د ځینو مهمو ټکو سم لیکل !
عبدالله وردک
انګلستان - آکتوبر - ۲۰۲۰
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
نن سبا، ځینې وروڼه او خویندې ډېرې ښې لیکنې کوي، چې الحمدلله، دا یو ډېر ښه کار دی، او باید ټول وروڼه او خویندې، باید خپلو ښو لیکنو ته ادامه ورکړي.
د یادولو وړ ده، چې ځینې ټکي، باید په سمه توګه ولیکل شي.
د مثال په توګه:
۱- الحمدلله (✅).
الحمدلله، یو عربی ټکی دی، چې د هغې سم لیکل، باید په قرآن شریف، کې ولټول شي، او هغه د قرآن شریف په ډېرو ځایونو کې په لیکلي ډول شته. زه یوازې، د وروڼو او خویندو توجه، د سورة‌ الفاتحه، د سورة الانعام، او سورة الکهف، شروع ته راګرځوم.
د یادونې وړ ده، چې د آیت نمبر، د آیت په آخر کې حسابیږي.
۲- رب العٰلمین (✅).
دغه ټکی هم یو عربی ټکی دی، او د دغه ټکي سمه املاء، د سورة الفاتحه په لومړي آیت، د سورة النمل، په ۸ آیت، د سورة المومن په ۶۵ آیت، او د سورة السجده په ۲ آیت کې ذکر شوې ده.
۳- بسم الله الرحمٰن الرحیم (✅). دغه جمله هم یوه عربی جمله ده، او د دغه جملې سمه املاء، د سورة النمل په ۳۰ آیت کې ذکر شوې ده.
۴- ان شاءالله (✅).
دغه ټکی هم یو عربی ټکی دی، او د دغه ټکي سمه املاء، د سورة البقره په ۷۰ آیت، د سورة یوسف په ۹۹ آیت، او د سورة الکهف، په ۶۹ آیت کې ذکر شوې ده.
۵- رحمت الله (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة البقره په ۲۱۸ آیت، د سورة هود په ۷۳ آیت، د سورة الروم په ۵۰ آیت، او د سورة الاعراف په ۵۶ آیت کې ذکر شوې ده. دا پدې معنا، چې سلام باید ”السلام علیکم و رحمت الله و برکاته“ ولیکل شي.
همدارنګه، رحمة الله، هم درسته ده، او ددغه ټکي، سمه املاء، د سورة الکهف، په ۸۲، ۹۸، آیتونو، او سورة مریم په ۲۱ آیت کې، ذکر شوې ده. یا په بل عبارت، که سلام داسې هم ولیکل شي، ”السلام علیکم و رحمة الله و برکاته“، هم درسته ده.
۶- مسجد الحرام (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة البقره په ۱۴۴، ۱۴۹، ۱۵۰، او ۱۹۱ آیتونو کې ذکر شوې ده. همدارنګه، د سورة الحج، په ۲۵ آیت، او د سورة انفال په ۳۴ آیت، او د سورة التوبة، په ۷، ۱۹، او ۲۸ آیتونو کې هم ذکر شوې ده. د یادونې وړ ده، چې دغه ټکی، د مکې شریفې لوی جومات ته، چې کعبه یې په زړه کې واقع ده، ویل کیږي.
۷ - بیت الحرام (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الماىٔده، په ۲ آیت، او ۹۷ آیت کې ذکر شوې ده. د بیت الحرام نور نومونه هم شته دي.
۸ - ماشاءالله (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الاعراف په ۱۸۸ آیت، او د سورة الاعلٰی، په ۷ آیت کې ذکر شوې ده. کله چې یو مسلمان د چا ښه کار او یا عمل وویني، نو باید، ماشاءالله، ووایي، چې تر څو نظر نشي.
۹ - سبحٰن الله (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الحشر په ۲۳ آیت، د سورة القصص په ۶۸ آیت، د سورة الصفٰت په ۱۵۹ آیت، او د سورة یوسف په ۱۰۸ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۰- جنت الفردوس (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الکهف، په ۱۰۷ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۱ - رسولُ الله (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، په کلمهٔ طیبه کې ذکر شوې ده. همدارنګه د سورة النساء په ۱۷۱ آیت، د سورة الاعراف په ۱۵۸ آیات، د سورة الاحزاب په ۵۳ آیت، د سورة الفتح په ۲۹ آیت، او د سورة الصف په ۵ آیت، کې ذکر شوې ده.
۱۲ - رسولَ الله (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة النساء په ۱۵۷ آیت، او د سورة التوبة په ۶۱ آیات، کې ذکر شوې ده.
۱۳ - مُحمدٌٌُرسولُ الله (✅).
د دغه جملې، سمه املاء، د سورة الفتح په ۲۹ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۴ - صراط مستقیم (✅).
د دغه جملې، سمه املاء د سورة البقره په ۱۴۲، او ۲۱۳ آیتونو کې ذکر شوې ده. همدارنګه، د سورة الزخرف په ۴۳، ۶۱، او ۶۴ آیتونو، د سورة الانعام په ۳۹ آیت، او د سورة الملک په ۲۲ آیت، کې ذکر شوې ده.
۱۵ - شِفاء (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة یونس، په ۵۷ آیت کې ذکر شوې ده. کله چې یو مسلمان د بل مریض مسلمان دپاره دعا کوې، نو بیا دغه ټکی پکاروي.
۱۶ - جزاک الله خیراً(✅).
کله چې یو مسلمان یو ښه کار وکړي، نو بل سړی هغه ته دغه جمله باید ووایي.
۱۷ - فی سبیل الله (✅).
