اقتصادي ستونزه او حل لاره یې، په اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوکې !
دننګرهار پوهنتون دعلمي کنفرانس ټاکل شوې موضوع .
لیکوال او ویناوال : مفتي فضل هادي سالک)
(پنځمه برخه)
اسلام کي داقتصادي ستونزونه دوتلو حل لاره:
• په لنډه توګه به داسې ووایوچې داسلام له نظره اقتصادي بډاینې ،ښیرازي اوپرمختګ دالله تعالی په رحم وکرم پورې اړه لري ،کله چې کوم قام کې فقر،غربت او اقتصادي ځوړتیا راځي وجوهات او لاملونه یې دبنده ګانو ګناهونه اوجرایم وي ،حللاره یې توبه او استغفار دی ،نږدي عامو تفاسیرو دلاندینو آیتونوتفسیرونه همداسې کړی دي .
•
• الله تعالی فرمایي : {وَأَنِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُمَتِّعْكُمْ مَتَاعاً حَسَناً إِلَى أَجَلٍ مُسَمّىً}، تفسير: دا آیت کریمه پدې دلالت کوي چې له ګناهونو څخه استغفاراوالله تعالی ته له معاصیو نه توبه ایستل ددې سبب دی چې الله تعالی دې توبه ایستونکې او مستغفر شخص ته پراخه روزې ،خوشحاله ژونداو دنیاکې عافیت ورکړي ، لکه تفسیرالاضواءالبیان پدې عبارت سره داآیت تفسیروي :
• ،هذه الآية الكريمة تدل على أن الاستغفار والتوبة إلى الله تعالى من الذنوب سبب لأن يمتع الله من فعل ذلك متاعاً حسناً إلى أجل مسمى؛ لأنه رتب ذلك على الاستغفار والتوبة ترتيب الجزاءص -170- على شرطه.
• والظاهر أن المراد بالمتاع الحسن: سعة الرزق، ورغد العيش، والعافية في الدنيا، وأن المراد بالأجل المسمى: الموت
• همداسې دروزۍ په پراخوالې او دهوساژوند لپاره خورا اغیزمن سببونه دلاندینو پیغمبرانوعلیهم السلام ویناوې دي چې خپلو قومونوته یې کړی وی او الله تعالی مونږته دحکایت په ډول رانقل کړی دي ،یوددوئ پیغمبرانو ع څخه هود علیه السلام ووچې خپل قوم ته یې داسې وویل :
• {وَيَا قَوْمِ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ ثُمَّ تُوبُوا إِلَيْهِ يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَاراً وَيَزِدْكُمْ قُوَّةً إِلَى قُوَّتِكُمْ} [11/52]، وقوله تعالى عن "نوح": {فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّاراً يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَاراً وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَاراً} [71/10-12]، وقوله تعالى: {مَنْ عَمِلَ صَالِحاً مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً} الآية[16/97]، وقوله: {وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُوا وَاتَّقَوْا لَفَتَحْنَا عَلَيْهِمْ بَرَكَاتٍ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ} الآية [7/96]، وقوله: {وَلَوْ أَنَّهُمْ أَقَامُوا التَّوْرَاةَ وَالْأِنْجِيلَ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْهِمْ مِنْ رَبِّهِمْ لَأَكَلُوا مِنْ فَوْقِهِمْ وَمِنْ تَحْتِ أَرْجُلِهِمْ} [5/66]، وقوله {وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجاً وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ} [65/2، 3]، إلى غير ذلك من الآيات.
• (تفسیر اضواء القران فی ایضاح القران بالقران )
• وقوله تعالى { قُل لَّوْ أَنْتُمْ تَمْلِكُونَ خَزَآئِنَ رَحْمَةِ رَبِّي إِذاً لأمْسَكْتُمْ خَشْيَةَ الإنفاق وَكَانَ الإنسان قَتُورا } [ الإسراء : 100 ] .
