د طالبانو سياسي دفتر پوه او لوی مرستيال ښاغلي عباس ستانکزي د تېرې ورځې له ليوني سياست ډکې څرګندونې چې مسکو کې په يوې خبري ناسته کې کړي د ډېر شمېر افغانانو له تند غبرګون سره مخ شوی چې ويلي دي اوسنی حکومت د سولې په وړاندې خنډ دی او په وينا ولسمشر محمد اشرف غني دې همدا نن استعفاء وکړي او موږ تياريو چې سوله وکړو.
ښاغلی ستانکزی ستا دومره کمزورو او بې بنسټه خبرو ته دې د ملت سلام وي نن هغه ورځ ډېره لرې ده چې افغان ولسمشر به د ښاغلي او خدای (ج) بخښلي ډاکټر نجيب د حکومت کانه يوځل بيا کوي دا خوبونه چې کله په بړستن کې په دوحه کې له خپلو ملګرو او بادارانو سره وېده شوې له ځان سره کوه هېڅکله به ملت دې ته غاړه کېندي چې يوځل بيا د ملګرو ملتو د پخواني استازي بينن سېوان له لېونۍ لوبې سره بياافغانان مخ شي او بل ښاغلی ستانکزی ته د جمهور رئيس د استعفاء په وړاندې کوم بديل نن وينې چې هغه ته واک وسپارې او بل کوم ضمانت ملت ته ورکوې چې جګړه به نه کېږي؟ ستا پرته له وژنو او چاودنو کوم سياست زده ده ته خو هغه لږ موږ ته روښانه کړه.
ښاغلی ستانکزی تاسو چې د سولې له مذاکرې سره هم د مسلمانانو د سر او مال له وهلو لاس نه اخلۍ اوس په دې پوه شئ چې زموږ ملت د ولسواکۍ په ارزښت او د نظام په اهميت پوشوی. نور دلته د هېڅ پردۍ اجنډا پلي کېدو ته به فکر کوم اړتيا نه وي.
بل ښاغلی ستانکزی که ته په رښتيا يو افغاني سياستوال يې په کوم هېواد کې نن موقتي حکومت خپلې چارې پرمخ بيايي دا چې نن ته او ښاغلی حکمتيار د موقت حکومت خبرې کوئ دا به زما په فکر ملت درسره هېڅکله ونه مني هسې د خولې خوند مو مه خرابوئ چې دا د پرديو مداخلو لپاره د دايمي فرصت معنی لري. که تاسو (طالبان) ولسي بنسټ، ديني مشروعيت او کورنی تصميم لرلای، د سولې بين الافغاني مذاکره به مو د اوربند پر بنسټ په افغانستان کې جاري ساتلې وه.
افغانان د سولې خنډ نه دي بلکې د سولې اتلان دي او موقت حکومتونه افغانانو تجربه کړي چې وينې په کې بهېدلې دي افغانان په کې سرماتي خپل کورته راغلي دا ادعا چې نن هره ډله په افغانستان کې کوي په دوي دې مبارک وي ملت به ورسره هېڅکله دې خبرې ته غاړه کېندي او بل که تاسو په رښتيا سياستوال ياست او د ملت په زړونو کې ځای لرۍ نو تاسو کوښښ وکړئ چې د ټاکنو له لارې خپل ځانونه په افغاني ټولنه کې مطرح کړئ کوښښ، وکړئ چې نور د پرديو خبرې په خپل افغاني سياست کې مطرح نه کړئ، که تاسو په رښتيا سوله وغواړئ زه دا تاسو ته ويلی شم چې ټول ملت له تاسو سره ملګری دی.