بنی آدم اعضای یک پیکرند که در آفرینش زیک گوهرند
چو عضوی به درد آورد روزگار دگرعضـــوهارا نمــــاند قرار
تو کز محنت دیگران بغمی نشاید نامت نهند آدمی
***
له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې افغانستان او نوره نړۍ له لویې ستونزې؛ یعنی د کرونا یا ( COVID-19) د وایرس له خپریدو سره مخامخ ده. په پرمختللو هیوادو؛ په تیره بیا هغو هیوادو کې چی ټولنیز غښتلي نظامونه لري، دعامه ادارې او دولت له خوا د دغه ډول ناوړو او ناورین راوستونکو حالاتو لپاره ډیر ښه قبلی تدابیر شته، چی ځینی دغه تدابیرد دوی په قوانینو کې تسجیل شوي دي. د ټولنیز ثبات او خوندیتوب او دې ته ورته نورو تدابیرو څخه موخه دا ده چې د حکومت او ولسی تړون اړیکې پیاوړی او ټولنه په دولت او دولت په ټولنه باورمند وي. دغه تدابیر او عالی مفکوره له هیومانیزم او بشرپالنی څخه منشا اخلي. یو له هغو څخه د ټولنیز ثبات اوخوندیتوب عمومی تدابیر دی چی دلته به ورباندې بحث وشي:
ټولنیز ثبات یعنی څه؟
په هغو ټولنو کې چې پیاوړی او خدمت کوونکی حکومتونه لري، ټولنیز ثبات د ټولنی مشترکه وظیفه بلل کیږي، ترڅو یوشخص،ډله، کارکوونکی، د یوکلی اوسیدونکی، د یو ښار اوسیدونکی او بالاخره ټوله ټولنه چې ناورین سره مخامخ شوې، تر خپله وسه وتوانیږي ددغه ناورین او ناڅاپي پېښې په وړاندې تاب راوړي،دهغه فزیکی بوج اوفشار له کبله چی د ناروغی او یا زخمی کیدلو له امله راپورته شوی او یا اقتصادی بوج چی د ناروغی، معيوبيت، سیلاو او زلزلې یا حریقونو، بیکاري، زوړعمر، د کورنۍ دیو غړي د مړینی له امله د عاید د لاسه ورکولو سبب کیږی، رامنځته کیږي. په هغو حالاتو کې چې بحران عمومی وي؛ یو شمیر اضطراری اقدامات لکه ټولنیزه بیمه، ټولنیزې مرستې، دزیان جبران، رخصتی ورکول اود احتیاطی بودجی مصرفول تر لاس لاندې نیول کیږی. رضا کار ځوانان او ډلې د ( 4H) تر شعار لاندی لاس په کارکیږی؛ د بیوزلو، وزګارو ، بوډاګانو او ناروغانو مرستې ته وردانګی. 4Hیعنی دوی وای چې زموږ Health, Head ,Hand, Heart څلورواړه د ټولنې په خدمت کې دي. حکومت هم د دمدنی رضاکارانو ترڅنګ،له پورتنیو تدابیرو برعلاوه نورو وقایوی اقداماتو باندې هم چې ضروروي،لاس پورې کوي.

