ددوحی تړون وروسته دسولی په سر راولاړه اړودوړه دیوی سینمایی صحنی شکل نیولی دی. دا یو تراژیدی ده. ددی تراژیدی له کبله زما ننی لیکنه اوږده ده. نو هیله دی دویلو حوصله مو تنګه نسی. زه به اول ورک لوبغاړی یاد کړم او بیا به دصحنو ممثلین یا لوغاړی وښیم او اخیر کی به دسولی دتراژیدی پایلی ته اشاره وکړم.

دافغانستان پوهان نسته او که ورک دي؟ 

په دی آخیر وختو کې زه دافغانستان په تلویزنو زیات وخت ضایع کوم. دسولي په هکله دافغانانو په ملي اسلامي نظرو پسي ګرځم. په خواشینۍ باید ووایم چه زه یې مأیوسه کړي یم. دا ګیله تنها دکابلستان له خلکو نده بلکه هغه کسان چې دکابلستان له سرحدو نه دباندی ژوند کوي هم پکې شامل دي. ځینی دروسیی، ځینی داروپا او نور بیا دامریکي څخه دتلویزیون په پرده راښکاریږي. ځینې یې طالبان او نور بیا ځانونه بیطرفه ښیې. ځیني یی له بده مرغه ځانونو دپوهنتون استادان بولې او ځیني یې بیا ځان ډیر مسلمان معرفې کوي چه ته به وایي دطالبانو څخه په درجو پورته دی. دارګ دلیونیانو نه نیولی تر طالبانو او نور بیا سیاسی شنونکی ځان ته وایي. ښه پاخه کسان وی او ته به وایی چه دعمر تجربو به څه ورزده کړی وی. مګر آه دافغانستان په بدبختی.

نه پوهیږم دا دخبریالانو چل دی او که رښتیا افغانستان دقحط الرجال مشکل لری. ایا خبریالان پوه خلک نه پیژنی او که پوهانو ځانونه ورک کړی دی؟ په هر حال زه اول تنها دارګ دلیونیانو له خبرو تښتیدلم. اوس نو صرف دیوی دوری سوال ته پاتیږم او دهغوی دجوابو نه مالوموم چه یا د کتلو وړ دی او یا دخاموشولو. که یو کس پیدا سی چه سوالو ته غوږ نیسی او دسوال سره مطابق جواب ورکوی بیا یی ګورم. اما زیات وخت ټول دوخت دضایع کولو سبب وی. حیف که دوی ته دتلویزونو څخه دوخت په سر سوغاتونه ورکول کیږی. 

دولتی ګردانونه

هغه چې زما زړه خرابوې هغه دارګ او دکابلستان داداری دکسانو ګردانونه دی. زه ګردان هغه څه یاد سوی تقریرونو ته وایم چه دمکتب او مدرسی زدکونکی یی دازموینو دتیاری په وخت کی په ولاړه تکراره وی او که پو هیږی او نه خو دامتحان په پارجه یی لیکی. کابلستان دکابل میشته خلکو په هکله وایم: دا په دی چه ددی جغرافیی خلک له هغه نه دوه دری کیلومتره وړاندی افغانان نه پیزنی او ددوی زوند، عقیده، اخلاق، او سیاسی ارمانونه له ټول افغانستان څخه کاملا فرق لری. بیا هم دکابل په کردان کونکو کسانو کی دارګ دسردارانو خبری عجیبی دخندا وړ خبری وی.

دارګ دسردارانو خبری

که خبریال له دوی نه دمځکی څخه سوال وکړی دوی خپل یاد سوی پروپاګند وایی. او که بیا دمریخ سوال وکړی بیا هم هغه ګردان تکراره وی. کله خو بیا و خبریال ته دجمهوری فلسفو ګوډ او ړوند تعریف کوی او کله کله که  له طالبانو سره مخ سی نو د کنځلو نه سوا بل یی نه وی زده او د دوو او دریو شیبوپه ترڅ کی هغه دکنځلو یاد کړی پراګراپونه په ډیر اطمنان تکرار کړی. ته به وایی چه دکابلستان اداری دا شل کاله خپل خلک د پروپاګندو سیمینارونو او ورکشاپونو ته هره دوهمه او دریمه میاشت ورغوښتی وی او همدا درواغ یی باندی زده کړی وی. ته به وایی چه دا کسان به ځانونه دازمون په څوکی ناست بولی او دښو نمرو انتظار لری. 

