو د افغانستان لخوا به هغوئ ته د اسلامي فعاليت د ورغځېدلو خطر ورپېښ شي.
له ناپوځي لارودطالبانودکمزوري کولوهڅې
امريکا له سياسي او استخباراتي لارو نوره هم هڅه کوي چې هغه خلک او کړۍ د منځلارو طالبانو په حيث رامنځته کړي چې يو وخت يې د خپلو شخصي او يا تنظيمي مصالحو د خوندي کولو لپاره د طالبانو په تحريک کې ځان ځاي کړي وو خو وروسته چې د طالبانو قيادت په ټينګه د جهاد او د اسلامي شريعت پر سر له چا سره د نه جوړجاړي لاره ونيوه نو دغو په طالبانو کې ورننوتلو فرصت طلبه سياسي لوبغاړو خپلې لارې بېلې کړې، او په يوه او بل نامه يې ديرغلګرو تر وزرو لاندې ځانته ځالې جوړې کړې، او يو په بل پسې يې د پرديو له ګريوانونو سرونه راووتل. امريکا، متحدين يې، د سيمې هېوادونه او ګاونډيان هېځکله نه غواړي چې په افغانستان کې يو واقعي اسلامي حکومت قائم او په رښتنې معني شريعت ورکې پلي شي، ځکه چې دا به بيادسيمې د نورو مسلمانانو لپاره چې د غربي ډوله فاسدو سيکولرو نظامونو له فساد او استبداد څخه کړېدلي دي يو ماډل جوړ شي، چې هغوئ به يې هم په خپلو هېوادونو کې د پلي کولو مطالبې او هڅې شروع کړي. نو دوئ ټول به هڅي کوي چې يا ريښتني طالبان د اسلامي حکومت او د شريعت د نافذولو له دعوي څخه تېر او په داسې يوه نظام يې قانع کړي چې يوازې نوم يې اسلامي وي او نور هر څه ورکې د غرب په خوښه ترسره کېږي. او که ريښتني طالبان پر خپلې تګلارې او )جهادي حل( ټينګار کوي نو په مقابل کې به يې له ښوېېدلو او خرڅو شويو اشخاصو د معتدلو طالبانو په نامه بله سياسي جبهه تشکيلوي چې پخواني )جهادي( او نني )ديموکرات( تنظيمونه، د روحانيت درواغجن مدّعيان، يو څه معتدل سيکولران او د نړۍ او سيمې استخباراتي کړۍ به يې تر څنګ درېږي، او د اوږدې مودې لپاره به هڅه کوي چې ريښتني طالبان او د)جهادي حل( پلويان کمزوري، بدنامه کړي او د جهادي مقاومت په افاديت باندې يې شکمن کړي، ترڅو له دې لارې په افغانستان کې د غربپالنې، سيکولريزم او نيمه مسلمانۍ په مقابل کې مقاوم ځواک کمزوري کړي او له غرب سره يې جوړجاړي ته اړ کړي.
دجهادي فکراوعقيدي په خلاف منفي تبليغات
امريکا او ملګرو يې په افغانستان کې خپلو پلويانو ته وظيفه ورکړې چې د جهاد او مقاوم فکر په خلاف دومره ډېرې ليکنې او تبليغات وکړي چې د اسلام ستره فريضه )جهاد( خلکو ته د وحشت، جنايت، وراني، اقتصادي بېرته پاتې والي او د تمدن د نه خپلولو په معنی ور معرفي کړي. د همدې مقصد د حاصلولو لپاره امريکا او ملګري يې په افغانستان کې هغه فکري او فرهنګي اشخاص او جهتونه تمويلوي او وسائل په لاس ورکوي چې په فکري او عملي لحاظ د فساد د مخنيوي په منظور د مسلح جهاد مخالفت کوي. امريکا د دغو خلکو پراخ مالي او تخنيکي ملاتړ کوي، هغوئ ته مطبوعاتي ادارې، مؤسسات، پوهنتونونه او نورې تعليمي ادارې ورجوړوي ترڅو په پراخه پيمانه په ټولنه کې د غربي افکارو او مفاهيمو د خپرولو لپاره کار وکړي.
