په دومره نړیوالو مرستو سره چې له دې هیواد سره کیږي بیا هم د ولس یوه مړۍ لنده نه شوه، ساده پوښتنه ده چې دا دومره پیسې څه کیږي چیرته مصرف کیږي او په څه مصرفیږي؟

ځواب یې هم ساده ده هغه دا چې ،په اوسني نظام کې په بې ساري ډول اداري فساد، مسؤلیتونه نا اهلو کسانو ته سپارل ، په تقسیم سره دولتداري مخته وړل او په هغه قشر چې حکومت پرې کیږي ستونزې نه درک کول له عمده لاملونو څخه دي.

کله چې په یوه ټولنه کې اساسي ستونزو ته خاصه توجو ونه شي او جدي ونه نیول شي د ټیټې طبقې خلک چې اکثره یې عام ولس ده له حاکم نظام سره فاصله پیدا کوي چې نه ملاتړ یې د ددولت د پرځیدو سبب کیږي، دا چې بیا د مسؤلیت ګوته چاته نیول کیږي هغه ولسمشره ده چې په اوس کې د نوموړي پریکړې د عام ولس د نارضایات سبب شوې یعنې هغه دا چې که چیرته په ځمکه لویدلی ملت چې ددې نظام تر چتر لاندې دندې تر سره کوي لکه د ټیټو بستونو کار کوونکي خصوصاً ښوونکي چې په سیاسي لحاظ هم بې طرفه خلک دي او ددې وروسته پاتې ټولنې د فکري رغون مسؤلیت یې غاړې ته په ډیر کم څه اچولی توجو ونه شي او لکه څنګه چې په تیر کې ورته پام نه ده شوئ ،په لوی لاس د خپلې دولتدارۍ ساحه کوچنۍ کوي ، هغه ځکه چې کله ستا یو مامور، معلم، او ساتونکی په خیټه موړ نه وي خپلو ماشونو ته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې نه شي برابرولئ نو بیا به ستا ملا تړ څنګه وکړئ.

تر ټولو ځورونکې لا دا چې په سر کې داسې فکرونو هم ځای موندلی چې ملک مې جوړ نه که تاسې ونه لید ، عام ولس نور څه ولیدل هغه څه چې ستا نه چاپیره دایره پکې خپلې ګټې خوندي ګوري او د ولس وینه زبیښي دا هر څه ته ځکه نه شې درک کولای چې تر تایې تصویر بل ډول در رسیږي، کله چې په یو نظام کې چوکۍ پلور کیږي نو له هغه څخه به بیا د خدمت هیله څنکه وشي؟

په دولتي جوړښت کې د چور لپاره په بې شمېره ډول لارې پرانیستل شوئ یو وزیر تر څه کم زرو پورې مشاورین لري چې تر لکاوو افغانیو یې معاشونه رسیږي، د جهاد ټیکه دارانو د خوندیتوب لپاره په میلیاردونو افغانۍ خرچه کیږي هغه هم هغه پیسې چې په سوال یې را ټولوه، په اداراتو کې تر ټولوزیات پراشوټي په غرب لوی او غرب فکره کسان ګمارل شوي ایا هغه طبقې خلکو ته هم پام شوئ چې پلار،وروڼه یې پدې خاوره قرباني شوئ؟

نتیجه: ترهغه چې چار واکي د ولس درد خپل درد ونه بولي، د خپل کارمند چې هغه مامور او معلم ده مشکلات درک نه کړئ، اداره دې له فساد او تقسیم نه ونه ژغورې، خپل مسؤلیت درک نه کړئ نه به دې نظام نظام وي او نه به دې تار یخ په درندو ټکو نوم ولیکئ.

او بل دا چې حق اخیستل کیږي غوښتل کیږي نه ولس دې هم ویښ شئ مامور معلم اجیر سرباز دې خپل حق په نره وغواړي نه په زاریو.

په درنښت