د پورته سرلیک لاندی څو ورځی دمخه قدرمن استاد زمان ستانیزي یوه تفصیلي د پام وړ لیکنه کړی وه، چې ورپسی یوه بل قدرمن استاد خالق رشید ( د " پښتانه څنګه خپله پښتو پردۍ کوي" په وړاندی دوې لندې یادونې) په نوم یوه بله لیکنه د غبرګون په توګه خپره کړه.
دواړه لیکنې په تاند ویبپاڼه کې خپری شویدي.
که څه هم زما مسلک ژبه او ادبیات نه دی خو د پوهنتون د یو استاد په توکه راته غوره ښکاره شوه چې د نوموړو دواړو درنو پوهانو د لیکنو په هکله یوه لنډه یادونه وکړم.
ما دواړه لیکنې په غور ولوستی، په دواړو لیکنو کې په زړه پوری او د پام وړ ټکي شته چې د ژبپوهانو، او ادب پوهانو لپاره به نور هم په زړه پوری او د پام وړ وي.
داکتر صاحب ستانیزی په پیل کې لیکي چې: "څه موده دمخه مې یو پښتو مضمون لوست ، متن یی په نامانوسو او مصنوعي کلماتو داسی پیچلی و چې هری جملی سره باید لاس او ګریوان شوی وای چې معنا می ورنه اخیستی وای. سؤال راته پیدا شو زه چې د یوه پښتانه ژبپوه په صفت خپله پښتو ژبه نشم لوستلای نو آیا له ما خپله ژبه ورکه ده او که له لیکوال نه د پوهولو لار ورکه ده."
نوموړی بیا له خپلو یو دوو خاطرو یادونه کوي، چې څرنګه یو بخارایی تاجک استاد دفارسی متن نه شو لوستلای او ورته ویلي یی و چې دوی په روسی الفبا بلد دی او عربی رسم الخط نشي لوستلای. همدارنګه په بله په زړه پوری خاطره کې د یوی پیښورۍ محصلی یادونه کوي چې پښتو شعر یی نه شو لوستلای ، ځکه چې په انګلیسی ژبه يی زده کړی کړی وی. نوموړی محصلی ورته ویلی و چې خبری کولای شي اما لوستل پری نه شي کولای.
استاد ستانیزی لیکي چې دواړو ته هک پک شوم او افسوس می وکړ چې څرنګه روسانو تاجکانو ته خپله ژبه پردۍ کړه او انګریزانو پښتنو ته. نوموړی لیکي چې سیاسی استعمار له منطقی تللی، خو د فرهنګي استعمار اثرات یی هسی پر ځای پاته دي.
له پورتنیو یادونو او خاطرو وروسته نوموړی په ډیر تفصیل سره په علمي توګه په فارسی او پښتو ژبو بحث کوي، خو په ټوله کې يې په پیل کې دوه موضوعات چې د پښتو ژبی پرمختګ یي ټکنی کړیدی مطرح کړي دي. یو یی هم زما له نظره د ژبی پر علمي - ادبي اړخ بحث دی چې پښتو او فارسی ژبو کې پر تعصبی نیولوجیزم یا په افراط سره د نویو لغاتو پر جوړولو را څرخي او داسی انګیري چې پښتو ژبه هم په دی توګه له خپلو ویونکو پردۍ کیږي او بل يې هم د استعمار او دولتونو سیاسی ناروا کړنی دي.
نوموړی په پیل کې په ایران کې د فارسی ژبی په تعصبی نیولوجیزم او له عربي لغاتو په افراط سره د فارسی ژبی پر تصفیه کولو او پاکولو بحث کوي او بیا د ځنو پښتنو له خوا هم د ورته عمل یادونه کوي. لیکي چې ځنی پښتانه لیکوال هم دا تعصبی نیولوجیزم او د ژبی سوچه کول په افراط سره مخ ته وړي، نو دد له نظره په دی توګه پښتانه خپله ژبه پردۍ کوي.
خو پر دوهم علت یعنی د استعمار پر اغیز یې متاسفانه بحث نه دی کړی او ټول تمرکز یی په ادبي اړخ اوتعصبی نیولوجیزم ورټول دی.
