۲. د افغانیت د بدل اخیستلو په کاڼسپټ کې د پښتون ولس د یو مخکښ ستر اتل عجب خان اپریدي حماسي کیسه 

د پښتنو په کلیوالي سیمو کې د نجونو او هلکانو پالنه او روزنه په ډیره مینه او محبت کې ترسره کیږي. پښتانه ماشومان په کوم ځانګړي سختدریځه سیسټم او یا اټوریتي چاپیریال کې نه روزل کیږي. د پښتنو په کورنۍ چاپریال کې پلار د خپلو ماشومانو لپاره د یو مخکښ ښه انسان رول لوبوي. پلار په کورني چاپیریال کې د یوې جزایي مرجعي رول هم نه لوبوي. د پښتنو ماشومان او تنکې ځوانان اکثراً د لویانو سره په حجرو او ډیرو کې ګډه ناسته پاسته لري. دوی همدلته په مرکو او جرګو کې د خپلو مشرانو څخه د پښتونولۍ ټرمینالوژیک اساسات، اصول، نرخونه، د افغانیت ځانګړنې، د پښتون افغان په ولس کې د منل شوي نورمونو او ارزښتونو بیلګې زده کوي. 
دا یوه ښکاره خبره ده، چې ماشومان د لویانو څخه زده کوي، پښتانه تنکې ځوانان هم د خپلو لویانو څخه زده کړه کوي، چې یو ننګیالی، توریالی، غیرتمن، عزتمن، پتمن او قدرمن مسلمان پښتون افغان سړی څه ډول او په کومه کچه د اتلولۍ ځانګړي ځانګړتیاوې، عالي، ممتاز صفاتو او د عالي ارزښتونو خاوند وي.
د پښتنو په کلیوالي پښتني تفکر کې د یوه توریالی، ننګیالی پښتون روزنه او پالنه د تورې سره پیل کیږي. له همدې امله یو پښتون پلار دې ته اړ کیږي، چې د خپلو زامنو سره د درې کلنې او یوولسو کلنې عمر په منځ کې جګړیزي لوبي پیل کړي. د دوی په لوبو باندې د نورو تنکیو ځوانانو له خوا تبصرې او خبرې اترې هم کیږي. د کلي مشرې سپین سري ښځې، د کلي مشران او سپین ګیري سړي په ډیره مینه او دقت سره خپلو ماشومانو ته د پښتنو د نوموتې اتلانو کیسي وراوروي. د هغو اتلانو کیسې، چې دوی د پښتونولۍ اصول، نرخونه، نورمونه او ارزښتونه یې په خپل ژوند کې مراعات او پلي کړي وي او دوی د پښتونولي په ایډیالونو کې روزل شوي پښتانه وي لکه د پښتون عجب خان اپریدي کیسه، عجب خان د پښتنو افغانانو د ویاړلي اوږده تاریخ یوه ستره تاریخي حماسي څیره ده. د عجب خان اپریدي د میړانې او اتلولۍ داستان نه یواځې د پښتنو په محاصرو حماسي ادبیاتو کې ځانګړي ځاې لري. بلکې د عجب خان حماسي کیسې د پښتونولي د ا صولو او اتلولي کیسه په یو ښکلي ښه بریالي پښتو فلم کې هم خلکو ته ښودل کیږي. 
جرمن څیړنوال ښاغلي برنت ګلاتزار لیکي، زه دلته پرته له معمول څخه چې د نړۍ په حماسي ادبي کیسې او په جګو ادبیاتو لیکل شویو ناولونو کې د منل شويو ادبي، شعري، ښکلا، پرداز ورکولو او ډیزاینونو څخه کار اخيستل کیږې ورتیږم. زه د عجب خان اپریدي تاریخي کیسه د یوه لکچر په څیر د تاسو درانه حضور ته وړاندې کوم.
د پیښور په سویل کې د کوهاټ پوځي اډې په سیمه کې د انګرېزي امپراتورۍ یوه تر ټولو ستره ټینګه او پخه پوځي اده ګنل کیده. 
له همدغې پوځې ادې څخه د برتانوي امپراتورۍ سرتیري لسګونه کلونه د برتانوي هند او افغاني پولو یا سرحداتو په اوږدو کې د پښتنو قبایلو د پاڅونونو په وړاندې په جګړه کې بوخت وو.