په افغانانوکې دمقاومت روحيه له منځه وړل
امريکا او محلي ملګري يې هڅه کوي په افغانانو کې د مقاومت روحيه له منځه يوسي، ځکه چې ترڅو د مقاومت روحيه په افغانانو کې موجوده وي نو د پرديو په مقابل کې به مقاومت هم موجود وي. د مقاومت د روحيې د له منځه وړلولپاره امريکايان، اروپايان او د هغوئ محلي ملګري له هرې لارې کوښښ کوي چې ځوان نسل په لوبو، فيشن، موسيقۍ، اخلاقي فساد او د غربي افکارو پر خپلولو مصروف کړي. همدا اوس يې لوبو ته دومره زورور کړي چې د)کرکټ( او )فوټبال( د مسابقو په ورځو کې يې تقريباً ټول افغانستان د مېډيا له لارې د هغو په کتلو مشغول کړي وي. او که په کومه لوبه کې يو څو بيسواده لنډغر، له زده کړو تښتېدلي کوڅه ډبي چې دوئ ورته د ملي اتلانو نوم ورکوي له کومې بلې ډلې لوبه وګټي نو په هغه ورځ يې بيا نيم افغانستان په ګډاوو، ډول او سورنيو، بې بندوباريو او مسرفانه لمانځنو مصروف کړي وي، او ولس ته داسې روحيه ورکوي لکه افغانانو چې له دين او وطن څخه د دفاع کومه ستره معرکه ګټلې وي. دا هر څه د دې لپاره تر سره کېږي چې ځوانان او نوي نسل له تعليم، جهاد، کار او د اولوياتو له پېژندلو او مراعاتولو څخه په داسې څه مصروف وساتي چې ګټه يې يوازې دښمن ته رسېږي. د لوبو، موسيقۍاو د ځوانانو او پيغلو ترمنځ د فساد د خپرولو ترڅنګ امريکايان او په افغانستان کې د هغوئ ملګرو مليونونو ځوانانو ته په مخدراتو)شرابو، چرسو، پوډرو( د اخته کېدلو زمينه هم برابره کړې ده. او دا هرڅه داسې په سيستماتيک ډول تر سره کېږي چې په نتيجه کې يې په مليونونو ځوانان د کار او جهاد لپاره د فکري استعداد د له لاسه ورکولو ترڅنګ بدني توانايي هم له لاسه ورکوي. د افغانانو د تاريخ په هېڅ دور کې دومره ځوانان او نجونې په مخدراتو او له اخلاقي فساد او فحشاوو څخه په راپيدا شويو جسمي او رواني مرضونو نه ؤ اخته شوي لکه څومره چې د امريکايانو د اشغال په تېروديارلسو کلونو کې اخته شول. د کابل ښار په خپل ټول تاريخ کې دومره پوډريان نه وو ليدلي لکه اوس چې يوازې د کابل د سيند پر غاړو هر چېري پراته وي. د غرب پلوې مېډيا له لارې د موډ او فيشن خپلولو ته د خلکو او نوي نسل تشويقول د جهاد او مقاومت د روحيي د له منځه وړلو بله وسيله ده چې د رواني لالهاندۍ ترڅنګ يې افغاني ټولنې ته خورا دروند اقتصادي تاوان هم وراړولي دي، او په لکونو خلک يي پدې کار کې يو له بل سره په سيالۍ اچولي دي. د موډ او فيشن دغه مصرف که په تعليم او د تخنيک په زده کړه کېداي نو اوس به نوي نسل ډېر څه زده کړي واي.
دتعليم نظام اونصاب دټولنې دغربي کولولپاره دوسيلې په ډول استعمالول
د هغو ناپوځي وسائلو له جملې څخه چې امريکايې د جګړې په راتلونکې مرحلې کې کاروي يوه هم تعليم ده. امريکا د افغانانو او افغانستان د تسخير لپاره په لاندې شکلونو کې له تعليم څخه کار اخلي
) الف( امريکا په تېرو ديارلسو کلونو کې درې ځلې د افغانستان په تعليمي نصاب کې بدلون راووست او له نصاب څخه يې د جهاد، دفاع، شهادت، غيرت، ازادۍ، اسلامي نظام، له کفارو څخه د کرکې، د اسلامي امت د يووالي او د ديني تعليماتو او ساينسي اکتشافاتو تر منځ د ارتباط مفاهيم حذف کړل او پر ځاي يې د سولې، دېموکراسۍ، د غربيانو له نظره د بشر د حقوقو، د ښځو د آزادۍ، د ښځو او نارينه وو ترمنځ اختلاط، موسيقۍ، ګډا، د فرهنګ په نامه د زړو افغاني خرافاتي انګيرنو او رواجونو د راژوندي کولو، د غربي ډوله مدني ټولنو د معرفي کولو او رائجولو، د هيومنيزم د فلسفې له مخې ټولو انسانانو ته په يوه سترګه د کتلو، له کفارو سره ديو ډول سياسي، فرهنګي، اخلاقي او ټولنيزو ارزښتونو د خپلولو او د غربي او يا غرب پلوو شخصيتونو د معرفي کولو مفاهيم او مضامين ورځاي کړل. د تأسف ځاي لا دا دي چې دا هرڅه يې د داسې خلکو په لاس وکړل چې ځانونه يې د اسلامي فکر مدافعين بلل، او د جهاد او هجرت په محيط کې يې د مهاجرينو او مجاهدينو په خيراتي پيسو ماسټرۍ او دوکتوراوې واخيستې خو په آخر کې له خپل ټول علم او تجربې سره د اشغال د حکومت په ادارو کې د يرغلګرو تر څنګ ودرېدل. امريکايانو د خپلې خوښې مفاهيم اکثره په ادبي، اجتماعي، تاريخي، فرهنګي او د مدني زده کړو په مضامينو کې ځاي پرځاي کړي دي، ترڅو په پراخه پيمانه د نوي نسل په ذهن کې ځاي ونيسي.
)ب( د امريکايانو له راتللو سره د افغانستان د تعليمي حريم دروازه د هر چا پر مخ خلاصه شوه او هر چا دلته د خپلې خوښې تعليمي ادارې، شخصي مکتبونه، پوهنتونونه، لنډمهالي او اوږدمهالي کورسونه جوړ کړل، او په هغه کې يې خپل خپل نصابونه عملي کړل. غربي هېوادونه او مؤسسات چې د دغو تعليمي ادارو تر شا ولاړ ول له يوې خوا يې د افغانستان تعليمي نصاب له اسلامي ارزښتونو محروم کړ، او لکه چې د اشغال د ادارې د پوهنې وزير )فاروق وردګ( وايي په نصاب کې يې د شاملو ديني کتابونو د چاپ لپاره پيسې هم ورنه کړې، تر څو نوي نسل د مکتب په نصاب کې هم د ديني کتابونو له شتون څخه محروم شي. او له بلې خوا يې د ټولنې د شتمنې طبقې اولادونه د خپلو افغاني ملګرو په توسط په شخصي تعلميي ادارو کې احتوا کړل، او هلته يې په واردو شويو پرديو نصابونو روزي. دغه په پرديو نصابونو روزل شوي نسل به هماغه ډول افغانستان هم په راتلونکي کې د پرديو پر لار روانوي لکه څنګه يې چې د اسلامي نړۍ نور هېوادونه روان کړي دي.