د ټولنیز ثبات مفهوم اومفکوره
William Beveridge ټولنیز ثبات داسې تعریف کړی دی: ”د عوايدو خوندي کول دي چی د ګټی ځای ونیسی، په هغه صورت کی چی بېکاری ، ناروغی او یا کومه حادثه پیښه شي، دا په زړښت کی د تقاعد په شکل، د وبا له امله د مړینو سره مرستی ، زلزله او سیلاو ځپلو سره بیړنۍ کمک، اود واده په وخت کی دمصرف لپاره کمک کول دی. د ټولنیز ثبات هدف د اصغرې حد د عاید وړاندي کول او هم د طبی درملو وړاندي کول دي تر څویې د امکان تر حده د زیان جبران وشي. “
د ILO په نظر، ټولنیز ثبات یو داسې ډول ثبات ته وایي، چی ټولنه یی د خپلو غړو لپاره د ځینو خاصو خطرو په مقابل کی ایجادوي. دغه خطرات يو ډول اړينی احتمالی پیښي دي چی په مقابل کی یی هغه افراد چی لږي منابع(عاید) لري او ژرآسیب پذیره دی، دناورین په وړاندې نشی ودریدلی او یا هم د خپلو انو په مرستته هم نه توانیږي چی دپېښې په مقابل کی ودريږي. په دې کې د وبا په شان ناروغی او نورناڅاپي حوادث راځي. د دغو ناڅاپي پېښو اواحتمالاتو خاصیت دا دی چي د یو کاری- سالم شخص قابلیت ورڅځه اخلی، هغه قابلیت چی نوموړی ورباندې هغه افراد چی ده پورې تکیه دي(دکورنۍ غړي)په سم او اخلاقی ډول نور نشی حمایه کولای او ممکن خپل ژوند یې هم ګواښ سره مخ شي.
د ټولنیز ثبات د واحدونو ضرورت هغه وخت راپورته کیږي چی کله خلک ناروغیو سره مخامخ شی، زلزله او بله طبیعی پېښه یې وځپي، بیکاره شي او یو شمیر نورو خطراتو لکه اوږد مهاله ناروغي، زوړ عمر اود مرګ خطرسره مخامخ شي.
د ټولنیز ثبات مفکوره اصلاً بشریت ته په لوړ درنښت قایلیدلو او ټولنیز عدالت پوری تړاو لری. په زیاترو هیوادو کی یې اهمیت ترهغې کچې رسیدلی، چی دوی په خپله عامه پالیسیو کې ورته ځای ورکړي همدارنګه د دي ترویج اوخپوروالی د دی سبب شوی چی يو هیواد د هوساینی خواته روان کړي. ټولنيز ثبات یو بوج ندی بلکی پوه هوښیاره پانګه اچونه ده چی په اوږد مهال کی يو ښه برخه اخیستنه تشکیلوي.

د ټولنیز ثبات او خوندیتوب ماهیت
 د ټولنیز ثبات پروګرام د ټولنی غړو ته د هغو احتمالی پیښو په وړاندې خوندیتوب او نجات ورکوي ، چی د دوی ټولنیز او اقتصادي ثبات ته خطرپېښوي. دغه مصئونیت اوخونديتوب د ټولنی هغو افرادو ته ورکول کیږی چی په يو بل پوری اړه ولري او يا هم په یو بل متکی وي.
 د تولنیز ثبات برنامی په عمومی توګه د دوامداره اجرااتو له لاری عملی کیږي اوپه محلی او ملی دواړوسطحو پلی کیږي او هدف یی مالی مرسته او پیاوړی کول وي. دغه مرسته له هغه چاسره کیږي چې مرستی ته اړتیا لري.
 د ټولنیز ثبات په مفکوره کی ټولنیزی مرستی او ټولنیزي بیمی هم شاملی دي.
 يو څه اندازه پیسی هغه افرادو ته ورکول کیږی چی د زوړوالی ، اوږد مهاله ناروغي، بیکاري، بوډاتوب او نورو احتمالی پیښو له امله یې خپل عايد له لاسه ورکړي وي.
 پرته له نغدو مرستو، په دې کې یو شمیر نور ملاتړونه او حمایتونه هم شته.
دټولنیز ثبات دغه برنامه په پراخه اندازه په ټولنه کې رواني(روحي) او ټولنیز ثبات راولي او خلک له وارخطایی (عمومي ستریس) څخه ژغوري.

د ټولنیز خوندیتوب اوثبات منطق او اهمیت
ټولنیز ثبات دواړه؛ ټولنیزه بیمه او ټولنیزه مرسته رااخلي. دا انسان او ټول ولس ته په درنښت سره دکتلو او ټولنیز عدالت معنا لري، چې اهمیت یې دا دی:
i. ټولنیز ثبات د ټولنیز او اقتصادی عدالت څخه د ځان باوری کولو وسیله ده.
ii. په یوه خدمتګزاره حکومت کی ټولنیز ثبات د عامه پالیسی اساسی برخه ده.
iii. د ټولنیز ثبات اساسی موخه د خطراتو په مقابل کی د هغو وګړو خوندیتوب دي چی بی وسه وي. دغه خطرات چی یوشخص د خپل ځان او کورنی د حمایی څخه جلا کوي. عبارت دی له ناروغی، زوړوالی، اوږدمهاله ناروغي، بیکاری، لاعلاجه مصیبتونه او نور دي.
iv. د ټولنیز ثبات واحدونه په عمومی توګه د ټولنیز قانون جوړونی په واسطه رهبری کیږي.
v. د ټولنیز ثبات واحدونه د پیسو په شکل هغه افرادوته ورکول کیږي چی د پورته ذکر شویو خطراتو له امله یی عاید له لاسه ورکړي وي. په دې کې د وبا خپریدل تر ټولو مهم دي.
vi. د ټولنیز ثبات د کاری قوی د خوندیتوب او ثبات لپاره په اقتصادی ډګر کی يوه اړینه پدیده ده. هغه پیسې او بودجه چی په ټولنیز ثبات باندې لګول کیږي، یوه سالمه پانګه اچونه او د اینده لپاره یوه غټه سرمايه ده، نه بیځایه مصرف.