په ۱۹۲۳کال کې د بوستي خیلو په وړاندې د انګرېزي امپراتورۍ پوځې عملیات پیل شول. بوستي خیل د کوهاټ په قبایلي سیمه کې د اپریدي قبیلي یوه وړه څانګه ده. د پوځې عملیاتو په بهیر کې انګریزي سرتیري د بوستي خیلو قبیلي کورونو ته ورننوتل. انګرېزي سرتیرې د پوځې عملیاتو په بهیر کې پښتنې ښځو ته ورنږدې شوي وو ، چې په هر ډول ورنږدې شوي وه، انګرېزانو د عملیاتو په ترڅ کې د اپریدي د بوستي خیل قبیلې بې ناموسي کړي وه. د پښتنو کورونو ته د انګرېزي سرتیرو ننوتل، دغې ناوړه عمل د اپریدي په قبیله کې د انګرېزانو خلاف د پاڅون او د بدل چیغه ګډه شوه. څو اوونۍ ورسته د اپریدي د بوستي خیلو قبیلي درې تنو ځوانانو یو عجب خان او د هعه  دوه نور نږدې ملګري، سر بیره پر دې چې د انګرېزي افسرانو د بنګلو او کورونو څخه څو ټینګ امنیتي کمربندونه را تاو شوي هم وو، برید وکړ. د بوستي خیلو درې واړو ځوانانو د یوه انګرېزي افسر لور په نامه د (Molly Ellis)  مولي ایلس له ځانه سره تیرا ته یرغمله بوتله.  په دغه برید کې درې واړه سړي بې له دې چې وپېژندل شي په تیښته هم بریالي کیږي، دوی د پیغلې انګرېزۍ نجلي سره د اپریديانو په سیمه کې د خوښي او خوشحالي ډزې کولي او ورسره د بدل اخیستلو لاریون ترسره کاوه. هممهاله په کوهاټ، دهلي او لندن کې د پیښې په اړه بیړنې ناستي یا کریځناستې راوبلل شوې. له یوې خوا په ګرده نړۍ کې نړیوالو د اخبارونو له لارې د یرغمل شوي ښځی سره خواخوږي ښودله کیده، له بلې خوا به دوی په ډیر تمسخر،پېغور او له خوښيو په ډکو جملو کې لیکل،شوي وو، چې تر اوسه هیڅ چا د انګرېز زمري غاښ داسي نه وه ورمات کړي، لکه چې افغانانو ور مات کړل. د اپریديانو پر سیمه باندې پوځې عملیات منع شوي وه، ځکه چې پوځې عملیات به د پیغلې نجلي ژوند او امنیت له جدي ګواښ سره مخامخ کړي. انګرېزانو د ( FCR)   تور قانون له مخې اپریدي قبیلې ته د نجلي د یرغمل نیول په اړه ډیرې سختي ډله ییزې او د بشريت ضد سزاګانې ور واورولې.

په همدې بهیر کې یوه بله روغتیاپاله انګرېزه ښځه د وسله والو ساتونکو پرته په پښو د اپریديانو سیمو ته ورغله. دغه انګرېزه روغتیاپاله په دې وتوانیده، چې د عجب خان سره وویني او دی یې د یرغمل شوي نجلي بیرته خلاصون ته وهڅولو. کله چې میرمن( Molly Ellis) په پښتني ننګ، امن او عزت کې سمه سلامته، بي تکلیفه بیرته خپل کور ته راستانه شوه. انګرېرانو د اپریدي قبیلې څخه د عجب خان نیولو او دوی ته د ور تسلیمولو غوښتنه وکړه. د اپریديانو قومي جرګه د پیښې په اړه د یوې ګراني غوښتنې، پوښتنې او ګواښمن حالت سره مخامخ شوه. د عجب خان نیول او انګریزانو ته ورسپار ل، داسي یو عمل د پښتونولي د قانون خلاف یو عمل دی. اپریدیان پوهیدل او مجبور شوي وو، چې د انګرېزانو د انتقام یا غچ اخیستلو ګواښونه جدي ونیسې. ځکه په ۱۹۱۹ کال کې انګرېزي جنګې الوتکو څو ځلي د پښتنو کلې او کورونه په ډیره بیرحمې سره ډیر سخت بمباري کړي وو.

د عجب خان د خپلو هیوادوالو په سترګو کې خپل میړانتوب، ننګیالیتوب، بدل، د پښتي اتلولي فرض او مسوولیت ادا کړو، دی بیا په خپله خوښه د افغانستان شمال ته کډوال کیږي.