)ج( امريکايانو د يوې سنجول شوې توطيې په ترڅ کې د افغانستان په خلکو داسې يو تعليمي نصاب ور تحميل کړ چې د اسلوب، تعليمي مېتود او د معلوماتو د سويې په لحاظ د افغانستان د اوسني جنګ ځپلي معارف د معليمنو او متعلمينو له سويې او وضعيت سره مطابقت نه لري. د دې کار نتيجه دا شوه چې نه موجوده معلمين دغه د پرديو له لوري فرمايشي نصاب په سم ډول تدريسولي شي، او نه هم زده کوونکي له هغه څخه سمه استفاده کولي شي چې پدې ډول يې معارف، معلم، شاګرد او د هغوئ د سرپرستان ټول له يوه ذهني اضطراب سره مخ کړل. او چې د لوړو زده کړو په وزارتونو او نظام کې اداري او اخلاقي فساد هم وسره ملګري شي نو نتيجه يې د) تعليم( پر ځاي )تجهيل( راوځي، چې همدغه د غرب اوږد مهاله هدف هم دي. ځکه چې غرب او د اسلام نور دښمنان نه غواړي چې افغانان دې پرمختګ وکړي، بلکې هڅه کوي چې د تل لپاره افغانان ځانته محتاج او له لاس لاندې وساتي
دمعتدل اسلام اومنحرف روحانيت له پيروانوکاراخيستل
معتدل اسلام او غرب پلوي روحانيت دوه نورې هغه خطرناکې وسيلې دي چې امريکا او د هغې متحدين يې په افغانستان کې د رښتنيو مسلمانانو او د غرب په خلاف د جنګېدونکو مجاهدينو په خلاف په سيستماتيک ډول په لاندې شکلونو کاروي:
)الف( غرب د خپلو تحقيقاتي مراکز د څېړنو او د خپلې زورورې مېډيا له لارې هڅه کوي مسلمانان هغه اسلام ته ور وبولي چې غربيانو په خپله ډيزاين کړي او )معتدل اسلام( يې بولي. غرب د خپل معتدل اسلام لپاره د ځيني سيکولرو هېوادونو لکه ) ترکيې(، )اردن(، )مصر(، )تونس( او ځينې نورو غرب پلوه او له حقيقي اسلام څخه د پرديو شويو هېوادونو او تعليمي مراکزو مثالونه وړاندې کوي چې د )الازهر( پوهنتون يې په سرکې دي.
امريکا همدا اوس په افغانستان کې د بېلابېلو سياسي او ديني مؤسسو له لارې د يوه )بې جهاده(،)بې وسلې(،)بې ځانګړي هويته( او )بې شريعته( اسلام د خپرولو لپاره کار کوي، او د همدې مقصد لپاره يې پدې وروستيو کې د اوقافو وزارت د ۱۰۰۰۰ ملايانو روزنه او په کابل کې د (اعتدال( په نامه د ديني مرکز افتتاح تر سره کړل. امريکا د دغه ډول لنډمهالو او اوږد مهالو پروژو له لارې غواړي په افغانستان کې د اسلام هغه فهم له منځه يوسي چې د هغه پر اساس افغانان په افغانستان کې د اسلامي نظام قائمول او د غرب په خلاف مقاومت کول غواړي.
)ب( امريکا او نور غربي هېوادونه او مشهور اشخاص په افغانستان کې له هغو تنظيمونو، ديني مراکزو، اصلاحي ټولنو، اسلامي ډوله راډيوګانو او ملايانو سره مرستې کوي چې د جهادي فکر مخالف دي، د) ولاء او براء( پر عقيده باور نه لري، او په افغاني ټولنه کې د )ارجائي فکر( د خپرولو لپاره کار کوي. غرب دغه جهتونه دېته هڅوي چې د غرب په خلاف جنګېدونکو مجاهدينو ته )خوارج(او)تکفيريان( ووايي، او په ډول ډول نورو هغو نومونو يې ياد کړي چې دافغاني ټولنې خلک ورڅخه کرکه کوي.