د دغه جملې، سمه املاء، د سورة البقره په ۲۱۸، او ۲۴۶ آیتونو، او د آل عمران په ۱۵۷، او ۱۶۹ آیتونو، او د سورة الصف په ۱۱ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۸ - نصر من الله و فتح قریب (✅).
د دغه جملې، سمه املاء، د سورة الصف په ۱۳ آیت کې ذکر شوې ده.
۱۹ - انا لله و انا الیه راجعون (✅).
د دغه جملې، سمه املاء، د سورة البقره په ۱۵۶ آیت کې ذکر شوې ده.
۲۰ - کل نفس ذاىٔقة الموت (✅).
د دغه جملې، سمه املاء، د سورة آل عمران په ۱۸۵ آیت کې ذکر شوې ده.
۲۱ - قرآن (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الانعام، په ۱۹ آیت، او د سورة التوبه په ۱۱۱ آیت، او د سورة یوسف په ۳ آیت کې کې ذکر شوې ده.
۲۲ - قرآن المجید (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة ق، په لومړي آیت کې ذکر شوې ده.
۲۳ - قرآن مبین (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الحجر، په لومړي آیت کې ذکر شوې ده.
۲۴ - قرآن العظیم (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الحجر په ۸۷ آیت کې ذکر شوې ده.
۲۵ - زبور (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة النساء، په ۱۶۳ آیت کې ذکر شوې ده.
۲۶ - تورات (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الماىٔده، په ۶۶ آیت کې ذکر شوې ده.
۲۷ - انجیل (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الماىٔده، په ۴۷، او ۶۶ آیتونو کې ذکر شوې ده.
۲۸ - لیلة القدر (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة القدر، په شروع کې ذکر شوې ده.
۲۹ - عمره (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة البقره په ۱۹۶ آیت کې ذکر شوې ده.
۳۰ - دنیا (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة البقره په ۲۱۷ آیت کې ذکر شوې ده.
۳۱ - آخرت (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة البقره په ۲۱۷ آیت کې ذکر شوې ده.
۳۲ - عبدالله (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة مریم، په ۳۰ آیت کې ذکر شوې ده.
۳۳ - عبدالرحمٰن (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د عبدالرحمٰن بن عوف په نامه کې ذکر شوې ده.
۳۴ - فضل الله (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة البقره په ۶۴ آیت، د سورة النساء په ۸۳، او ۱۱۳ آیتونو کې د سورة الجمعه په ۴ آیت، او د سورة الحدید په ۲۱ آیت کې ذکر شوې ده.
۳۵ - نعمت الله (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة البقره په ۲۳۱ آیت، او د سورة الماىٔده په ۱۱ آیت، او د سورة ابراهیم په ۲۸، او ۳۴ آیتونو کې ذکر شوې ده.
۳۶ - امان الله (✅). د دغه ټکي، سمه املاء، د فی امان الله په جمله کې ذکر شوې ده. کله چې یو مسلمان د بل مسلمان سره خدای په اماني کوي، نو دا جمله ورته وایي.
۳۷ - اسمٰعیل (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة مریم، په ۵۴ آیت کې ذکر شوې ده.
۳۸ - یحیٰی (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة طٰهٰ، په ۷۴ آیت، او د سورة الانبیاء په ۹۰ آیت کې ذکر شوې ده.
۳۹ - موسٰی (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة طٰهٰ، په ۷۷ آیت کې ذکر شوې ده.
۴۰ - ابراهیم (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الانبیاء، په ۶۹ آیت کې ذکر شوې ده.
۴۱ - سلیمٰن (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الانبیاء، په ۷۹ آیت، او د سورة النمل په ۱۵ آیت کې ذکر شوې ده.
۴۲ - شهید (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الحج، په ۱۷ آیت کې ذکر شوې ده.
۴۳- جنت (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة محمد، په ۱۲ آیت کې ذکر شوې ده.
۴۴ - جهنم (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة الانبیاء، په ۹۸ آیت، او د سورة الحجر په ۴۳ آیت کې ذکر شوې ده.
۴۵ - ابلیس (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة طٰهٰ، په ۱۱۶ آیت، او د سورة سبا په ۲۰ آیت کې ذکر شوې ده.
۴۶ - سبیل الطاغوت (✅).
د دغه ټکي، سمه املاء، د سورة النساء، په ۱۵۷ آیت کې ذکر شوې ده.

د پام وړ ټکي:
دغه پورتني ټکي، د قرآن مجید په نورو ځایونو کې هم ذکر شوي دي، او پدغه لیکنه، دغه وړاندې شوي مثالونه، یوازې د دغو ټکو د سمې املاء په خاطر، وړاندې شوي دي.
ددغه ټکیو، سمه املاء کارول، یوه لیکنه ډېره په زړه پورې کوي. د مثال په توګه، که له چا څخه، د هغه د حال پوښتنه وکړل شي، او هغه په ځواب کې ووایي چې الحمدلله، ښه یم، نو دغه شانته ځواب ورکول، ډېر خوندور او په زړه پورې وي.
همدارنګه، د یوه کار د سرته رسولو دپاره، د ان شاءالله، ویل څومره ښه او ښکلی کار دی؛ او همدا شانته، د یوه ګلالي شي په لیدلو سره، د ما شاءالله ویل، د بد نظر، په ښه توګه مخنیوی کوي.
په‌ پای کې دواړه لاسونه، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او دعا کوم چې: الله(ج)، د هغه شانته سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه، الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یارب العٰلمین.
همدارنګه، یوځل بیا لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې: الله(ج) د، د افغانانو ترمنځ هغه فیصله وکړي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com