سره خوله هلکان دکابلستان له ادارو څخه په تلویزنو کی کینی چه دا دکابل داداری له ناپوهی نه تعبیر کوی. هغه کس چه دارګ درییس نه نمایندګی کوی هغه باید صرف دخپل ماستر نظر وخلکو ته ورسوی نور هیڅ. مګر نه، دوی په هر څه دمچ په توګه کینی. ارګ په دی ملامت دی چه هرڅه په یوه چمچه اندازه کوی. که داسی وی چه یوه خبره شخصی نظر غواړی نو باید یو مشاور او یا کارپوه دولتی غړی ولیږل سی ترڅو خلک پوه سی چه دولت څه غواړی. 

هغه کسان چه دکارپوه او دولتی نماینده په چوکی کی ناست وی هغه هم دارګ دسردار نه زیات نوی. هغه دځمکی او مریخ سوالونه په یوه ګردان باندی جوابوی. دهغوی ګردان بیا هم دپاکستان شکایت، طالبان او پاکستان، نیابتی جکړه، ترقی او بشری حقوق او داسی نور. داکسان هومره ضعیف وی چه لا اوس هم نه پوهیږی چه دا ۱۹۹۶ ندی چه طالبان په درواغو و دنیا ته ورمعرفی کړی. ددوی مخاطبین افغانان دی. دوی وایی پاکستانی فوج راغلی. دوی نه پوهیږی چه درک کړی چه افغانان دکابلستان دباندی له کلیو بانډو سره تماس لری او یا تګ او راتګ لری. هغوی طالبان پیزنی هغه دکابلستان دتسلیم سوی عسکرو په څیر له پاکستانی عسکرو سره په اردو خبری نسی کولای. هغوی هم پښتانه وینی او هم تاجک او اوزبک په یوه جبهه کی. اوس می اوریدلی چه هزاره هم لری. 

دا کسان دطالبانو رهبران دپاکستان مزدور بولی. خو یوه شیبه هم دوی داسی خیال نکوی چه دکابل اداری او عسکر دپردو په زور په کابل کی میشت دی. دا کارپوهان ځانونه دملت نماینده ګان بولی (ځینی یی په پارلمان کی کینی) مګر سوال نه ځینی کیږی جه هغوی یوواری هم دطالبانو منطقو او یا خپلو منطقو ته تللی دی. او کله بیا ځان داستخباراتو غړی بولی او په ستالینی بریتو کی په ډیر ډاډ وایی چه مونږ اسناد لرو. دوی یو سند هم نلری. او کله چه په ډیر ډاد ووایی بیا وروسته هغه دروغ ثابت سی. دسره صلیب اعلانیه هم دا تاییده وی. اقلا داسی سند چه دطالبانو او پاکستان او دکابل اداری او غربی دولتو سره تعلقات مساوی ثابت کړی. 

دوی دا هیروی چه دری ملیونه افغانان په پاکستان کی دی. هغه افغانان پاکستانی بلل به ملی خیانت وی. او که طالبان بیرته پاکستان ته ځی نو باید هغه دپنجاب ونبلل سی. که بیا هم دعوه کوی نو پوره اسناد دی ورکړی. 