• وقوله في هذه الآية الكريمة { يَبْسُطُ الرزق لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِر } جاء معناه موضحاً في آيات أخر كقوله تعالى { قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرزق لِمَن يَشَآءُ مِنْ عِبَادِهِ وَيَقْدِرُ لَهُ } [ سبأ : 39 ] الآية . وقوله تعالى { قُلْ إِنَّ رَبِّي يَبْسُطُ الرزق لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِرُ ولكن أَكْثَرَ الناس لاَ يَعْلَمُونَ } [ سبأ : 36 ] وقوله تعالى { الله يَبْسُطُ الرزق لِمَنْ يَشَآءُ وَيَقَدِرُ وَفَرِحُواْ بالحياة الدنيا } [ الرعد : 26 ] الآية . وقوله تعالى : { والله فَضَّلَ بَعْضَكُمْ على بَعْضٍ فِي الرزق } [ النحل : 71 ] الآية . وقوله تعالى : { نَحْنُ قَسَمْنَا بَيْنَهُمْ مَّعِيشَتَهُمْ فِي الحياة الدنيا } [ الزخرف : 32 ] الآية . وقوله تعالى { يَكُنْ غَنِيّاً أَوْ فَقَيراً فالله أولى بِهِمَا } [ النساء : 135 ] الآية . وقوله تعالى { لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّآ آتَاهُ الله } [ الطلاق : 7 ] الآية . وقوله تعالى : { وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُه } أي ضيق عليه رزقه لقلته . وكذلك قوله { يَبْسُطُ الرزق لِمَن يَشَآءُ وَيَقْدِر } في الآيات المذكورة .
• أي يبسط الرزق لمن يشاء بسطه له ويقدر ، أي يضيق الرزق على من يشاء تضييقه عليه كما أوضحناه في سورة الأنبياء في الكلام على قوله تعالى { فَظَنَّ أَن لَّن نَّقْدِرَ عَلَيْه } [ الأنبياء : 87 ] .
• وقد بين جل وعلا في بعض الآيات حكمة تضييقه للرزق على من ضيقه عليه .
• وذكر أن من حكم ذلك أن بسط الرزق للإنسان ، قد يحمله على البغي والطغيان كقوله تعالى { وَلَوْ بَسَطَ الله الرزق لِعِبَادِهِ لَبَغَوْاْ فِي الأرض ولكن يُنَزِّلُ بِقَدَرٍ مَّا يَشَآءُ إِنَّهُ بِعِبَادِهِ خَبِيرُ بَصِيرٌ } [ الشورى : 27 ] ، وقوله تعالى : { كَلاَّ إِنَّ الإنسان ليطغى أَن رَّآهُ استغنى } [ العلق : 6 - 7 ] .
• (اضواءالبیان فی تفسیرالقران بالقران)
• --------------------------------------------------
• وقال في الكفران وعواقبه : ( وَضَرَبَ اللَّهُ مَثَلاً قَرْيَةً كَانَتْ آمِنَةً مُّطْمَئِنَّةً يَأْتِيهَا رِزْقُهَا رَغَدًا مِّن كُلِّ مَكَانٍ فَكَفَرَتْ بِأَنْعُمِ اللَّهِ فَأَذَاقَهَا اللَّهُ لِبَاسَ الْجُوعِ وَالْخَوْفِ بِمَا كَانُواْ يَصْنَعُونَ ).
• عن ثوبان رضي الله عنه قال : قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : لا يرد القدر إلا الدعاء و لا يزيد في العمر إلا البر و إن الرجل ليحرم الرزق بالذنب يصيبه
• (المستدرك علي الصحيحين للحاكم)
• --------------------------------
• قال تعالى: (وَلَوْ أَنَّ أَهْلَ الْقُرَى آمَنُواْ وَاتَّقَواْ لَفَتَحْنَا عَلَيْهِم بَرَكَاتٍ مِّنَ السَّمَاءِ وَالأَرْضِ وَلَكِن كَذَّبُواْ فَأَخَذْنَاهُم بِمَا كَانُواْ يَكْسِبُونَ) . [الأعراف:96.
• ژ: که دکلیو خلکو ایمان راوړی وی اودپرهیزګارۍ کړنلاره یې خپله کړای وی نومونږبه پرهغوئ دآسمان اوځمکې دبرکتونو دروازې خلاصي کړی وی ،خوهغوئ ددرواغو نسبت وکړنومونږ ځکه دهغوئ ناوړه ګټې له امله هغوئ ونیول چې راغونډولې یې .
• پدې آیت کریمه راغلل چې ایمان او تقوی داسلامی اقتصاد ترټول مهم اساس دی ،په ټولنه کې برکت او مینه همدا دوه عنصره رامیځته کوي ،لکه اقتصاد پوهان چې وایې داقتصاد موخه دیوې باثباته اوپرځان بسیا ټولنې رامنځته کول دي .