په ۱۹۶۱ کال کې عجب خان په خپل طبعي مرګ ومړ او دی په ډیر عزت او درنښت سره خاورو ته وسپارل شو. د عجب خان تګ د افغانستان شمال ته، هغه له دې لارې خپله قبیله او خپل ولس د انګرېزانو له ویرونکې سزاګانو او جزايي پوځې عملیاتو څخه وژغورلو. په دغه کیسه کې مهم تکي په دې کې نغښتي دی، د عجب خان خپل میړانتوب، ننګیالیتوب او غیرتمنتوب دی دې ته اړ کړو، چې دی د خپل ژوندانه تر ټولو خواږو، درانه، ګران او د ته له ټولو ارزښتمن شیانو څخه تیر شي، تر څو عجب خان خپل قام د دښمن د مرګونې ګواښونو څخه خوندي ساتلي او یا وژغورلي وي. دا لاندي هغه ارزښتونه دي چې هره پښتنې قبیلې يې خپل هر یو میړني او اتل وګړي ته د ګواښ پر مهال په وړیا توګه ور ډالۍ کوي، لکه د سرخوندیتوب، ټولنیز امن، مادي او معنوي مرسته او ساتنه. کله چې د پښتنو د یوې قامي جرګې یا محکمې له خوا یو سړی ته د ګدې بارولو امر وشي، یا کله د کلي یا د قبیلي د جرګې له خوا پریکړه وشي، چې دغه سړی دې نوره د کلي څخه خپله کډه بارکړي، دغه سزا د یو پښتون په ژوند کې تر ټولو سخترینه او بدترینه سزا ګڼل کیږي. د تعجیب خبره دا ده، چې عجب  خان په خپله خپل ځان له یوې داسي سختي سزا او جزايي حالت سره مخامخ کوي. په دغه دود پاله میړني ویښ پښتون ځلمې کې دومره اخلاق، وجدان، ضمیر، غیرت او جرئت موجود وو، چې دی د خپل ولس د ولسې جرګې د پریکري پرته په خپله خوښه کډه کیږي. دی له دې عمل سره خپل ولس ته د خپل ژوند تر ټولوستره انساني قرباتي ورکوي.

د اپریدي قبیله مجبوره شوه، انګرېزانو ته د عجب خان د نه ور تسلیمولو په بدل کې ( 42000 ) روپي ورکړي. د دې برسیره د انګرېزانو د عجب خان کور او کلي د خاورې سره سم  برابر کړو. 
 
د عجب خان د ډارماتیکې کیسې پای 


په ۱۹۸۲ کال کې په پښتو او پښتنو ټینګه ولاړه سپین سري میرمن (Ellis Molly)  د پیښور ګورنر په بلنه او بدرګه پیښور ته راغله. میرمن ایلس مولي د پیښور څخه د کوهاټ په لور روانه شوه. د انګرېزي میرمن د هر کلي په لاره کې په زرګونه اپریدیان او نورو پښتانه د ښه راغلاست لپاره ولاړ ول.