د ILO د منشور د اووه شپیتو وړاندیزونو له مخې؛ دټولنیز ثبات په مومخه مرستی او تدابیرد لاندینیو خطراتو سره د مقابلی لپاره ضروري دي.
i. بیکاری
ii. ناروغي
iii. د کار پر مهال زخمی کیدنه
iv. مړینه
v. اوږد مهاله ناروغي
vi. زوړوالی
vii. دخپلوانو له لاسه ورکول،
viii. شیخ فانیتوب.

د ټولنیز ثبات حدود
د دې معنا داده چې د ټولنیز ثبات تدابیر په کومو شکلونو ترسره کیږي. باید ووایو چې دا تدابیر څو شکلونه لری او حدود یې پراخه دی. په ټولنیز ثبات کې بیمه، میندو ته د ولادت رخصتی، د کار پر مها ل د زخمی کیدو علاج، د کارکوونکوناروغي او بیا دهغه له مړینی وروسته دده د کورنی لپاره تقاعد، د بیمی پروګرام ، اجباری او رضا کا رانه ټولنیزه بیمه، دبودجی برنامه او د عامه روغتیا خدمتونه شامل دي. که څه هم د ټولنیز ثبات پروګرامونه بیلابیلو ټولنیزو-سیاسی نظامونو اوله یوه هیواد څخه بل هیواد ته فرق لري، خو بیا هم دا درې عام خصوصیات لري. چې هغه دا دي : (i) د قانون په وسیله ایجاديږي. (ii) هغو وګړوته ته مالی کمک کوی چی له خطر لکه: آیپډیمکه ناروغی، بیکاری ، د کار پرمهال زخمی کیدنه، ، کارځانګړي امراض(دولډنګکارانو دسترګو نارورغي، دمعدنچیانو دپوټکی ناروغی، داتومی بټیو دکارګرانو بیلابیل رنځونه...)، زوړوالی، د مړي دخښولو مراسم، کونډیدل او یتیموالی له امله یې خپل عاید له لاسه وړکړي وي. (iii) دغه خدمات او سهولتونه له دری لارو وړاندي کیږي. ټولنیزه بیمه، ټولنیزه مرسته، او عامه خدمتونه.

ټولنیزه بیمه
دا یو داسی میکانیزم دی چی تهدید او پېښې سره مخامخ شوی وګړی ( د خپلی د مرستی پرته، د کارفرما او دولت له کومک څخه) هغه ترلاسه کوی ترڅو د زوړوالی، ناروغی، بی کاري او نورو خطرونو په وخت کې ډاډه او روحاًاطمینان ترلاسه کړي.

د ټولنیزی بیمی اساسی خصوصیات په لاندي ډول دي.
i. هغه خطرات چی یو فرد یی په خپل قدرت په انفرادی ډول مخه نشی نیولای،بلکې په ډله ییزشکل ډیرښه رفع او دفع کیږی،
ii. د ټولنیزی بیمی ماهیت کومکی دي چي دواړه (حکومت او برخه اخیستونکی) به هغه په میاشتنی ډول پس انداز کوي.
iii. د احتمالی خطر په وخت کی ځینی خاص سهولتونه دوي ته برابریږي.
iv. دغه سهولتونه د هغو له خصوصیاتو سر سم يوازي بیمه شوي افراد دهغه د تنخوا مطابق ترلاسه کوی،
v. د دغه ډول هیوادو خلک په اجباری توګه د خطراتو په مقابل کی بیمه شوي. او دوي مکلف دي چی د غی برنامی ته خپله برخه ورکړي.

