تورن چی ډیر په قهر وهء عسکرانو ته یی مخ واړوهء او په غضب یی ورته ووئیل
“خدای مو وشرموه، داسی کار څوک کوي چی تاسو وکړ”
احمد چی د لیکې په آخیره کی ولاړ وهء په خندا سره یی ووئیل
“قوماندان صیب، څه مو کړي وایی ”
“جکړه به مو کړی وه”
“جګړه مو کوله خو زموږ ارتباط هم قطع شو او هم مو مرمی نوري خلاصي شوي وي، نو له شاتګ پرته مو نور هیڅ چاره نه درلوده. ”
“ولي داسي وایی... هر میاشت خو درته په صندوقونو مرمي لیږل کیږي نو ولی شکایت کوئ”
“موږ ته چی مرمی لیږلي کیدي ، د یوې اونې مرمو مو په یوه ورځ کی خلاصولي او د دښمن مرمیو هیڅ خلاصون نه درلود. خدای خبر چی له آسمانه ورتو ملایکو مرمي اچولي که څه. نو له تیښتې پرته مو نوره هیڅ چاره نه درلوده”
“ښه ښه... اوس چی هر څه وشول... وشول. د یو څو ورځو لپاره همدلته باتي شئ او بیا به له تاسو څخه یو بل ګروپ جوړ کړم او زما په ګډون به شل کسه بیا په همدې پوستې حمله وکړو. انشاالله چی بیرته به یی ونیسو”
د لیکې په اخیره کی تورجان له بورجان سره خبری کولي او په ټیټ غږ یی بور جان ته ووئیل
“تورن لونی شوی دی. چی سل کسه هم یوسی خو والله که پوسته بیا ونیسي اوپه خدای که خو تورن له موږ سره ولاړشی اوس همداسی وایی.”
بور جان موسکی شو خو هیڅ یی هم ونه ویل
پای
سمیع الله خالد سهاک
مونتری، کالیفورنیا
د نومبر ۱۷، ۲۰۲۰ کال