نتیجه (پایله)
د اسلامي او غیر اسلامي اقتصادي نظامونوله برنامو اوڅیړنو وروسته دې پایلې ته رسیږو، چې دلویدیځ دکاپیټالیزم اودپانګه وال اقتصادي نظام چې بنسټ یې په سود،بډو ،رشوت،احتکار،غلااوچپاول باندې ایښودل شوی ،اوهم دسوسیالیزم داقتصادي نظام سولیدلې برنامې، چې مفکوروي ترمینالوژي یې په ناانډوله او ناروا اشتراکیت باندې ایښودل شوی ،دتجربولابرتوار وښوده، چې داسلام داقتصادي نظام اوهغې طرحې په وړاندې داټول غیراسلامي اقتصادي نظامونه سرکوزې دي ،چې بنیاد یې په فردی او ټولنیزمزدوج اقتصادي نظام باندې راڅرخي ،اودبشري فطرت اوطبعې غوښتنواو تقاضاوو سره موازې اړخ لګوي .داسلام اقتصادي نظام چې له وحی نه سرچېنه اخلي ،اوټول غیر اخلاقي اوداختلاس ،بډو،غلاوو،سود ،قمار،رشوت اوپه نورو نا متوازنومعیارونومتمرکزاقتصادي برنامې مستردوي ،دانسان دفطرت اوسلیقي سره متجانس اقتصادي نظام دبشریت دفلاح او سعادت لاره بولي !
-------------
وړاندیزونه /بیشنهادات
• ۱-که غواړوچې سالم او پیاوړی اقتصاد ولرو،اړینه ده، چې دیوه مسلمان په حیث دلویدیځ او ختیځ داقتصادي پروژوله مصنوعي وړانګونه ځانونه اغیزمن نکړو،بلکې دهغې پرځای باید دخپلو معنویاتوابعادو ته په کمال تفکراو تدبرورننوځو!
• ۲-لویدیځوالوصنعتي انقلابیانوچې دساینس،تکنالوژي اوصنایعو علم زمونږله قرطبي ،غرناطې او نه زده کړی ،خپل تیربرم ته په کتو بایددایمان او توحید ستره پانګه ددې مصنوعي تولیداتونه کمه ونه ګڼواونه دخپلې داسلامي خاورې پټ معدنیات او طبعي ذخایردخپل ستونزمن اقتصادپه بډاینه کې نا کافي وبولو!
• ۳-دخپلواقتصادي ستونزودحل لپاره دایمان،تقوی ،استغفار ،توبې اودرب العلمین په دربار کې دلاسونو لپه کولوڅخه پرته یوه اقتصادي نسخه هم کارنه ورکوي، نو بایدچې ټول مسلمانان دنا مسلمانوجوامعوغوندې دمادیاتوداتکاپرځای پرمعنویاتو اتکاوکړي اوبس!
---------------------------
ماخذونه /مصادر:
• ۱-تفسیر الجامع لاحکام القران
• ۲اضواءالبیان تفسیرالقران بالقران
• ۳احکام القران لابن العربی
• ۴( البحرالمدید فی تفسیر القران المجید)
• ۵(المستدرك علي الصحيحين للحاكم)
• ۶لسان العرب دال باب قاف څپرکی
• ۷الکتاب الصحاح فی اللغة
• ۸ نړیوال کول /دکتور یوسف قرضاوی تالیف
• ۹فصلنامه مطالعات راهبردی
• ۱۰نظام اقتصادی اسلام /استاذعبدالظاهر داعی تالیف
• داسلام اقتصادی نظام /مولوي محمدشریف رحمانی تالیف
• ۱۱المکتبة الشاملة
• ۱۲الموسوعة الفقهیة الکویتیة
• ۱۳ (النظام الاقتصادی فی الاسلام )مولف شیخ قحطانی .
• ۱۴مغنی المحتاج الی معرفةمعانی الالفاظالمنهاج لشمس الدین محمدبن احمدالخطیب الشربینی
• ۱۵المبسوط للسرخسی ج۹ص۳۲۷
• ۱۶دررالحکام شرح غررالاحکام محمدبن فرامرزعلی الشهیربملاخسرو