دصحافت او ژورنالیزم فن داسلام ددعوت او اشاعت پیاوړې او یوه داسې غښتلې ذریعه ده، چې ددنیا هرکونج وکنار ته داسلام دعوت په ډیره اسانۍ سره رسولای شي او دشرق او غرب ستړې انسان ته، هغه چې دمنبر او محراب څخه یا لیرې یا دظالمو واکمنوله امله محروم او داسلام داعیان نشي ورسیدلای ،نو دامیډیا او صحافت یې ورته دسترګو په رپ کې ورسولای شي !
همداسې دصحافت فن ، اخبار ،مجله ،راډیو ،انټرنیټ ،فیسبوک او دټویټر او نورو وسایلو له لارې دوخت حکومتونو ته دمسلمانانوداموراتو اواسلامي احکاموپه باب وخت په وخت مشورې ورکولای کیدلای شي ،اودچارو واکمنانو باندې چې کله کومه حادثه نازل شي ،یا ورته کوم مشکل پیدا شي ، او ورته تګلاره نه وي روښانه، نواسلامي میډیا داسلام ددې حکم په ورانتقال کې پوره مرسته ورسره کوي ، اهل خبره او اهل نظر خلک خپلې مشورې ورسره شریکوي ؛دشوری دا اصل قرآن مجید کې داسې راغلی : وَالَّذِينَ اسْتَجَابُوا لِرَبِّهِمْ وَأَقَامُوا الصَّلاةَ وَأَمْرُهُمْ شُورَى بَيْنَهُمْ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ(38)سورت شوری .
همداسې په سورت آل عمران کې فرمایي چې :( فَبِمَا رَحْمَةٍ مِّنَ الله لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنْتَ فَظّاً غَلِيظَ القلب لاَنْفَضُّواْ مِنْ حَوْلِكَ فاعف عَنْهُمْ واستغفر لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الأمر } [ آل عمران : 159 ].دلته پورتنیو آیتونو کې چې دمشوررې په اصل ټینګار شوی او امام شافعي رح هم ددې مذکور آیت په تفسیر کې فرمایي :چې حسن رح وایي چې که څه هم نبي علیه الصلاة والسلام له مشورې څخه غني و،لیکن غوښتل یې چې دمشورې اصل واکمنو اوچارواکیو ته دیوه سنت په دود پریږدي ،امام شافعی رح فرمایي چې کله په حاکم وقت کومه پیښه را نازل شي ،یا ورته کوم مشکل پیدا شي، نو باید چې دعلم او امانت اهل خلک راوغواړې اودمشکل په باب ورسره مشوره وکړي، لکه چې فرمایي : (قال الشافعي قال الله عز و جل وشاورهم في الأمر وأمرهم شورى بينهم قال الشافعي قال الحسن إن كان النبي عن مشاورتهم لغنيا ولكنه أراد أن يستن بذلك الحكام بعده
قال الشافعي وإذا نزل بالحاكم أمر يحتمل وجوها أو مشكل انبغى له أن يشاور من جمع العلم والأمانة وبسط الكلام فيه(احکام القران للشافعی ج۲ص۱۲۰).
چاپي او بریښنایي رسنۍ همداسې ظالمو حاکمانو ته دحق ویلو سره دافضل جهاد دنده هم ترسره کوي ،هاغه وخت چې حکام او واکمن ناروااو مظالم پیل کړي، نو همدا مطبوعات او غږیزیا تصویرې رسنۍ یې پرخلاف دبغاوت نارې وهي اودوخت واکمنو په وړاندې دحق وینا جرأت کوي، چې همدې وینا ته رسول الله صلی الله علیه وسلم افضل جهاد ویلی دی، لکه چې فرمایي : عن أبي أمامة Y أن رجلا قال عند الجمرة : يا رسول الله أي الجهاد أفضل ؟ قال : أفضل الجهاد كلمة حق عند سلطان جائر
)المعجم الکبیر للطبرانی ).
په احکام القرآن ج۷ص۳۰۲)کې لیکي چې : والجهاد بالنفس على ضروب منها
الخروج بنفسه ومباشرة القتال ومنها بيان ما افترض الله من الجهاد
وذكر الثواب الجزيل لمن قام به والعقاب لمن قعد عنه ومنها التحريض
والأمر ومنها الإخبار بعورات العدو وما يعلمه من مكايد الحرب وسداد
الرأي وإرشاد المسلمين إلى الأولى والأصلح في أمر الحروب.......
دتفسیر احکام القران دعبارت خلص مفهوم : جهاد بالنفس په څو ډوله دی :یودادی چې پخپله مباشرة قتال کې برخه واخلي ،بل دادی چې دجهاد دفضایلو په باب او هم دتارکینو دجهاد په هکله تقاریر،موعظې او بیان وکړي ،بل قسم یې دادی چې خلک ورته وهڅوي ،تشویق ،ترغیب او تیز یې کړي،داهم پکې دي، چې د(اسلام ددښمنانو )دښمن پټ رازونه مسلمانانو ته ورسوي ،ددوئ جنګي پلان او نقشه باندې مسلمانان خبرکړي ،په غښتلې رأیه مسلمانومجاهدینو ته مناسبه یا لازمه مشوره ورکول،دمسلمانانو ښې جنګي او جهادي لارې ته رهنمایي کول هم دجهاد برخه ده .......