همدغه خلک چې مجاهدينو ته )تکفيريان( او )خوارج( وايي دوئ بيا له غرب څخه د راواردو شويو فکري فتنو لکه ډيموکراسۍ، سيکولريزم، لبراليزم، هيومنيزم، نشنلزم، وضعي قوانيونو او فکري ارتداد په هکله نه څه ليکي او نه يې وايي. او دا ځکه چې دوئ په بېلابېلو مجالاتو کې له غرب سره فکري او عملي مشترکات او متبادل مصالح لري. امريکا غواړي د همدوئ په واسطه د افغانانو له زړونو او ذهنونو د )جهاد( او )ولاء او براء( د عقيدې مفاهيم وباسي، او کرار کرار يې د سياسي پلوراليزم ترڅنګ د ديني پلوراليزم پر لار هم روان کړي. روحانيت، معنويت ته توجه، زهد، حسن خلق او ديني ارشاد ټول په اسلام کې مطلوب او مرغوب کارونه دي چې د اسلام علماؤ او مصلحينو تل ترسره کړي دي، او بايد ترسره يې کړي، خو يو څه خلکو بيا دغه صفات او حيثيتونه د اسلامي تاريخ په اوږدو کې په درواغو او په ټولنه کي د دنياوي وجاهت د ترلاسه کولو پخاطر کارولي دي، او پدې ډول يې پر )بې علمه( او )ساده لوحه( سپين زړو خلکو خپل تسلط ساتلي، او د هغوئ شتمنۍ يې د نذرونو، شکرانو او قلنګونو په نامه ورڅخه تروړلي دي، او خپله يې ورباندې مست شاهانه ژوند تېرکړي دي. دا چې دغه ډول خلکو تل د خوندونو ژوند تېرکړي، نو د خوندونو د نور تداوم لپاره يې له مشبوهو جهتونو، ګمراه حکومتونو، غربي استعمارګرو او په اسلامي هېوادونو کې له سيکولرو احزابو سره هم روابط او ايتلافونه جوړ کړي دي، او استعماري قوتونو هم د بېلابېلو سياسي او مالي هداياوو او رشوتونو په ورکولو د دوئ خدمات حاصل کړي، او د دوئ له نفوذ څخه يې د مسلمانانو په تسخيرولو او له جهاده د هغوئ په منصرف کولو کې کار اخيستي چې مثالونه يې په عربي هېوادونو، شمالي افريقا، سوډان، د هند نيمې وچې او افغانستان کي ډېر ډېر وليدل شول. همدا اوس چې امريکا د اسلام او مسلمانانو په خلاف يوه لويه جګړه روانه کړې ده، او د مسلمانو هېوادونو رښتيني روحانيين، مجاهدين، علماء، طالبان او با احساسه مسلمان ځوانان د غربي يرغلګرو په خلاف په ټوله اسلامي نړۍ کې په جهاد بوخت دي، په همدغه ډول حالت کې دغه د )کمرشل روحانيت( مدعيان او )سيکولر ډوله پيران( د غرب له صليبي ايتلاف سره ملګري دي، او د غربي لښکرو د صليبي جګړې په تبليغاتي او معنوي ډګر کې د مجاهدينو په خلاف د ديني مليشو په رول کې لوبېږي. امريکا په تېرو دېرشو کلونو کې ډېر دغه ډول درواغجن او سيکولر روحانيين په افغانستان او سيمه کې د خپلو توطيو د عملي کولو لپاره وپالل او ويې کارول، او لا نور يې هم د رښتينيو علماؤ، طالبانو مصلحينو او مسلحو مجاهدينو په خلاف کاروي. په راتلونکي کې د طالبانو تحريک او د دوئ جهادي فکر ته ريښتني خطر هم د همدغو دوه مخو خلکو له لوري متوجه دي. همدوئ به خلک د طالب پر جهادي مصداقيت شکمن کوي. همدوئ به امريکا او غرب ته د طالب د نرمولو او سولې ته د آماده کولو تمې ورکوي، همدوئ به د نوئ نسل ځوانان د جهاد او جدّيت له افکارو او ژوند څخه خرافاتي عقائدو او له غرب سره پيوند اخيستلو ته تشويقوي، او همدوئ به د جهاد نظريه تحريفوي او ځوانان به د جهاد له جبهاتو او د علم له مدارسو څخه خپلو خرافاتي مراکزو ته وربولي. که د غربي تحقيقاتي مراکزو لکه د )رنډکارپورېشن( او نور توصيو ته چې امريکا او غرب يې کړي وکتل شي نو وبه ليدل شي چې غربي يرغلګر دغو خلکو ته د خپلو دوستانو او ستراتيژيکو ملګرو په سترګه ګوري، او کوښښ کوي چې د دوئ په وسيله د ريښتيني روحانيت او جهاد د لاري لارويان له خپلې حقې لارې منصرف او منحرف کړي.
دغه خلک په هېڅ وخت کې د طالبانو د تحريک ريښتيني ملګري او خيرخواهان ندي. دوئ پرون هم د خوندونو او منصبونو پخاطر له طالبانو سره ولاړ ول، خو کله چې خوندونه او منصبونه له لاسه و وتل نو سمدستي يې په بېلابېلو نومونو او حيثيتونو د دښمن صف ته ورټوپ کړل. امريکا غواړي يو ځل بيا له همدغې دروازې د طالب په جهادي صف کي رخنه وکړي او له خپلې تګلارې يې واړوي.
دميډياله لارې دفکرونوتسخيرول
امريکا پدې پوهېږي چې د خپلو پوځي وسائلو او جنګي لښکرو له لارې د هر افغان کور ته نشي ورسېدلي چې هلته د هغوئ په فکرونو، عقائدو او د ژوند په بڼه کي تبديلي راولي، او هغه فطري کرکه او کينه يې له زړونو وباسي چې د غرب په خلاف يې لري. خو دغه کار بيا په ډېرې اسانۍ د مېډيا له لارې کولي شي، ځګه چې تقريبا ټول خلک راډيو اوري، تلويزونونه ګوري، د موبايل ټلفونو په واسطه فلمونه او نور تصويري معلومات ويني، او يوه زياته برخه خلک کمپيوټر او انټرنټ هم استعمالوي، او په راتلونکي کې به د دغو وسائلو استعمال نور هم ډېر شي
همدې اهميت ته په پام سره امريکا او ټول غرب کوښښ کوي چې خپل افکار او نظريات افغانانو ته د برقي وسائلو له لارې ور ورسوي. که د نوري فايبر )کېبلي انټرنټ( پروژه رښتيا هم په ټول افغانستان کې تطبيق شي نو امريکا به له يوې خوا ټول افغانستان په ډېرې آسانۍ تر خپل فکري او فرهنګي تهاجم لاندې ونيسي او نوي نسل به له ديني ارزښتونو څخه پردي کړي، او له بلې خوا به د ټول افغانستان معلومات د همدي نوري فايبر )کيبل( له لارې د دوئ لاس ته ورلوېږي چې دا بيا د لوي خطر خبره ده، ځکه چې افغانستنان دا ظرفيت او ټکنالوژي نه لري چې خپله سايبر سيکورټي )انټرنټي امنيت( تأمين کړي. امريکا همدا اوس د ۸۱ تلوېزوني او ۱۷۰ راډيويي سټيشنونو په ذريعه د افغاني ټولنې په اجتماعي او اخلاقي ژوند کې دومره منفي بدلون راوستلي چې په تېره يوه پېړۍ کې يې ساري نه ليدل کېږي.