ټولنیزه مرسته
دا یو پروګرام دی چي له لاري یی حکومت هڅه کوی ترڅو د احتمالی خطراتو چی ژوند ته ګواښ وي اندیښنه یې راکموي. په دی برخه کی د کارګرو لخوا د سهولت د اخیستلو په بدل کی کوم تادیه کیږي
په بل عبارت؛ په ټولنیزه مرسته کی کومک بدون له کومی تادیې(ورکړې) څخه د ماشومانو، میندو، اوږد مهاله ناروغانو، زوړ عمر لرونکو خلکو، معیوبینو، بیکارو او نورو ساتنه کیږي. دغه مرستی بی وزلو ته په کافی اندازه ورکول کیږی، ترڅو اړین ضروريات یی پري رفع شي.

عامه خدمتونه
دغه ډول پروګرام په مستقیم ډول د حکومت له خوا د ټولنی هغو غړو ته چی په مشخصه کټګوری کې راځي، د خپلو عمومی عوايدو څخه په مالی یا خدماتی توګه ورکول کیږي. مثال یی د روغتیا ملی خدمتونه دی کوم چی طبی سهولتونه بوډاګانو اوتقاعد شویو، اوږد مهاله ناروغانو ، کونډو او یتیمانو اود نورو لپاره وړاندي کیږي.

د ټولنیزی بیمی او ټولینزی مرستی تر منځ توپیر
ټولنیزه بیمه او ټولینزه مرسته سره فرق لری چی په لاندي ډول واضح شوي:
i. ټولنیزه بیمه د دریو تادیوی لارو نه حمایه کیږي ، کارفرما، کارګر، او دولت، په داسی حال کې چې ټولنیزه مرسته په مالی توګه د حکومت لخوا حمايه کیږي.
ii. د خطراتو په وخت کی چی په پایله کی عاید له لاسه ځی ټولو ته يو ډول مالی مرسته ورکول کیږي، خو په ټولنیزه بیمه کی نغدی روپی د سکیم غړو ته ورکول کیږی لکه: کارګر، او د هغوی پوری تړلی خلکو ته د خپل پس اندازه په اندازه ورکول کيږي.
iii. ټولنیزی مرستې له نظره که غواړي چی مرسته تر لاسه کړي يو کس باید ځان د اړمن په توګه په ثبوت ورسوي، خو په ټولنیزه بیمه کی اړمن ته ځان په ثبوت رسول اړين ندي.
iv. هغه اندازه مرسته چی د ټولنیزی مرستی د برنامی له مخی اړمنونه ته ورکول کیږي د دولت د مالی څخه ورکول کيږي او حکومت باید د ټولنیزی مرستی په خپله بودیجه کی ځای کړي، خوپه ټولنیزه بیمه کی داسی نه ده.
v. د ټولنیزی بیمی د برنامی پر اساس مرستی اکثر د نغدو پیسو په شکل ورکول کیږی، خو د ټولنیزی مرستی په برنامه کی مرستی زیاتره نورمختلف اقسام هم لري.