زما له نظره ښه به و چې استاد ستانیزي د خپلو خاطرو په هکله هم چې څرنګه یوه تاجکي استاد او یوی پیښورۍ محصلی په خپلو ژبو لوستل نه شو کولای، لږ بحث کړی وی او عوامل یی څیړلای وی.
په پښتونخوا او پلوچستان ایالتونو کې پښتنو ته په مورنۍ ژبو د زده کړو نشتوالی او نه اسانتیاوی، د پښتو ژبی پر مختګ ته ډیر زیان اړولی او کیدای شي چې ډیرو پښتنو د دغه ناروا او ستم له امله خپله ژبه هیره کړی او یا ورنه پردۍ شوی وي.
په افغانستان کې که څه هم پښتو ژبه ملي رسمي ژبه ده، په زده کړو او ټولو رسمي برخو کې استعمالیدلای شي، خو بیا هم په ډیرو ادارو، ښوونیزو او تحصیلي موسسو کې د پښتو ژبی کارونی ته د اړتیا سره سمه زمینه نه ده برابره شوي. په ځانګړی توګه په کابل کې، پښتو ویونکو کوچنیانو او زده کوونکو ته په پښتو ژبه د ښوونځیو نشتوالی، او په لوړو زده کړو کې د درسی موادو نشتوالي، د نوموړی ژبی د مناسبی پرمختیا مخه نیولی، چې ورسره د نه بلدتیا او پردیتوب یو بل غټ دلیل کیدلای شي.
څه موده پخوا کابل پوهنتون کې یوی علمي غونډی ته ولسمشر داکتر محمد اشرف غني وینا کوله، هغه د نورو ارزښتمنو علمي موضوعاتو تر څنګ دی ته هم اشاره وکړه چې له پخوا، آن په پوهنتون کې دد د استادۍ پر مهال پر پښتو ژبه د درسی موادو او تدریس نشتوالی، ځنو پښتو ویونکو محصلینو ته ستونزه وه. ویې ویل چې موږ پر یوه کیلومتر سرک په سلګونو زره ډالر لګوو، خو کیدای شي په ډیر کم لګښت دا ستونزه حل شي او د پوهاوی وړ اغیزمن تدریس رامنځ ته شي.
زه فکر کوم په مرکزی پوهنتونونو کې په دواړو رسمي ژبو د درسی موادو، چپترونو او درسي کتابونو شتون اړین دی. که د مضمون استاد خپله دا کار نه شي کولای نو دیپارتمنتونه کولای شي په ګډ کار او د استادانو په کاری مکلفیت کې د شمیرنی پربنسټ درسی مواد، چپترونه او کتابونه له یوی رسمی ژبی بلی ته وژباړي او پر محصلینو یی د هغوی د غوښتنی له مخی وویشي.
ددی ترڅنګ باید په کابل کې د پښتو ویونکو کوچنیانو لپاره په مورنۍ ژبو د زده کړو اساسي زمینه برابره شي او دولت باید د پوهنی وزارت مکلف کړي چې دا کار د علمي اصولو په رڼا کې په معقول او بنسټیز ډول ترسره کړي.
د استاد ستانیزي لیکنی ته، استاد رشید توند غبرګون ښودلی دی او د پښتو ژبی او ادبیاتو دیوه استاد، په توګه یې ځنی تخنیکي او علمي یادونی کړیدي.
استاد رشید د ښاغلی داکتر ستانیزی د لیکنی یوه حساس ټکی ته چې د هغه له نظره یې پښتو او پښتانه غیر متمدن بللی، ډیر سخت ځواب ویلی دی. په رښتیا به هم هر لوستونکی ته ټکان ورکوونکی وي چې که چېری داسی څه د استاد ستانیزي له لیکنی وانګیرل شي. ما یې په لیکنه کې د پښتون قوم په اړه څه نه دی لوستی خو د پښتو ژبی په هکله یې دا ډول اشاره کړیده.