که وګورو ننۍ معاصره دنیا کې د لساني بیان اوژورنالستیکې مبارزې خواته دبیان او دعوت له لارې بلل ډیراسان شوي ،ترټولو اسانه ذریعه یې بریښنایي ذرایع دي ،چې هره خبره په څو ثانیوکې دنړۍ تر کونجونو پورې رسوي او همدا چاپي او بریښنایي ډله ایز یا جمعي وسایل دي ،چې دمسلمانانودحالت انځور ،دمظلومیت غږ او هره تازه او توده پیښه دڅو ثانیوو په ضرب کې تر شرق او غربه رسوي او هم ددې لارې نه دمسلمانانومرستې ته دخلکو بلل ،او دیوې الهي فریضې په توګه یې په خلکو منل ،ژورنالستیکې رسنۍ په ښه او اسانه طریقه ترسره کولای شي .
همداسې داسلام یو بل مهم اصل (امربالمعروف والنهی عن المنکر)چې څومره نن سبا دصحافت له لارې ممکن او له اسانتیاوو سره مل دی ،دومره به دبلې لارې نه وي ،علماء او مسلمان لیکوالان دمطبوعاتو له لارې خپلې دیني او اصلاحي لیکنې خپروي او ټولنه له منکراتو څخه پاکوي، نوددې مهم دیني کار په ترسره کولو کې ،داسلامي میډیا رول یا نقش له هیچا ندی پټ ،او هرچاته یې فواید معلوم دي .لکه چې الله تعالی فرمایي :( كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَر (۱۱۰ ال عمران ).
خوددې سربیره که بل چاته پرې دنیکیوامرکوو، نو خپل ځان به مو هم نوي هیر کړی ،که نه (خدای ج مکړه )بیا به ددې وعید لاندې راشو، چې : عَنْ أُسَامَةَ (رض) قال: سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ (ص) يَقُولُ: «يُجَاءُ بِالرَّجُلِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَيُلْقَى فِي النَّارِ، فَتَنْدَلِقُ أَقْتَابُهُ فِي النَّارِ، فَيَدُورُ كَمَا يَدُورُ الْحِمَارُ بِرَحَاهُ، فَيَجْتَمِعُ أَهْلُ النَّارِ عَلَيْهِ فَيَقُولُونَ: أَيْ فُلانُ، مَا شَأْنُكَ أَلَيْسَ كُنْتَ تَأْمُرُنَا بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَانَا عَنِ الْمُنْكَرِ؟ قَالَ: كُنْتُ آمُرُكُمْ بِالْمَعْرُوفِ وَلا آتِيهِ وَأَنْهَاكُمْ عَنِ الْمُنْكَرِ وَآتِيهِ». (بخارى: 3267).
ژباړه : اسامه رض وايې چه له رسول الله ص نه مې اوريدلي، چې ويې فرمايل :دقيامت په ورځ به يو کس راوستل شي او دوزخ ته به وروغورځول شي اوپه تيزۍ سره به يې کولمې د باندې تويې شي، په خپلو کولمو به دخره د څپر په شان غوبل کوي دوزخيان به دده چاپير ه راټول شي، ورته وايې به ای فلان ! په تا څه شوي دی؟ آيا ته نه وي چې مونږ ته به مو امربالمعروف او نهی عن المنکر نه کاوه؟وايې به هو! تاسې ته به مې په نيکۍ امر کاوه ,خو خپله به مې نه كوله او تاسې به مې د منکر کار څخه منع کولئ خو خپله به مې کاوه .
که خبره رالنډه کړو!
نو وبه وایو، چې دژورنالیزم یا د صحافت فن داسلام ددعوت ،جهاد ،ټولنې کې دمنکراتود مخنیوي او دجامعې د اصلاح په شمول دنور وعلمي او خیریه کارونوپه ترسره کولو کې خورا اغیزمن نقش لوبوي او نن سبا یې مؤثریت خورا زیات دی، نو ځکه ویلای شو، چې دغه ډول فن صحافت یا ژورنالیزم په اسلام کې خورا دروند مقام لري او اسلام داسې رسنیو ته دمنبراو محراب نه راوروسته په دروند حثیت قایل دی، نوځکه ددې اړتیا ده، چې یو مسلمان صحافي یا ژورنالیست دې ددې پرځای چې دا سپیڅلی فن داسلامي اهدافو په تصویراو تمثیل وڅرخوي ،دلویدیځو بې دینوعناصرو ددې دسیسې مخه دې هم ډب کړي، چې دوئ دژورنالیزم سپیڅلتیا دخپلو شومواو ناروا موخو په کارولو بدرنګه کوي او دنړۍ دځوان نسل دبي لاریتوب په پار ترې کار واخلي !