دنویو معلوماتو په بنا افغانستان په ملیونو پاکستانی شناختی ګارډونه لری. آنی داشرف غنی عکس باندی پوښل سوی دی. نو که دافغان عسکر په جیب کی هغه کارت وی او په اردو خبری وکړی هغه به پاکستانی وی؟ او که یو مهاجر دپاکستان کارت ولری هغه به هم پاکستانی وی؟ آخر ولی پاکستانی افغان تر امریکایی افغان کم وبلل سی؟ او بیا هم دا به څنګه ثابته سی چه مړ پاکستانی یو افغان عسکر ندی او دمرګ نه وروسته دهغه په جیب کی پاکستانی کارت ندی ایشودل سوی؟ آخر تورپوستی افغانان خو ډیر دی خصوصا هغه که بیا هندوان وی. ددرواغو تیاتر اصلی څیری هم لرلای سی. دچارسدی او بنو لیونیان خو اسی هم دکنچنیانو رول لوبولای سی. 

دکابلستان خلکو ته باید ووایو چه له کابله ووځی او دملت کلیو او بانډو ته ولاړ سی. هغه ولسوالی ووینی چه دکابل دعسکرو لخوا ویجاړ سوی، هغه کورونه او دکانونه ووینی چه لوټ سوی او دبامونو لرګی یی هم ندی پریښی، پوستی پکښی جوړی سوی، هغه کلیو ته لاړ سی چه عسکرو ظلمونه باندی کړی او له کورو یی پوستی جوړی کړی دی او بیګناه خلک یی وژلی. خلک په کلونو ددوی له ظلمه مهاجر سوی. 

تښتیدلی نابغه کارپوهان

دا کسان به نمک حلال کسان وبولو. ددوی وطنونه اوس امریکا او اروپا ده. دوی حتما باید وخپل وطن ته مخلص پاته وی. دوی بیا دنیابتی جنګ ډنډوره را اخیستی وی. دوی پوهیږی چه ددوی فعلی وطن دافغانستان دمرګونو په تیاتر کی ملوث دی. خو دخپلی نمک حلالی په خاطر هغه نه وایی او په یوه خیالی دنیا کی روان وی. دوی طالبان هم داشرف غنی په تله تلی. دوی هم فکر کوی چه داشرف غنی په توګه چه دترمپ ترشا دامریکا دعسکرو په صف کی ولاړ وو، طالبان به هم دپاکستان دعسکرو په مینځ کی ولاړ وی. هغوی چه له طالبانو سره مخ سی بیا غواړی چه طالب خپل افغانیت ورته ثابت کړی!!!

دا کسان داسلام خبره هم کوی. ددوی داسلام پوهنه دغربی خلکو اسلامی پوهنه وی. هغوی غواړی اسلام دغربی اصولو لاندی ومنل سی. هر هغه چه اسلامی وی نو هغه بربری او جهل بولی. 

دا پورته ټول خلک طالبانو ته وایی چه تاسی دترقی ضد یاست ملت ته ترقی نسوی راوستلای. او ملی شتمنی مو تخریب کړی. مګر دا هیروی چه دامریکا دلاسناسته حکومتو ترقی دغلو په لاس راغلی، او دولت دا ده اوس یی دتخریب لیاره منلی او په لویو لویو بمونو یی ویجاړه وی. افغانان پوهیږی. 

په همدی ډول دوی دسولی په سر ګټوری خبری اغوا کوی.

کورنی او بهرنی سیاسی ښنونکی

سیاسی شنونکی بیا نور ګردانونه کوی. دپاکستان موسیقی یی روانه کړی وی. دتحمیلی جنګو په نامه بیخونده ربابونه وهی او ته به وایی چه په دی تاکید کوی چه افغانان باید دفکر حق ونلری او د خپلو مشکلاتو لپاره خپل حل پیدا نکړی. کیدای سی چه زیات یی بزدله خلک وی چه پوهیږی دکابلستان اداره امریکایی اداره ده او دهغوی په پیسو چلیږی نو دامریکا له امر نه سوا بل څه نسی کولی. دوی طالبان هم دپاکستان په امر باندی تړلی خلک بولی. ددوی دا قیاس په تسه خیټه ولاړ دی. دوی فراخ لیدلوری نلری او دشارونو دباندی په خبرو باندی یی سر خلاص نوی. دوی نه خپله آزاد فکر لری نه دکابل خلکو ته نه و طالبانو ته دا فکر ورکولی سی چه هغوی باید دخپل مشکل حل په خپله پیدا کړی او دهغه لپاره لیاری ورته وښیی. دوی هم غربی پروپاګند تکراروی چه دخورا خواشینی خبره ده. دوی کله خپل خیالی دنیا لری او هغه بیا دیوه حقیقت په توګه خلکو ته ورښیی چه ددوی له خبرو داسی ښکاری چه اسناد لری او دهغه په کمک یی خپل نظر جوړ کړی دی. کاشکی داسی وسی. 