که څه هم ښه به وي چې استاد ستانیزی پخپله ددی خبری سپیناوی وکړي، چې دد هدف د پښتو ژبی له غیر متمدنتوب څخه څه و؟
موږ پوهیږو چې پښتانه د هېواد د ځنو نورو قومونو په څېر یو اصیل آریایی تاریخې نسل دی او زموږ هېواد دنړۍ له مهمو تاریخي مدني سیمو ګڼل کیږي.
که دنړۍ مدنیتونو ته پام وکړو نو لرغونی افغانستان چې پښتانه یی هم اصلی او بومي اوسیدونکی دي ، د بین النهرین او کلدی، مصر، فلسطین او د مدیترانی ختیزو څنډو او د چین هېواد له تاریخي او ځلاندو تمدونونو وروسته پنځم نړیوال مدنیت تیر شوی دی. نو کله چې یو قوم او ټبر په دومره عظمت او تاریخي لرغونتوب د یوی متمدنی سیمي برخه وي نو ژبه یی هم له لرغونو او مدنی ژبو ګڼل کیدلای شي.
خو که چیري د استاد ستانیزی هدف دا وی چې ټولی هغه ژبی چې سیاسی، اقصادی، بشري او یا مذهبي پاخه بنسټونه لري نو ډیر پرمختګ کوي، لکه عربي ژبه چې د دینی ارزښت له امله یا انګریزي چې د سیاسی او اقتصادی ځواک له امله نړیواله شوي او یا داسی نوری چې لیکوال ورته هم اشاره کړی، نو بیا یې ماته نظر او لیکنه پر ځای ښکاري .
ددی ترڅنګ دواړه ښاغلي په دی نظر سره موافق او سلا دي چې د ژبو اصلاح او معیاري کول دی، یوی باصلاحیته علمي ټولنی ته وسپارل شي.
ما هم څه موده دمخه علومو اکاډمی ته په یوه پرانستی لیک کې او همدارنګه په ځنو نورو یادښتونو کې د یوی با صلاحیته او مسؤلی کمیټی لکه د پښتو ټولنی په څېر د رامنځ ته کېدو هیله څرګنده کړي وه، چې د ژبو معیاري توب ته کار وکړي او ویې څاري. همدارنګه په ټولو رسنیو ، اداري او ښوونیزو برخو کې یوه واحد ،ټولشموله، معیاري او کره لیکدود ته لاره هواره کړي. که څه هم دا کار لسګونه کلونه دمخه د افغانستان، کوټی او پیښور ځنو ادب پوهانو په ډیر ښه ډول ترسره کړی و.، د سیمه ییزو لهجو لپاره یی پر یوه واحد لیکدود باندی سلا او توافق کړی و خو دریغا چې په دی وروستیو کې ورته ډیر پام نه کېږي.
له بده مرغه اوس په دی برخه کې ځنی مسؤلی او مسلکي اداری په ډیر درانه او خواږه خوب ویدې دی او هیڅ څرکند او اغیزمن فعالیت نلري.
په علومو اکادمۍ او پو هنتونونو کې د یوه کارا او وړ څېړنیز سستم نشتوالی له امله یو شمیر څېړونکې په دواړو پښتو او دری ژبو کې د خپلو علمي ترفیعاتو لپاره زاړه، تکراری، غیر ضروری او په درد نه خوړونکې موضوعات انتخابوي، هدف یی داوي چې څرنګه خپله ترفیع ترلاسه کړي. زما هدف ټول درانه استادان او څېړونکی نه دی، موږ ګڼ شمیر بیساري زیارګالونکي او نوښتګر پوهان، استادان او څېړونکې لرو چې بیساری ستر کارونه یی ترسره کړی دي او ستری علمي پانګی یی په میراث پریښی دی.خو زما هدف په ټول کې زاړه، بیکاره او ګډ وډ بنسټونه او سستمونه دی، چې د ستونزو په راسپړلو تحلیل او ورته د حل په لارو کې ډیر ناتونه دي.
که څه هم په دی وروستیو کې په دی برخو کې ځنی اصلاحات رامنځ ته شوی، خو بنسټیز او سرتاسری شوی نه دی. په کار ده چې د څېړنیزو موضوعاتو او متودونو د اصلاح او سمون لپاره ډیر کار وشي.
