عجیب وخت شو یو ملا بل ملا وژني
هغه هم يي خاص د خدای په رضا وژني
د مسجد، محراب، ممبر ویجاړي څه کړې
چې ملا او مقتدي په بیا بیا وژني
چې پرون يي د لمانځه په سر وژل کړل
نن لمونځغاړې په لمانځه په دعا وژني
د تقوا او پارسايۍ دعوه يي هیڅ ده
چې پخپل لاس متقي او پارسا وژني
دین یو لوبه شوه د څو فرقو ترمنځه
نن به دی او دی به هغه سبا وژني
زموږ ملک په یو داسې بلا واوښت
چې ناشنا خلک پاڅیږي اشنا وژني
ځیني وايي مکړه، پریږده، بده نه ده
چې بهر بلا د کلي بلا وژني
نه د خپل نه د پردي ملا نه خیر شته
دې کې خیر دی چې یو بل په رڼا وژني
زه حیران یمه د وخت دې انتقام ته
چې غلط سړی په خپله ګنا وژني
شعروزمه خیالونه
15.06.2020
- پوهاند محمد بشیردویال
بنی آدم اعضای یک پیکرند که در آفرینش زیک گوهرند چو عضوی به درد آورد روزگار دگرعضـــوهارا نمــــاند قرار تو کز محنت دیگران بغمی نشاید نامت نهند آدمی *** له بده مرغه له څو میاشتو راهیسې افغانستان او نوره نړۍ له لویې ستونزې؛ یعنی د کرونا یا ( COVID-19) د وایرس له خپریدو سره مخامخ ده. په پرمختللو هیوادو؛ په تیره بیا هغو هیوادو کې چی ټولنیز غښتلي نظامونه لري، دعامه ادارې او دولت له خوا د دغه ډول ناوړو او ناورین راوستونکو حالاتو لپاره ډیر ښه قبلی تدابیر شته، چی ځینی دغه تدابیرد دوی...
16.06.2020
- امان الله ورین او محمد داود نیازی
د کتاب نوم: عامه تمویل (Public Finance) لیکوالان: امان الله ورین او محمد داود نیازی دیارلسم څپرکی عامه پور (Public Debt) دولت په ټوله کې د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره عوایدو ته اړتیا لري او دا لګښتونه د خپلو عوایدو څخه پوره کوي، خو د دولتونو د ډېرو لګښتونو او اړتیاو په پام کې نیولو سره د نړۍ تقریباً ټول هیوادونه د بودجې له کسر سره مخ وي. دا په دې مانا چې د عوایدو اندازه یې د لګښتونو له اندازې لوړه وي نو په دې ډول اړ وي چې له دوه لارو څخه ګټه پوره کړي. ۱: د لګښتونو راکمو...