ما ته اختر سره غمونه راځي
د تېر دوران خواږه يادونه راځي
زما په غم شهيده مور يادوم
د خاطرو په زړه داغونه راځي
چې ایني د خوږ ماضي ته ګورم
راته په ياد ښکلي فکرونه راخي
د ځوانۍ هيلو جوړول قصرونه
خيال ته هغه ښايسته وختونه راځي
د پښتنو هغه عالي دودونه
د تاریخ پاڼو کې ذکرونه راځي
مینه وروري او خواخوږي وه زياته
داسې صفت کې ډېر بابونه راځي
زړونه به خوښ وو د وجدان په نيرو
کله اوس بیا هغه کلونه راځي
اوس مې پښتو په زړه داغلی ښکاري
ځکه د زړه په سر دردونه راځي
د روح غذا چې به پښتو زموږ وه
اوس د هغې په کور تندرونه راځي
ځکه اختر کې اوس ژړيږي «اشنا»
چې مې خاطر ته وران کورونه راځي
29.07.2020
- ولي الله ملکزی
که د نړیوال ستر کلي رنګینې نقشې ته وګورو، نو د غړو هیوادونو شمیر یې ۱۹۵ ته رسي چې د هستوګنو مجموعي تعداد یې ۷/۷۵ ملیارده دی. د همدی سرسامونکي نفوس ۹۳ سلنه، د اسلام، نصرانیت، یهودیت، هندویزم او بودیزم په ګډون، په ۲۲ مختلفو ادیانو باندی عقیده لري. پاتې ۷٪ وګړي نه د الله تعالی په ذات او نه په کوم دین ایمان نلري چې ایتیست (ملحدین یا دهریان) بلل کیږي. د دغو باورمندو پیروانو له جملې څخه (۲/۳) ملیارده یې مسیحیان (۱/۱۸) ملیارده یې مسلمانان او یواځی شپاړلس ملیونه یې یهودان دي. د دری واړو اسماني اد...
30.07.2020
- قدرت الله حبیب
يوې ښځې خپلې ملګرې نه پوښتنه وکړه چې ستا د زوې په پيدايښت، ميړه دې په ډالۍ کې څه درکړل؟؟؟ ملګرې يې ويل هيڅ يې هم رانه کړل!!! هغې ورته ويل ولې دا ښه خبره ده؟؟؟ ايا تاسې هغې ته هيڅ ارزښت نه لری؟؟؟ د لفظونو په زهرجنو بمونو يې د هغې ښځې فکر خراب کړ، او ځان يې ورته ډير خواخوږی وښوده ترې لاړه. لږ څه وروسته چې مازيګر کې يې ميړه راغی، ګوري چې ښځه يې خفه او تندی تريو نيولی وو،د ښځې او ميړه ترمنځ يې جګړه راغله او جګړه دومره زياته شوه چې ميړه يې ښځې ته طلاق ورکړ. پوهيږی، ستونزه د...