زیاتره څیړنی د معلوماتو د راټولولو او زیاتوالی لپاره شوي او د ستونزو د حل لپاره پر ډیرو لږو تحقیقاتي متودونو تمرکز شویدی.
فکر نه کوم چې که له ځنو خواخوږو ځانګړو اشخاصو پرته چی د ګوګل ماشین ته د پښتو په زیرمه او یا دی ته ورته د معلوماتی تکنالوجۍ نه په ګټی اخستلو سره په نورو پروژو کار کوي، دعلومو اکادمۍ او یا د پوهنتونونو د ژبو دیپارتمنتونو په دی هکله کوم رسمي او ډله ییز اقدام ترسره کړی وي.
باور نلرم که په همدی موسساتو کې داسی ویبپاڼه وي چې ژبپوهانو پکې د معیاری لیکدود د کارولو سپارښتنی کړی وي او یا یی ورته د معیاري لغتونو او ملي ترمنالوجۍ زیرمتون جوړ کړی وي، تر څو ورته ټولی رسنۍ، زده کوونکې او ویونکی لاسرسی ولري.
زموږ ډیری لیکلی اثار په کتابتوني متود رامنځ ته شوي او د زړو معلومات بی خونده تکرار دی.
همدارنګه فکر نکوم چې که د ژبی کوم څېړونکی د رسنیو د ژبو پر استعمال او لیکدود کومه موضوع نیولی او څېړلی یې وې، که دا کار یی کړی هم وي، نتایجو ته يې پام نه دی شوی او د مسؤلو چارواکو کړنی په دی برخه کې نه دی لیدل شوي.
همدا اوس ډیری خوږی منل شوی او په ټولنه کې هضم شوی کلمی او لغتونه د بدلیدو په حال کې دی. لکه د محصل خوږ او اشنا لغت چې په پښتو او دری دواړو ژبو کې له لسګونو کلونو راهیسی استعمالیده، خو اوس ځنی پښتو رسنۍ محصل ته زده کړیال وایی چې سړی یې په لوستلو ستړی کیږي اویا ورته اوس په دری کې د ایرانی فارسی نوی لغت دانشجو کلمه استعمالیږي.
ما په پوهنتونونو کې د پښتو او دری ژبو ادبیاتو د دیپارتمنتونو استادان ولیدل چې څرنګه پر بیلایبلو ذوقي او سلیقوي لارو روان دي. دری ژبی استادان لیکوال او څیړونکې هم دوه ډلی دي، ځنی یی دودیزه مروجه او اصیله دري ادبي ژبه کاروي او ځنی یې چې تازه له ایرانه راستانه شوي او یا له هغه هېواد سره ځانکړی سیاسی او فرهنگي علایق لري ایرانی ، د داکتر صاحب ستانیزی په اصطلاح پر تعصبی نیولوجیزم ولاړه فارسی استعمالوي.
پښتانه هم ځنی په یوه سیمه ییزه لهجه لیکل کوي او ځنی په بله. ځنی بیا له خپله ځانه نوی لغات چې هیڅ ادبی او ژبنی ارزښت او تاریخچه نلري جوړوي او استعمالوي یی.
تر اوسه نه د علومو اکادمۍ، نه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نه هم کومی بلی علمي باصلاحیته مسؤلی مرجع په دی هکله کوم څرګنده کړنه ترسره کړیده.
کابل پوهنتون او د هېواد ځنو نورو پوهنتونونو کې د ژبو او ادبیاتو په پوهنځیو کې، د ژبو له نورو دیپارتمنتونو سره په پرتليزه توګه، تر ټولو خوار دیپارتمنتونه د دری او پښتو ژبی دی.
که څه هم ځنی پوهنتونونه په دی برخو کې د ماسترۍ او کابل پوهنتون د ماسترۍ او دکتورا پروګرامونه لري، خو په ځنو کې زده کړی په ډیره ټیټه سطحه او په نشت وسایلو او درسي موادو ترسره کیږي. دری ژبه بیا هم په ځنو برخو کې یو څه د ایران له فرهنګي او سیاسي ملاتړ برخمنه ده، خو پښتو ژبه هیڅ داسی کومه خواخوږي سیاسي او فرهنګي ملاتړي نلري.