داقليتونوپالل اونشنليستي افکارتقويه کول
امريکا د خپل ديارلس کلن اشغال په دور کې په افغانستان کې شيعه او اسماعيلي اقليتونو ته ډېره توجه وکړه، هغوئ يې منظم کړل، مؤسسات او د ښه ژوند وسائل يې ورته مهيا کړل، د افغانستان په اقتصادي او دولتي ادارو يې مسلط کړل، په سياست کې يې د هغوئ تر اصلي حجم زياته برخه او ځاي ورته ورکړ، او په فکري لحاظ يې د سيکولريزم او غربپالنې په فکر او په لوړو تحصيلاتو وروزل. امريکا دا هرڅه د دې په بدل کې ورته وکړل چې هغوئ په مطلق ډول د يرغلګرو ترڅنګ ودرېدل، او په قطعي ډول يې د اشغالګرو په خلاف مقاومت ونه کړ.
همدارنګه امريکايانو په افغاني ټولنه کې نشنلستي افکارو ته وده ورکړه، او په تيوريک لحاظ يې د افغانستان د بېلابېلو قومونو باسواده ځوانان او د فکر او قلم خاوندان پدې مصروف کړل چې تر هرڅه زيات بايد نشنلزم ( قوم پرستۍ( ته ارزښت ورکړي، که څه هم چې د اسلامي عقيدې او احکامو سره په تصادم کې هم واقع شي. دا چې نشنلزم يوه غربي مفکوره او نشنلستان په شعوري ډول غرب پلوي خلک دي نو امريکا همدوئ د مجاهدينو په خلاف استعمالوي، او د همدوئ په توسط د اسلامي نظام د قائميدلو مخنيوي کوي. او همدا اوس هم ټول نشنلستان چې په هر قوم پورې اړه لري د يرغلګرو په صف کې ولاړ دي
حکومتي نقش ناحکومتي مؤسساتوته سپارل
د امريکا او غرب حکومتونه د افغانستان په اشغالولو کې د مستقيمې ښکېلتيا له امله د مجاهدينو لپاره مشروع اهداف ګرځېدلي دي. د هغوئ پوځيان، جاسوسان، د هغوئ محلي ملګري، د هغوئ دفاتر او هر ډول پرسونل يې په افغانستان کې په خلاص مټ فعاليت نشي کولي. ځينې هېوادونو يې خپل پوځيان وېستلي، خو ناپوځي سياسي، استخباراتي، روزنيز او د فکرونو د بدلولو ادارې يې لا تر اوسه پټ او ښکاره فعاليت کوي چې هره ورځ يې د تأثير او فعاليت ساحه نوره هم تنګېږي. په ولسواليو، ولاياتو او لويو ښارونو کې د مجاهدينو پراخ او مؤثر حضور د غربي او غرب پلوو ادارو لاسونه ورتړلي دي او کارکوونکي يې د سر د ساتلو په هڅه کې دي دې وضعيت غرب دېته اړکړي چې د افغانستان د لاندې کولو او دلته د خپل تأثير د ساتلو لپاره د خپله ښکاره حضور استراتيژي د پټ او بالواسطه حضور په استراتيژۍ بدله کړي. امريکا او ملګرويې په تېرو ديارلسو کلونوکې په افغانستان کې تر ۴۰۰۰ زياتي نادولتي مؤسسې ايجاد کړي وې. دغه مؤسسې دومره ډېرې او خپلسرې وې چې د کرزي د پخوانۍ کابينې د پلان وزير رمضان بشردوست ورڅخه تقريباً دوه زره مؤسسې په يوه ورځ لغوه کړې. خو دا چې افغانستان د غرب لخوا اشغال شوي، او د غرب لخوا افغانستان ته تخصيص شوې ۸۰۶ فيصده پيسې د همدې مؤسساتو له لارې د هغو اهدافو د حاصلولو لپاره مصرفېدلې چې غرب يې غواړي، نو ځکه خو د دې پر ځاي چې د وزير په امر مؤسسې له فعاليته منع شي، بالعکس وزير د مؤسساتو په امر له وزارته برطرف کړاي شو. غربي نادولتي مؤسسې په حقيقت کې د غرب هغه لښکر دي چې پرته له جګړې د غرب لپاره د اسلامي نړۍ حکومتونه او ولسونه تسخيروي، او په سړه سينه او دوامدار فعاليت ټول هغه مقاصد حاصلوي چې پوځونه يې له حاصلولو عاجز پاتې کېږي. او دا ځکه چې پوځي فعاليت او اشغال خاوره نيسي، خو د مؤسساتو فعاليت ولسونه، عقلونه، فکرونه او اقتصادونه اشغالوي. نو ځکه خو همدې اهميت ته په پام سره غرب په افغانستان کې د خپل پوځي عقب نشينۍ تشه په نادولتي مؤسساتو ډکول غواړي. د مؤسساتو د پټ او خطرناک رول د وضاحت لپاره يوازې دا مثال هم کافي دي چې کله طالبانو د خپل حکومت په وخت کې په کابل کې له ميشتو مؤسساتو وغوښتل چې د ښار له ګڼې ګوڼې او د خلکو له منځه دې دکابل د ښار په غرب کې د قرغې پر سړک ښکلې سياحتي او د تازه هوا لرونکې ساحې ته ټول په يو ځاي کې راجمع شي، او د دې کار هدف دا