د نړۍ تاریخ د عجب خان کیسي د نموني په ډول لیکي؛ د پښتنو د ارزښتونو جګړې او مبارزې، د پښتنو د میړاڼې او غیرت جګړې د پښتونولي د توري او عقل پر کاڼسپټ باندې عملأ جامي اغوندي. پرته له شکه د انګرېز کولونیالستي ځواک د اپریدي قبیلي ننګ، ناموس، شرم او د میړانې احساس ځښت ډیر ژوبل کړي وه. که اپریدي قبیلې انګرېزانو ته د خپلي بي آبي، بي عزتي په بدل کې یو داسي سم حیرانونکې ځواب ورکړي نه واې، نو د ډیرو پښتنو په سترګو کې به د اپریدي قبیله د شرم، بي ننګې او بي عزتي سره مخامخ شوي وای. 
که اپریدي ځوانانو په همدغسي یو حیرانونکې عمل لاس پوري کړي نه واې. د انګرېزانو همدغه بې عزته ناړوه عمل د اپریدیانو او نورو پښتنو په سترګو کې د شرم او پیغورنو څخه ډک ناوړه چلن واې. 
د اپریدي قبیلي له خوا انګرېزانو ته سزا ورکول یو ناشوني کار وه، ځکه دوی په دې برخه کې د انګرېزانو د ځواک په مقابل کې بلکول ناتوانه خلک وو. پښتنو ته یواځې همدغه لاره پاتي وه .تر څو د پښتونولي د بدل په کاڼسپټ کې د یو په یو بدل واخلي. پښتنه ټولنه کې شرم د کمزوري علامه ده، شرم کمزوري سړی غچ اخیستلو ته هڅوي. کیدي شي شرم او کمزوري د بریدګر سړی د وژولو له لارې بیر ته جبران شي. په ځینو مواردو کې دا هم کافي ده، چې شرم او کمزوري د خنداني کولو له لار ې ورته یو ټیته بیه ورکړل شي.
په دغه قضیه کې بوستي خیلو خپله بې عزتي او شرم په یوه له غیرته ډک بري او ویاړ باندې واړولو، د بوستۍ خیلو دغه عمل د نورو پښتنو په سترګه کې یوه ځانګړي ځلانده پړکه ورکوونکې او جلا ورکوونکي پېښه ځکه ده، چې یوه سړی د خپلو دوو ملګرو په مرسته د نړۍ یو ستر زبرځواک یا امپراتورۍ ته چلنیچ ورکړو. تر هر څه د مخه دغي ځانګړي پېښه او انفرادي عمل نه یواځې یو پښتون ته، د هغه قبیلې ته ستر بري او ویاړ له ځانه سره راوړه، بلکې د دغې پېښې د ویا ړونو وړانګې پر درست پښتون ولس باندې ځلیږي.
ښايي د انګرېزانو له خوا اپریدي قبیلې ته سزا ورکول ډیر سخت او درنده عملیات احساس شوي وای، جرم ته په کتو سره د پښتنو په سترګه کې دغه سزا ډیر لږ وه، ځکه د دوی عملیات د انګرېزانو ټول شرم او ټوله بي ننګې یي نه شوه جبران کولي.
 