خبریالان

په دی ټولو کی خبریالان ملامت دی. هغوی دسولی دمجلس لپاره سم کسان نسی پیدا کولای او دمجلس داداره کولو په کار کی ناکام وی. هغوی سم سوالونه نسی کولای او زیاتګویانو ته ددرولو جرءات نه لری چه په موضوع  سر ټیټ کړی او دباندی ونوځی او دبد جواب په وخت کی هغوی په وار وار خپل سوال ته متوجه کړی ترڅو بیهوده خبری له مینځه یوسی. ممکن ددوی قصدا دا په زړه کی وی چه دکابلستان پروپاګندو ته نور هم شهرت وکړی. کاشکی دوی نه ویلای چې دوی آزادی خپرونی کوی.

خبریالان ددولت پروپاکند زیات وایی، او دهغو تبلیغات په مینه خپروی. هغوی دقضیی بیطرفه ارزونه نه کوی او په دی ډول دوی دخبریالانو ازادی غواړی خو دازادی په معنی نه پوهیږی. هغوی ځان بیطرفه او آزاد بولی خو که یوه میډیا کی دطالبانو ترانی وویل سی او دطالبانو خبری نشر کړی له هغوی نه دآزادی صفت لیری کوی. دا په داسی حال کی چه همدا دطالبانو په منطقه کی خبریالان هغه کوی چه ددولت په سرحدو کی یی آزاد خبریالان کوی.

طالبان  

دطالبانو ځینی نمایندګان په خبره پوهیږی. دهغوی جواب له سوال سره برابر وی. مګر مشکل یی دادی چه هغه هم په احساساتو باندی راځی او خبری تری پاته کیږی. 

دعمومیاتو دباندی څه نسی ویلای. هغوی باید پوه سی چه خلک په دوی باندی زیات سوالونه لری. هغه په عمومیاتو باندی نه جوابیږی او دسوال څخه تیښته دوی ته کومه ګټه نلری. 

هغوی باید داسلامی نظام په هکله ښه مطالعه ولری او دزړو او نوی مسئلو نه خبر وی ترڅو وکولای سی جوابونه ورکړی او هغه په ساده او مختصر ډول خلکو ته بیان کړی. خلک په خپله عقیده سم ندی خبر نو له هغوی نه په اسلامی نظام پوهیدنه دتمی خبره نده. 

هغه کسان چی بیا پوه دی که هغه له طالبانو څخه قانع ځواب پیدا نکړی هغوی دمایوسی په خاطر دطالبانو څخه مخ اړوی او په دی ویره کیږی چه بیا بل دمجاهدینو او اوسنی نظام په څیر اسلامی دولت راځی چه نوم به یی اسلامی وی خو آنی اسلامی بوی به ونلری. 

هغه پوه کسان چه اسلامی نظام غواړی هغه تنها حدود او قصاص نه غواړی. هغه صرف په هدایه کی فقهی احکام نه غواړی هغه په هغی بالا نور غواړی. اوس وخت بدل دی او احکام دوخت سره بدلیدل غواړی. دا داحنافو عمومی فتوا ده. فقه صرف شرعی خبری نلری بلکه زیاتی پکی اجتهادیات دی. همدا اجتهادی خبری دی چه دوخت سره مطابق باید بدلی سی. نو ځکه هغه کسان چه اسلامی نظام غواړی هغوی زیات توقعات لری او طالبان یی باید قانع کړی چه ددوی سره به همکاری وکړی. 