په معاصر وخت کې د ټولنیز ثبات او خوندیتوب نوی رامنځته شوې مفکوره
په بیلابیلو ټولنو او هیوادو کې دحکومتونو د ځانګړو پالیسیو او خاصیتونو له مخې داسې هڅې روانې دي، چې د ولس د هوساینې، د عامه ادارې د کارکوونکواو د خصوصی سکتور د کارفرمایانو او کارکوونکوترمنځ داسې یوه د ډاډ او اطمینان فضا او وسایل ایجاد شي، چې د بحراناتو او ناورینونو پر مهال دټولو لپاره د اطمینان وسیله وګرځي او د ټولنیز ثبات ضمانت کوونکی شي. د ټولنیز ثبات شبکی چې د بنیادی اصلاحاتو د منفی اغیزو د کمولو لپاره کار کوي، زیاتره دناورین پروخت د نغده تادیې په بڼه وي. حکومتونه د ملی بودجی یوه برخه د ټولنیزې بودجی په بڼه تخصصیوی ترڅو ټولنیز خوندیتوب تضمین شي. دوی دا هڅه هم کوی چې بحرانی حالاتو کې په محلی سطح ظرفیتونه وده وکړي. ټولنیز خوندیتوب د یوی ټولنی اوسیدونکو ته د ټولنیز ملاتړ ضمانت ورکوی، البته دا د ناورین اولوی مصیبت پر مهال. دا ډول پروګرامونه دوه بڼې لری: یو هغه چې مخکې ترمخکې قوانینو کی تسجیل دی او قانونی برنامه ورته وایی ، بل هغه چې په اضطراری ډول ، پرته له دی چی کوم قانون ورته موجود وی، عاجل اجرا کیږی. مثلاً په افغانستان کی د کرونا له پېښېدو سره سم دولت تصمیم ونیو چی د ښاروالیو له خوا په بیوزلو ډوډۍ وویشي.دا ډول کوم حکم مخکی تر مخکی په کوم قانون کی نه و، خو د ناورین دمخنیوی لپاره د ټولینزخونیدتوب په موخه ددولت له تدوین شوی قانون پرته یو انسانی اقدام و، کله چې دا پروګرام بیرته ودرید، خلکو کوم اعتراض ونه کړ،اما که د بوډاګانو تقاعد ته(چې دټولنیز ثبات یوشکل دی) توقف ورکړل شی، ممکن لوی اعتراضات رامنځته شی، دا ځکه چی تقاعدی ورکول مسلم او قانونی حق دی. نورې عامه مرستې، دغیر دولتی رضاکارانو هڅې، د خصوصی سکتور او د شتمنو سوداګرو له خوا صدقات او خیریه اقدامات هم غیر قانونی ، خو بشری امدادونه دی چی د ټولینز ثبات او خوندیتوب لپاره موثر دی.
قانوني برنامی د دولت په مختلفو قوانینو کې تسجیل شوی لکه:
• په یو شمیر هیوادو کی دولتی کارکوونکو ته بیمه موجوده وی چې د لایحی مطابق د ناروغی ، د کار پرمهال زخمی کیدو اونورو وختونو کی د صحی خدماتو او د پیسو په شکل رسول کیږی.
• د ولادت پرمهال میندو ته ځانګړی امتیازات لکه معاش سره درې میاشتنی رخصت.
• د شاقه او ستونزمنو کارکونو لکه د معدنچیانو لپاره احتیاطی بودجه چې د دولت یوه تنظیم شوی بخش کی د سخت کار له امله دناروغی اوله کاره دپاتی کیدو، په حالت کی مرستی کوي.
• بخششی چی یوه تشویقی مرسته ده، دا هم د لایحی او قوانینو له مخی تنظیمیږی.
• د کار پر مهال او جریان کې دناڅاپی واقعاتو جبران، چی د کار په جریان او یاهم د کار له امله کارګرو ته دمرګ یا معیوبیت ور اوښتو پر ومها صورت نیسی.
• کارکوونکو ته د کار په ساحه کی کورونه لکه د ننګرهار د کانال دپروژې اوفارمونو د کارکوونکو لپاره کورونه، دپولیتخنیک د پوهنتون داستادانو لپاره کورونه، د جنګلک د فابریکی د کارکوونکو لپاره فامیلی، د شرکت په نوم د ګلبهار د فابریکی د کارکوونکو لپاره کورونه چی دې ټولو بریښنا،کلنیک، وړکتون، سینما،کانتین،اوبه او نور سهولتونه لرل.
• کوپون هم یوه قانونی وسیله ده چی د بیو دثبات او کارکوونکو او ټولنی سره دمرستی په موخه تنظیمیږی. ددغو تدابیرو مثالونه مخکی تر ۱۳۷۰ کال څخه په افغانستان کی هم وو.