وو چې له يوې خوا ښار د دوئ له فشار څخه خلاص شي، او له بل لوري يې طالبانو ته نظارت آسانه شي، خو مؤسساتو د خپلو دفاترو بندولو ته پر هغه ځاي ته په ورمنتقل کېدلو ترجيح ورکړه، ځکه چې هلته يې بيا پټ رازونه او پټ ملګري رسوا کېدل. په افغاني ټولنه کې د غربې نادولتي مؤسساتو د خطرناک تأثير تر ټولو لويه نمونه همدا د اوسني نظام منځته راتلل دي،ځکه چې د اوسني حکومت ډېرو وزيرانو، رئيسانو، سفيرانو، لوړپوړو چارواکو، واليانو، وياندانو، د مطبوعاتو او ميډيا چلوونکو، د سنا او ولسي جرګې استازو، د تعليمي ادارو مشرانو او د سياسي احزابو رهبرانو او مشهورو څېرو د غرب په پرونيو نادولتي مؤسساتو کې کارونه کول، او همدغو غربي نادولتي مؤسساتو په تېرو څلورو لسيزو کې په افغاني ټولنه کې دومره کار او تأثير کذاري کړې وه چې کله امريکا پر افغانستان د يرغل اردهوکړه نو په سلګونه زره افغانانو ورته په يوه او بل شکل د راتلو لاره هواره کړه. چا ورته د پياده عسکرو وظيفه اجراء کړه، چا ورته جاسوسي وکړه، چا ورته د مېډيا له لارې د هغوئ په ګټه ذهن سازي وکړه، چا ورته دولتي او نا دولتي ادارې وچلولې، او چا ورته د هغوئ لپاره جنګېدونکي پوځ، پوليس، استخبارات، مليشې او اربکيان جوړ کړل، او ښه په خوند يې د غربي يرغلګرو خدمت وکړ. غربي نادولتي مؤسساتو د کمونستانو اوروسانو په خلاف د افغانانو له جهاد سره هم يوه خطرناکه لوبه وکړه، او هغه لوبه داسې چې غربي مؤسساتو په ډېر مهارت د مجاهدينو او مهاجرين له منځه پوه، باتجربه، د لوړوتحصيلاتو لرونکي، د قومونو مخور او با نفوذه خلک، مشهور قومندانان، ليکوالان، فرهنګي او تأثير ګذاره خلک، د پوهنتونونو استادان او نور هغه با استعداده خلک چې بايد د جهاد صف ورباندې قوي شوي واي يو يو ټول کړل، او په خپلو ادارو کې يې په کار وګومارل. دې کار د جهاد او هجرت صف ته دوه ستر نه جبيره کېدونکي زيانونه ور واړول، او هغه دا وو چې يو خو يې د جهاد صفوف او مهاجرين د کار او سرپرستۍ له خلکو محروم کړل، چې د دوئ ځاي بياپه جبهاتو کې نا اهلو خلکو، چرسيانو، لوچکانو، بې هدفه او خرځېدونکو جنګياليو او پاټکيانو ونيوه چې هم يې جهاد بدنام کړ او هم يې ولس وکړاوه. او بل زيان يې دا وو چې دکار خلک مو څه په آګاهانه او څه هم په نا آګاهانه ډول دغرب په خدمت کې واقع شول. امريکا اوس بيا غواړي خپل نا تکميل شوي پوځي اشغال د همدغو نادولتي مؤسساتو په لاس تکمل کړي، که څه هم چې دا کار به لس پنځه لس کاله نور هم واخلي. او په همدې مقصد خو امريکا د ۱۰۱۵ م کال لپاره په افغانستان کې د جنګ بوديجه يوازې ۷۹ مليونه ډالره ټاکلې، خو د ناپوځي فعاليتو د جارې ساتلو لپاره يې دوه مليارده او شپږ سوه ميليونه ډالره تخصيص کړې او کانکرس ته يې د منظورولو په مقصد ورلېږلې ده. په افغانستان کې د غربي نادولتي مؤسساتو په اړه به دا يو ډېر ساده تصور وي چې يوازې هغه مؤسسې دې تر څارنې لاندې ونيول شي )نصرانيت، يهوديت او نورو باطلو نظريو ته خلک وربولي) او دا ځکه چې غرب اوس دينونو ته پر دعوت ترکيز نه کوي، هغوئ اوس په خپله عملاً نصرانيت پرې اېښي دي، يهوديت يوازې د يهودانو دين دي، او هغوئ نه غواړي چې بل څوک دې ورکې داخل شي، او نورو باطلو عقائدو ته هم غربيان په ښکاره مسلمانان نه وربولي. نن د غرب لپاره تر ټولو مقدس دين او مقدس ارزښتونه چې تر نصرانيته هم ورته ډېر ارزښتمن دي هغه)ډيموکراسي، د بشر حقوق، د ښځو آزادي او له نارينه وو سره په هر څه کې د هغوئ مساوات، د وضعي قوانينو حاکميت، سيکولريزم، ليبرال تعليم او د کاپيټالزم اقتصادي نظام( دي. او په اسلامي نړۍ کې يې خپل ټول مؤسسات او د مدني ټولنو منظومه هم د همدغو اهدافو د تحقق لپاره په کار اچولي دي، او دا ځکه چې هغوئ د همدغو ارزښتونو له