۳ . د یوه پښتون د هلو ځلو او هڅو موخه خاني که قومانداني ده 

د پښتنو د میړنتوب د ایډیالونو په انځور کې نه یواځې توره بلکې د عقلانیت یا د عقل شعوري عمل، وړتیا او ټولنیز مسوولیتونه هم شتون لري. په خپله خوښه د عجب خان کډوالۍ یا کډه بارول دا ثابتوي، چې د دغي پښتون سړی په شخصیت کې توره، عقل، شعوري وړتیا او ټولنیزو مسوولیتونو عملاً یو ځاې په ګډ اتفاق او عمل کړي دی یا همدغه ارزښتناکه ارزښتونه په ده کې هم مهاله یو ځاې شوي دي. پښتنې ټولنه کې یو پښتون د یو داسي له ویاړونو څخه ډک عمل په تر سره کولو سره د خان نوم یا د خانې لقب ګټلو لپاره مهم رکنونه یا اصالتونونه پر ځای کړي دي او له ده څخه اوس په افغاني ټولنه کې یو میړنۍ خان سړي جوړیدي شي. دغه میړنۍخان سړی باید د یوې سترې او ژورې پوهې خاوند هم وي، دی باید شعوري وړتیا ولري، تر څو دی د شخړو پر مهال سمې پریکړې او فیصلې وکړي. دی باید یو تکړه ویوونکې واوسي. دی باید د پښتونولي د منلي شویو نورمونو او ارزښتونو څخه پالنه او ساتنه وکړي. دی باید په میلمه پالنه کې ستر زړه او خلاص لاس ولري. دی باید اقتصادي بریالیتوبونه ولري. دی باید دې ته تیار او چمتو واوسي، تر څو په خپلو بریاوو کې خپلو پلویانو ته، خپلو میلمنو ته، د پناه او د غوندي ساتنې مستحقو کسانو ته خپله برخه ورکړي.
د خان خبره او د خان مشرتوب د سیمې په ټولو غوندو، مرکو، جرګو او د خیر ښیګڼې په چارو کې مهم رول، ارزښت او خپل ځانګړي وزن لري. خلک د خان خبر اوري او مني، د خان واک او قدرت د ده د پلویانو په شمیر کې محاسبه کیږي، کوم خلک چې د ده په حجره کې تل ډیره دي. دغه خلک بیا له ده سره د شخړو او دعوو د حلولو په بهیر کې دریږي. خان د دې لپاره راغوښتل کیږي، چې شخړې ته نور د پای ټکی کیږدي، خلک خان د خپل استازي په نامه هر چیري لیږي. خلک د خان څخه دعدالت، برابري او مساوات غوښتونوونکي دي، کله چې خان دغه وړتیاووې له لاسه ورکړي، دی بیا د خان نوم یا لقب هم له لاسه ورکوي.
د افغانستان د جګړو په بهیر کې خان د جنګې قوماندان له خوا په ډیرو برخو کې شاتګ ته مجبور کړلي شوي دی، ځکه دفعتاً په افغاني ټولنه کې نویو راتوکیدلي مشرانو ته اړتیا پیدا شوه، دا مهال مهمه دا وه، چې د پاکستان، ایران او د ګردې نړۍ څخه راراوانې وسلو ته، پیسو ته او خوراکې توکي ته لاره ومندل شي. قوماندان مجبور وو، چې د مقاومت د یو تنظیم غړي شي.تر څو دی سلاح او مهمات تر لاسه کړي. ځینو دودیزه خانانو داسي نشو کولي، چې د هر چا څخه وسله واخلي یا ترلاسه کړي. دوی مجبور شول چې بهر ته ولاړ شي. له دې سره خانانو په ټولنه کې خپل ځای او موقف د نوي را توکیدلي د قوماندانو نسل ته وروسپارل شو.
خلکو اکثراً قوماندان لکه خانان د خپلو لومړیتوبونو او غوښتنو لپاره وکارول. خلکو د قوماندان جنګي تجربو، تکتیکونو، وړتیاوو او لوژیستیکي ځواک ته سر ټیټ کړو. هر مجاهد ځان د یو قوماندان کیدو په لاره کې لیدلو. قوماندان مجبور وو، تل خپله وړتیا او بر لارسي خلکو ته ثابته کړي. د دوی په سر بل کوم عمومي قوماندان نه وو، چې دی د ده په اتوریتي باندې ډده ولګول شي.
سړی کولي شي لږ په زغرده ووايي، چې د افغان شوروي په جګړه کې هر مجاهد د جهاد خپل یو ډول چلولو. په جګړه کې د پښتنو مجاهدینو د جګړو انفراديت دغه ډول د دواړ خواوو پلانووکو (امریکا او پخواني شوروي اتحاد) لپاره یو ستر ستراتیژیک پرابلم وګرځیدو، اند د جګړي ځینې مرستکوونکو، څیړونکو او شننونکو په خپلو شکونو کې حیران کړل.
ښاغلي برنت ګلا تزار وایې زما په اند، د مجاهدینو د بري لامل په دې کې نغښتي وو،د مجاهدینو اکثره بي نظمه عملیات د دلامل شول، چې د مقابل لوري د جګړې متخصصین او د جګړې استراتیجستانو ته ګرانه شوه، چې څنګه داسي خلک په جګړه کې مات کړي او یا درانه، سخت زیانونه ورواړوي، کله چې د مجاهدینو یو قوماندان په جګړه کې لمنځه تللو، نورو به د هغه په ځای د واښه په شان بیرته را شنه شول.
 