دطالبانو د مخالفو عجیبی خبری باید په دوی تاثیر ونلری. مثلا که څوک وایی طالبان خیرن کالی او اوږدی څڼی لری او دوی یی ویرولی هغه به دلیکونکو له خپل وطن سره قطعه سوی احساس بیانوی. دطالبانو خیرن کالی دټول افغانستان دکلچر برخه ده. هغه که ښه دی او که بد هغه جزی خبره ده. دجنګ په میدان کی غسلخانی نوی. خو که همدا کسان بیا دطالبانو دعسکرو بیباکه رویه بیان کړی، دارغنداب په ډول د بی امنیتی او دطالبانو دوعده شکنی په هکله ولیکی نو هغه دویر خبره ده او طالبان یی باید ومنی او دهغسی کار دتکرار امکان له مینځه یوسی او دجنګ او کوچنی خلکو کار یی ونه بولی. بریالای جریان هغه دی چه له سره ترپایه منظم او دهغوی په کړو او عمل کی تفاوت نوی. بیا هم ضعف منل شکست ندی بلکه دهغه پیدا کول دتقوی او پرمختګ لپاره یوازنی ښه لیاره ده. که دا وسی نو خلک به دوی نور باور هم وکړی. دوی باید له ځانه تهمتونه په ډیره چټکتیا لیری کړی. 

دسولی ورک حل

په پورته تیاره تیاتر کی دسولی درسیدو لپاره لیاره ورکه ده. د دی تیاره تیاتر خو زه کړولی یم مګر زه مظلوم نه یم. په ډیر تاسف سره باید ووایم چی په سوله باندی ظلم سوی او ملت له دی مظلومی نه خلاصدل غواړی. 

سوله مهمه ده او دهغی په هکله باید واقعیت وویل سی. کابل او دوحه باید په خپل وار ووایی چه ترکومه پرمختګ سوی او په کومه نقطه خبری بن بست ته رسیدلی. دهمدی په خاطر مونږ پورتنی ګیلی ولیکلی. 

دسولی په خبره کی برخوال او یا دهغه په هکله شریک کارپوهان او دولتی نمایندګان باید تیر تاریخ هیر کړی او دآینده په هکله  دی خبری وکړی. څوک ښه او څوک بد دی ددی سپیناوی به دتاریخ کار وی نه د سولی په هکله داړو کسانو. که په دی سپیناوی پسی څوک ګرځی نو سوله ناممکنه لیدل کیږی. دهری مشکلی خبری په هکله باید مفصل وغږیږی. 

دطالبانو سکوت دسولی دخنډونو په هکله ددوی تاوان او ملی ګټو ته ضرر لری. له دی دولت سوء استفاده کوی. دولت اوس خلک قانع کړی چه طالبان دزور په سر راځی. او که پوښتنه ځینی وسی نو بیا ځواب نه ورکوی. 

طالبان باید خپل سکوت مات کړی. دوی باید دهری غونډی مثبت او منفی اړخونه ملت ته په روښانه ډول ووایی. که دوی هم سکوت اختیاره وی نو هغه له ملت سره جفا ده. ددوی د سکوت ضرر دا دی چه ددوی موقف به ضرور ضعیفه او دخپلو او پردو ترملامتی لاندی به وځپل سی. 

که دولت او دهغوی پردی ملاتړان داوربند تقاضا لری او طالبان یی ردوی نو هغه باید په تفصیل سره بیان او ددوی دردولو دلیل باید واضح سی. 

طالبان ولی اول دځپلو بندیانو خبره کوی. ایا دا آزادی مهمه ده او که سوله. هغوی اوس دبندیانو آزادولو ته متوجه دی او که داسلامی نظام په سر خبری او فیصلی ته. ولی په اسلامی نظام باندی جنجال ده؟ ایا کیدای سی چه ووایی چه اوسنی قانون څنګه غیر اسلامی دی. په کومو ټکیو یی شخړی دی او ولی نه خلاصیږی؟ ایا دنظام په سر توافق ولی مهم ده؟

هیله ده دا ستوغه لیکنه طرفینو ته ورسیږی او هغوی خپل مسؤلیت ته متوجه کړی. 

دسولی په هیله