لارې پر اسلامي نړۍ خپل تسلط ټينګ کړي دي. نو هره هغه مؤسسه چې په هر پټ اوښکاره ډول د دغو اهدافو لپاره کار او فعاليت کوي هغه خطرناکې مؤسسې دي چې مسلمانان بايد د دښمن په سترګه ورته وګوري، او پداسې ډول استفاده ورڅخه وکړي لکه له اور څخه چې څوک استفاده کوي. امريکا له تېرو دوو کلونو راهيسې د داسې پلانونو پر جوړولو کارکوي چې څنګه خپلې پروژې او پروګرامونه دمحلي قرارداديانو، ملکانو، روحاني ډوله مشرانو او د خصوصي تعليمي ادارو د چلوونکو له لارې عملي کړي. د غربي هېوادونو او امريکا پټو او ښکاره توطيو او د اسلامي نړۍ د هېوادونو د ما بعد الاستعمار پېچلي او په غرب پورې تړلي وضعيت ته په کتلو او په افغانستان او سيمه کې د امريکا اقتصادي او ستراتېژيکو اهدافو ته په پام سره سړي په زغرده دا ويلي شي چې امريکا په آسانه د افغانستان په يو مخيز ډول پرېښودلو ته زړه نه ښه کوي، او له افغانستانه د قواوو وېستل يې په پوځي جګړه کې د شکست حقيقت ته د تسليمېدلو او د خپل جګړه ځپلي اقتصاد له رګونو د نورې ويني د درولو د عملي هڅې په معني دي. پدې کار سره امريکا يوازې د جګړې له له اور او ستومانۍ ځان هوسا کوي، خو له افغانانو څخه د خپلې ماتې د انتقام د اخيستلولپاره به خپلې ناپوځي جګړې او په افغانستان کې د اسلامي نظام د مخنيوي هڅو ته نور هم زور ورکوي. غرب د اسلامي هېوادونو د نيولو او د مسلمانانو د تسخيرولو اوږده تجربه لري چې له صليبي جګړو شروع شوې او د اندلس د سقوط، استعماري جګړو، استشراقي څېړنو، پر اسلامي نړۍ د سيکولرو او مستبدو نظامونو د تحميل، د نوي نړيوال نظام د تسليط، او د نړۍ د نيونې په مقصد دګلوبلايزشن د نظريې د جبري تنفيذ په څېر مراحل يې طې کړي دي، او لا نور هم د غرب فکري او څېړنيز مراکز د مسلمانانو د تسخيرولو په مقصد د پلانونو او دسيسو په جوړولو شپه او ورځ کار کوي
د غرب په اړه زموږ درک ډېر ساده دي، موږ مقابله او بري يوازې د جګړې په ډګر کې ګڼو، او لدې ناخبره يو چې غرب څنګه په خپل سياسي او اسخباراتي استعداد او مهارت زموږ د پخواني جهاد تنظيمونه، په لکونو مسلح مقاومت کوونکي، جهادي رهبران او د تېر جهاد قهرمانان په خپل صف کې ودرول، خپل ټوپک يې د هغوئ پر اوږه کښيښود، او د غرب په خلاف جنګېدونکي ريښتيني مجاهدين يې هدف وګرځول؟ د اوسني روان جهاد رهبرانو ته په کار ده چې د غربي يرغلګرو او د هغوئ د پاليسيو په اړه کافي مطالعه ولري، او ټولې هغه لارې وپېژني چې دښمن له هغو څخه راداخلېږي. ترڅو داسې نشي چې دښمن د دروازې له لارې ووځي خو دکړکۍ له لارې بېرته راننوځي.
پايله
جګړه هغه کشمکش ته وايي چې د دوو يا تر دوو ډيرو لوريو ترمنځ د نيواک او بريا لپاره وي او انسان پکې وژل کيږي. دا کشمکش (که د هيوادونو يا انسانانو) ترمنځ وي کوم توپير نلري خو د انسانانو وژل پکې اساسي ټکي دي
د “جنګ” کلمه د نننۍ ورځې په استعمال په پهلوۍ ژبه کې هم شته ده. ژبپوهان پر دې باوري دي چې د”جنګ” کلمه له هنديورو کلمې Ghengh څخه راوتلې ده او د(( حرکت او مخته تللو)) مانا ورکوي. له دې کلمې څخه نورې کلمې، لکه جرمني کلمه gang( د تللو، دهغو خلکو يا ډلې سفر ته وايي چې يوځاي حرکت کوي) راوتلې ده. همدغسې د انګريزۍ gang ( ډله، دجنايتکار وډله…) او gangster ( جنګېره، بدماش ) هم له زړې جرمنۍ څخه انګريزۍ ته ورغلې دي.
همدارنګه افغانستان دخپل جغرافيايې موقعيت په اړه دنړۍ بحري اوبوته لاره نه لري مګر راځي افغانستان له داسي يوملک سره پرتله کړو چې هغه هم له اوبوسره نيغ په نيغه تړاو نه لري ماچې دنړۍ نقشي ته په زغرده وکتل ،نودنړۍ ډيرشميرهيوادونه دبحراوبوته لاره نه لري،مګرملکونويې داسې کلتوري اوسياسي لوړې ټيټې نه دي تيرې کړي لکه چې افغان ولس په وروستې څوپيړيوکې تيرې کړي دي.