۴ . شهادت او بریالیتوب 

پښتانه خپلي پښتونولي ته د یو ډول عملي اسلام په څیر ګوري. پښتنو خپل اسلام او اسلامیت ته خپل پښتني افغاني رنګ، خوند او ډول ورکړي دی.  وسمهال د افغانان ملي هویت افغانيت او اسلاميت دی. دوی ته دا مهمه نه ده، چې نور د دوی په اړه څه وايي، دوی پوهیږي، چې نورو مسلمان ولسونو هم اسلام خپل رنګ او خوند ورکړي دی. کله چې وهابي سختدریزه عرب جنګیالي د جګړې لپاره افغانستان ته راغلل، دوی د پښتنو په اسلام او مذهبي کړو وړو باندې ګوټنیوکې وکړې، دغه عرب وسله وال وهابې جنګیالي د پښتنو له ډیرو سختو خونړېو غبرګونو سره مخامخ شول. پښتانه دا دعوه لري، چې دوی د لومړۍ ساعت او د لومړي ورځي له صادقو مسلمانانو څخه دي. د پښتنو ستر نیکه قیس عبدرالرشید د اسلام مبین دین مستقیماً د پیغمیر (ص) د مبارکو لاسونو څخه منلي دی. دا مهال اکثریت عربان د اسلام د سپیڅلي دین په وړاندې په جګړه کې بوخت وو.
په افغانستان کې په رښتنې توګه د پښتونولي بڼستیزه ارزښتونه لکه ننګ، غیرت، شرم او توریالیتوب د اسلام د سپیڅلي دین په چوپړ کې واقع شوي دي. په یو څه توپیر سره، پښتونولي په خپلو بنسټیزه ارزښتونو باندې لږ څه نور تاکید کوي. ځکه جګړه په اسلام کې یواځې د ایمان او اسلامي عقیدې د دفاع لپاره جواز لري،نه د فردي ویاړ لپاره لري. 
پښتانه دا مني، چې دا د اسلام مبارک دین دی،چې د دوی د ځواني نارینه کهول،طبقي جګړه ییز روح، مورال په شعوري او عملي ټوګه د دوی خپلو ټولنیزو مسوولیتونو ته هم ورګرځولي دی.
د ۱۹۷۹کال څخه راورسته کله چې د پخوانۍ شوروي اتحاد پر افغانستان باندې یرغل وکړ او د پښتنو په کلیو او بانډو کې د شورويانو د یرغل په وړاندې د خپلواکۍ جهاد اعلان شو، د پښتونولي ترمینالوجۍ او د پښتونولي اصول د نوي رامنځته شوي اسلامي جنګې لغاتو په وجه قصداً له پامه وغورځول شوه او په شا وتمبول شوه. ځکه دا جګړه له پیله یواځې د پښتنو جګړه نه وه. په دغه پردې او له ناورینو نو ډکه جګړو کې د پنجابیانو، عربانو او نورو بهرنیانو لاسونه وو.

له همدې امله د افغانستان په جګړه کې نور د پښتونولي د ننګیالیانو، توریاليانو، غازیانو او د پښتنو د پښتونولي د قومي اربکیانو له نوم څخه کار نه اخیستل کیدو، بلکې د مجاهد له نومه کار اخیستل کیده، ځکه دی د اسلام لپاره جهاد کوي. د افغان کډوالو څخه د افغان نوم قصداً لري کړل شو او یواځې د مهاجرین نوم ورکول شو. پښتانه په دې پلمه تیر یستل شول، چې همداسي محمد ( ص) مدینه ته هجرت وکړو. چا چې مهاجرینو ته ځای وړکړو، هغوي ته د انصارو نوم وکړل شو. څوک چې په سپیڅلي جګړه کې ووژل شي، دی د ایمان او د اسلام د دین په لاره کې یو شهید دی. دی بیا پرته له شکه د خپلو ګناهانو سره جنت ته ځې. 
د‌ې ته ورته نورو مذهبي احساساتي هڅونو سربیره پښتانه مجاهدین خپل ځانونه په مینه سره غازیان بولي یا یادوي، پښتانه د خپل نوم سره د غازي نوم خوښوي، غازي په جګړه کې د یو بریالي جنګیالي نوم دی، یو غازي د خپل وطن، ایمان او اسلامي عقیدي لپاره فتحې او فوتوحات کړي. همدا وجه ده، چې توره په خپله د یو بریالي ګټونونکي ویښ احساس سره یو ځای کیږي.
 

۵ . د خبرو ټولېزه : 