دټولنیز ثبات او خوندیتوب لپاره نغده مرستې، رخصتی، معنوی ملاتړ، درضاکارو ډلو جوړیدل او نور مثالونه د وبا ګانو دخپریدو، طبیعی ناڅاپی پېښو، بیکاري، زوړوالی، ناروغی او معیوبیت او نورو وختونو کی د خلکو د ژوند په بهبود او د کاری چاپیریال په بهبود او د مختلفو خطراتو په مقابل کی د خلکو توانمندکولو کې موثردي. همدارنګه د ټولنیز ثبات واحدونه د صنعت برخه کی ښه پرمختګ رامنځته کوی ځکه د کارکوونکو هڅونه اوموثریت لوړیږی او په کاری ساحه کې په ضایعاتو کې کموالی رامنځته کیږی، ځکه دغه واحدونه کارکوونکو ته د ټولنیز او اقتصادي ثبات احساس ورکوی او دوی د زړه له تل نه صادقانه کار کوي او مولدیت کې زیاتوالی رامنځته کیږي.افغانستان پخوا په دې برخو کی بیلابیل اصول لرل او دصنفی اتحادیو له خوا یی تضمین شوی و.په لیبرال نظامونو کی هم د ټولنیزی بیمی وړاندی کول شته. دغه برنامه د لایحی مطابق هغه کارګرو ته چی په خطراتو لکه ناروغي، اوږد مهاله ناروغي، او نور صحی خطرات ورته د کار په وخت رامنځته کیږی ټولنیز خوند یتوب وړاندي کوي. د دی برنامی په وړاندي کولو سره طبی سهولتونه د بیمه شوی فرد پوری مربوط خلکو(خپلوانو) ته هم ورکول کیږي. طبی سهولتونه بیمه شوی تقاعد افرادو او دایمی معیوبه شوی کارګرو او د هغوی خپلوانو ته وړاندي کیږی.
دټولنیز ثبات او خوندیتوب انسانی مفکوره کوم ځانګړی سیاسی نظام او ټولنیز سیستم پورې اړه نه لری، بلکې دا مفکوره تل وه او وي به. توپیر په دې کی دی چې ځینوو نظامونو اوسیستمونوکی په یوه بڼه، ځینو نورو کې په بله بڼه په پام کی نیول کیږی. پخوا د سوسیالیستی نظامونو لرونکو هیوادو لکه شوروی اتحاد، بلغاریا، دیموکراتیک آلمان او نورو کی او یوشمیر غیر سوسیالیتسی هیوادو لکه هند، لیبیا، کوبا او ویتنام کی او اوس لیبرال نظامونوکې د ټولنیز ثبات او خونیدتوب پروګرامونه وو او شته. اوس هم دنړی ډیرو هیوادو کې دغه پروګرامونه چی قانونی حمایه او بشردوستانه صبغه هم لري، شته.
زموږ هیوادوالو ولیدل چې نړیوال بانک له بیلابیلو هیوادو سره د کرونا له امله ډیرې لویې مرستې وکړی، سره صلیب هم اړمنو خلکو ته بیړنۍ مرستې ورسولې، دپیسو نړیوال صندوق دغه ناورین ته لویه بودجه ځانګړې کړه، هغو هیوادو چی له اقتصادی پلوه پیاوړی دی؛ لکه جاپان، جرمنی او نورو، د بیوزلو هیوادو مرستی ته ودانګل، د کیوبا د هیواد ډاکترانو ایتالیاته سفر وکړ او دوه میاشتی یی هلته طبی برخو کی خدمت وکړ. د هندوستان هیواد افغانستان سره د غلې او درملو په برخه کی ځانګړی کمک وکړ. چین یو شمیر هیوادو ته د طبی کیتونو اوبستو(کڅوړو) دلیږلو پروسه پیل کړه، حکومتونو د قرنطین په شرایطو کی اغیزمن شویو کورنو ته مرستی ورسولې او په ډیرو هیوادو کی غیر دولتی رضاکارو له خلکو سره دمرستې او ټولنیز خوندیتوب او ثبات لپاره نه ستومانه کیدونکی هڅې وکړی. په دی توګه ګورو چې له نیکه مرغه دبشردوستی احساس ژوندی دی او بشریت به دغه احساس له لاسه ورنه کړي، بلکی نور به هم پیاوړی شي. دکرونا پانډومی د نړۍ لپاره یوه نوې تجربه وګرځیده، وروسته تر دی به انسانان او حکومتونه په خپلو ډیرو کارونو له سره کتنه وکړی، مثبت تجارب او تدابیر به نور هم تعمیم او تقویه کړی او تیروتنو څخه به عبرت واخلی. خو مهم هدف د تولنیز ثبات او د اسیب پذیره قشرونو ملاتړ او توامند کول دی. په تیره بیا بوډاګان، ښځې او ماشومان په داسې حالاتو کی دمرستو د لومړیتوب حق لري.
ژوندۍ او پیاوړی دې وي د هیومانیزم عالی مفکوره او د ټولنیزثبات او خوندیتوب فلسفه