ظاهراً پر افغانستان د امريکايي يرغل تر شا د اسامه بن لادن قضيه وه او همدا راز په دې جګړه کې د امريکايانو نورې موخې، د طالبانو د اسلامي امارت ړنګول، بلکې خپله د طالبانو ختمول، د افغان اردو جوړونه او دغه راز د طالبانو د اسلامي امارت پرځاي د يوه دېموکراتيک نظام رامنځته کول وو، چې هېواد ته سوله او ثبات راوړي. که چېرې امريکا ته د اسامه ورسپارل له طالبانو څخه د امريکا يوازېنۍ تقاضا وه؛ نو په کار وه، چې د هغه له وژل کېدو سره امريکا نور له دې سيمې وتلې واي؛ خو خبره هومره هم ساده نه ده، بلکې امريکايان دلته نورې ډېرې پټې او ښکاره ګټې لري، داچې دسپټمبريوولسمې پېښه يوه داسې جوړشوې پلان ووچې ترڅو دهمدې پلان شوې طرحې له مخې وکولای شي چې افغانستان ته دراتللو زمينه ځانته برابره کړي اوخپل سياسي ،اقتصادي اوټولنيزاهداف ترلاسه کړي
وروسته دسپټمبر له پېښې نه چې امريکايې لوړپوړوچارواکو اسامه بن لادن اودهغه ډله دپېښې عاملين وګڼل اودهغه سره دمبارزې په لټه کې شول چې بالاخره متحده ايالاتو ته هغه موقع په لاس ورغله کوم چې کلونه يې دهغه انتظار ويست ، نوپه همدې ترتيب يې دافغانستان په وړاندې له سخت دريځۍ نه کار واخيست اوپه افغانستان يې حمله وکړه
وړانديزونه
1- داچې افغانستان په اسياکې دوريښمولاری په سرکې پروت دی اوډيرو هيوادونوته ديوی څلو رلاری حيثيت لري اودشوروي دړنګيدوڅخه وروسته يې جيوپوليتيک ارزښت نورهم زيات شوی چې بايدافغانستان دولت خپل دغه جيوپوليتيک ارزښت همداسې په دوامداره توګه وساتي.
2- دافغانستان دولت بايد خپلی ټولی طبيعي زيرمې راوڅيړي اوخپل اقتصاد ورباندې په پښوودروي ترڅوهيوادوالوته هم دکارزمينه برابره شي.
3- دافغانستان دولت بايد خپلې ستونزی دجګړی دلاری نه بلکې سولی اوخبرواترو دلاری حل کړي.
4- دافغانستان دولت بايد دجګړی اصلی عوامل هغه داخلي اوبهرني وي پيداکړي.
5- دافغانستان په جګړه کې دافغانستان نه بلکې دبهرنيوهيوادونوګډي موخې پرتې دي چې بايد دافغانستان دولت يې مخه ونيسې .

اخځليکونه
1- ستانکزی، عبدالصمدباهر، چاپ کال، (۱۳۸۹ هـ ش) ،دسپټمبريولسمه اوپرافغانستان يې اغېزې ،عبدالمجيدمومندخپرندويه ټولنه ، جلال اباد ، ننګرهار.
2- صفاري، سلطان شاه ، چاپ کال(۱۳۹۴ هـ ش) ، دافغانستان دبهرنيواړيکو تاريخ،مستقبل خپرندويه ټولنه ،کابل ، افغانستان.
3- مسلم دوست عبدالرحيم بدراستاد بدرالزمان؛ چاپ کال (۱۳۸۵ ) دګوانتنامو ماتې زولنې ، مومندخپرندويه ټولنه ، جلال اباد ، ننګرهار.
4- ليکوال، ويليم بيليم، ژباړن فريداحمد هلال ، چاپ کال (۱۳۹۰ هـ ش) ، بدمعاشه امريکا، مومند خپرندويه ټولنه ، جلال اباد ،ننګرهار.
5- ليکوالان، ناهيداسي ګوريا ، مظهري داکټرسليم، مسرت جبين، ژباړن ، احمدزې ،خيرنيازمحمدسرور، دافغانستان اوامريکا متحده ايالاتو اړيکې اودسپټمبر ۱۱ پېښې ته يوتاريخې کتنه .
6- نيازې ،مستعلي خان، کال(۱۳۸۹ هـ ش) سردارمحمدداودخان دواکمنۍ سياسي ستونزې، ګودرخپرندويه ټولنه ، جلال اباد، افغانستان .
7- فراهي ، عبدالغفار، افغانستان د ديموکراسي اوجمهوريت په کلونوکې ، دانش کتابتون، پېښور.
8- عطايي ،محمدابراهيم،کانديد اکاډميسن ،کال(۱۳۸۳ هـ ش) دافغانستان پرمعاصرتاريخ يوه لنډه کتنه ، ميوند خپرندويه ټولنه ، کابل افغانستان .
9- شېرزاد،م ، کال(۱۳۹۱ هـ ش ) افغانستان دنړيوالوسياستونوپه محراق کې ، همدرد خپرندويه ټولنه ،جلال اباد ، افغانستان .
10- لس کلنه امريکايې ديموکراسي اوافغاني سياسي بی وسي دمقالوټولګه ،کال (۱۳۹۰هـ ش) ، خپرندويه ټولنه ،په نيدرلند کې افغانی کلتوري ټولنه ،چاپچارې : مومندخپرندويه ټولنه جلال اباد.