د ټولنپوهنې پوهې په رڼا کې وڅیړل شوه، چې پښتونولي د پښتنو د شخصیت انځور د ننه څخه تفسیر او مانا کوي. پښتونولي په ځانګړي ډول ختیځ او سویل پښتانه یې د خپل ټوکم پېژندلو لپاره استعمالوي. پښتنې ایډیالوجۍ کې توریالیتوب، زړورتیا، مبارزه او د اتلولۍ توره، د یو پښتون د دودیزه نارینتوب د شخصیت انځور یو اړخ دی. د دې معادل یا د دې په بل اړخ کې یو پښتون ته د عقلانیت، شعوري وړتیا او ټولنیز مسوولیتونه ولاړل دی. لکه د یوې ټولنیزې موضوع په اړه د پریکړې وړتیا درلودل، په خپله ټولنه کې د سخاوت لوی لاس درلودل، د میلمه میلمه پالنه، یو محتاج سړی ته پناه ورکول او د هغه د سر او عزت څخه د خپل سر په بیه ساتنه کول، دی باید د فکري استعداد او توان درلودنکې واوسي، د خپلي ټولنې په ټولو خصوصیاتو باندې پوره پوهه ولري، په شخړو او دوعوې کې د یو عادل، منصف انسان په توګه منځګړیتوب کول، د سولې او د خیرښګنې چارو ته له خپل جیبه پیسې او بسپنه ورکول، د خپلو خلکو د اوساینې او سوله مل ژوند لپاره هڅې او د خپلو ګرانو وګړو د مادي ژوند او مادیاتو غم خوړل دي. په همدې ترتیب د پښتنې د تورې او عقل په کاڼسپټ کې پوهه او تجربه خپله ستره ونډه لري، چې کله او څنګه توره ایستل کیږي او کله سوله باید وشي.
پښتونولي د ختیځو او سویلي پښتنو لپاره د سولیزو خبرو اترو او د یو بل د زغملو کولتوري لار ده. افغانیت د پښتنو د سیاسي او ټولنیزو شخړو په حلو فصلولو کې د عدم تشدد معقوله او سمه لار ده. پښتانه د پښتونولي څخه د ژوندانه په ښوونه او روزنه کې، په خپلو منلي شویو حقوقي نورمونو، معیارونو او ارزښتونو کې کار اخلي . پښتونولي د پښتنو د ټولنیزو کړکیچونو په حلولو کې د حل لارښوونکې کرښه او منلي شوي دودیزه قاعده ده.

پښتونولي د افغانانو د پاره د پردیو یرغلګرو کولتورنو په مقابل کې یوه دفاعي کرښه ده. پښتونولي د یو سوله غوښتونونکي یا بې وسلې میلمه لپاره یوه دعوتنامه یا بلنلیک دی. میلمه پالنه د سپیڅلي پښتونولي د خیرښیګڼېو چارو په لیست کې د ټولو ارزښتونو څخه پاس ځای لري. میلمه پال پښتون د میلمه د میلمه پالنې لپاره خپل ځان تر ورستي کچې پوري په مادي او معنوي برخه کې تاواني کوي. پښتونولي د هر پردي او اجنبي دښمن او د هر یرغلګړو پوځ د ویرولو لپاره او دوی ته د ګوټڅندني یا اخطار ورکو لپاره یو ه ځواکمنه علامه ده. 
نن نه یواځې د افغانانو په ښارونو کې بلکې په کلیو او بانډو کې پښتنې کولتور او پښتنې افغاني ټولنه ډیره سخته ژوبله او ویجاړه شوي ده. د ډیرو پښتنو کورني اړیکې د خپلي سټي او ټبر سره پري شوي دي. ځینې پښتني کورني د خپلواکۍ د سپیڅلي جګړې څخه ورسته تر اوسه بیرته خپلو قبایلي دودیزه سیمو ته ورستنې شوې نه دي. دوی په لارو کې د غلو، لارې شکوونکو او ناپیژندل شویو وسله والو له خوا لوټ او چور کړلي شوې. د ځینې پښتنو څخه د یو مخفي پلان له مخې په بې شمیره کچه دینې مدرسو کې نوي سختدریځه اسلامپال جوړل کړل شول. د جنګسالارنو د جنګ، جګړو انګیزې او اعمال د پښتنو او د پښتونولي له دودیزه کړو وړو سره هیڅ ډول تړو نه لري. جنګسالارن د خپلو شخصي ګټو، واک او ځواک لپاره جنګیدلي خلک دي، ډیرې جنګسالاران د بهرنیو دښمن هیوادونو د انټرس  یا لیوالتیاو لپاره جنګیدل، دغو هیوادونو غوښتل په افغانستان کې خپل واک د وسلو، پیسو او پروپاګندې له لارې نوره غښتلي کړي.
په همدې بهیر کې داسي ښکاريدي، چې د پښتونولي د ارزښتونو او نورمونو په چوکاټ کې په یو ډیره لوړه یا جګه بیه را لویه شوي او رامنځته شوي ده، چې د انفراديت یا فردي خپلواکي ده. د پښتنو افغانانو دا ګران بیه انفرادي خپلواکې وسمهال د لمنځه تللو په حال کې ده، ښاغلي زیګریسټ یې هم تایيدوي، چې که د پښتنو دغې انفرادي خپلواکي ته پام ونشي د دې ارزښتنونو د لمنځه تللو مخنیوي نوره ګران شوي دی.

د لسمې برخې پای