همدارنګه په علومو اکاډمۍ او پوهنتونونو کې د نورو مسلکونو له خاوندانو یو شمیر، د خپلو ترفیعاتو لپار خپل څیړنیز اثار او درسی مواد په داسی ډول لیکي، چې ژبنی معیار نلري او زیاتره یې د پوهاوی وړ نه وي. ددی معنا داده چې موږ ژبی په اساسی توګه نه تدریسوو ، نه یې زده کوو او په لیکلو کې ستونزی لرو. زه فکر کوم د پښتو او دری ژبو تدریس باید په بشپړ ډول نوی او اغیزمن شي. زیاتره وخت د ژبو په ځانګړی توګه د پښتو ژبی زده کړه او تدریس ډیره لږه اغیزمنتیا لري، رسمی زده کړی او د زده کړو متود مو ښه پایله نلري.
کله چې زموږ د لوړو زده کړو د ژبو د تدریس متودونه، دتدریس مواد او نصاب لازمه اغیزمنتیا نلري، نو په ښوونځیو کې به زموږ د ژبو تدریس په کوم حالت وي.
ښه پوهیږو چې د هری نوی ژبی د زده کړی لپاره باید زده کوونکې څلور مهارتونه: لوستل، لیکل، خبری کول او اوریدل تمرین کړي او ازموینه هم باید په همدی مهارتونو کې واخستل شي، خو زموږ د تدریس زیاتره متودونه لا هماغه زاړه ، تاریخ تیر شوي او تکراری دي.
شاګرد محوري تدریس، په ګروپونو کې کار او تیوري په عمل کې پلی کولو ته ډیره لږه پاملرنه کیږي.
که څه هم په دی وروستیو کې ډیرو استادانو او څېړونکو مسلکي زده کړی په بهرنیو هېوادونو کې کړی، همدارنګه د تدریس او څیړنی د نویو متودونو په هکله استادانو او څېړونکو ته سیمینارونه او ورکشاپونه هم جوړ شوي او په دی هکله ځنی نور خال خال اقدامات هم شوي، خو لا تراوسه بنسټیز شوي او عام شوي نه دي. ددی ترڅنګ اوس ځنی ښاغلی پر پښتو او دری ژبو نه پوهاوی ، په ر سمي غونډو، لیکلو او خبرو کولو کې په انکریزۍ رنګوي، او لکه پيښورۍ ګډوله ژبه کارول ورته غټ مهارت ښکاري .
نو ددی لپاره چې زموږ د هېواد رسمی ژبی له وخت سره سمی، اوسنی تکنالوجیک عصر ته ځواب ووایی باید سستمونه ورغوو، تیوري په عمل کې پلی کړو او د ژوند په عملي ډګر کې د ستونزو حل ته ځواب ووایو.
همدارنګه په زیاتره ادارو کې کمپیوترونه پښتو الفبا نلری. که کومه پښتو لیکنه هم کوي، نیمګړی او ناسمه وي چې باید دا کار د چارواکو له خوا په کلکه و څارل شي او له ژبو سره ذوقي او سپک چلند ونه شي.
ښه به وي چې د هېواد او ټولنی د اړتیاوو پربنسټ، د خپلو تاریخي، کلتوري، دیني او ژبنیو ارزښتونو د خوندیتابه لپاره اغیزمن کار ترسره کړو.
همدارنګه ښه به وي چې ددی برخو مسلکي غړي او چارواکي، سمی لایحي، اصول او مقررات رامنځ ته کړي او په ټول کې د قوانینو په داسی طرحو کار وکړي، چې ادب او کلتور مو د پردیو له یرغل او ناسم اغیز وژغورل شي، رسمي ژبی مو واحده تګلاره ولري او پر استعمال او متوازن پرمختګ يی ټینګ څار رامنځ ته شي .

پوهنمل دکتوراندوس رحمت ځواکمن
هالند/ ۲۰۲۰-۷-۲۹