يوې ښځې خپلې ملګرې نه پوښتنه وکړه چې ستا د زوې په پيدايښت، ميړه دې په ډالۍ کې څه درکړل؟؟؟
ملګرې يې ويل هيڅ يې هم رانه کړل!!!
هغې ورته ويل ولې دا ښه خبره ده؟؟؟
ايا تاسې هغې ته هيڅ ارزښت نه لری؟؟؟
د لفظونو په زهرجنو بمونو يې د هغې ښځې فکر خراب کړ، او ځان يې ورته ډير خواخوږی وښوده ترې لاړه.
لږ څه وروسته چې مازيګر کې يې ميړه راغی، ګوري چې ښځه يې خفه او تندی تريو نيولی وو،د ښځې او ميړه ترمنځ يې جګړه راغله او جګړه دومره زياته شوه چې ميړه يې ښځې ته طلاق ورکړ.
پوهيږی، ستونزه د کوم ځای نه پيل شوه؟؟؟
د هغې بې ځایه پوښتنې نه چې هغه ملګرې د عيادت لپاره راغلې وه!!!
په همدې ډول زيد د حامد نه پوښتنه وکړه !!!
تاسې چيرته کار کوی؟؟؟
حامد: په فلاني دوکان کې
مياشتنې تنخوا مو څومره ده؟؟؟
حامد: 18000 افغانۍ
زيد: په 18000 افغانيو ستاسې د کور ګوزاره څنګه کيږي دا خو ډيرې کمې دي کنه!!
حامد: اوږد حوصيلۍ وکړ، ويلې څه وکړم نو!
مرکه ختمه شوه
څو ورځې وروسته حامد د خپل کار څخه زړه تور شو
او د مالک څخه يې د تنخوا د زياتوالي غوښتنه يې وکړه، مالک د تنخوا د زياتوالي غوښتنه ونه منله، ځوان وظيفه پريښوده او بې وظېفې شو،مخکې يې وظيفه درلوده اوس يې نه لري.
يو کس يو مشر سپين ږيرې نه چې د خپل زوی څخه بيل اوسيده پوښتنه وکړه!!!
ستاسې زوې تاسو څنګه ته ډير کم راځي، ايا هغه تاسې سره مينه نه لري؟؟؟
پلار يې ويل: زوې مې ډيره مصروفه وي،د هغې د کار مهالويش سخت دی،د هغې ښځه او ماشومان دې هغې ته ډير کم وخت پيدا کيږي.
لومړنی کس:واه، دا نو څه خبره ده تاسې د هغې روزنه کړې، د هغې هر خواهش مو پوره کړی، تاسو په دې خبره ځان ته ډاډ ورکوی چې هغه مصروف دی، دا خو تاسو سره د نه ليدو هسې بهانه ده.
ددغو خبر و اترو نه وروسته د پلار په زړه کې د زوی لپاره خلش پيدا شو، زوې مې چې هر وخت راځې د ټولو سره د ليدلو وخت لري، پرته له مانه!!!
په ياد لری! د خولې څخه چې کوم الفاظ راوځي په نورو ډير بد تاثير هم کولای شي!!
دې کې شک نشته د ځينو خولې شيطاني دي.
زمونږ ځينې ورځنۍ پوښتنې مونږ ته ډير عادي ښکاري!
تاسې دا ولې وانه خيسته؟
تاسې دا ولې نه لری؟
تاسې به دداسې شخص سره څنګه ژوند تيروی؟
دا ډول پوښنې يا د ناپوهۍ نه او یا هم د کوم مقصد لپاره کوو
دا زموږ په ياد نه وي چې دا ډول پوښتنې به د مقابل لور په زړه کې څومره مينه يا نفرت پيدا کولای شي.
اوس چې زمونږ په چاپيريال کې په کورونو کې کوم جنګ جګړې او خفګانونه دې، که تاسې د خبرې تل ته ښکته شی زياتره ددې ترشا د بل چا لاس وي، چې متاسفانه هغه نه پوهيږي چې ددوې دا ډول جملې په قصدي يا هم د ناپوهۍ نه د خلکو ژوند تباه کوي.
د فساد خپرونکي مه اوسئ!
د خلکو کورونو ته ړانده لاړ شئ او ګونګي راووځئ!
قناعت بښوونک ژوند ولری، څوک چې څنګه دی،په هغې خوشاله اوسئ، د الله تعالی نه شکر ګوزار اوسئ ، او د الله تعالی نه د بهتروالي دعا وکړئ، او ورسره ورسره کوشش هم کوی.